یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د کیسه لیکلو او تخلیقګرو میرمنو د کیسو لپاره زیری

د کیسه لیکلو او تخلیقګرو میرمنو د کیسو لپاره زیری

ایا تاسو کیسې لیکئ؟

Untold – Write Afghanistan

د افغانستان نا ویل شوې کیسې د پښتو او دری ژبو افغان کیسه لیکونکو میرمنو او پیغلو په لټه کې دي. ضروری نه ده چې تاسو دی یو تجربه کاره کیسه لیکونکې اوسئ، خو تاسې باید کیسه ولیکئ دا ځای له تاسو سره د کیسه لیکلو د هنر په لا پیاوړتیا او ښه والې کې مرسته کوې.

د کیسې د لیږلو نیټه د افغانستان په وخت د شپی ۱۱:۵۹ بجې د سږ کال د فبروری د میاشتی ۱۸ نیټه ده.

د کیسې د لیږلو لپاره دغه لاندینۍ فورمه ډکه کړئ.

 کیسه راولیږئ 

د ناویل شویو کیسو په هکله  

 Untold

ناویلی شوی کیسی یوه کوچنۍ غیر تجارتی برتانیایی اداره ده چې د بیلابیلو لیکوالانو سره د هغوی د کیسه لیکلو او تخلیقګرۍ په لا پیاوړتیا کې کار کوی. نا ویل شوې کیسی د نورو لیکوالانو سره ستاسو پیژندګلوی کوې.

افغانستان ولیکه  د ناویل شویو کیسو اوسنی نوېی پروژه ده چې د برتش کونسل، باګری فوندیشن او کا اف وی شتیفتونګ لخوا د مالی له پلوه حمایه کیږې.

په ۲۰۲۰ کال کې مونږ د دوولسو افغان لیکوالانو سره د هغوی د کیسه لیکلو په لا ښه کیدو کې کار وکړ اوس غواړو نوری داسی لیکوالانې وپیژنو مخصوصن هغه نجونې او میرمنی چې په ولایاتو کې ژوند کوې.

د دی کیسه لیکلو په هکله

دا د کیسه لیکلو د راغونډولو یو غږ دی چې  د اتلسو کلو نه پورته میرمنی او نجونی پکې برخه اخیستلئ شې. کیسی باید د ۵۰۰۰ لغاتو نه زیاتی نه وې او په پښتو او دری ژبو لیکل شوې وې.

د کیسو د انتخابولو مرحله:

دا د کیسه لیکلو رقابت ندئ. رالیږل شوې کیسی به د افغان باتجربه کیسه ویونکو او لیکونکو لخوا لوستل کیږې چې ددی نه بیا ۱۰-۱۵ غوره کیسی د ناویل شویو کیسو برخه ګرځیدلئ شې. دا د کیسه لیکلو د لا پیاوړتیا او پرمختګ پروګرام دی چې تاسو سره د کیسه لیکلو په هنر کې مرسته کوې او د کوم مخصوص عنوان یا هدف لپاره نده.

ناویل شوی کیسی کیسه لولې او د کیسی نه د لیکوالانو د پیاوړتیا او نیمګړتیاوی معلوموی ستاسو کیسه ددی لپاره ضروری ده چې تاسو مونږ ته راوپیژنې. ستاسو کیسه ستاسو غږ دئ.

کله چې په دی پروسه کې لس کسې غوره شوې نو دغه لس لیکوالان د ناویل شوی کیسو د باتجربه لیکوالانو او ترجمانانو سره د کار موقع درلودلئ شې چې دوی خپل هنر ، تخلیق او کیسه لیکنه لا پیاوړی کړې، همدارنګه د نورو افغانو ښځینه میرمنو سره په اړیکه کې اوسې.

د کیسه لیکلو او لیکوالانو شرایط

۱- د کیسو د رالیږلو نیټه او وخت: د افغانستان په وخت دشپی ۱۱:۵۹ بجې د فبروری د میاشتی اتلسمه نیټه

۲- کیسې باید تخیلې اوسې

۳- شعر، ژونالیزم او حقایق ددی پروسی شرایطو ته مناسب او د منلو وړ ندی

۴- کیسی باید د پنځه زرو لغاتو نه کمې وی زیاتی نه وې.

۵- کیسی یواځې په پښتو او دری ژبو باید اوسې

۶- یو لیکوال یوه کیسه رالیږئ شې

۷- لیکوالانې باید افغانانې واوسی او اوسمهال په افغانستان کې ژوند وکړې، هغه افغان لیکوالانې چې په افغانستان کې نه اوسېږې په دی کې شاملې نه دی.

۸- لیکوالان باید ښځه یا نجلې اوسې د اتلسو کلو څخه یی عمر پورته اوسې

۹- لیکوالانو نه یی نوم، پته او د اوسیدو ولایت د کیسه لیږلو په وخت اخیستل کیږې. دا مالومات چاره نه شریکیږې او یواځې زمونږ په دیتابیس کې خوندی وی.

۱۰- لیکوالانې کولای شې چې په مستعار نوم هم کیسه موږ سره شریکه کړې او د هغوی اصلی نوم او پته مونږ سره خوندی اوسې.

۱۱- هغه لیکوالانی چې کیسه یی په تیر ځل کې نه وی انتخاب شوې کولای شې دا ځل نوی کیسه راولیږې.

۱۲- ټولې کیسی د مونږ سره محفوظه پاتی کیږې.

۱۳- د دی پړاو پایلې د لیکوالانو سره د مارچ په یوه دیرشمه نیټه شریکیږې.

کیسه راولیږئ

که تاسی د ناویل شویو کیسو په هکله کومه پوښتنه لرئ نو په لاندینې بریښنا لیک کې مونږ سره اړیکه نیولئ شئ.

[email protected]

مونږ هڅه کوو ژر تر ژره ځواب درکړو.

مخکی د دی نه چې مونږ ته بریښنا لیک واستوئ دغه مالومات په دقیقه توګه ولولئ کیدای شې ستاسو پوښتنې حل شوې اوسې.

د نورو مالوماتو لپاره زموږ ویب پاڼې ته لاندینۍ تړون کیکاږئ.

http://untold-stories.org/  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب