پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبکره کتنهوروستی ولسمشر ناول زما له نظره| عتیق الله ساحل

وروستی ولسمشر ناول زما له نظره| عتیق الله ساحل

وروستی ولسمشر

         وروستی ولسمشر د پیاوړي لیکوال آرش ننګیال پر ګوتو لیکل شوی پولیسي ناول دی، چې زموږ د هېواد د یوه ملي اتل او لوی شخصیت د ژوند وروستۍ پېښې او د یوه پیاوړي نظام چپه کېدل پکې انځور شوي دي.

          د دې ناول نوم (وروستی ولسمشر) دی او په ۱۳۹۷هـ.ش. کال لیکل شوی دی؛ د ناول د نوم په لیدو لوستونکی پرته له دې بل فکر نشي کولای چې یاد ناول دې د اوسني ولسمشر په اړه نه وي؛ ځکه د ناول د لیکلو نېټه دا په ډاګه کوي چې دا ناول به د اوسني ولسمشر په اړه لیکل شوی وي؛ خو اصل کې موضوع د افغانستان د پخواني ولسمشر شهید ډاکتر نجیب الله د ژوند په وروستیو پېښو را څرخي. دا چې د ناول د نوم په ليدو د لوستونکي فکر بلخوا ځي او یو ډول تلوسه ترې پیدا کېږي یا دا ورته نه معلومیږي چې موضوع یې د ډاکتر نجیب په اړه ده، په دې کې د لیکوال ځانګړی کمال دی؛ ځکه د داستاني ادبیاتو یوه ښه ځانګړنه همدا ده چې اثر ته باید داسې نوم غوره کړل شي چې تلوسه او جذابیت ولري؛ نو (وروستی ولسمشر) د دې ناول له موضوع سره د ښه مناسبت د درلودو سره سره تلوسه او جذابیت هم لري.

          د دې ناول مرکزي کرکټر یو پاکستانی جاسوس دی چې ټول داستان د ده له خولې څخه روایت شوی دی. دا داستان له هغه ځایه پیل دی کوم وخت چې ولسمشر ډاکتر نجیب له واکه لرې شوی او د ملګرو ملتونو په دفتر کې مېشت دی. د ناول له راوي سره څو نور جاسوسان لکه: علي جي، افتاب، اپريدی او داسې نور ملګري دي. د دوی هدف د پاکستاني حکومت په امر د ډېورنډ د کرښې په تړاو د ولسمشر لاسلیک او د طلا تپې خزانې په اړه معلومات دي. دا چې دوی په دې هدف کې څومره بریالي کېږي؟ یا هم ولسمشر ولې ووژل شو؟ چا وواژه؟ چېرته او څه ډول یې وواژه؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې د یاد ناول لوستل یې ځوابولی شي.

          وروستي ولسمشر ناول ته ليکوال جالب فورم غوره کړی دی، چې دا ډول فورمونه په پښتو ناولونو کې کم تر سترګو کېږي. د ناول د پیل څو پراګرافونه د داستان وروستۍ پېښې دي او لیکوال په ډېر هنر سره خوندور او له تلوسې ډک پیل کړی دی. زه د وروستي ولسمشر ناول د پیل څو خبرې کټ مټ رااخلم.

          « همدا چې د کابل ارګ کې مې قدم کېښود، یو عجیبه غرور را پیدا شو، له ډېرې خوشالۍ سم په هوا شوم، ځان راته یو فاتح ښکارېده، غاړه مې لا هسکه او قدمونه مې غښتلي شول. موږ لوی افغانستان له خپل پنځه زره کلن پېښلیک له یما، غزنوي، احمدشاه، تیمورشاه، سردار داود خان او نورو سره سره فتح کړ. هغه ارګ مو فتح کړ چې زموږ د هېواد په وړاندې یې توطیې جوړولې او ګواښونه یې کول، هغه چې زما د هېواد د ویشلو لپاره یې له همدې ځایه غږ پورته کاوه، له امو تر اباسینه او امو تر اټکه نارې یې وهلې.»

           دا صحنه د ناول د وروستیو پېښو یوه صحنه ده او د پاکستاني جاسوس چې د ناول راوي دی ډېر د غرور او خوشحالۍ په حال کې لیکوال انځور کړې ده. د ناول د پیل صحنه ټوله له تلوسې ډکه ده، لیکوال په ډېر هنر سره خوندورې او جذابې کلمې او جملې کارولې دي، چې ځينې یې داسې دي:

         «نن له هغه ولسمشر سره د حساب کتاب ورځ ده چې خپلواک پښتونستان او لوی افغانستان یې غوښته. له هغه ولسمشر سره حساب کتاب کوو چې ازاد بلوچستان یې غوښته، له هغه ولسمشر سره حساب کوو چې زموږ هېواد یې د ترهګرو روزونکی باله. زه هغه ارګ ته راغلی یم چې لیوني داود خان ترې زما د هېواد پر وړاندې د جګړې اعلان کړی و.»

         دې ته ورته یې ټولې داسې جملې او کلمات کارولي چې له تلوسې او جذابیت سره سره د لوستونکي احساسات هم پاروي.

           وروستی ولسمشر ناول له سره تر پایه ځورونکی دی او لوستونکي ته دا فکر ورکوي چې د افغانستان ډېری خلک د خپل هېواد او ولس وژونکي دي او تل یې خپل هېواد، ژبه، فرهنګ ویجاړ کړی دی؛ خو بلخوا د داسې کسانو شتون هم ثابتوي چې په خپل هېواد، ملي ارزښتونو، ولس او ملي ګټو یې خپل سرونه قربان کړي دي. د دې ناول له لوستو دا هم څرګندیږي چې که هر څومره قوي او زبر ځواک دښمن ولرو خو چې خپل افغان ورور، هېوادوال او خپل مشران ورسره ملګري نه شي نو د دې خاورې خوړل اسانه نه دي. لوستونکی چې وروستی ولسمشر ناول لولي له پاکستاني جاسوسانو او اجنټانو څخه یې خپلو هغه افغانانو ته ډېره غوسه راځي کوم چې د ولسمشر له واک څخه د لرې کېدو او وژل کېدو لامل شوي دي.

         که څه هم ځينې  داسې کسان وو چې د ولسمشر د وژلو مخالف وو خو هغوی یې هم مخکې له مخکې تر تېغ تېر کړل، چې یو پکې د طالبانو هغه قومندان و چې دوی د کرښې د قومندان په نامه یاداوه، هغه نه غوښتل چې د کابل له نیولو سره به ولسمشر وژني خو کابل ته په را رسېدو یې د ماهیپر په سیمه کې له منځه یووړ.

           په دې ناول کې ټولې پېښې طبعي ښکاري خو د ناول وروستۍ پېښې چې کله پاکستاني جاسوسان او ورسره یې افغان ملګري کابل ته راځي او په ارګ کې د پاکستاني مشرانو له ډلې څو کسان غواړي چې ولسمشر د ملګرو ملتونو له دفتر څخه ارګ ته بوځي تر څو خپلې موخې ورباندې ومني، نو په ډېره اسانۍ سره دوی وکولای شی چې ولسمشر له یاد دفتر څخه بوځي او بلخوا په ارګ کې هم له پاکستاني مشرانو پرته بل کوم افغان مشر او حتی یو عسکر هم نه معلومیږي. چې دا چاره لوستونکي ته غیرطبعي ښکاري، ځکه د یو خپلواک هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ دا ډول خالي او بې څښتنه نه شي کېدای او یا هم داسې ولسمشر چې په یوه خپلواک هېواد یې پنځه کلن جمهوري ریاست کړی وي بیا دې بې له کوم ساتونکي او داسې بې پروا ژوند وکړي چې له پردي هېواده د څو تنو جاسوسانو او مشرانو په غوښتنه په زور او جبر سره ارګ ته بوتلل شي تر څو خپل اهداف ورباندې پلي کړي، په داسي حال کې چې ولسمشر د دوی پر موخو ښه پوهیږي.

         وروستی ولسمشر ناول یو تاریخي ناول دی او ډېری صحنې یې حقیقي دي، دا چاره هغه وخت سمه ګڼل کېدای شي چې په رښتیا همداسي شوي وي او که نه وي بیا څه ناڅه غیر طبیعي پېښه ده.

            لیکوال په ډېره ښه ژبه د ناول وروستۍ پېښې بیان کړې دي، کله چې ولسمشر ارګ ته بوتلل شي، د ناول هغه برخه شروع کیږي چې د لوستونکي احساسات اوتلوسه یو په دوه شي، ولسمشر په دې وخت کې په ډېر جرات او مېړانه سره د پاکستاني مشرانو چې د پاکستان لوی درستیز هم پکې شامل دی، د دوی ناوړه غوښتنو ته په ډېر جرات سره ځوابونه ورکوي، پاکستاني مشران ترې د ډېورنډ لاسلیک او د طلا تپې خزانه غواړي خو ولسمشر د دوی هرې غوښتنې ته غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکوي. په پایله کې د ولسمشر ورور شاهپور احمدزی هم د ملګروملتونو له دفتر څخه ارګ ته راوستل کېږي او ولسمشر ته د خپل ورور د وژلو ګواښ کېږي، په دې وخت کې ولسمشر د خپل وطن د ساتنې لپاره جالب اقدام کوي. نوموړی وایي، لومړی زما ورور ووژنئ بیا درته ډېورنډ لاسلیک کوم. دوی همداسې کوي. ولسمشر د خپل ورور جسد ته ګوري او وایي اوس ډاډه شوم چې ستاسې دا ناوړه غوښتنې هېڅکله نه پوره کېږي ځکه زما لاسلیک یوازې زما د ورور شاهپور زده و. له ډېرو اوږدو خبرو وروسته ولسمشر په ډېره بې رحمۍ سره په شهادت رسوي او له ورور سره یې د اریانا څلور لارې کې ځوړندوي. د ناول دا دردوونکې صحنه دا څرګندوي چې په دې خاوره کې داسې اتلان هم تېر شوي چې د ډېرو لویو امتیازونو په بدل کې یې بیا هم د خپل هېواد او ولس په زیان یو قدم هم نه دی پورته کړی.

           د طبعي او غیر طبعې پېښو په لړ کې یو بل ټکی دا دی چې دا ناول د یوه پاکستاني جاسوس لخوا روایت شوی دی خو د هغه د لهجې هېڅ اثار پکې نه ښکاري، ټول زموږ په لیکني معیار لیکل شوی دی. که دې ټکي ته لږ پام شوی وای د ناول طبعي والی به یې لا پوخ کړی وای. په پښتو ژبه کې دا ډول روایتي ناولونه نور هم لرو چې ښه بېلګه یې د نصیر احمد احمدي پټان ناول دی. هغه ناول هم د یو داسې کس په خوله روایت شوی چې د غزني د سیمې اوسېدونکی دی او ټول داستان په داسې لهجه بیان شوی چې تصور کېږي د غزني د سیمې یو ویناوال راته خبرې کوي.

            وروستی ولسمشر ناول د ناول لیکنې په ډېری معیارونو ښه برابر دی. د ښه پیغام او معلوماتو د لېږد سره سره خوندور او په زړه پورې دی، د کرکټرونو لوبوونه پکې ډېره ښه شوې، هر کرکټر ته د هغه له موقف سره سمه ژبه ورکړل شوې او د دې تر څنګ د پېښو تسلسل پکې ښه رعایت شوی دی. تر ټولو ښه ټکی په کې د هغه الفاظو او خبرو راوړل دي کومې چې د افغاني ټولنې لپاره ویښوونکې دي او هر افغان یې په لوستلو له هېواد سره مینې او خواخوږۍ ته هڅیږي او له تېرو ترخو تجربو څخه ښه درس ورنه اخیستلی شي. خو یو ټکی چې د ناول لوستونکي ته بې خوندي پېښوي هغه د خوځنده او خوندورو تصویرونو نشتوالی دی، که ناول د دې ډول تشریحي ژبې پر ځای په خوځنده او متحرکه تصویري ژبه لیکل شوی وای لوستونکي ته به لا په زړه پورې وای.

          (وروستی ولسمشر) د دې ناول نوم دی، دا په اصل کې د پاکستاني جاسوس (علي جي) له خوا اېښودل شوی دی. لیکوال دا صحنه داسې بیان کړې ده:

            « د سهار رڼا په خورېدو وه، دا هغه مهال و چې طالبان کابل ته راننوتي وو، سیمه کې یوازې طالبان ښکته پورته کېدل، عام خلک لا نه وو را وتلي. د طالبانو ګڼه ګوڼه کرار کرار ډېرېده، علي جي لګیا و فلم یې اخیست، یوه ډله طالبان راغلل، مړو ته یې کتل، ځينو د موټرو له سره غاړې هسکې کړې وې، چې مړي وګوري، یوه ډاډسنه مو مخې ته ودرېده او په لوړ اواز یې نارې کړې.

ــ ملا صیب! دا څوک دی؟

علي جي په جګ غږ وویل:

ـ ورو ستی ولسمشر…»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب