دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Home+په دې ورځ ټرومن کپوت زېږېدلی

په دې ورځ ټرومن کپوت زېږېدلی

تاند- له نن څخه 100 کاله پخوا د ۱۹۲۴ کال د سپټمبر په ۳۰ مه امریکايي ناول لیکوال، کیسه لیکوال او ډارمه لیکونکی ټرومن کپوت (Truman Capote)، چې د (In Cold Blood) (په سړه وینه کې) ناول په خاطر ډېر مشهور دی، وزېږېد.

ټرومن کَپوت د نیواورلېنر په لوییزیانا کې زېږېدلی، ( In Cold Blood) ناول یې په ۱۹۶۵ کې چاپ شوی او په ۱۹۶۷ کې فلم ورڅخه جوړ شوی دی.

د ده له بل ناول (Breakfast at Tiffany’s) «په ټیفاني کې سبناری» څخه، چې په ۱۹۵۸ کې چاپ شوی، په ۱۹۶۱ کې فلم جوړ شو.

دا دواړه ناولونه لا هم د کپوت تر ټولو غوره اثار ګڼل کېږي.

کپوت لا کوچنی و چې مور و پلار یې سره جلا شول. ده ماشومتوب د لوییزیانا او الاباما په کوچنیو ښارونو کې له خپلو بېلابېلو مشرو یا زړو خپلوانو سره تېر کړی دی.

ده خپل تخلص د خپلې مور له تخلصه اخیستی چې (Joseph Garcia Capote) نومېده.

کپوت په بیلابیلو خصوصي ښوونځیو کې درس ووایه، تر دې چې بالاخره له خپلې مور او پلندر سره د کنیکټکټ ایالت په میلبروک کې یوځای شو. هلته ده لېسه ولوسته.

کپوت د خپل ماشومتوب تجربې په خپلو ګڼو لومړنیو داستاني اثارو کې انځور کړي دي.

ده په یوولس کلنۍ کې لیکوالي پیل کړه. ښوونځي ته لا نه و تللی چې لیک لوست یې زده کړي و.

په ۱۹۴۳ کې یې په نیویارکر مجله کې کار پیل کړ. دوه کاله یې هلته کار وکړ خو هلته نامتو شاعر رابرټ فراسټ ورڅخه خوابدی شو او له همدې کبله له دې کاره وایستل شو.

لومړنۍ کیسه یې په ۱۹۴۵ کې په یوه مجله کې (Mademoiselle) چاپ شوه. له دې یو کال وروسته یې د او. هینري یادګاري جایزه وګټله. ده دا ډول څلور جایزې ګټلي دي.

د کپوت لومړنی ناول (Other Voices, Other Rooms) نومېده چې په ۱۹۴۸ کې چاپ شو. دا ناول په دې خاطر هم ډیر وستایل شو چې یوه ځوان لیکوال کښلی و.

دا کتاب یو حساس تصویر او تر یوه حده د هغه هلک د ژوند کیسه ده چې د خپل پلار او جنسي هویت په لټه کې دی.

ټرومن کپوت د ۱۹۷۰ یمې لسیزې په وروستیو کې د اعتیاد د پرېښودو لپاره د مخدرو موادو د درملنې مرکز ته تو او بالاخره د ۱۹۸۴ د اګست په ۲۵ مه په ۵۹ کلنۍ کې د کلیفورنیا په لاس انجلس کې ومړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب