دوشنبه, مې 6, 2024
Homeادبد استاد پسرلي پنځم تلین

د استاد پسرلي پنځم تلین

نن (شنبه د جنوري ۱۲) د غزلستوري استاد محمد صدیق پسرلي د پنځم تلین په یاد ځینو لیکوالو په ټولنیزو رسنیو کې وړې تبصرې کړي او د استاد یاد یې تازه کړی دی. غوره مې وبلله چې هغه تبصرې چې په فیس بوک کې زما سترګې پرې لګېدلي، سره راټولې او د تاند لوستونکو ته یې په یوځای وړاندې کړم.

روح الله مخلص


زلمی حلیمی
زه د استاد پسرلي بابا پر غزلبڼ میین یم له شعره یې دخپل مستقبل لوی درس زده کوم او ځان دهغه دشاعرانه خیال په جنتي ژوند کي مست او ارام احساسوم.
د بابا غزل مي د ژوند لوی ضرورت ګڼلي او دهغه شاعري مي د انسان له پاره د انسانیت ښوونځی جوړ کړی، نثر یې هم همدوره لویه دنیا ده؛
د استاد اثار له دوستۍ پالني، سیاست، ژوند کولو، نورو ته له درناوي، میني او ارزښت لرونکو پیغامونو مالامال دي. چاچي استاد مطالعه کړی وي هغوی یې ښه درک کولای شي.
 پنځم_تلین
زړه چي دي تش نه کړي نارواوو نه سجده نه شوه،
زه چي منم بس په عابدانو کي مينا منم
لمر بويه چي لوړې او ژورې راته وښيي،
ړوند خو نه يم ياره چي رهبره به امسا منم.
يوه دزړه خبره نه په دير، نه په جومات کي وه،
څه به پسرليه د راهب او د ملا منم.

هادي هادي:  

د دوه زره او څوارلسم کال پر همدې ورځ د معاصر غزل تر ټولو وتلې څیره، لیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلي له خپل خالق سره کړې وعده پوره کړه او د ابدي ژوند په لور ورستون شو.

استاد محمد صدیق پسرلي تر نیمې پیړۍ زیات وخت د پښتو له پاره قلم وچلاوه او پښتو شعر او معیاري نثر ته یې د زړه وینې ورکړې. استاد د سره یرغل پر مهال د افغان ولس خوا ونیوه او د لکونو آواره افغانانو له کاروانه سره په سرو سترګو د پیښور په لور ولیږدیده او هلته یې دوه لسیزې د افغانانو د آزادۍ او خپلواکۍ د اعادې له پاره قلم وچلاوه او نړیوالو ته یې د آواره شوي افغان ملت او لاندې شوي افغان وطن د برحقې داعیې د ریښتیني تصویر ورکولو او د سره یرغل د وحشتونو د رابرسیره کولو له پاره شپه او ورځ پر ځان یوه کړه. استاد محمد صدیق پسرلي کابل ته د تنظیمونو د ورشیوه کیدلو پر مهال د کډوالۍ په سختو شرایطو کې د داسې یوکلتوري فرهنګي مرکز مشرتوب کاوه چې د هرې عقیدې، فکر او نظر خاوند ته یې دروازه خلاصه وه او مقصد یې یوازې او یوازې د افغاني فرهنګ د ودې او بډاینې له پاره کار کول وو.د پښتو غزل د دغه بې بدیله استاد او بیجوړې لیکوال اروا دې ښاده او ياد دې يې تلپاتې وي.

حفیظ همیم:

نن د استاد پسرلي پنځم تلين دی. زه نېکمرغه يم، چې ليدلی مې و، ورسره کېناستلی یم، مخاطب يې پاتې سوی یم او له شفقه يې برخمن وم. د شفقت يوه بېلګه يې دا وه چې استاد غضنفر ورته ويلي “هميم غواړي پغمان ته ورسره ولاړ سو” او ده له دليله پرته منلې وه او په هماغه کمزوري ځان له سهاره تر مازيګره له موږ سره په پغمان کې ناست و او کيسې يې راته کولې. غالبا دا وروستی وار و چې له کوره دومره لري د مجلس او ناستې لپاره راووت. استاد چې ما ليدلی و په سياست کې يې لېوالتيا نه لرله، خو د ۲۰۱۴ کال تر ټاکنو مخکې ورسره په کور کې ناست وم، د شعر و ادب پر ځای راته د افغانستان پر راتلونکې وغږېدو. پر ځينو سياسي مسايلو يې د خپل معمول خلاف اوږدې او روښانه خبرې وکړې. له استاده مې زده کړل چې هېڅ شی بايد په پټو سترګو و نه منو. اروايې ښاده

حسن و مینه د یو بل څانګې ریښې دي

راته مه وایه، چې زه چیرته او ته څوک؟

شفیقه خپلواک:

‎داغ

‎منې ؟له زړه نه مې بڅري وځي

‎زما د سترګو آېنې ماتې شوې

‎اوس مې تیاره په ټول وجود خپره ده

‎د رڼاګانو سلسلې پاتې شوې

‎منې چې هر هډ مې په اور نیولی

‎منې حواس مې په زندان تړلي

‎منې چې ویلي ویلي ساه اخلمه ؟

‎منې بابا پسې مرګي راوړي؟

‎منې چې وخت لکه لېوه ولاړ دی

‎زما زندګي لکه ناپوه رمه

‎په پسرلي مې ټوله وبایلله

‎نور پاتې نه ده نه ورځ نه شپه

‎اې

‎ته یې مني چې ژوند مې واک کې ندی ؟

‎زړه رانه سترګې سمندرې غواړي

‎هاغه د عشق او د ښکلا لیونی

‎رانه خپل مړي ته سندرې غواړي

‎زما یې غږ یادېږي نه یې اورم

‎نه چې غوږونه مې ړانده شي پسې

‎الله د خدای لپاره مه یې اخلئ

‎ټول اندامونه مې خواره شي پسې

‎پروردګاره! ته رحمان پاچا وي

‎څنګ دې پېرزو شي هغه زړه خاورې شي

‎هغه د شنه سمندر خوېندې سترګې

‎الله نو ولې ؟ او په څه خاورې شي

‎تا زما ووړ زړه ته هم ونه کتل

‎څرنګ دې ډاګ له ډاګه وویشتلم ؟

‎څرنګ دې هغه پسرلی واخیستو

‎څرنګ دې زه دوزخ کې ونېولم ؟

‎اې

‎نو تاته څرنګه رحمان ووایم؟

‎چې د انسان د عشق کعبه هم وژني

‎ګوندې سندرې دې پېرزو نه شولې

‎د سندرمارو چې شېبه هم وژني

‎زه ورته بس یوه څو خبره کوم

‎هغه خبرې مې په زړه کې داغ دی

‎که رانه یووسئ ړنده به شمه

‎هغه سړی زما د زړه څراغ دی

‎زما ایمان دې له مرګ مخکې واخیست

‎اوس به د چا په باور ساه اخلمه

‎چې تاته نه رسي اونه یې منې

‎ځمه لاسونه له دعا اخلمه

نذیراحمد نذیر

غزل‌ستوری استاد محمد صديق پسرلی. خدمتونه يې پښتو ژبې ته د نه هېرېدو دي. نن ددې ستر انسان پنځم تلين دی‌. پر ګور يې نور
خدای د پسرلیه د پښتو غاړه پرې هسکه کړي
دغه مرغلرې مې روزلي د سيپۍ غوندې
استاد پسرلی

قسیم زیر:

پسرلی صیب له حمید مومند، حنان بارکزي او کاظم خان شیدا وروسته د معاصر پښتو شعر د هندي سبک سرلاری دی. د هندي سبک غټې ځانګړتیاوې لکه د شخصي تجربو استعمال، ظریف او باریک تعبیرونه، ډارماټیکي او داستاني پيل د پسرلي صیب د غزل مشخصات دي. که د حمیدبابا په اړه د هندي سبک عوامل: هند ته سفر او د اصفهان وضیعت تاثیر نه لري ولې دپسرلي صیب په حق کې دا دواړه صدق کوي؛ هم د کابل د ۷۰ م لسیزې ادبي اقلیم او هم په پېښور کې د شلمې پېړۍ اخر وختونه. پسرلی صیب له غفارخان وروسته دویم سړی دی چې د پښتو ادبیاتو لپاره غیردولتي ادبي مرکز جوړکړی، په پښتونخوا که خداي خدمتګار و نو په افغانستان کې پسرلی صیب او دده ته مربوط جریان لومړنی غیردولتي خوځښت دی چې فرهنګ او ادب ته يې د ښځو په رابللو کې غټه برخه اخیستې ده. دی له پيرروښان او خوشال خټک او کاکا خېلو وروسته د څلورمې پښتنې ادبي کورنۍ پلار هم دی. د معاصر پښتو شعر ترمینالوژي له پسرلي صیبه ډيره اغېزمنه ده؛ د دې وجه شاید دا وي چې پسرلي صیب د خوشال بابا کلیمې او د خپل وخت لغاتونه یوځای کړي دي. که د لسو غټو پښتو شاعرانو لیست لیکو؛ پسرلی ترې یو دی. مرحوم پسرلى د استادانه نثر ليکوال هم و خو دده د شعري هيکل سيورى دومره پراخ دى چې ليکوالي يې ورتته کړې.

يوه یادونه باید وشي چې د پسرلي صیب د شاعرۍ پيغامي( د شخصي تجربو درسونه) او ټولنیز اړخ دده په غزل بڼ کې لاتروسه خښ دی.

اومان نیازی:

د استاد دې روح ښاد وي، خپله پخوانۍ هېله به بیا تکرار کړم، چې راروان کال دې ناچاپ اثار چاپ شي، که ټول ممکن نه وي یوه برخه دې چاپ شي، د استاد پر غزلونه سربېره، خورا ډېرې خاطرې هم ناچاپه دي.

خالد ریحان:

دغزل ستوري ارواته دمحترم پیرمحمدکاروان اوزما

ګډه ډلۍ .. نن د دې عظیم شاعر پینځم تلین دی. روح ښاده یادیې تل پاتي.

د اوبو تر څنګه ناسته ،د اوبو غوندې انسانه

زړونه للمه للمه ځمکه ، رانه لاړې تر آسمانه

بېلتانه مو لپې ډکې ، له سپرغیو له سکروټو

ګل مې لپو کې زرغون کړه ، یو ځل بیا راشه بارانه

د زړه مات کودی مې ګورې! ، چې د بام پر څنډه پروت دی

د بلبل په څېر ناڅاپه ، رانه والوتې ریحانه

له موسکا له تبسم نه ، مالا ماله پسرلیه

د خوږې مینې سړیه ، شوو بې ګله بې باغوانه

د ژوندون په پېچ و خم کې ، د دردونو په موسم کې

د هجران په جهنم کې ، یُو بې یاره بې لقمانه

((کاروان))

اوس به چوف کړي په رنځورو, څوک غزل غزل دمونه

مرېدان دي په سلګودي ,خانقادرپسي ورانه

دزخمي زړه تلي ژدمه, دتڼاکو په څپلو کي

پسرلی راڅخه ورک دی, په تاګرزم ازغيستانه

دغزل شهنشاڅاري , وريښمين تخت يې په سرايښی

ښاپېرئ دالهامونو , لېونۍ ده سرګردانه

چي بهيروي دغلمانو , ته يې ميريې په جنت کي

دعاتاته کړمه ګرانه , بوسه اخلم له قرآنه

زاراچاودي درپسې دي , له “نثاره”, “ترسعوده”

