تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۱۴ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي دیپلوماسۍ مرستیال حمید قنبري له افغانستان سره د هرات ـ مزارشریف د رېللارې په جوړولو کې د تهران د همکارۍ چمتووالی څرګند کړی دی.
تسنیم خبري اژانس نن (سې شنبې) راپور ورکړ چې قنبري دا څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستیال محمد نعیم سره په لیدنه کې کړې دي.
په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د کانونو د استخراج او برېښنا د تولید په برخو کې هم له افغانستان سره د ایران همکارۍ ته چمتووالی اعلان کړ.
دواړو لورو په دې لیدنه کې پر اقتصادي، سیاسي او سوداګریزو اړیکو، له موجودو فرصتونو د کار اخیستلو، د ستونزو پر حل، د افغان کډوالو پر وضعیت او د ویزو د ورکړې د اسانتیاوو په اړه هم خبرې کړې دي.
ایران له ډېرو کلونو راهیسي له خپل هیواده تر هرات ښاره پورې د یوې رېللارې پر جوړولو کار کوي او اوس دا رېللار بشپړېدو ته نژدې شوې ده.
د هرات ـ مزارشریف د رېللارې پروژه به هرات د بادغیس او فاریاب ولایتونو او شبرغان ښار له لارې له مزارشریف سره ونښلوي. د دې پټلۍ اوږدوالی شاوخوا ۶۵۷ کیلومتره اټکل شوی او د سروې او ډیزاین چارې یې د ازبکستان په همکارۍ روانې دي.
تمه ده چې د دې پروژې له بشپړېدو سره د افغانستان لوېدیځې او شمالي سیمې د رېلګاډي له شبکې سره ونښلول شي او د ایران، افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د رېللارې اړیکې پیاوړې شي. دغه مسیر په سیمهییزه کچه د ایران او ترکیې د رېلي شبکو د منځنۍ اسیا او په پای کې چین له شبکې سره د نښلولو لپاره هم مهم بلل کېږي.
ایران لېواله دی چې له دې لارې له چین، تاجکستان او ازبکستان سره نژدې شي.