Homeادبخوبونه / داوود تپان

خوبونه / داوود تپان

زه دا ډېرې شپې ګډوډ خوبونه وينم، خوب هم عجيبه دی؛ د روانو رڼو اوبو په وياله کې به ناڅاپي ماهی ووينې خو چې ر ا ويې نيسي بيا به نو د مار زمنګی ترې جوړ شي تاته به د ټک درکولو سوچ کوي، چونګښې به خولې درباندې لګوي….

داسې وخت دی چې د خوبونو تعبيرونو ته به نه شې تم کېدای، ورځني کارونه به دې نه پريږدي چې خوبونه تعبير کړې  د خيال او وهم له دايرې يې راوباسې؛ دا ډېر وخت چې له تا لرې شوی يم، د شپې مې د ډېرې پرېشانۍ له وجې سترګې  پټې شي او بيا خوبونه وينم.

دا خوبونه رحماني بولې که هرڅنګه خو وينم يې! په خوبونو کې عجيبه يم، لکه لېونی غواړم، درپسې منډې کړم او را ودې ګرځوم، عذرونه درته وکړم، لمن دې ونيسم، ځان عاجز، عاجز کړم، خو هېڅ ونه شي، زه په خوب کې عجيبه حالت لرم، خو چې له تا راګرځم هم ځان راته بد ايسي….

له ويښتيا ماته خوبونه ښه ښکاري ځکه چې تا پکې وينم، په ويښه رانه لرې يې  لاس مې نه در رسيږي او د يو بل غږ هم نه اورو، خو په خوب کې بيا د دې برعکس سره مخامخ او د يو بل خبرې اورو، يو بل ته زړونه ښکاره کوو؛ يو بل ته اينه نيسو چې پکې د ” ته ښکلې او زه ښکلی “ کيسې وکړو؛ خو چې راويښ شم نو  په دې فکر کې يم چې ته به هم دغسې  خوبونه وينې کنه؟

هو رښتيا هېر مې شول چې تاته ووايم: دا ډېرې شپې ډېر داسې لېوني خوبونه وينم چې يو ناڅاپي مې د خوب له دنيا را وشړي او له ډېره  ډاره بيا تر ډېره د خوب دنيا ته پناه نه، ور وړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...