له “درمله” ,تر”نظيره” ,له ريحانه, تر”کاروانه”

عبدالرحمن غضري:

عمر د باد په څیر تېرېږي

دا دی د استاد پسرلي صاحب پنځم تلین دی اروا یي ښاده اوسه

خدای خبر چې تشه به یي څوک او کله ډکه کړي استاد هم خپله د پښتو لمن له رنګینو ګلونو ډکه کړې وه هم یې اولادونو ته د ادب غښتلی رسالت پرېښود جنت یې ځای کړې ربه! امین

سید عبدالله نظامي:

استاد پسرلي ویل دمرګ وسله که د هرچا لاس کې وي د مینې تمه ترې لږه کیدای شي ځکه وسلې خواږه نه ويشي.

عکس کې له ارواښاد استاد سره د سیدو مجروحانو روحونو ته د دوعا په نیت ولاړ یو ، استاد پسرلی هم اوس په حقیقي نړۍ دی څښتن دې ېې وبخښي برکتونه ېې تل پاتې .

صدیق الله بدر:

تېره شپه مې د لونګو دريڅې ( د دوو چاپ شویو ټوکو) فهرست کوت. ډېر ودرېدم. په فهرست کې د درېيو هستیو (غزل ستوري استاد محدصدیق پسرلي، استاد نصرالله حافظ او استاد سعدالدین شپون) د نومونو په لوستلو سره مې سترګې اوښکې اوښکې شوې.

یو وخت دوی ژوندي وو او دا استادان مې د لونګو دريڅې د پروګرام لپاره یو نیم یو نیم ساعته غږولي وو.

نن دا دی د غزلستوري ارواښاد استاد محمد صديق پسرلي پنځم تلین دی. ګرانه ده چې څوک ومني استاد پسرلی نور راسره نشته.

نور رحمان عاطف

راغلم دونیا ځای د اوسیدو نه و
کډه په زیړي مازیګر بیرته وړم
نن د مرغومی ۲۲ مه د هیواد د نوموتي نازکخیال شاعر ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي پنځم تلین دی ، پسرلی صیب د پښتو ادب لمن ته ډیر څه ورواچول او تر شایې یوه لویه ادبی او فرهنګی کورنۍ پرې ایښې ده د پښتو ادب په نثر او شاعرۍ کې یې داسې پنځونې وکړې چې تر پیړیو پیړیو به مینه وال او لوستونکی ولري د ارواښاد استاد پاک روح دې الله پاک په چنتونو کې لري، روح یې ښاد او یاد یې تل ژوندی
پسرلی ادبي او کلتوري ټولنه په پام کې لري چې د ارواښاد پسرلي صیب د پنځم تلین په مناسبت یو ورځنی عملی سیمنار جوړ کړی چې د وخت او ورځ په اړه به یې تاسو ته معلومات درکول شي.

اجمل پسرلی

نن مې د پلار پنځم تلین دی، د لیکوالي په برخه کې د مرحوم پسرلي یوه لارښونه دا وه:
کله چې څه لیکئ بلې ژبې ته یې وژباړئ که په بهرنیو ژبو نه پوهیږئ فارسي ته یې ترجمه کړئ، په خپله به پوه شې چې څه پکې شته که دې هسې لفاظي کړې ده.

خالص ادیب:

نن د پښتو ژبې د خوږ ژبي شاعر او لیکوال ارواح ښاد محمد صدیق پسرلي د پینځم تلین ورځ ده، ښاغلی پسرلي په دې ورځ له فاني دنیا سره مخه ښه او ابدي نړۍ ته لاړ.پسرلی مړ نه دی، هغه ژوندی دی، له موږ سره دی، د پسرلي ارواح اوس هم د پښتو ادب له مینوالو، شاعرانو، لیکوالانو سره په کتابتونونو، کورونو، حجرو، حافظو کې د زړه خواله کوي، د افکارو ورکړه کړي؛ ځکه هغه دومره خپلې ژبې، فرهنګ او ادب ته د زړه خواږه وکړل چې موږ یې تر خوشحال خټک وروسته په پښتو ادب کې بل ساری نه وینو، خدای بښلی پسرلی لکه د خوشحال بابا ټولو زامنو “اېمل پسرلی، اجمل پسرلی، عصمت څاروان او استاد اسدالله غضنفر” پښتو ادب ته کار وکړ/کوي یې؛ نو ځکه يې په مګر یوازې کورنۍ نه بلکې د واړو ادیبانو په اننګو اوښکې غړېدې شاعر وایي:

مړ شه داسې مړی شه چې خپلوان درپسې وژاړي

خپل خو د لا خپل دي چې دښمانان درپسې وژاړي

د استاد محمد صدیق پسرلي په اړه سر سري قضاوت به ښه نه وي، که چېرې موږ غواړو پسرلی ښه و پېژنو، له فکره یې اګاه شو، باید د ده کتابونه ولوله، شعرونه یې وسپړو، تفسیرو یې وکړو، مقالې ورباندې ولیکو، په دې سره به مو له یوې خوا د ده حق ادا کړی وي له بلې خوا به مو نه یوازې د پښتو ادب مینوالو ته بلکې د نورو ژبو ادیبانو ته هم ورپېژندلی وي.

یو ځانګړی ټاپو نشته، لا به چېرته ځم له ژونده

ژوندون زیږي له عدمه، شي پیدا عدم له ژونده

ایمل پسرلی

نن مې د پلار پنځم تلین دی. د پسته اور له څلوریزو یې دا دوه ګڼې پوښتنې او کیسې راته کوي:

جهان ته راغلم، بيا بهر لاړم
ګويا سفر نه په سفر لاړم
ستړې څپلۍ وم مګر د غوښتو
بې خبر راغلم، بې خبر لاړم

***

که لاړ شو و مرو نو بيا به څه وي؟
وايي فنا ده، فنا به څه وي؟
هيڅوک رانغى له ډېرو تلليو
د خاموشانو دونيا به څه وي؟

نثار صالح:

د استاد پسرلي د وفات ۵ کاله پوره سول. موږ په پښتو کي زیات شاعران لرو، خو د پسرلي استاد په شان شعوري او فلسفي شاعران بیخي کم دي.

عبدالستار سعادت

د دې ستر انسان پینځم تلین دی؛ هغه چې لکه سمندر ژور و، خو نهایت ساده ژوند یې کاوه. د محصلۍ په دوران کې به کله ورغلم، شپه به مې ورکره وکړه، تر نیمو شپه به راسره ویښ ناست و.

تڼاکې مې د پښو چې په مزلو کې ښکلوم
دا هم د تا د لاس په نښانو بدلې شوې

استاد پسرلی

ارش نګیال:

زه د پسرلي صیب شاعري نه ستایم ځکه چې شاعر نه یم او په شعر لکه شاعر نه پوهیږم خو زه یی لوړه روزنه او تربیه ضرور ستایم۔ ارواښاد داسې نمونه اولادونه زموږ ټولنې ته وړاندې کړي چې د هر افغان د فخر او سر لوړۍ لامل دي۔ دوی د علم۔ صداقت۔ سپېڅلتیا او ژمنتیا په ګاڼه سمبال دي او خپل دغه شته له ځانه سره نه ساتي دوی یې پر نورو هم ويشي. د پسرلي صیب اولادونه زموږ ښوونکي او لارښوونکي پاتې شوي او دا یې حق دی چې د خپلو استادانو استاد ته لاسونه لپه کړو او دعاوې ورته وکړو۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب