جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهمحب: که د سولې خبرې ناکامې شي، حکومت طالبانو سره جګړې ته...

محب: که د سولې خبرې ناکامې شي، حکومت طالبانو سره جګړې ته چمتو دی

تاند ( شنبه، د جدي ۲۷) د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي طالبان په خبرو وخت ضایع کوي او په زور واک ته د رسېدو نیت لري.

نوموړي په يوه مرکه کې ويلي چې طالبان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتو ته شېبې شماري او غواړي چې په زور حکومت ونیسي.

محب ویلي، چې که د سولې خبرې ناکامې شي دولت له طالبانو سره جګړې ته چمتو دی.

حمدالله محب وايي تر دې دمه چې روان حالت څاري، طالبان په خبرو وخت ضایع کوي او په دې فکر کې د چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به دوی ته په زور د حکومت نیولو موقع په لاس ورشي.

محب زیاتوي د طالبانو دا فکر ناسم او غیر ممکنه ده.

هغه دغه راز وایي چې د افغان ولس او افغانستان پر وړاندې یو ځل بیا د پخوانیو کلونو تاریخ او بې نظمي به تکرار نشي او له ټولو ستونزو سره سره د نظام د تقویت لپاره کار کوي.

محب داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره ورځ د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم ویلي وو چې امریکا طالبانو ته په امتیاز ورکولو کې تېروتنه کړې.

دا په داسې حال کې ده کې له څه باندې یوې اونۍ راهیسې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د دوهم پړاو خبرې پیل شوي خو پر مختګ پکې نه لیدل کېږي.

عام افغانان او سیاسیون هم په دې باور دي چې طالبانو د امتیاز د ترلاسه کولو په خاطر جګړه تېزه کړې او د په خبرو کې بهانې جوړوي.

بل لورته طالبانو بیا د حمدالله محب د دې څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب