تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) ایا له مرګ وروسته د انسان بدن حرکت کولی شي؟ په ټولنیزو رسنیو کې یوې خپرې شوې ویډیو یو ځل بیا دې پوښتنه د خلکو پام اړولی دی.
په طبي علومو کې دغسې حرکاتو ته «له مرګ وروسته انعکاسي حرکات» یا Postmortem Reflexes ویل کېږي.
طبي متخصصان وايي، د دماغ او زړه د فعالیت له درېدلو وروسته هم ځینې وخت د انسان په بدن کې د عضلو غیرارادي حرکات رامنځته کېدای شي. پاتې عصبي فعالیت، د ملا تیر انعکاسي غبرګونونه، په بدن کې کیمیاوي بدلونونه او له بهر څخه فزیکي فشارونه د ګوتو، لاسونو او پښو د رپېدو یا حرکت سبب کېدای شي.
د دې یوه نادره بېلګه د «لازاروس نښه» ده. دا د ملا تیر له عصبي انعکاس سره تړاو لري او په ځینو هغو ناروغانو کې چې دماغي مړینې حالت یې تایید شوی وي، د لاسونو د حرکت سبب کېدای شي.
متخصصان ټینګار کوي چې له مرګ وروسته د بدن دا ډول حرکات په دې معنا نه دي چې انسان ژوندی یا هوښیار دی؛ بلکې دا له مړینې وروسته د طبیعي بدلونونو پر مهال د بدن رامنځته کېدونکي غیرارادي غبرګونونه دي.
د وخت په تېرېدو سره، کله چې په بدن کې نور بدلونونه، لکه د مړي د بدن کلکېدل (Rigor Mortis) رامنځته شي، دغه حرکات هم په پای کې له منځه ځي.
یوازې خوځښت نه کوي بلکې ناڅاپه کیناستلی هم شي ځکه چې بدن کې یې عصبي ریښې وي یوازې انسان نه بلکې حیوانات هم خوځښت کوي