Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ایران ۱۸۰ کسیز سوداګریز پلاوی کابل ته ورسېد

د ایران ۱۸۰ کسیز سوداګریز پلاوی کابل ته ورسېد

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۱۴ مه) د ایران ۱۸۰ کسیز سوداګریز پلاوی د کابل کې په ابوحنیفه نړیوال نندارتون کې د ګډون او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه د خبرو لپاره کابل ته ورسېد.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د سوداګریز پلاوي مشري د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت کوي. په پلاوي کې شاوخوا ۱۸۰ سوداګر، پانګه‌وال او اقتصادي فعالان شامل دي.

د افغانستان او ایران ګډې سوداګرۍ خونې ویلي چې دا پلاوی د ابوحنیفه په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی او د ګډې سوداګرۍ خونې مشر کمال‌الدین توحید یې هرکلی کړی دی.

ټاکل شوې د ایران د سوداګریز پلاوي غړي په کابل کې له افغان سوداګرو او اقتصادي فعالانو سره هم وویني او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ګډې پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د زیاتولو په اړه خبرې وکړي.

د ابوحنیفه پنځم ملي او نړیوال نندارتون د تلې له ۱۵مې تر ۲۱مې د کابل ښار په حضوري چمن سیمه کې د افغانستان په ملي او نړیوال نندارتون کې جوړېږي. په دغه نندارتون کې به د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو او د سیمې د ځینو هېوادونو سوداګر او تولیدوونکي خپل محصولات او خدمتونه نندارې ته وړاندې کړي.

د ایران سوداګریز پلاوی یوه ورځ وروسته له کابل ته راغی چې د دغه هېواد د پارلمان یو اقتصادي پلاوی هم کابل ته راغلی و. د دغه پلاوي مشري د تولید د ملاتړ د ځانګړې کمېسیون مشر محسن زنګینه کوي او هدف یې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا بلل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...