چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبلنډه کیسهد څو لیکوالو څو لنډې کیسې

د څو لیکوالو څو لنډې کیسې

وطن

لنډه کیسه/ صفیه وردګ
د دړې درب شو.د کوټې چوپتیا یې ماته کړه.نېنا وه.
_سلام.
_راغلې?
_هو.
_یخني وه?
_هو.
نېنا خپلې کوټې ته لاړه.ما کتاب لوست.فکر مې سم کار نه کاوه.لاړم پخلنځي ته، یخچال تش و.چای مې کېښود.له کتاب لوستلو سره مې یو غوړپ کاوه.زړه مې تنګ شو.کتاب مې وتاړه.
له کړکۍ مې د باندې خړو ورېځو ته کتل،زړه تنګوونکې وې.نه پوهېږم ښه و که څرنګه، تلولې وم، وطن ته د تګ احساس ګني همداسې وي.
***
له پوهنتونه راغلم.کالي مې بکس کې کېښودل.لپټاپ مې هم ورسره کېښود.څنګ ته مې د خپلې خوښې کتاب په زور ور ځای کړ.خوشاله شوم.
خوب نه راته.تر نیمې شپې ویښه وم.د موبایل پر ښیښه مې ګوتې تېرې کړې.وار له واره څو پیغامه راغلل، موبایل مې بېرته کړ.د ځواب په موډ کې نه وم.
ښه شېبه فکرونو پر سر واخیستم.ولټېدم.د کوټې تر یو او بل کونجه لاړم.تلوېزیون مې روښانه کړ.ډېر چینلونه مې پرلپسې تېر کړل.افغاني چینل مې ونیو.د وطن پښتو خبرونه وو.
په سترګو مې تیاره شوه؛په وطن کې بیا ځانمرګی…هره خوا وینې، غوښې ،چیغې انګولا ،منډې ،ترړې…
تلوېزیون مې مړ کړ.تګ مې هم کنسل کړ.
——————————–

رب مې مل شو کار مې پېل شو 

حبیب الله تنها

(مشتري) اخیستونکی ګړۍ په ګړۍ زنګونه وهل چې هله سامان ژر راورسوه بس هغه وه په لنډ وخت یې کور ته ورورسېدم خو د موټر نه د کوزېدو پر محال مې کیلي په موټر کې هېره شوه یوې خواته د اخیسونکي تلېوار بلې خواته د کیلي غذب که څه هم سامان څه د موټر په سیټ اؤ څه وروستی بار ؤ

د پرېشانۍ بوړبوکۍ په مخه کړم چې څه وکړم ؟
د لاس په مروړو سره مې هسې په خطا جېب ته لاس کړ اؤ د هستوګنځي کیلي مې راویسته او د موټر د ور خلاصېده هڅه مې وکړه خو هڅه په حقیقت بدله شوه اؤ د موټر ور پرې په یوۀ دم خلاص شو څو شېبې عجب بغدادي اؤ صوفیانه فکرونو وزنګولم …
بیا چورت راولوېد چې ممکن د موټر د ور کولف ناکاره شوی اؤ په هره کیلي خلاصیږي خېر ور خلاص شو اؤ د موټر کیلي مې راواخسته اؤ ور مې بېرته کولف کړ تر څو بیا د هغه عادي کیلي په وسیله د ور خلاصېده هڅه وکړم چې ایا رښتیا هم کولف هرې کیلي ته خلاصه غېږ نیولې اؤ که نه..
 خو بیا ځلې هڅې بې پایلې وې ور د خلاصېده يؤ قسم وکړ له ډېرو هڅو وروسته هم ور په هغه عادي کیلي بیا ځل خلاص نه شو :؛
چې دا کیسه مې اخیستونکي ته وکړه هغه هم عجیبه اؤ غریبه وګڼله. . .
رب مې مل شو کار مې پیل شو ؛
حبیب الله تنها
————————-

انسانان د ښېگڼې سرچینې دي

ژباړه: ضمیر ساپی

شپږ کلن ځیرک د سیند له لاړې له خپلې څلور کلنې خور سره بازار ته لاړ، هلته یې ناڅاپاه خور ته پام شو چې له ښیښې د باندې د یوه څه په لټه کې ده. ځیرک ودرېده چې ګوري خور یې د نانځکو پلورنځي شاته ولاړه ده او په ډېره مینه ورته ګوري.

ځیرک یې خور ته نږدې شو او پوښتنه یې ترې وکړه، ښکلا څه غواړې؟ خور یې یوې نانځکې ته اشاره وکړه. ورور یې هم لکه مشر په څېر د خپلې خور لاس ونیوه، پلورنځي ته دننه شول، نانځکه یې واخېستله خپلې خور ته یې ورکړه. په دې سره یې د خور په مخ او سترګو کې خوښۍ له ورایه څرګنده شوه.

هټیوال چې له خپلې خور سره د ځیرک مینه او ځیرکتیا په خلاصو سترګو وکتله؛ د دې هلک له چلنده ډېر زیات خوښ شو.

شپږ کلن ځیرک په دې وخت کې دخل لور ته ورغی او له پلورونکي یې د نانځکې د بیې پوښتنه وکړه. پلورنکی چې ډېر نرم سړی و او په ژوند کې یې ډېرې لوړې ژورې ګاللې وې، له هلکه یې پوښتنه وکړه، څومره دې له وسه پوره دي؟

ماشوم چې تازه د سیند له غاړې ورغلی و، له جیبه يې ټولې سيپۍ «صدف» وایستلې او پلورونکي ته یې ورکړې. پلورونکي سیپۍ واخېستلې او لکه د پیسو په څېر یې ګڼل پیل کړل. له ګڼلو وروسته یې ماشوم ته وکتل. ماشوم ترې په نه زړه‌ پوښتنه وکړه، پېسې کمې دي؟

دوکاندار ورته وویل، نه، نه… له اصلي بیې دې ډېرې پیسې راکړي؛ غواړم نورې بېرته درکړم. په دې سره یې څلور سیپۍ واخېستلې او نورې ټولې یې بېرته ځیرک ته ورکړې. ځیرک په ډېرې خوښۍ سره ټولې سیپۍ په جیب کې واچولې او له خپلې خور سره بېرته کور ته روان شو.

د پلورونکي شاګرد چې کله دا شېبه ولېدله ډېر حیران شو او له هغه یې وپوښتل، مشره! تاسې ولې هغه ماشوم ته ګران بیه نانځکه یوازې د څلورو سیپیو په بدل کې ورکړه؟

پلورونکي په خندا سره خپل شاګرد ته وویل، زموږ لپاره دا سیپۍ ډېر ارزښت نه‌لري، خو د هغه ماشوم لپاره ډېر ارزښتمن څېز دی او په دې عمر کې هغه نه پوهېږي چې د پیسو ارزښت څومره دی، خو که لوی شي، حتماً به پوه شي او کله چې هغه ته په یاد شي چې د پیسو پر ځای یې په سیپیو نانځکه پلورلې، دا به یې حتماً په ذهن کې وګرځي چې نړۍ لا هم له ښو خلکو ډکه ده.

هټیوال خپل شاګرد ته همداراز زیاته کړه، زما دا ښې ګڼه به د هغه مثبت چلند ته وده وکړي او له هغه به یو ښه انسان جوړ کړي.

پند: هر ډول چلند چې په دې نړۍ کې له نورو سره کوو همغه چلند په نړۍ کې خپرېږي. که چېرې ښه کوو، ښېګڼه به خپرېږي، که چېرې بد کوو، بدګڼه به خپرېږي او انسانه! په دې پوه شه چې انسانان د ښګڼې سرچینې دي. ستا ښه او بد به بېرته تا ته درګرځي، که وغواړې یا و نه‌غواړې بېرته راتلونکی دی.


ملا کافر

نورالله جلالزی

 

هلک یې تر دواړو غمبورو کش کړ، بیا یې تر زنې ونیوه، سترګې یې په سترګو کې ور خښې کړې ویې ویل:

ـ یو خو له تا سره دا تریو تندی او ځړېدلی څټ هیڅ خوند نه کوي. سم ووایه څه شوي؟

هلک شونډې بوڅې کړې، څه یې ونه ویل، ولاړ شو دباندې ووت. 

تر نیم‌کښې دروازې د کور منځ مالومېده. هلک ور نیږدې شو، د سرای په منځ کې یې د څاه پر غاړه ولاړه نجلۍ ولیده. له ځان سره یې وویل: 

ـ دا ټول ایتا له لاسه. سي ته نه وای بیا زه ایده په مذب پویېدم. ولاکه مې بې مرګه پرېیښی وای.

شا ته یې د چا د غاړو تازه کولو غږ واورېد. ژر یې ورکتل، ببر سري سړي په خوله کې مسواک واهه، ناړې یې توف کړې، ویې ویل: 

ـ عمره څه کیسه ده؟ ولې جواب نه راکوې؟

هلک په غوسه وویل:

ـ الکان سم وایي، ته مازې ما خطا کوې.

ـ څنګه دې خطا کوم؟ 

ـ تا له ما سره واده (وعده) کړې وه سي غوټۍ تا ته در کوم، خو الکانو ویل سي ابله ورځ رویباران ورته راغلي وو، ایتاسي ورسره خوښه ده.

سړي په ملنډو وویل:

ـ راسئ خلکو، د کیامت الامې دي. ټوله ورځ به تر ما لاندې پروت و، اوس راغلی دیما لور غواړي.

د هلک سترګې رډې را وختې، په حیرانۍ یې وویل:

ـ خو تا به هر وخت راته ویل سي غوټۍ تا ته نه درکوم تا…

سړي یې خبر ور پرې کړه:

ـ ما غ…خواړه. ځه الکه! اصاب مې مه را خرابوه.

هلک روان شو، چې لږ لرې لاړ بیرته یې مخ را واړاوه، ویې ویل:

ـ غوټۍ دیما ده، دیما به یي. د چا پلار یې ولاکه راچي واده کي.

سړي لوڅې پښې په هلک پسې منډه واخیسته، خو هلک دباندې له خوا دروازه پسې ځنځیر کړه.

دوې ورځې وروسته په کلي کې ټکان وشول، اوازه ګډه شوه چې عمر د ملا صاب په لور ټکان کړي. وایي چې ملا صاب لور ما ته راکړې، زما ښځه ده. د چا به  څه او څه وکړم چې خوا ته یې چپ لا ور وګوري.

د ملک صاب په حجره کې له ملک صاب سره څو سپین‌ږیري، د جومات ملا، عمر، د عمر پلار او ملا ګل خان ناست وو. 

ګل خان عمر ته برګ برګ کتل، بیا یې ملک ته مخ ور واړاوه ویې ویل:

ـ ملک صاب ته ووایه! دیما په جی که ته وای دې کو… ته دې خپله لور ورکوله؟

د عمر پلار چې د کوټې په کونج کې ځړېدلی سر ناست و، غوښتل یې څه ووایي، خو ملک وار ړومبی کړ ویې ویل:

ـ ګوره ګل خانه! ته هم ولاکه سپینه ملایکه یې. په دې کلي کې تنا(تنها) ته یې سي لیږ سبکونه دي ویلي، ټول دې ملا صاب بولي. سلطان کاکا خپل زوی د دې لپاره در لېږل سي ته د کوران او خدای لاره ور وښیې، خو تا هلک جنې(ځنې) جوړ کړی و. بیا دې وعده ورسره کړې وه چې لور درکوم. اوس له دې خبرې لویه کیسه مه جوړوه، کنه ولاکه دې په دې کلي کې بیا شپه راچي وکړه. کلی دې هسې هم بدنام کړ.

ټولو پر دې موافقه وکړه چې غوټۍ به عمر ته ورکوي، خو په دې شرط چې عمر به دوه برابره ولور پرې کوي. یوه برخه به یې پلار او بله برخه به یې جومات ته ورکوي. ځکه که داسې ونه‌کړي سبا به هر هلک را ولاړېږي په یوه نجلۍ به ټکان کوي چې دا زما ده. ملا ګل خان به تر هغو دلې وي چې غوټۍ ودېږي، له هغه وروسته به له کلي کډه وړي، خو د عمر لپاره دا شرط دی چې ولور به په دوه کاله کې پوره کوي، کنه ګل خان کولای شي لور یې بل چا ته واده کړي.

ښځي ژړل، ښېراوې یې کولې. ویل یې:

ـ ما ویل سي دی کاپر به یو دوه ټکي کوران در زده کي‌، خو ښځې یې ویل سي د ګل خان اوس ما ته را پام ام نه ده، ایتا له زوی سره یې سات تېر یي.

څو وارې مې درته وویل سي ګل خان ډېر مردار سړی ده مه ورځه، خو تا نه منله.

ګل خانه! خدای خو دې غوټ مات که. خدای خو دې ټک له واره که. څنګه لکه ګل داسې زوی دې راته بدنامه کو. اوس به ایتا لپاره دونه ولور له کومه کوي.

عمر له ادې خدای پاماني واخیسته، له دروازې ووت.

یوه میاشت، دوې میاشتې، یو کال، دوه کاله… پوره شپږ کاله یې چا په اړه هیڅ مالومات نه لرل چې چېرته دی او څه کوي.

د موټر کښښښښ شو، سړی یې لرې غورځار کړ، ډرېور او یو بل ځوان ژر ورته را ښکته شول، سړی پروت و، پر ککړ مخ یې سرې وینې را ماتې وې. اوږده خیرن وېښتان یې پر ځمکه پراته وو،  له څیرې څیرې کالو یې ځای ځای بدن مالومېده. په زحمت را جګ شو، ګوډ ګوډ روان شو، چیغه یې کړه: غوټۍ دیما ده، دیما به یي.


پېغلتوب / ضمیر ساپی

سهار مهال دروازه وشړنګېده، سپین‌ږیري بابا په رېږدېدلو اندامونو پرانېستله چې گوري د درې کسانو په منځ کې ببر سر، تورې سترګې، څیرې گرېوان او پایڅه کشال کس بابا ته له سلام سره سم په گواښوونکي انداز وایي، کاکا! لور دې پېغله شوې، که بله ورځ ښوونځي ته لاړه، شرعي حکم به پرې جاري شي.

ضمیر ساپی

(په دې سیمه کې سرغړونکیو ته شرعي حکم په عام محضر کې ۴۰ دورې ټاکل شوې وې)

بابا په ترهېدلي غږ ورته وویل، سمه ده، څنگه چې تاسې امر کوئ، همغسې به وکړم، نور به مې لور له کوره د باندې پښه کېنږدي.

بابا چې له دروازې خونې ته ستنېږي خپلې لور ته په ډېرې ناامدۍ او ټیټ غږ وایې، ځلا لورکۍ! د پېغلتوب  عمر ته رسېدلې یې او د دې سیمې له قانون سره سم باید نور ښوونځي ته لاړه نه‌شې.

دا غږ نه، بلکې د ځلا په مغزو کې د اټوم بم جټکه وه، هغې یو دم خپل راتونکی په تپه تیاره کې ولېد، فکر یې وکړ چې د پلار یوازېنۍ لور ټولې هیلې یې په سیند لاهو شوې او دا هغه اخطاریه وه چې له ځلا مخکې په دې سیمه کې د سلگونه نجونو تر غوږونو رسېدلی و.

ځلا چې له زده‌کړو، ښوونځي او پوهنځي سره یې خورا ډېره مینه وه، له څو میاشتو ټینګار وروسته یې پلار بالاخره مجبور کړ چې له خپل کلي ښار ته کډه وکړي او په ښار کې یې نږدې یوه لسزه وخت تېر کړ.

خو کلونه ورسته یو سړی د کلي په کلینیک کې په بېړه هاخوا دېخوا منډې وهلې چې په دې مهال کې يې یوه ښځه پر مخه ورغله، ورته عذر او زارۍ کوي چې مېرمن او د هغې په رحم کې ماشوم یې له مرگه وژغوري، ځکه د مېرمنې د بدن اوبه یې کمې وې، باید عملیات شوې وای او د اوبو په کمښت سره یې مرګ خطر هم څو چنده زیات شوی و.

دې ښځې چې پر اوږو یې سپینه چپن اچولې وه، د خپل مسلک، مسوولیت، ترحم او انسانیت له مخې د هغه سړي د مېرمنې ډلیوري، زایمان یا د زېږون عملیات په ډېر مهارت سره وکړل.

تر عملیات لږه شېبه وروسته سپینه چپن والا ښځه همغه سړي خواته ته ورغله او زېری یې پرې وکړ، ملا جابر اکا! مبارک دې شه لور دې پیدا شوه.

خو دا ډاکټره له مبارکۍ ورکولو سره ورته ځان معرفي کوي او ورته وایي، زه همغه ځلا یم چې له سولې کلونه پخوا ستاسې له ځانه جوړ شوي شرعي قانون، دبدبې، شان و شوکت، راج چلولو او حکومت پر مهال مو چې زما پېغلتوب د خپل شریعت خلاف گاڼه او له ښوونځي مو را وګرځولم.

ځلا ورپسې زیاتوي، زه خوښه یم چې په ښار کې مې د خپلې خوښې زده‌کړې وکړې او اوس د یوې ډاکټرې په توګه په خپل کلي د د امیدوارو مېرمنو ژوند ژغورم، خو ستاسې د شریعت پر مهال چې هغه سلگونه نورې نجونې د پېغلتوب په گناه له زده‌کړو محرومې شوې یوه یې هم ستاسې خپله مېرمن ده.

د دې خبرو په اورېدو سره ملا جابر هک پک حیرانېږي، ځان ورته رښتیني جابر او ظالم ښکاره شي، خپل ضمیر ته له حده زیات ملامت شي، د شرم له کبله غواړي ځمکه دوه ځایه شي او دی په کې ننوځي، له ځان سره د سترې گناه احساس کوي او د ځلا پښو ته ځان غورځوي، بښنه ترې غواړي او په سرو سترگو ورته ژاړي…

ملا جابېر د ځلا پر وړاندې سر ټیټ نیولی وي او له هغې سره کلکه ژمنه کوي چې په خپله لور به تر لوړو زده‌کړو تعلیم کوي او په دې برخه کې به یې له ماشومتوبه نیولې ان تر پېغلتوب او مشرتوبه لاسنیوی کوي.

 

لیک: ضمیر ساپی

شنبه ۲۱مه غویی ۱۳۹۸

د شپې یوه نیمه بجه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب