چهارشنبه, مې 1, 2024
Home+بل حج | عبدالوکیل سوله مل 

بل حج | عبدالوکیل سوله مل 

 د بی بی حاجی د مشر لمسي واده دی، واده نه یوازې ددې د اتو زامنو او درې لوڼو په اولادونو ښه ګرم دی، په پلارګنۍ او خسرخیلو برسیره ېې له لیرې او نږدې ګڼ نوراشنایان هم رابللی دی. 

بی بی حاجي لکه ملکه په لوی کټ کې نا سته ده، ځان ېې په اوږد زړوکي کې کلک راتاوکړی دی، لوی با لښت ته ېې ډډه وهلې ده.  مخې ته ېې لوی میز ایښی دی، په میز لویه چینی چا ینکه او نیکلی پطنوس چې په رنګا رنګ وچو میو ډک دی پروت دی. په وړاندې ېې په لویه میدانۍ کې لوی اوواړه په ګډا دی، مشره لور ېې چمبه وهي ، څنګ ته بلې د لیوره لورېې ډول غاړې ته اچولی دی، یوه دنګه ښایسته پیغله درخشانې دا سندرې یوه په بله پسې په خوند سره وایی:

ـ پاس دتنګي مستې ځدرانې ـ جینکۍ لاړې وړکي بیا کا بل ته ځینه 

ـ نری باران دی پاس په لوړو ېې وروینه ـ جانانه لاس راکړه چې دواړه سره ځونه 

ـ زرشه دیدن وکړه همزولې رانه لاړې میرات شې ـ غیږبه تا نه واخلم منګیه ما ت شې 

خوبی بی حا جی لکه ویده چې وی ، لکه په اعتکاف کې چې وی، هیڅ نه ښوري، له خولې ېې سوڼ نه خیزي ،میدان ته په وار،وارراڼه ورګوري ، بیرته مخ راګرځوي ، له جیبه څوځلې اوږدې تسپې راباسي، بیرته ېې په جیبه منډي، مشره ننګورېې له لیرې څاري ، اخرېې خواته رانږدې شي، په وروېې په ولي لاس ورکیږدي : 

ـ بی بی حاجی 

بی بی حاجی ټوپ کړي، لکه څوک ېې چې له درانه خوبه راکښینوی. 

ـ اه لورې 

ننګورېې موسکۍ شي، 

ـ څه جنازې ته خو نه ېې ناسته، د خولې دې سوڼ نه خیژي ؟ اخردې  دمشرلمسي واده دی،

بی بی حاجی موسکۍ شوه، شونډې ېې ورپیدې، ځان ېې نورهم بالښت ته کلک تکیه کړ، ننګورېې بیا سترګو ته ځیرشوه ، په خندا ېې وویل :

ـ څنګه دې دزامنوپه ودونوکې لاسونه اچول، او دسندرو غږ به دې د هوا مرغان په ګډا راوستل، 

اودلته تش لاسونه هم نه پړکوئ  

بیا ېې په ملنډو د هغې لاسونه په خپلو لاسونو کې کلک ونیول : 

ـ که نور نه وی لږ خو دا وپړکوه ، ته  خو وایی چې دا لمسی درته له زویه هم ګران دی .

دا په کټ کې راکښیناسته ، لږ څه راوړاندې شوه، په لوړ غږېې وویل :

ـ دا خو اوس هم وایم چې له خاوند دې هغه ډیرراباندې ګران دی .

ننګورېې بیا په ملنډو ورغبرګه کړه .

ـ نو څنګه درباندې ګران  دی چې له تشې پړکا او خندا دې هم ځان پرهیزکړی دی .  زموږ په واده کې دی څه ټوپونه اچول ، تر کهیځه دی دی نه د ګډا مخۍ وه او نه دسندرو…. . 

بی بی حا جي په شونډو نرۍ شان ژبه تیره کړه ، ځان ېې نورهم په زړوکي کې راونغاړه ، ننګورته ېې راڼه وروکتل ، په شرمیدلي غږ ېې په عذرپه ورو وویل :

ـ ولې مې ګنهکاروئ لورې ؟ میاشت مې هم لا پوره نه ده …..

ننګورېې په خبرو کې ورولویده :

ـ ولې به دې ګنهکاروم ، د څه شي میاشت ؟

دې وخندل :

ـ له بیت الله شریف له راګرځیدو

ننګورېې غلې شوه ، لکه بې ځوابه چې شي ، په فکر کې لاړه ، خوزربیرته په خبرو راغله ،وې خندل ، د هغې په ولي ېې بیالاس کبښود :

ـ نو بی بی حاجي ، ما  کله ویلی چې تا سو دې ډول غاړې ته واچوئ اوپخپلوسندرو د هوا مرغان وګډوئ ؟ که نورنه وی تش لاسونه خو کله وپړکوئ ، په یوه خوله خندا خو نه ګنهګاریږئ !

بی بی حا جی بیا له نازه وموسکیده :

ـ خوزه په تشه خندا اودلاسونوپه پړکا ځان نه ګنهکاروم ، چې یو ځل مې ګناه ته لاس واچاوه ، بیا په رښتیا دهوا مرغان هم ګډوم !

دننګورخوله وازه پاتې شوه ، سترګې دننګورپه سترګو کې ترډیره خښې کړې ، له زړوکي ېې لاس راوویست ، د ننګور لورته ېې ونیو : 

ـ مه کوه لورې ، پیریان مې همداسې ویده ښه دي ، که یو ځل مې خولې ښارښ وکړ او اوږې مې وخوځیدې بیا ګوره دټینګې نه یم .

په دې سره ېې ننګورپه کړس ، کړس وخندل ، کشرۍ لورچې د د ګډا له میدان ېې د وریندار او مور بنډار څاره خپله چمبه بلې خورته ورکړه او سده له ګډا ، نیغه راغله ، د مورمخې ته ودریده ، وریندارته ېې مخ ورواړاوه، وی ویل :

ـ ادې څه وایی ، ولې خوابدې ده که څه ؟ 

ورینداربی بی حاجي ته مخ ورواړاوه ،

ـ خوابدې نه ده خو هسې ویرې ترې خندا وړې ده ؟

لورېې مورته وکتل ،

ـ ادې له څه ډاریږې ؟

بی بی حا جی خوله چینګه کړه ، په شرمیدلي غږ ېې وویل :

ـ هو لوری ، که یو ځل مې ولي وښوریدل بیا د ټینګې نه یم !

لورېې په ناز وویل : 

ـ نو دا خو ښه خبره ده ، دګران لمسي واده دی دی ، له څه ډاریږې ؟ 

بی بی حا جی په جیب لاس وما نډه ، اوږدې تسپې ېې دباندې راوویستې ، د لور په وړاندې ېې ونیوې ، په شرمیندوکی غږ ېې وویل:

ـ دا اوس د خدای له کوره تازه راغلې یم ، چې حج مې خراب نشي لورې 

لورې ېې د ننګورسره یو ځای په کړس کړس وخندل ، په مورېې لاسونه واچول ، په مخ ېې ښکل کړه ، غیږې ته ېې رانږدې کړه  .

ـ دا څه وایی ادې ! ؟دا دومره  لویه ګناه نه ده چې حج دې خراب شي . 

بی بی حاجي سترګې ټیغې راوویستې ، وربړچ ېې وهل :

ـ ګناه څنګه نه ده بیخ دې ووځه؟ ته اوس له کومه ملاشوې چې ماته مسلې کوې ،

لورېې ېې پوه شوه چې پوهول ېې ګران دي . بل فکرېې په سرکې راوټوکید:

ـ نو که زه دی دبل حج غم وخورم ، بیا به راسره ګډه شې ؟ 

دی وخندل ، لکه ست ته چې نا سته وي او اوږې ېې ښوري ، دستي ېې ورغبرګه کړه :

ـ ته ګډا یادوې ، ډول به هم لا درسره ووهم ،

ننګوراولور دواړو له خوښۍ لاسونه وپړکول ، لوربیا ترې لاسونه واړول ، په لوړ آوازېې وویل :

ـ نوداخو کومه غټه خبره نه ده ، دستی لالا ته وایم چې بیا دې حج ته ولیږي ، 

دبی بی حا جی اوږې وښوریدې ، رنګ ېې وغوړید ، سترګې ېې وځلیدې :

ـ رښتیا ؟

لورېې ودریده ، له لاس ېې ونیوه ،

ـ دادې په ما .

لورلاس وراوږدکړ، له مټ ېې راونیوه :

اوس نو را جګه او میدان ته شه !

بی بی حا جی چې اوس تش ست ته نا سته وه ، سپکه را پا څیده ،  اوږې ېې وښوریدې ، پښوېې له وړاندې ټوپونه واچول ، خو مخکې له دې چې میدان ته ورګډه شي ، ځا ی په ځای ودریده ، لورېې مخ ورواړاوه :

ـ ولې ادې پښیمانه شوې که څنګه ؟ 

دې په ناز وروکتل ، وې خندل ، ډول ته ېې لاس ونیو :

ـ اول دا ډول غاړې ته راواچوئ ، چې یو څو مستې غاړې وکړم ، بیا به ګډه هم شم ، 

له دې سره ټولو وړو او زاړوله خندا ګډا ته زور ورکړ، چیغې او خندا وې شوې ، بی بی حا جی ډول غاړې ته واچاوه ، ټولو وړو اوزړو په بی بی حاجي کې داسې سترګې خښې کړې تا به ویل کومه په زړه پورې ننداره ګوري .ترګهیځ ېې هم په خوندوروسندرواو هم په تودې ګډا ټول واده تودوساته .

له سندرو او ګډا وروسته ګهیځ وختي په درانده خوب ویده شوه ، چې راپا څیده لمر راختلی و، لمونځ قضا و، بیرته په فکرونو کې ډوبه شوه ، څیره ېې مړاوې شوه ، غم ېې بیرته په زړه بارشو، سودا ورولویده ، خوابدې بیرته په بستره کې پریوته ، ګڼ فکرونه ېې په سرکې راوټوکیدل . شیبه وروسته ېې لوررادننه شوه ، سلام ېې وکړ،خو بی بی حا جي لکه کڼه چې وي ، هیڅ غبرګون ونه ښود، لورېې خواته راغله ، بیا پرې غږ کړ:

مورې ، بیا ولې ، څه خبره ده ؟

بی بی حاجي په ورووویل :

ـ دبیګا نۍ ګناه پیټی به څنګه کوزوم له ځانه ؟

لورېې وخندل :

ـ  ادې خو درته ومې ویل چې په لالا دې بیا له خیره لیږم  

بی بی حاجي زړه ته نه ولیده ، ټکنۍ وه :

ـ زه وایم چل دې راباندې کړی نه وی لورې ؟

لورېې دروازې  ته منډه کړه ، سرېې له دروازې وویست ، چیغه ېې کړه:

ـ لالا

ورورېې لکه باد په منډه راغئ ، په ده پسې ېې خاوندهم راننوت ، لورېې مورته لاس ونیو :

ـ لالا دادې زړه ته نه ولیږي چې بیا ېې حج ته لیږې ! 

ورورېې مورته ، بیا پلاراو وروسته خور ته مخ وراواړوه ، په لوړ آوازېې وویل :

ـ هیڅ غم مه کوه ادې له پلارسره دی یو ځای لیږم .

پلارېې غاړه تازه کړه ، اوږې ېې وښورولې ، لکه په زوی ېې چې پور اوښتي وي ، وی ویل:

ـ چې داسې په شوق اتڼ دی راباندې وکړخود به مې بیا حج ته لیږې. 

دبی بی حا جي خوله وازه پاتې شوه ، خاوندته ېې حیران په ځیر وروکتل:

ـ ښه په  تا ېې هم اتڼ وکړ.

زوی ېې وخندل:

ـ هوکنه مورې همدا تا سو دواړو خو واده ګرم کړ. 

بی بی حاجی لاسونه لپه کړل ، خاوند ته ېې مخ وراواړاوه:

ـ بس حا جي خدای دی معافی راته وکړي، او زر مو دی بیا په حج کې نصیب وکړي. 

ټولو په ګډه دبی بی حا جی دوعا تکرارکړه:

ـ امین یارب العلمین 

یدینګ ـ لندن 

د شپې لس بجې 

د ۲۰۲۰میلادي کال د دیسمبر۳۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب