شنبه, جولای 27, 2024
Home+د استاد نګارګر د وفات کال پوره شو

د استاد نګارګر د وفات کال پوره شو

تاند- له نن څخه دوه کاله پخوا د ۲۰۲۱ د نوومبر په ۳۰ مه افغان لیکوال، کره کتونکی او ژورنالیست محمداسحاق نګارګر د ۸۲ کالو په عمر د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ له کبله د انګلستان په برمنګهم کې وفات شو.

نوموړی په برمنګهم کې خاورو ته وسپارل شو.

ښاغلی نګارګر شاوخوا درې لسیزې په بریتانیا کې ژوند وکړ.

محمد اسحاق نګارګر د فاریاب ولایت په مېمنه کې زېږېدلی و او د کابل پوهنتون په ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي کې یې لوړې زدکړې کړې وې.

ده وروسته د بریتانیا په برمنګهم کې ماستري وکړه.

محمد اسحاق نګارګر د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې د استاد په توګه دنده ترسره کړې او وروسته یې څه موده پاکستان ته د کډوالۍ پر مهال هم د استاد په توګه دنده درلوده.

ښاغلي نګار ګر په بریتانیا کې د بي بي سي له افغان څانګې سره څو کاله د خبریال په توګه کار کړی دی.

محمد اسحق نګارګر پر ټولنیزو، تاریخي او کلتوري مسایلو ګڼ شمېر اثار لیکلي، او دغه راز یې د پښتو او دري د شعر د کره کتنې په برخه کې لیکنې کړې دي.

ارواښاد نګارګر دمشهور فارسي ژبي شاعر میرزا عبدالقادر بیدل په اړه هم په زړه پورې اثار لیکلي دي.

د استاد اسحاق نګارګر مړینه او یو تاثر  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب