جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهم.م. پرېکړه وکړه چې افغان ښځینه کارکوونکې دې یې له کورونو کار...

م.م. پرېکړه وکړه چې افغان ښځینه کارکوونکې دې یې له کورونو کار ته دوام ورکړي

تاند(جمعه، د ثور) ملګروملتو نن اعلان وکړ چې د طالبانو له لوري د دغه سازمان د ښځینه کارکوونکو پر کار له بندیز وروسته یې پرېکړه کړې چې افغان ښځینه کارکوونکې یې له کورونو کار ته دوام ورکړي.

ملګري ملتونه په افغانستان کې شاوخوا ۳۳۰۰ افغان کارکوونکي لري چې د هغو په منځ کې ۴۰۰ ښځې دي.

همداراز ملګري ملتونه په افغانستان کې ۶۰۰ بهرنۍ ښځینه کارکوونکې لري چې د طالبانو له لوري پرې بندیز نه دی لګول شوی.

وړروسته له دې چې طالبانو تېره میاشت د ملګروملتو پر افغان ښځینه کارکوونکو بندیز ولګاوه، ملګروملتونو وویل چې په افغانستان کې پر خپلو عملیاتو بیاکتنه کوي او د مې تر ۵ پورې خپلو افغان ښځینه کارکوونکو ته وايي چې په کورونو کې پاتې شی.

د ملګروملتو د سرمنشي مرستیال ویندوی فرحان حق نن وویل چې د دوی په ماموریت کې به کوم بدلون رانه شي.

ده زیاته کړه:«موږ هڅه کوو چې د کار د مناسبو طریقو په اړه پرېکړه وکړو. څرګنده ده چې له یوې ننګونې سره مخامخ یوو ځکه چې د افغانستان د خلکو اړتیاوې زیاتې دي او موږ غواړو چې دا اړتیاوې پوره کړو، خو په عین حال کې دا یوه ستونزه ده.»

د ملګروملتو سرمنشي انتوني ګوټېرېش د دوحې له غونډې وروسته چې د افغانستان لپاره د تر شلو زیاتو هېوادونو او سازمانونو ځانګړیو استازو په‌کې ګډون کړی وو، خبریالانو ته وویل: “موږ پاتې کېږو او مرستې رسوو او موږ پتېیلې چې د مرستو د دوام لپاره به د لازمو شرایطو د رامنځته کولو هڅه کوو.”

ګوټېرېش وویل، دا مهال له افغانستان سره تعامل کوي خو ټینګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه په دې هېواد کې د ثبات، ترهګرۍ، په‌کې د یوې داسې ټولګډونه ادارې نشتوالي ته چې ښځې او نجونې هم په‌کې ونډه ولري او همدارنګه د نشه يي موادو قاچاق په اړه اندېښنه لري.

تر دې مخکې د ملګروملتونو د امنیت شورا هم په یو پرېکړه‌لیک کې په افغانستان کې د ښځو پر کار او د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو محدودیتونه غندلي وو او له دې ډلې یې غوښتي و چې سم‌لاسي دې دا محدودیتونه لرې کړي.

1 COMMENT

  1. نه سیخ سوۍ نه کباب.

    څومره معقوله او بشر پاله پریکړه ده.
    له ملګرو ملتونو مو هیله دا ده چه د طالبانو تاو له افغان ملته ونباسی لکه امریکا او متحدان یې چه کوی. خپله ماته نشی زغملۍ او خپلو نا مشروع بندیزونو ته یی زور ورکړۍ .
    په خره یې زور نه رسیږی په کته خوله لږوی.

    اوس به بیا وایې چه امریکایانو په خپله ورته پریښود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب