پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونبدل وختونه، ولاړ ذهنونه/ استاد سعدالدین شپون

بدل وختونه، ولاړ ذهنونه/ استاد سعدالدین شپون

پخوا، بلکې لا زموږ د مکتب په وختو کې به چې چا دغومره قدر وویل چې خدای دې یوعادل باچا راولي نو موجود کسان به ورېږدېدل، الله توبې به یې ووېستی او وبه یې ویل«سریې د قورمې بوی کوي» که کوم مخصوص(مخبر) موجود و نو وېره وه چې د کلیوالو په وینا مخصوصی به یې وکړي، بندي به شي او که اعلیحضرت په کیڼ اړخ له خوبه پاخېدلی و، ودې شی چې د مرګ فتوا یې لاسلیک کړي.

اوس زموږ د وختونو اکثر شیان غویي وخوړل او حتی زما د بېضرره لیکنو په باب هم تبصرې کېږی، او حق وايي چې د دقیانوس د وختو دي.

اوس د رسنیو سترګې نه له کرزي سوزی نه له پیر او حضرته. په همدې تاند کې داسې انتقادونه لولم چې غونی مې ورته زیږ شي. د مشرانو له نومونو سره خان هم نه وايي. یو ځلی زه په شپږم ټولګي کې وم، چې مشر ورور ته مې خط لیکه. شروع مې کړ:

برادر ارجمند و به جان برابرم. نو بیا حیران وم چې له نامه سره یې خان ولیکم که جان. له موره مې پوښتنه وکړه. مور مې پنج کتاب لوستی و. راباندې په غوسه شوه چې بې ادبه، مه خان لیکه مه جان، نه یې نوم. ولیکه چې (محترم و عالیجناب).

په تېره اوس د دې چښتن جینګي کمپیوټر سره د خپرونو شمېر هم د خره د مرګه زیات شوی، چې لېپ ټاپ واخلي نو ټت شي وېبپاڼه راوباسي، بیا نه وچ ګوري نه لامده، نه هغه پخوانی لحاظ ، خاطر او درناوی. ټول غویي وخوړل.

هغه ورځ مې د قانع صیب تخلصنامه ولوسته. اوس یې ټول غټ مه غه ټول کړي چې ایله یو فیصد یې په کوم حاضر او ژوندي سړي دلالت وکړي. هغه زما یاران، پسرلی، لایق، بختانی لګیا دي بچګي کوي چې اصلي او نقلي یې یواځې له سواد او سبک نه معلومېدلی شي.

هسې مې د روانې بې ادبۍ خبره ورکې تبی کړه چې زموږ لرغوني بوتان یې رامات کړل، او کنه ورته خوشاله یم چې د میرزایانو په وینا یې د «هویت قدسیت» مات کړ. دا خو یې وکړل، خو د هغې په ځای یې د خپل عصر ارزښتونه کښې نه نول(کښېننول به صحیح املا وي خو ووېرېدم چې په دومره خالونو کې اصلی لغت ورک نه شي).

عریضې او قوالې او رسمي لیکونه اوس هم د پخوا په سبک دي. فاکولته پاس دې خپل لاریونونه کوي، خو د محکمو او دفترو نه بهراو دننه اوس هم بې رقیبه باچا عریضه لیکونکي او میرزایان دي. بودجې اوس هم د اقلامو په حساب دي. کپیوټر چارواکو یواځې د (داري دارم) له پاره قطار کړي.

وړم کال مې له بانک نه پیسې اېستلې، په هره غرفه کې کمپیوټر و، خو په اسلامي حجاب کې پټ. کتابچه مې له امضاو ډکه شوه.د پوهنې وزارت کې لا هم معززو اکاډمیشنانو د نوي تعلیمي نصاب چارې په قلم کولې. هلته یوه وړه کوټه کې یې تنکي هلکان را ایسار کړي وو چې کمپیوټر کاران یې بلل. بامبړان په نورو خونو کې وو. دوی به په نوبت، یا د رتبې په حساب لیکنې کمپوټرکار ته ورکولې. هغه به څو څو ځلې اکاډمېشن ته یووړې، بېرته به یې راوړې. د دې کار نتیجه دا شوه چې نوي کتابونه ابته وختل.حال دا چې وزیر،حنیف اتمر د دغو مامورینو او اکادمیشنانو سره د مرستې کمې نه دی کړی، بلکه چې دوی زر ډالره غوښتل هغه به لس زره ورکول. د پېښوریانو په وینا، خبره د پیسو نه ده، د ماغزو د پاسني چېمبر ده چې ځینې نوي شیان اخلي، ځینې یې پرېږدي. پېښوریانو د لاریو او بسونو مثال راووړ چې موټروانانو قسم قسم تاویزونه او آیتونه ورکې ځړولي وو او ویل یې چې تر لایسنه دا برکتي دي، چې د ډایور د سیټ په سر ځړېدلي وي نو ټکر نه کوي. زما یار، مولوی صیب خالص یو ځلي د خپل موټر کلي له رسمي موټروانه واخیسته، خپله په جلو کښېناست، مجري او مرسی یې یاده کړه، خو چې روان یې کړ، ګړز د ونې سره وجنګېد. خالص صیب به په خندا ویل چې ما (اعقل و توکل ) حدیٍث رعایت کړی نه و، مانا د اوښ زنګون وتړه او توکل وکړه.

په کرزي او نورو چارواکو باندې د ډېرو برالا انتقادونو رواجېدل دا ګټه لري چې په دې باندې زموږ د وختونو په عکس مخصوصان تا نه نیسي، مګر نقص یې دا دی چې چارواکو د هغې په مقابل کې معافیت پیدا کړی. چې هر څومره زشته ورته وایې هغه ته څوک څه نه وایي. په دا دومره وخت کې مې ایله د کابلبانک د دوو خوارو چارواکو د محاکمې واورېدل. څارنوالۍ او د لودین ډله ګواښونه کوي خو فلې لیفس. په رسنیو باندې دلته هلته هورو تور او ګواښونه کېږي، معنوی صیب د انتخاباتو په هکله لکچرونه ورکوي، خو که کرزي یې په خبرو پیاز وهم خوري، بیا د کرزي په خوله څوک پیاز نه خوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب