تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) په ایران کې د تومان/ ریال په وړاندې د امریکايي ډالر ارزښت، د سېشنبې په ورځ، د تلې په اوومه، نور لوړ شو او یوه نوي ریکارډ ته ورسېد او په لومړي ځل د یوه ډالر ارزښت له ۲۵۰ زره تومانه واوښت.
د ډالر بیه د سېشنبې په ورځ له ۲۴۹ زره او ۵۰۰ تومان څخه په تېرېدو، په یوه وخت کې ۲۵۰ زره او ۲۰ تومان ته ورسېده. دا د همدې اوونۍ د دوشنبې ورځې پرتله شاوخوا ۷ زره تومانه زیاتوالی ښيي؛ هغه ورځ یو ډالر په ۲۴۳ زره او ۷۰۰ تومان هم پلورل شوی و.
په همدې ورځ د اروپايي ټولنې د واحدې پیسې، یورو، بیه هم ۲۸۳ زره تومان ته لوړه شوه او د ۳۰۰ زره تومان پولې ته نژدې شوه. د بریتانیا د پونډ بیه هم د سېشنبې په ورځ ۳۳۰ زره تومان ته ورسېده.
په ایران کې د سرو زرو او سکو بیې هم د ډالر او نورو بهرنیو اسعارو له لوړېدو سره یوځای زیاتې شوې دي. د امامي سکې بیه چې د دوشنبې په ورځ تر ۲۴۸ میلیون تومانونو کمه وه، د سېشنبې په ورځ نژدې ۲۵۲ میلیونو تومانونو ته لوړه شوه.
په ایران کې د ازاد بازار د بیو دغه لوړوالی داسې مهال دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه راپور رد کړی چې ګواکي واشنګټن وړاندیز کړی، که تهران له خپل اتومي پروګرام څخه شاتګ وکړي، پر ایران بندیزونه لغوه او کنګل شوې شتمنۍ یې ازادې کړي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ په «ټروت سوشل» شبکه کې ویلي چې اکسیوس د هغه په اړه داسې راپور خپور کړی، خو د ده په وینا، دا ادعا سمه نه ده او هغه ایران ته د بندیزونو د لغوه کولو یا د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو هېڅ وړاندیز نه دی کړی.
د «وال سټریټ ژورنال» د راپور له مخې، امریکا تر پخوا ډېره ډاډه شوې چې د دې هېواد سمندري محاصرې د ایران پر اقتصاد د پام وړ اغېز کړی دی. په ورته وخت کې، امریکايي چارواکي او د خلیج هېوادونو چارواکي وايي چې ایران په هرمز تنګي باندې خپل کنټرول له لاسه ورکوي.