تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۱۴ مه) د افغانستان د جګړې د سیاسي حل لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی جګپوړی دیپلومات بینون سیوان پرون (دوشنبې) د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو.
سیوان له ۱۹۸۹ تر ۱۹۹۲ کال پورې په افغانستان او پاکستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی و او د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته یې د افغانستان د جګړې د سیاسي حل، د جنیوا تړونونو د عملي کېدو او د ډاکتر نجیبالله د حکومت د وروستیو ورځو په بهیر کې مهم رول درلود.
هغه په ۱۹۹۲ کال کې، هغه مهال چې د ډاکتر نجیبالله حکومت له سقوط سره مخامخ و، کابل ته ستون شو او هڅه یې وکړه چې د واک د سولهییز لېږد لپاره د افغان ډلو ترمنځ هوکړه ممکنه کړي او د نجیبالله لپاره خوندي لاره برابره کړي. نجیبالله وروسته له کابله د وتلو له ناکامې هڅې وروسته د ملګرو ملتونو په یوه مرکز کې پناه واخیسته او تر ۱۹۹۶ کال پورې هلته پاتې شو.
نجیبالله د ۱۹۹۲ کال د اپرېل له ۱۶مې تر ۱۹۹۶ کال د سپټمبر تر ۲۷مې پورې، شاوخوا څلور کاله او پنځه میاشتې د ملګرو ملتونو په مرکز کې پناه اخیستې وه.
سیوان په ۱۹۶۵ کال کې له ملګرو ملتونو سره یوځای شوی و او وروسته یې د عراق د «تېلو په بدل کې د خوړو» پروګرام مشري هم کوله. په ۲۰۰۵ کال کې د دغه پروګرام په تړاو د فساد په یوې څېړنه کې یې نوم مطرح شو، خو هغه هر ډول ناسم کار رد کړ او په همدې کال کې یې له ملګرو ملتونو استعفا وکړه.
د ارمنستان عمومي خیریه ټولنې سیوان د ارمني کلتوري میراث مدافع، لارښود او روزونکي په توګه یاد کړی دی. هغه په قبرس کې د یوې ارمنۍ کورنۍ په غېږ کې زېږېدلی و.