چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeکالمونهقانعپښتنو ته باټ مه ورکوئ! / عصمت قانع

پښتنو ته باټ مه ورکوئ! / عصمت قانع

موږ یې باټې بولو، یعنې کله چې یو څوک کوم کار ته په درواغجن تعریف او صفت سره وهڅول شي او پرې اغېز وکړي ورته وایو چې پلانی سړی وباټېدو.

ما په کندهار کې د کشمشو په فابریکه کې کشمش پاکول، یاره په پنځم صنف کې وم او په نږدې جومات کې مې له ملا شاه باز اخند څخه د (نور ظلم) سبق اخستی وو. ملا شاه باز اخند له ونې جګ څوکړ سړی وو او شاعري یې هم کوله.

په کندهار کې په هغه وخت کې ۵۰۳ ټېپونه باب شوي وو، سندرغاړو به فیتې ډکولې او نامیانو به دغه کېسټونه او فیتې په خپلو ټېپونو کې اورېدلې.

په دغو فیتو او کېسټو کې به د پیرانو صفتونه وو، چې سندرغاړی یې اعظم نومېده، بل یې نصر الله نومېده. پدې نورو سندرغاړو کې سید محمد استاذ، چټ شهزاد چې وروسته بیا په شا محمد کندهاري مشهور شو، عبدالروف کندهاری، ګل ماد د ګلاچې، عبیدالله جان او نور سندرغاړي وو.

دوی به په کېسټو کې د کندهار د نامیانو سندرې ویلې او نامیانو به باټ اخستلو چې دغو باټو به بالاخره نامیان وهڅول چې په ښار کې په عام محضر کې جرم وکړي. د کندهار د ده خواجې شیرین مامک ځان ته پایلوچ نامي او زهر خور ویلو. د حضرت جي بابا او ده خواجې ټول شریف ښاریان تر پوزې پورې ورڅخه په عذاب وو. بالاخره د کندهار ملا شاه باز اخند یو تدبیر وسنجاوه.

سندره زما په یاد نه ده، خو شیرین مامک یې د کندهار د نامیانو د سر تاج په توګه خورا ډېر ستایلی وو، د سکروټو د هضموونکي نامیبازه لقب یې ورکړی وو، دده صفت یې کړی وو چې په لښته ټینګ دی، د زهرو غوړپ کوي، په پښو کې مېخونه وهي او داسې څوک لا د کندهار په ښار کې نه پیدا کېږي چې د شیرین مامک مخې ته ودرېږي.

شرین مامک باټ واخست، بله ورځ یې د کندهار د شهیدانو پر چوک د ښار رقیب پایلوچ په توفانچه وویشت. پولیسو شیرین مامک ونیو او محکمې اتلس کاله قید کړ.

کله چې د ښار د ده خواجې او حضرت جي بابا ښاري سیمې د شیرین مامک له غم څخه بېغمه شوې، نو ملا شا باز اخند به پر څوکړه ږیره لاس راتېر کړ او خلکو ته به یې ویل؛ څنګه مې د شیرین له ترخه ازاره څخه خلاص کړاست، اوس دې خپل محبس تېروي، والله که یې اتلس کاله نور دیدن وکړئ.

هماغه د شیرین کیسه د پښتنو په سرنوشت پورې غوټه ده، هماغه د وچ ننګ نه تسلیمېدونکی غیرت، د امپراطوریو د ګورکن ملت د تاریخ د توپانونو د تمبوونکي قوت باټې دي چې پښتانه یې د ژوند پر ډګر د مرګي پر ټغر کښېنولي دي.

د افغانستان د جهاد په سلو کې ۹۷ فیصده قرباني د پښتنو له کهوله ووته، خو سل فیصده ګټه یې په شمال کې د روسي لښکرو پروتوکولي قهرمانانو نوشیجان کړه.

د ټول څوارلس کلن جهاد په دوران کې یو سکر، یوه لونا، یو سکاډ میزایل او یونیپام بم پر پنجشیر، مزار، هزاره جات، بدخشان، تخار او کوم بل ځای استعمال نه شو، دغه ټولې وسلې پر پښتنو وازمویل شوې، خو نن پښتانه مجاهدین نه دي او د جهاد امتیازات هغه خلک خوري چې د روسي لښکرو پروتوکولي مامورین وو.

پرون ناټو خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه. د پنجاب له باټو ډکې میډیا یو ځل بیا د پښتنو په کونه پورې ګل والا واسلین وموښل.

پنجابي مطبوعاتو پښتانه بت شکن، انګرېز ماتوونکي، روس تښتوونکي او د امریکا د برم او جلال راپرزونکي ګوربتان وبلل، دوی ته یې د غرنیو بازانو لقب ورکړ چې د غرونو په لوړو څوکو کې ځالې لري. د ځنګلي زمریانو باټ یې ورکړ، چې ښکار نه شي ترې خلاصېدای. پرون یې روس ته شکست ورکړ، نن یې امریکا ماته کړه، سبا به له چین سره جنګېږي، بله ورځ به د منځنۍ اسیا فاتحان بلل کېږي.

