استاد سعدالدین شپون
که زما امر چلېدای، حکمتیار صیب به مې د سیاست نه لرې د پښتو ژبې د معیاري او شتمن کېدو چارواکی مقرر کړی و. په همدې تاند کې مې د پښتو لیکدود د نیمګړتیاوو د لرې کولو په باب د هغوی ګټور تحلیل او وړاندیزونه ولوستل، جزاک الله. زه به یې دې بل اړخ ته د لوستونکو پام را واړوم.
دره (دري) والو به موږ ځورولو چې، کله کشکه ده پشتو چي مېګن؟ چې موږ به لا جوابه شوو نو لافې مو وهلې چې، اوغانا کله کشک نمې کنن، نېغ کاته مېکنن.
د ژبپوهنې د استاد، ډاکټر تږي سره زما تل جنجال و چې هغه به ویل، ژبه یوه کامله دایره، یو بشپړ سیستم دی په دې مانا چې د خپلې اړتیا ټول توري، ترکیبونه او د اشتقاقونو د جوړولو طریقې لري، او چې کوم نه لري نو ضرورت یې هم نشته. ما مخالفت کاوه او ویل مې چې کله سړی داسې یو حالت هم ویني چې په ژبه یې نه شي بیانولی. د طبیب مثال مې ورکاوه چې د مریض د درد په باب پوښتنې کوي « سوی دی؟، دروند لګېږي؟، په یوه ځای کې دی که خوځنده؟، داسې دی لکه چې څوک یې و سکونډي یا لکه ستن چې ورننه باسې، میږي میږي کېږي که څړیکې وهي،؟ په شېبو شېبو راځي که پرله پسې؟. د درد اصلي ځای راوښیه، سپوخسه، ټیټهکۍ، تشی، لکه لمی،؟ په آخر کې لا مریض ته وايي چې خپل درد ته، له یو نه نیولې تر لسو پورې (یو خفیف، لس د زغم نه وتلی) څو نومرې و کوې؟. بیا دې هم خوږیاڼی ناروغ شکر وباسي چې طبیب پکتیانۍ پښتو نه ویله.
تېره هفته یوې لبنانۍ لیکوالې چې د «جسد» په نامه یوه مجله چلوي شکایت کاوه چې دومره ډېر شیان یې زړه کې ګرځي چې د لوستونکو سره یې شریک کړي خو افسوس چې عربۍ کې ورته توري نه لري. راځه اوس یې پوره کړه. د عربۍ په شان کامله ژبه چې په علمي اصطلاحاتو کې د لاتیني ژبې سیاله ده، د دې بیبي د احساساتو د بیان نه عاجزه ده، د پښتو به څه حال وي. پښتو لیکوالان اکثر په افراط تفریط کې لګیا وي، د صفت یا قید په کارولو کې د دوی وړوکې عنصر خروار دی، چارک، نیمچارک، پاو، خورد، توله، ماشه، مثقال، چیټاکۍ… نه کاروي. ډېر ښه، اعلی، ډېر خراب، ډېر ښکلی …… نور یې خپله اټکوئ. یوه لیکوال ویل، «زموږ ژبه کې ګېندې او پاډې کېدای شي، خو نرۍ بخې ورکې نشته. سهار شین وي یا خړ، مازیګر لمر په غرغړو وي ماښام ترهغونی یا سکڼی، په دې نورو پردازو کې یې نه یو.» نتیجه دا شي چې ډېر کله هغه څه چې په سترګو ویني، چې احساسوي یې د بیان د پاره یې دقیق توری نه مومي نو یې اټکلي او کلیشهیي انډول کاروي.
استاد تږي ویل چې له همدې کبله زموږ طبیعت هم د نورو په نزد شډل او ځیږ ګڼل کېږي او اوغان غول مو بولي. د ځینوطبیعي، معنوي، احساساتي او صنعتي حالاتو د بیان نه عاجز یو. که د تږي فرضیه ومنو (چې زه په کې شک لرم)، نو د هغې چاره له دوو لارو کېدای شي. یا به د زیار لاره نیسو او لکه د ورېښمو چینجي به نوي تارونه له ګېډې خړو. یا به کومه بله لاره مومو.
د زیار خبره هم هسې بابیزه نه ګڼم. د یو معلوم مصدر یا اسم نه یو یا سټې نه یو نوی بچګی، راایستل، د مېږتون نه تون، د پوهېدل نه پوه، ایسته ترې پوهنتون جوړول یو روا کار دی. د چم ګاونډ په نورو ژبو، په تېره عربۍ کې د دغسې اشتقاقونو مثالونه ګڼ دي.
زما په نظر به یو یکړ زیار څومره توري راجوړ کړي؟. دا کار باید پښتو ټولنې، د علومو اکاډمۍ، د پېښور پښتو اکاډمۍ، یا د نیولوجستانو یوه خاص هیئت کړی وای چې له (بالا جایه) په رسمي فرمان ګمارل شوی وای. دغې ډلې باید د نړۍ (یا لږ تر لږه، د نورو ګاونډو) د ژبپوهانو مشورې هم اورېدلی. خو دا کار و نه شو.
بله، یا د همدې سره غبرګه لار زما په نزد د پښتنو، که د ټولو نه وي نو له زیاترو سیمو نه د پښتو تورو راغونډول او د ژبې سره یې تبی کول دي.
وايي عربي چې اوس داسې شتمنه ده یو دلیل یې دا و چې د جاهلیت د زمانې یو عرب (چې نوم یې نه راځي) خپل ټول عمر په دې ولګاوه چې شنیلی په شنیلي، کېږدۍ په کېږدۍ، سارا په سارا ګرځېده او له بوډا ګانو او بوډیو نه یې نوي عربي توري راټولول.
روس تر نولسمې پېړۍ پورې یو وحشي قام ګڼل کېده او که یو څو
لیکوالان په کې نه وای پیدا شوی لا به هم په څلورو و. (که څه هم چې د افغانانو تجربه ښیي چې اوس هم وحشي دی). د دوی یو ستر لیکوال، ماکسیم ګورکي، لیکي چې دی د روسیې په کلیو او ښارونو کې ګرځېده او د خلکو نه یې توري او ترکیبونه راټولول چې په خپلو لیکونو کې ترې کار واخلي.
دا یې ښه لار ده. ما په یوې پښتو وېبپاڼې کې پښتانه وهڅول چې دوی دې هم د خپل کور کلي هغه توري په یوه لست کې درج کړي چې د دوی کلیو او بانډو ته خاص وي، او دا امکان شته چې د نورو سیمو پښتانه یا پرې پوه نه شي یا یې په بله مانا کاروي. دا دې په یوې خاصې ویبپاڼې کې
خپاره کړي. ما ویل چې لغت، د لغت ما نا، په جمله کې د هغې د کارولو مثال، تلفظ په عربي یا لا تیني فونیټک او د دې توري د استعمال ځای ځایګی او ساحه (چېرته والی) دې هم ورسره ولیکي.
زما وړاندیز په دې انګېرنې ولاړ دی چې ګوندې موږ د وړو، نادرو او هغو حالاتو او شیانو لپاره توري پیدا کړو چې اوس یې په تنګسه کې یو. ما د مثال په توګه د خپلې سیمې یو څو توری هم ور کړي وو چې ګوندې نور یاران یې بدرګه کړي، د زیار په شان دې ته اړ نه شم چې د یوه لاسه پړک وباسم. خو دا به زما د قلم نارسايي وه چې لوستونکي پرې پوه نه شول او بلکې هغه محلي توري چې ما ورکړي وو، هغوی هماغه توري معنا کړل. زما نمت دا نه و، بلکې تمه مې وه چې نور لیکوال هم د خپل کلي کور خاص لغتونه، ترکیبونه او اصطلاحات ولیکي چې په آخر کې یو پښتونخوا شمول قاموس ترې جوړ شي.
زه په دې عقیده یم چې ټول هغه مادي، حسي او معنوي مفهومونه چې په نورو ژبو کې بیانېدلی شي په يښتو کې هم شي.
په پښتو کې به ځینو تخنیکي او علمي شیانو او اختراعاتو ته نومونه
نه لرو، او چې د نورو نه یې پور کړو، باک نشته، مقصد چې مخاطب پرې پوه شي. پاتې شوه د حسي او معنوي توکو خبره، زما په فکر که انډول یې نه شو پیدا، نو په نورو الفاظو، نورو ترکیبونو، حتی تشریحي ډول یې افاده کولای شو. لیکوال او ویناوال زیاتره د الفاظو په کاختۍ هله اخته کېږي چې په خپلې مدعا یې سر نه وي خلاص، فوکس یې خراب وي. لکه ترهکی چې د خپلې وینا په آخر کې تړ تړی شو، ویې ویل «دغه دی زموږ دغه.»
د ارواښاد استاد شپون دا لیکنه لومړی ځل د 2009 کال د مې په ۲۵ مه په تاند کې خپره شوې وه.