سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوند لوېدیځ کلچر په ما هم اثرکړی

د لوېدیځ کلچر په ما هم اثرکړی

استاد سعدالدین شپون –

دا هسې غولول دي چې چا زه ستایلی وم چې غرب کې اوسم خو لا هم د کلي پښتو لیکم. هغه امریکايي ماشوم را یاد شي چې کابل کې زېږېدلی و خو لافې یې وهلې چې زه پښتون یم. د ثبوت د پاره یې ویل چې

When I say green. I mean blue

کله چې (زرغون) وایم مطلب مې (شین) وي. خوهغه وخت رسوا شو چې په خبرو کې یې ویل:

The sky is green

زما اوبچیانو نه مې هم کله همداسې غونډاري ویشتل کیږي، خو لوستونکي به زما د سپينې ږیرې په خاطر راته څه نه وايي. د زیار صیب پورې هم یاران وايي چې یوه ماشوم یې کومې نجلۍ ته ویلي وو«ته خر یې» پلار یې په غوسه ورباندې بړچ وهلی و چې «خر مه وایه، خره وا یه»

اوس هم کله کله وشرمیږم چې د میاشتې د ورڅو په چار کې غلط شم، عیسوي میاشت، جنوري فبروري مې یاد وي حو حمل ثور رانه ګډوډ شي. حتی مهمه ورځ، د جدي شپږمه، را نه هیره شي چې د عیسوي میاشتې د دسامبر په اوه ویشتمه راځي که د نوامبر، په کوم تاریځ، تاند ته مقاله ورواستوم یا به یې ونمانځم. حال دا چې د جنوري اوله ورځ مې ښه یاده وي چې د نوي کال ورځ ده.

نن همدا ورځ ده (وطن کې به د ماښام اوه بجې وي خو د کومې میاشتې کومه ورځ؟ دلته مې میرمنې د غرمې د پاره پولاو پوخ کړی خو لا یې وریژې دیګي ته نه دي اچولې. زه په قسم قسم بهانو پخلنځي ته سر ورښکاره کوم، یوه بې مانا پوښتنه کوم او بیا همداسې په نانګارۍ کې د سرې کړې غوښې یوه کتره ترې بیلوم، په کوپونو د کمپیوټر خونې راحېژم.

رخصتني ده، میلمانه دې شل ځلي راشي. بې هغې زما چوچ پوچ یا بړیڅي نیمی لښکر جوړوي. خو د نوي کال په احترام نه. دا زما نوی کال نه دی. په عیسویانو دې بختور شي. زه تر دې لا اشرف غني ته چورت وړی یم چې دا نوې کابینه به يې څنګه وي، مخ شوکاری معنوي به لا هم ورکې وي که نه؟

2 COMMENTS

  1. شپون صاحب سلامونه مو د ننگراهاره اومنه
    که افغانان تاسو غوندی رښتیا اووایی نو دنیا به ګل او ګلزاریږی بل دا چه چیرته اوسی په خوی به د همو سی او هره ټولنه نه یواځی په انسان بلکه په نورو موجوداتو اسر لری حتا به نباتاتو او آوسپنه باندی هم اسر لری
    په درناوی(

  2. شپون صاحب زموږ زما او ستا څخه چی د نوی کال لومړۍ ورځ ته هیریږی همداسی به د اشرف غنی هر څه په یاد وی.. خو یو څه چی د اشرف غنی په ذهن یی لږ شانی سیوره راوستی ده همهغه د جان کیری ګرم ګرم راتلل کابل ته وو چی په اشرف غنی پسی یی یو پنډکی وروتړلو.
    اشرف غنی چی زه یی له نږدی نه پیژنم او نه می لیدلی دی ، خو فکر کوم چی تاسو یی هم پیژنی او ښه ورسره بلد یاست ،همهغه سړی دی مه پری بی باوره کیږی . خو د داسی لیوانو او پړانګانو په منځ کی که هر څوک راګیر شی ډیره به سخته وی لکه اوس چی اشرف غنی راګیر شوی دی. اشرف غنی نه جګړه ماران لری او نه ټوپک سلاران. اشرف غنی نه ګوند لری او نه کومه ډله . زه خو وایم چی راځی دا سړی به تنها د لیوانو او پړانګانو په منځ کی تنها نه پریږدو موږ به هم له لری لری غوری پشی کوو . هسی نه شی چی هر څه په اوبو لاهو نه شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب