پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبطنزونهخصوصی وړکتون: (طنز) وحید اسلام

خصوصی وړکتون: (طنز) وحید اسلام

که څه هم د زرو ګلې کار تر نورو کارمندانو اسان وو، خو بیا یې هم زړه تنګ و، ویل به یې دولتي وړکتون دې ورک شي، ماشومان یې هیڅ ادب نه اخلی، زرو په دې نظر وه چیې په خصوصی وړکتون کې د دولتمندو بچیان زده کړې کوي نو ځکه یې امتیازات لوړ او ماشومان ارام وي .

زرو یوه نوی جوړ شوی خصوصي وړکتون ته خپله سي وي وسپارله، د انترویو له پاره یې له خپلې اوسنۍ دندې یوه ورځ رخصت واخیست، د مرکې مسوول د مرکې پرمهال ورته وویل چې دا خصوصی وړکتون دی، دلته ماشوم ته د پلار په سترګه کتل کېږي، ستا معاش د ماشومانو له فیسونو درکول کېږی، هر ماشوم د ادارې له پاره د ځانګړی مشتري حیثیت لری نو ځکه باید هیڅ ماشوم ته تندی تریو نه کړې او نه هم تر پایه ورته تیزه خبره وکړې، زرو ورته په ځواب کې د لویې حوصلې ډاډ ورکړ، ، د ثبوت له پاره ورته د خپل میړه سره د سختی ګذاری کولو خبره هم یاده کړه .

دې خصوصی وړکتون د زرو ګلې له کوره یو څه واټن درلوده، زرو به نو د سهار له خوا که هر څومره وختی پاڅیده خو بیا به یې هم په وړکتون ناوخته کېده، د کور د کارونو خلاصیدا، تر وړکتونه پلی تګ او ارایش یې د سهارنی مهال ویش اساسی کارونه وو، د ژمی په رارسیدا سره یې مهالویش نیمګړی شوی وو، سینګار یې په ښه زړه نه شو کولی، همدا چی د کور کارونه به یې خلاص کړل، دروند دستکول به یې اوږی ته واچاوه، ایله به د وړکتون د پیل زنګ ته ورسیده، د ماشومانو له وروستی قطار سره به ودریده، یو شیبه به یې اوضاع وڅارله، له مدیره به یې سترګی پناه کړی، دستکول به یې پرانیست، په منډه منډه به یې ګډوډ سینګار وکړ، د مخ سفیده به یې دومره په تادی ووهله چی سپینوالی به یې وریځو او پیکی ته رسیدلی وو، په آیینی کې به یې یوازی شونډو ته وکتل چی لب سیرین تری شواړ شوی نه وی، بیرته به یې دستکول د لوی ټیکری لاندی پټ کړ، په ارامو قدمونو به د نورو استادانو خواته لاړه، وروسته به یې د آشپزخانی له دیګونو سره د سینګار دستکول کېښود او چابکه به د ماشومانو په شور ماشور ورننوته. له دی دندی سره په لومړیو ورځو کې یو څه خوشحاله ښکاریده، خو دا چی د سهار له اتو بجو د ماسپښین تر دوه بجو یې له مه کوه او وکوه بل کار نه وو نو ډیره خوابدی وه، په لږو ورځو کې یې د بدن وزن او د مخ نسبی ښکلا له لاسه ورکړی وه، زرو یوازی د څلور کلنو ماشومانو د تربیې او سمبالونی دنده په غاړه لرله، له لږی تجربی یې دلته دا زده کړل چی د شتمنو خلکو بچیان تر غریبو ډیر شوخان وی، زرو اوس په دی نظر وه چی د غریبو بچیان په کمو ویټامینونو تغذیه کېږی، نو ځکه یې د شوخی کچه کمه وی، نن ډیره خفه ښکاریده، له آشپزخانی یې پلاستیکی کڅوړه راواخیسته، په غوسه راووته، د سینګار نیم سامان یې د دستکول له سوځیدا سره له کاره وتی وو، یو نیم شی چی له سوځیدو ژغورل شوی وو، په تخرګ ونیو، اشپزی ورغږ کړ:

دا نو د سامان د ایښودلو ځای وو چی تا ایښی وو، مدیر صیب یې په وضعیت پوه شو، له عذر وروسته یې ورته وویل: نن لږ وختی کور ته لاړه شه، ارام ته اړتیا لری، دی خبری یې یو څه بونګیدا غلی کړه، په تلو کې وه چی مدیر صیب د بخښنی په غوښتو سره ورغږ کړ، استادی! دی مخامخ ماشوم ته خو دا بوټونه او دستکشی ورواغونده. زرو اف وویل، د ماشوم اوږدو بوټانو ته یې بد بد وکتل، یو یې تری راواخیست، له ډیر زور، اخوا دیخوا کېدو سره ونه توانیده ماشوم ته بوټان په پښو کړی، ماشوم یې میز ته پورته کړ، بیا یې له ټول زور او زحمت سره، بوټان ماشوم ته په پښو کړل، لا یې ساه نه وه اخیستی چی ماشوم وویل:

خاله! بوټان می په چپه دی، د یوی پښی دی بلی ته اچولی دی. زرو له ډیر زور وروسته بیرته بوټان د ماشوم له پښو راوویستل، بیا یې په هماغه ټول زور او زحمت سره د ماشوم تنګ بوټان سم ورپښو کړل، همدا چی کږه ملا یې راسمه کړه، ماشوم وویل، دا بوټونه زما نه دی. زرو سر ته ټکان ورکړ، ویې ویل:

دا څه په مصیبت اوښتی یم، له ستړیا سره یې ماشوم ته وکتل، ویې ویل: څه درته ووایم، په ډیر خواری یې د ماشوم له پښو بوټونه راوویستل، ویې ویل: ښه نو اوس ووایه چی ستا کوم بوټونه دی؟، ماشوم په ارامی وویل:

دا بوټونه می د ورور دی خو مور می ویل چی پروا نه کوی ته یې نن پښو کړه، .. زرو چی له غوسی سره اوښتی وه، کوشش یې وکړ خپله حوصیله پرځای کړی، بیا یې په ډیر فشار سره ماشوم ته بوټونه ورپښو کړل، یو اه یې وکیښ، ځان ایله ورته ارام ښکاره شو، ویې ویل: اوس ووایه چی دستکشی دی چیرته دی؟ ماشوم وویل: بوټانو کې می وی کنه!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب