Homeخبرونهپاکستان له ډرون بریدونو د خپلو پوستو د خوندي کولو لپاره پر...

پاکستان له ډرون بریدونو د خپلو پوستو د خوندي کولو لپاره پر هغو جالونه غوړوي

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۱۴ مه) پاکستاني امنیتي ځواکونو افغانستان ته څېرمه د ډرونونو د بریدونو د مخنیوي لپاره د توغندیو یا پرمختللو رادارونو پر ځای د کب نیولو له ساده جالونو کار اخیستل پیل کړي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا په هغو سیمو کې چې د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي پي د ډرون بریدونو له ګواښ سره مخ دي، پولیس او پوځي پوستې د کب نیولو په جالونو پوښل کېږي.

دا اقدام وروسته له هغه پیل شو چې د اپرېل په ۱۶مه د هنګو ولسوالۍ په «سرکي پیاله» پولیس پوسته ډرون برید وشو او وروسته وسله‌والو پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې. په دې برید کې یو کس ووژل شو او لسګونه نور ټپیان شول. هنګو سره له دې چې ډیورند کرښې ته ډېر نژدې هم نه دی، سږ کال د ۱۶ ډرون بریدونو شاهد پاتې شوی دی.

پاکستاني ځواکونو جالونه د پوستو د چتونو او شاوخوا دېوالونو ترمنځ غځولي دي. د راپور له مخې، د یوې پوستې د جالونو په وسیله پوښل شاوخوا ۱،۴۰۰ ډالره لګښت لري، په داسې حال کې چې د ډرون ضد پرمختللي سیستمونو بیه له پنځو زرو تر پنځو میلیونو ډالرو پورې رسېږي.

دغه جالونه تر اوسه په کواټ، کرک، بنو، لکي مروت او ډېره اسماعیل خان ولسوالیو کې پر پوځي پوستو لګول شوي دي. د امنیتي چارواکو په وینا، موخه دا ده چې د ډرون پکی (څرخ) په جال کې ونښلي او د چاودېدونکو توکو له غورځولو مخکې ودرول شي. که ډرون په جال کې ونه نښلي او د هغه چاودنه هم د جال له پاسه وشي، امکان شته چې د چاودنې د ټوټو او د باروتو د خپرېدو مخه تر یوه حده ونیول شي.

خو دفاعي کارپوهان وايي، دا جالونه د ډرونونو پوره مخه نه شي نیولی او ښايي امنیتي ځواکونو ته د خوندي‌توب ناسم احساس ورکړي. د پاکستان د امنیتي مطالعاتو او څېړنو مرکز کارپوه امتیاز ګل ویلي، ډرونونه یوازې د پولیسو پر پوستو نه، بلکې پر مهمو او لوړو ارزښت لرونکو هدفونو هم برید کولی شي او پاکستان باید د الوتنې له پیله د دغو ډرونونو د شنډولو وړتیا ولري.

پاکستان د ډرونونو پر وړاندې د چین او ترکیې له جوړو سیستمونو هم کار اخلي، خو د راپور له مخې، په وروستیو نښتو کې د دغو سیستمونو کمزورۍ څرګندې شوې دي. پاکستان اوس د ډرون ضد سیستمونو د پیاوړتیا لپاره له یوې امریکايي کمپنۍ «Powerus» سره هم د همکارۍ په لټه کې دی.

په ورته وخت کې، ټي ټي پي د ډرونونو کارول د خپلو بریدونو مهمه برخه ګرځولې ده. دې ډلې د ۲۰۲۵ کال په دسمبر کې د مولوي سلیم حقاني په مشرۍ د ډرونونو ځانګړی واحد جوړ کړی او تر ډېره له ارزانه او په اسانه د بدلون وړ سوداګریزو ډرونونو کار اخلي.

د «ډان» د راپور له مخې، پاکستان ادعا کړې چې د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې یې په خیبر پښتونخوا کې ۳۴۱ ډرون بریدونه شنډ کړي دي. دغه هېواد وايي، په همدې موده کې نورو ۱۰۰ ډرون بریدونو شاوخوا ۳۰ امنیتي کسان وژلي او ۹۰ نور یې ټپیان کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...