Homeخبرونهد روسیې مرستیال صدراعظم له امیرخان متقي سره د انرژۍ او سوداګرۍ...

د روسیې مرستیال صدراعظم له امیرخان متقي سره د انرژۍ او سوداګرۍ په برخو کې پر همکارۍ خبرې وکړې

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۱۴ مه) د روسیې د صدراعظم مرستیال الکسي اوورچوک او د افغانستان د واکمنې ادارې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سوداګرۍ، انرژۍ، پانګونې او ترانسپورټ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د روسیې حکومت نن (سې شنبې) په خپله رسمي ویبپاڼه کې لیکلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اوو میاشتو کې تجارتي راکړه ورکړه د تېر کال د همدې مودې پرتله دوه نیم برابره زیاته شوې ده.

دواړو لورو هوکړه کړې چې د ګډو پروژو د عملي کولو لپاره به د دواړو هېوادونو د حکومتونو له لارې خپلو خبرو ته دوام ورکړي او د افغان او روسي سوداګرو ترمنځ به اړیکې هم پراخې کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ناسته کې د نړیوال شمال–جنوب ترانسپورتي دهلیز د پراختیا په چوکاټ کې د ترانسپورتي اړیکو پر پیاوړتیا هم خبرې وشوې.

امیرخان متقي د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ په برخه کې د روسیې د ملاتړ له امله مننه کړې ده.

امیرخان متقي د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په اتمه غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی او پرون یې پهدې غونډه کې ګډون وکړ.

له دې غونډې وروسته د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل، د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د حجم د دوه برابره کېدو خبر ورکړ. هغه وویل، د روسیې ځینې هغه توکي چې د یوراسیا اقتصادي ټولنې له غړو هېوادونو څخه ګاونډیو هېوادونو ته صادرېږي، په پای کې افغانستان ته رسېږي.

د هغه په وینا، دغه سوداګري د روسیې په رسمي شمېرو کې په بشپړه توګه نه ثبتېږي، خو د افغانستان په رسمي شمېرو کې منعکسېږي؛ له همدې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اصلي کچه له اعلان شویو شمېرو لوړه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...