حال دا چې همدغه باټې د پښتنو د منظم جینوسایډ لپاره تبلیغاتي مواد دي. په جهالت کې ډوب پښتون دی چې د پردي مفاد جنګ یې د خپل ناموس د بې ننګۍ په تماشه بدل کړی دی.

د غرونو په غارونو کې یې نه ختمېدونکې تروږمۍ د تصیب برخه ده، خو د خپل هېواد پر میداني رڼاګانو پردي خفاشان ورڅخه مسلط دي.

راځئ پښتنو موږ نور پردۍ امپراطورۍ نه ړنګوو، پر خپله خاوره د خپل تقدیر امپراطورۍ جوړوو، په خپل وطن کې د خپل سرنوشت د بسیا مستقبل لپاره پر حقیقت تکیه کوو.

د خپلو بچو د جنازو پر ځای د نړۍ له مدنیت سره د سیالۍ تابیا کوو، د خپلو بچو په سینو پورې د ځانمرګو واسکټونو پر ځای د ژوند د حقیقتونو پلسترونه ورسریښوو.

موږ په ستاینو، بوللو او بېځایه باټو د هدیرو د پلن والي جریان ته د پای ټکی ږدو. د ژوند د رڼا پر مېنارونو د تاریکیو مرګونه غواړو، نه د خپل وطن د اولادونو مرګونه.

هسسې نه چې د څوکړ ملا شاه باز ستاینې مو د ټولې دنیا د مجرمینو په صف کې ودروي او خپل وطن، خپل شرف او خپل عزت مو د دنیا د بې عزتو انسانانو د دلالۍ او معامله ګرۍ وسیله شي.

پښتنو! تر ټولو ستر غېرت د پښتون انسان د شرف ژوند او مستقبل حفاظت دی. پردي جنګونه به پردو ته پرېږدو، موږ به د خپلې خاورې پرسر د ژوند د عزت د لټون سفر پیل کړو.

دغه سفر به له یوه سوله ییز پړاو څخه پیل کړو او هغه ځای ته به یې ورسو ترڅو د زمان پر ناپایه واټ د افغان وطن او افغان انسان شتون د دغې ځمکې او اسمان له شتون سره وتړل شي.

څو چې دا ځمکه اسمان وي

څو چې پاتې یو افغان وي

تل به دا افغانستان وي

8 COMMENTS

  1. محترم قانع صاحب لومړی له ځانه وپوښته چې تاسو دلته لیکنې کوئ آيا دغه لیکنه د ځانمرگو اړونده کورنۍ لولي؟ يا تاسو داسې فکر وکړئ چې ستاسو وظيفه د يو با تجربه انسان په توگه څه امر لري چې باید پښتانه د ځانمرگو تورنان وبلل شي که کومه حواله هم له ځان سره لرئ ؟ او يا د کرزي د خلقي پرچمي حلقو د مصلحت له مخې باید اېل او بېل پالیسۍ باندې وچ او لانده يو ډول وگڼئ؟ گورئ ! افغانستان کې چې ځانمرگی برید کېږي دغه بریدگر د پاکستان له لوري راځي ځکه چې هلته په مذهبي لحاظ لږ تر لږه ۴۵ فرقې شتون لري چې ټول يو بل ته کافر ، مشرک ، مفسد او نور څه وایي . دغه خلکو کې د سوماليانو نیولې تر اوزباکان او تورکانو ټول توکمونه شته او ډلې ډلې په پنجاب ، سنده او پښتونخوا کې پراته دي هره ورځ د دواړو پاکستان او افغانستان په مقابل سره په جنگ اچولو لپاره او تر منځ گټې کولو پخاطر پلانونه جوړوي . دغه خلک د اېم کیو اېم هم کېدی شي نو پکار دی چې يوازې د ژبې په کارولو چاته پښتون ونه ویل شي نه هم ټول پښتانه ځانوژونکي ، ځانمرگي او نور دي . ټول پښتانه د امو تر اباسینه په مصیبت کې دي د افغانستان حکومت او اړوند یې د غرب گټې په پام کې ساتي او ولس يې هېر کړی ، مذهبي سختدريځه ډلې د ديارلس کلنو نارواؤ او بې عدالتيو په مقابل عقدې نیولي او هغوی ځان نه وژني بمونه ږدي ، يو نیم توغندي اوروي او دننه افغانسان کې بانډي مافيايان تروروي . هیله ده چې پښتانه يداسې په سپکو خبرو ياد نکړئ او تاسو که کوم راس کې قرار لرئ نو خپله دنده په دغه ډول مخته وړئ بيا بېله خبره ده . کنه نه اربيکيان د افغانانو په درد خوري نه شماليان . تر څو افغانان له شماليانو او اربکيانو خلاص نشي هېواد به جوړ نشي . پښتانه د سیمي مخکښو مدني پرمختگونو کې د سر خلک دي نن چې کومه ورځ په دوی راغلې د بېغیرته يو موټی ناروا افغان بچيانو له کبله دي چې ټول جنگسالاران او د هغوی پلويان کمونستان بلل کېږي .
    ومن الله توفیق

  2. ښاغلی قانع سلامونه او درناوې مې ومنی. ستا سې دخبرې په تا یید په ګران هیواد کې دطا لبانو رژیم وو.خوزه دبلوچیستان دپښین په راتراټه کلې کې اوسیدلم.یوه ورځ سهار تر لمانځه وروسته یو ځا یې نفر چې دجمعیت ګوند غړی هم وو وه یوه افغان ته دغه پیغور ورکی چې تا سې افغانانو ته چې څوک با ټ درکړې تا سې خپل وطن ته توغندۍ بندې کې چې اوس مو یوه کالداره په (۱۲۰۰) افغانی ده!!!!!! ما ورته وویل چې دافغانۍ دکم ارزښت دپیغور حق نلرې ځکه دتره کې دحکومت څخه تر نن ورځې پور ی ستا سې ګوند افغانان پر شا ټکوې چې جهاد وکی !!! که دپښتونخواه دګوند نفر موږ ته دغه پیغور راکی خیر دی ځکه دلومړی ورځې څخه دپښتونخواه ډلې ویل چې دپنجابیانو او انګریزیانوپه قول مه کوې هغه ستا سې تا ریخې دښمنان دې.مننه

  3. سمه ده قانع صاب، خو هر سړی خپل نظر لری مهمه نده چه ځوک د موافق وی یا مخالف، دا خو دنیا ده هر قسم خلک شته د هری عقیدی خلک شته، زه په یقین درته وایم که یو ځوک د کفر چیغه وکړی نو به ډیر خلک ورسره یو ځای شی که د مسلمانی خبره وکړی نو هم به یو ډله خلک ولری، خو زه ما او زه ما په رقم ډیر داسی خلک شته چه پدی عقیده دی چه اسلام مونژ په غیرت باندی ما مور کړی یو او فقط اسلام د غیرت درس ورکوی او مسلمان باید د خپل ناموس خاوری ځخه دفاع وکړی او د رشتنی مسلمان باید غیرتی وی، او بل خبره دا چه مونژ د هر چا خبره د قران او سنت په تله وزن کوو که د قران او سنت سره برابره اخلو یی که نه نو مهمه نده، زمونژ په رګو که دا غیرت چه بعضی باټ ورته وایی کډ دی، زمونژ خو د ملالی میوندی د غیرت اواز یا د باټ اوازمو کله هیریژی، او دا اواز زمونژ د پشتنو لپاره تر قیامت پوری چارج دی،او بل داچه هغه د چا خبره میړونه چه په تاریخ که تکلیفونه تیروی ذلت او خواری نشی زغملی، کنه نو احساس او ضمیر مړ کړه بیغمه یی خوره. مننه کور مو ودان

  4. همداسې ده قانع صاحب، مونږ پنجابک همیشه داسې غولولي یو لکه د ماشومانو…دې قوم ته د تعلیم د حاصلولو توصیه وکړئ چې نور د پردیو د تیرویستلو خلاص شي.

  5. Agha Jan, malomat de kota dee. Pa MQM ke hood kash neshta. Na noor qoomona doomra be mazgho de che intehari kawee. Taso rata molagai ya Talib/Jihadi hakaraie, da rata malooma na de che da Pakistan da 7 (owoo) dalo na ye, ka da Iran da 8 (ato) dale na. Taso hoo da Pashtano na serman obasala. Na da dunya na da deen pate shoo. Da Islamabad pa muzafato pa kacha zaino ke che sarwee ba pake ona osee, dairo drano pashtana de Afghanistan pake osee. Da Islamabad Punjabiano pa koorno ke nokarie kawee, da daire neshtai o becharagai na. Zra mee ghwaree che sta pa sada toob hpal mah ta dwara lasonoona wunesam, saht saht ue waham. Noor ho sa kawalee nasham.

  6. قانع صاحب ډیره ښه خبره دی کړی واقعاْ چی مونږ اوس د دی بیځایه غیرت له وجی د نړی تر ټولو ذلیل ولس ګرځیدلی یو او پښتانه خو بیا له نورو ولسونو سل کاله شاته پاتی دی

  7. ښکلي پر واقعیت بنا لیکنه دې کړي په قلم د برکت شه
    ستا اصلاحي لیکني ټولي د ستایني دي خیر پر ځیني لیکنو درسره د نظر اختلاف لرو
    چې همدا د نظر اختلاف د واقعیتونو پیدا کولو ته لاري هواروی
    پښتون ته پاټي او صفت مه ورکوه بلکې له حالاتو او نړۍ څخه د وروسته پاتي والي پيغورونه ورکړه چې راویښ شي

  8. زه در سره موافق یم ، جناب قانع صاحب ، اوس موږ ته خدای ج یوه موقع په لاس راکړې ده ، نو د خوشې باټو په وسیله باید موږ دغه موقع له بل ګواښ سره مخامخ نه کړو، اوس پکار ده ، چې یو منطقي نظام جوړ کړو ، نور نو د تشو غیرتونو له شعارونو څخه لاس واخلو ، د علم او پوهې پر پایلو د آزاد ، اسلامي او مترقي افغانستان بنسټ کیږدو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب