شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeروغتیاد افغانستان روغتيايي نظام - برياوې، ستونزې او ننګونې

د افغانستان روغتيايي نظام – برياوې، ستونزې او ننګونې

ډاکتر نصرت الله راسا – د عامی روغتیا د پالیسی متخصص

بس ګله د نورستان په یوه ليرې پرته سیمه کې د شپاړس کلونو په عمر کی د زیږون پر مهال مړه شوه. که څه هم کورنۍ یی هڅه وکړه چې نوموړې د کونړ ولایتي روغتون ته بوځي خو د لارې په اوږدو کی يی د ډیرې خونریزي له امله ساه ورکړه. ‌د بس ګلې د کلي شاوخوا کلینیک کی ښځینه ډاکټره یا قابله نه وه موجوده.‌

نازنین د بدخشان په راغ سیمه کی خپل ماشوم د زیږون پرمهال له لاسه ورکړ، ‌ځکه ولادت یی ډیر اوږد و؛ ماشوم یی تر زیږون وروسته اکسیجن ته اړتیا درلوده خو په نږدې کلینیک کې اکسیجن نه و موجود. د نوموړې کور له ولایتي روغتون څخه د درې ورځو مزل په اندازه ليرې و.

د نصیر یوه پښه د پولیو د ناروغۍ له امله فلج شوې ده. ‌هغه په کوچنیوالی کی د پولیو ضد واکسین نه و اخستی، ځکه په سیمه کی یی د جګړې له امله واکسیناتوران دده کلي ته نه وو ورغلي.

محمد علي په کابل کی خپله یواځینۍ شتمني یعنی ټکسي وپلورله چې په هندوستان کی پرې د خپلې میرمنی درملنه وکړي. د کابل روغتونونه د نوموړی له درملنې عاجز وو.‌ د محمد علی میرمن ښه شوه خو اوس نوموړی د کورنۍ د نفقې لپاره سخت کارونه کوي.

ډاکټرحسین په یو ګاونډي هیواد کی په خپل شخصی لګښت تخصص واخیست.‌په هیواد کی د خپل سند د ثبت لپاره مجبور شو یو مامور ته رشوت ورکړي او په روغتون کی ورته د کار زمینه نشته. ‌

دا پورته کیسې په هیواد کې د روغتیا په نظام کی یو شمیر موجود ترخه واقعیتونه دي. په هیواد کی د روغتیا په برخه کی د سترو بریاوو ترڅنګ یو شمیر ستونزی لا هم شته دي. افغانستان یو روغتیایی نظام لري چې د کلونو هڅو او ملیاردونو ډالرو د مصرف په پایله کی رامنځته شوی دی. خوپوښتنه دا ده چې ایا دې نظام خپل هدفونه لاسته راوړي دي؟ لویې ستونزې او ننګونې یې کومې او د هغوی حل لارې کومې دي؟ ‌‌

‌د روغتیا د نړیوال سازمان په نظرد یو روغتیایی نظام هدفونه دا دي:‌

۱. د خلکو د روغتیا ښه کول،

۲. ‌د خلکو (طبي او احساساتي) اړتیاووته ځواب ورکول،

۳. ‌د ډیرو زیاتو طبي لګښتونوڅخه د خلکو ژغورل، ‌او

۴. په اغیزمن ډول کار کول.

روغتیایی نظام د ټولو هغو فعالیتونو، بنسټونواو منابعو مجموعه ده چې اصلي هدف یی د خلکو د روغتیا ښه کول دی. په روغتیایی نظام کی کارکوونکو، پیسو، معلوماتو، اکمالاتو، ترانسپورت، اړیکو، او قوي رهبرۍ ته اړتیا وي.

 تروسه څه شوي او چېرته روان يو؟‌‌‌

روغتیا تل په انساني ژوند کې د ځانګړي اهمیت په درلودو سره د یو با ارزښته توکي په ډول پيژندل شوې ده. ‌انسانانو د بشري تاریخ په بهیر کې د خپلې روغتیا او سلامتۍ لپاره بیلابیلې چارې ترسره کړي دي. انسانانو تر میلاد مخکې د بوټو (نباتاتو) په کارولو سره خپلې ناروغۍ تداوی کولې.‌ زموږهیواد او سیمې د روغتیا په برخه کې د تاریخ مشهورې څیرې ورپيژندلي ‌دي لکه ابوعلي ابن سینا بلخي،‌ فخرالدی رازي او نور.‌ افغانستان تر۳۰ کلنې جګړې دمخه یو ډیر ښه روغتیايي‌ نظام درلود او ویل کیږي‌ افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې د چیچک ناروغي پکې لومړی محو شوه.

‌د ثور تر کودتا وروسته د هیواد دننه دروغتیايي خدمتونو په ګډون هرڅه د حکومت له خوا وړاندې کیدل، البته د مجاهدینو په جبهو کې بیا سیار روغتیايي کلینیکونه تنظیم شوي‌ وو.‌ د داخلي جګړو او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پر ځینو حکومتي روغتونو سربیره زیاتره روغتیایی خدمتونه د نادولتي موسسو (ان جي او) له خوا ځای ‌ځای وړاندې کیدل.‌ د طالبانو د واکمنۍ تر نسکوریدو وروسته د نړیوالې ټولنې په مرسته د نورو سکتورونو تر څنګ د روغتیا په سکتور کې هم یو هراړخیز ریفورم (د سمون پروګرام) معرفي شو. په ۲۰۰۲ کال په هیواد کې د ميندو او ماشومانو د مړینو د کچې د لوړوالی پر بنسټ داسې پالیسی جوړې شوې چې له مخې یی د عامی روغتیا وزارت په ټول هیواد کې د معیاری روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو لپاره له تمویل کوونکو ادارو او نادولتی موسسو سره قوي ملګرتیا رامنځته کړه.‌ دا مهال پریکړه وشوه چې د تمویل کوونکو ادارو په مرسته د عامې روغتیا د وزارت تر مشرۍ لاندې له نادولتی موسسو سره د اساسی روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو تړونونه لاسلیک شي. ‌د اساسي روغتیایی خدمتونو ټولګه یا BPHS ترتیب شوه چې هدف یی په ټول هیواد کی په مساويانه او عادلانه ډول د اساسي روغتیایی خدمتونو وړاندی کول و. وروسته بیا په ۲۰۰۵ کال کی د روغتونونو د خدمتونو لپاره هم یوه ټولګه یا EPHS جوړه شوه چې په ټولو ولایتي روغتونونو کی تطبیقیږي. اوسمهال په هیواد کی د ۲۰۰۰ شاوخوا کلینیکونه او روغتونونه په عامه سکتور کی فعالیت کوي. په هیواد کې نږدی ۶۰ سلنه خلک د عامه روغتیایی خدمتونو تر پوښښ لاندی دي. په تیرو دیارلس کلونو کې دروغتیا په برخه کی اداري او بشري ظرفیتونه جوړشول. ډاکټران، ‌نرسان، ‌قابلی او نور روغتیایی کارکوونکی وروزل شول. په هیواد کی خصوصی سکتور هم د روغتیا په برخه کی پانګونه وکړه او په سلګونو خصوصی روغتونونه هیوادوالو ته خدمتونه وړاندی کوي. افغانستان د یو عامه او خصوصي ګډ نظام لرونکی دی چې په راتلونکی کی به دواړه حکومت او خصوصي سکتور خلکو ته معالجوي او وقایوي خدمتونه وړاندی کوي.‌

‌‌ايا روغتيايي نظام خپل هدفونه لاسته راوړي دي؟‌

د شمیرو له مخی روغتیایی نظام د افغانانو په روغتیا کې د پام وړ بدلونونه رامنځته کړي دي. ‌د میندو مړینې په هرو سلو زرو زیږونونو کې له ۱۶۰۰ څخه ۳۲۷ ته راښکته شوي دي چی یو لیو مثبت بدلون دی.‌ ترپنځه کلونو کم عمره ماشومانو مړینې په هرو زرو نویو زیږیدلو ماشومانو کی له ۲۵۷ څخه ۹۹ ته راښکته شوي دي. نږدې پنځوس سلنه ماشومانو بشپړ واکسینونه اخیستي دي او په هیواد کی د ۲۰۰۰ شاوخوا عامه او سلګونه خصوصي روغتونونه د خلکو خدمت کوي. د هیواد ۶۰ سلنه وګړي اساسي روغتیايي ‌خدمتونه ته لاسرسی لري او کولای شي‌ ژوند ژغورونکي ‌خدمتونه په وړیا توګه ترلاسه کړي. تر یوه حده خلک د طبي لګښتونو څخه ساتل شوي دي.‌ په هیواد کی مو نظام د ۲۰۰۱ کال په پرتله پیاوړی شوی دی.‌ نوي ‌کدرونه روزل شوي‌ دي‌ او اداره ترپخوا پیاوړی ده.‌ ‌

په روغتیا کی د دې ټولو بریاوو ترڅنګ اوس هم له هرو لسو ماشومانوکی یو یی تر پنځه کلنۍ مخکی خپل ژوند له لاسه ورکوي. ‌نږدې ۵۰ سلنه کوچنیان د خوارځواکۍ په یو ځنډني شکل اخته دي او نږدی ۵۰ سلنه نورو بیا بشپړ واکسینونه نه دي اخیستي. هیواد مو دهغو درې هیوادونو په ډله کی دی چې د پولیو یا ګوزڼ ناروغي پکی لا نه ده محوه شوې. ‌‌اوس هم یو زیات شمیر میندی د زیږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي. نږدی دولس ملیونه خلک اوس هم اساسي روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. ‌خلک د ځینو عادي ناروغیو د درملنې لپاره بهرنیو هیوادونه ته ځي او تر حد زیاتې پیسې مصرفوي.‌ په روغتونونو کی د خدمتونو کیفیت ډیر ټیټ دی اومعیارونه په پراخه کچه نه دي معرفي شوي. اوس هم په هیواد کی په روغتیا د مصرف کیدونکو پیسو لویه برخه یعنې ۷۵٪ د خلکو له جیبونو مصرفیږي.‌ د درملو کیفیت کی ستونزی شته (نږدی لس سلنه درمل بی کیفیته دی) او دا ځکه چې د درملو تنظیموونکی اداره وړ ظرفیتونه او امکانات نه لري.‌ د روغتیایی کارکوونکو د تصدیق لپاره کوم مستقل او مسلکي سیستم لکه طبي کونسل نشته.‌ ‌ په نظام کی دننه د شفافیت او حساب ورکولو یوه ښه سیستم نشته. ‌خلک وايي چې په سیستم کی د ځینو کارونو د ترسره کولو لکه تقرر، ‌تصدیق اخستلو او حتی په ځینو روغتونونو کی د خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره د بډو ورکول لا وجود لري.‌ ددی پورته مثالونو په نظر کی نیولو سره زموږ روغتیايي نظام لا د خپلو هدفونو په لاسته راوړ کې وخت او هڅو ته اړتیا لري.‌

حل لارې کومی دي؟‌‌‌

ترهرڅه مهم دا دي چی نوی حکومت د عامی روغتیا وزارت ته یو ‌ښه رهبر د وزیر په توګه چې د یو قوي ټیم لرونکی وي، د مسلکي وړتیا،‌ ژمنتیا او کاري تجربی له مخی وټاکي. ‌نوي ټیم ته په کار ده چی د روغتیا په برخه کی لاندې مهمو ټکو ته په خپل ریفورم کی ځای ورکړي:

۱. د ادارې پیاوړتیا:‌ د عامې روغتیا په برخه کی د ادارې پیاوړتیا ته خاص پام وکړي چې مسلکي، ‌په کار پوه، ‌تجربه کار ‌او ژمن خلک په حساسو پوستونو کی مقرر کړي او د پایلو پر بنسټ یو قوي مدیریت معرفي کړي.‌ سیستمونه ساده کړي او شفافیت او حساب ورکولو ته لومړیتوب ورکړي. د عامی روغتیا وزارت باید یو رهبري بورد تاسیس کړي چې له داسې مسلکي کدرونو څخه جوړ وي چې د وزارت کارکوونکي نه وي تر څو د وزارت په ټولو چارو کی مشورې ورکړي او هم د روغتیا په برخه کی پرمختګونه وڅاري.‌‌

۲. د ټولو خلکو ترپوښښ لاندې راوستل: وقایوی او اساسي خدمتونه محرومو خلکو ته وغځوي او هغه ۱۲ ميلیونه خلک چې روغتیایی اساسي خدمتونو ته لاسرسی نه لري تر پوښښ لاندی راولي. دا کار د عامه او خصوصی سکتور د ملګرتیا او حتی د ډاکټرانو د ګروپونو له لارې ترسره کولی شي چې د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ورسره قرارداد وشي.‌

۳. خلک له اضافي طبي لګښتونو څخه ساتل:‌ په تدریجي ډول په هیواد کی یو ډول د روغتیا بیمه پیل شي ځکه د بهرنیو تمویل کوونکو له مرستو باید باالاخره ازاد شو او خلک له طبي فقر نه خلاص کړو. په ځینو بیوزلو هیوادونو کی د بیمې مثالونه شته.‌‌‌

۴. د روغتون د خدمتونو معیاري کول:‌ د روغتونونو په برخه کی د اعتبار ورکولو یا Accreditation سیستم او معیارونه معرفي کړي او د تطبیق لپاره یی هڅې وکړي.‌ ددی سیستم له لارې د معیارونومسلکی بنسټونه عامه او خصوصی روغتونونه بررسي کوي او که یو شمیر معیارونه ولري نو تصدیق کوي يي چې خلک د معیاري او غیرمعیاري روغتونونو توپیر وکړای شي.‌ روغتونونه باید یو بل سره د رقابت په روحیه د خلکو خدمت ته وهڅول شي. ‌په هیواد کی څو ماډل روغتونونه د خصوصي سکتور او بهرنیو پيژندل شوو روغتونونو سره په مشارکت جوړ شي ترڅو بهر ته د ناروغانو په شمیر کی کمښت راشي.‌‌

۵. وړ ډاکټران روزل:‌ د طبي کدرونو د وړتیاو د ځواکمنولو لپاره باید د تخصص سیستم نوی شي، د بهرنیو روغتونونو سره د مشارکت له مخی په هیواد کی څو ماډل تخصصي او روزونکي (تدریسي) روغتونونه جوړ شي چې وړ متخصصین ټولنی ته وروزل شي. همداراز په راتلونکو کلونو کې په بیلابیلو څانګو کی یو شمیر متخصصین په پرمختللیو هیوادونو کې وروزل شي.‌‌‌

۶. ‌د درملو کیفیت ډاډمنول:‌ د درملو په برخه کی یوه قوي تنظیموونکی اداره جوړه شي چې د درملو مارکیټ په سمه توګه تنظم کړي.‌ د څو پيژندل شويو کمپنیو درملو ته د واردیدو اجازه ورکړي چې په قانوي شکل وارد شي او کیفیت یی ډاډمن کړای شي. د درملو د داخلي تولید ملاتړ وشي او معیاري شي.

۷.عامه روغتیا مسلکي کول:‌ د عامی روغتیا د څیړنو، ‌روزنو او وقایوي څارنو لپاره یو مستقل انستیتیوت جوړشي.‌

1 COMMENT

  1. I am agree with you but most big problem in medicine our imported medicines are low quality that’s why it doesn’t effect so we obligate to go other countries for treatment and other thing that every Sick person should pay 10 afghani for OPD to stop non sick people and medicine should be cost to people on 20% so I think it will bring some changes now a days you go to hospital the dr will prescribe only painkillers if government charge people 20% out of 100% so it can help with people
    Tanks

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب