Homeخبرونهشویګو: هیله لرو نور هېوادونه هم د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني

شویګو: هیله لرو نور هېوادونه هم د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۱۴ مه) د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو له امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي، مسکو هیله لري چې نور هېوادونه هم د روسیې په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

شویګو د روسیې او افغانستان ترمنځ د امنیت، سیاست او اقتصاد په برخو کې د همکاریو پراختیا ته په اشارې ویلي، د روسیې له خوا د افغانستان د اوسني حکومت په رسمیت پېژندنې د دواړو هېوادونو د اړیکو له پراختیا سره مرسته کړې ده.

هغه زیاته کړې چې د سیمې کابو ټول هېوادونه د افغانستان له اوسني حکومت سره په مستقیم ډول همکاري کوي.

تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم له متقي سره په لیدنه کې ویلي و چې نور د پخوانیو تحریمي محدودیتونو په چوکاټ کې داسې کوم خنډ نشته چې د دواړو هېوادونو د همکاریو د پراختیا مخه ونیسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مسکو فارمټ د مشورتي غونډې له پای ته رسېدو وروسته هم ویلي و چې له کابل سره د مساوي او دوه‌اړخیزو ګټو پر بنسټ د همکاریو د پراختیا او د نړیوال اقتصادي نظام په اړیکو کې د افغانستان د ادغام لپاره «بل بدیل» نشته.

روسیې د ۲۰۲۵ کال په جولای کې لومړی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې د افغانستان د قانوني حکومت په توګه په رسمیت وپېژانده. دا اقدام وروسته له هغه وشو چې د روسیې سترې محکمې د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې په دغه هېواد کې د طالبانو د فعالیتونو پر بندیز بیاکتنه وکړه او دغه بندیز یې وځنډاوه.

مسکو ویلي چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه به د سوداګرۍ، انرژۍ او ترانسپورت په برخو کې د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.

متقي: له روسیې سره سیاسي تفاهم باید پر عملي اقتصادي مشارکت بدل شي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له روسیې سره پر عملي اقتصادي مشارکت د سیاسي تفاهم د بدلولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

متقي د روسیې د صدراعظم له مرستیال الکسي اوورچوک سره په لیدنه کې د افغانستان په اړه د مسکو له پالیسۍ مننه کړې او د سوداګرۍ، ترانزیت او سیمه‌ییز اتصال د پراختیا، په افغانستان کې د روسیې د پانګونې د زیاتېدو او د انرژۍ او کانونو په برخو کې د همکاریو غوښتنه کړې ده. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اسانتیاوو او د پیسو د لېږد لپاره د مناسبو لارو پر رامنځته کولو هم ټینګار کړی دی.

اوورچوک په دې لیدنه کې ویلي چې روسیه له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره چمتو ده او د عملي همکاریو د پیل لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي. هغه د سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورت او ترانزیت په برخو کې د همکاریو پر پراختیا، په ځانګړي ډول د نړیوال شمال ـ جنوب ترانسپورتي دهلیز په چوکاټ کې، ټینګار کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اوو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې پرتله دوه نیم برابره زیاته شوې ده. دواړو لورو د ګډو پروژو د عملي کولو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د دولتي خبرو پر دوام هم هوکړه کړې ده.

دا لیدنه د افغانستان په اړه د مسکو د مشورو په څنډه کې، د روسي له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د متقي له لیدنې یوه ورځ وروسته شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انیل کپور په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر امانوېل مکرون سره لیدلي دي

تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۳۰ مه) د بالیووډ نوموتي او مخکښ لوبغاړي انیل کپور له فرانسوي ولسمشر امانوېل مکرون سره د لیدنې انځورونه...