یکشنبه, مې 26, 2024
Home+پر احمدي څرنګه وغږېږو؟

پر احمدي څرنګه وغږېږو؟

دوکتور اجمل ښکلی

نصير احمد احمدي په پښتو ادب کې هغه کيسه ليکوال دى، چې په لږ وخت کې يې ډېرې کيسې ليکلې. دا کيسې له څومره ييز او څرنګيز پلوه د پاملرنې وړ دي. د احمدي د لويۍ دا دليل هم بس دى، چې نه يوازې ډېرو خلکو، په تېره ځوانانو ولوست، بلکې ډېر زلمي کيسه ليکوال يې هم اغېزمن کړل. دا زلمي کيسه ليکوال يوازې د غزني نه دي، بلکې په لر و بر افغانستان کې داسې ډېر نوي کيسه ليکوال موندلى شئ، چې د احمدي د کيسو سبک يې ورخپل کړى.

احمدي يوازې په دې ښه ليکوال نه و، چې د کيسې پر تخنيک پوهېده، بلکې په دې خاطر لوى ليکوال و، چې د فلسفې، ارواپوهنې او خپلې ټولنې مطالعه يې درلوده. احمدي ځکه موږ لوى ليکوالو بولو، چې د ټولنې هغه نيمګړتياوې رابرسېروي، چې موږ ورته نه يو متوجه او زموږ د پرمختګ پر وړاندې خنډ دي.

دا اوونې د احمدي د لومړي تلين په مناسبت ګڼې غونډې وشوې، ګڼو خلکو پرې خبرې وکړې او د کار خبرې يې وکړې؛ خو کمو خلکو د احمدي پر کيسو علمي خبرې وکړې. علمي نقد او علمي خبرې د نظريې له مخې شونې دي. علم پر نظريه ولاړ دى او د نظريو له مخې پرمختګ کوي. د احمدي پر کيسو باندې په نقد کې هم موږ ادبي نظريې ته اړيو او دا پوښتنه ځواب غواړي، چې د احمدي کيسه له کومو زاويو وشنو؟ سره له دې چې زموږ زياتره ليکنۍ کره کتنې يا ګرد سره پر نظريه ولاړې نه وي او يا که وي هم، کره کتونکي ته معلومات نه کېږي، چې زه کومه نظريه پر دې متن تطبيقوم، د دې نظريې ابعاد څه دي؟ محدوديتونه يې کوم دي او مجبوريتونه يې څه دي؟

هر ادبي متن د تړلې خونې غوندې وي، چې محدودې کيلۍ لري او هغه کيلۍ پخپله په دې متن کې پټې وي؛ خو مازې يو ځيرک کره کتونکى غواړي، چې د متن پر وضعيت باندې ځان پوه کړي او همغه کيلۍ ورپسې راواخلي، چې دا خونه پرې تړل شوې ده.

زموږ ټولنه له اقتصادي او سياسي پلوه د اروپا د نولسمۍ پېړۍ د لومړۍ نيمايي له حالاتو سره ډېر توپير نه لري. په دې مهال کې په اروپا کې رياليزم راپيدا شو، چې د رومانتسيزم تشې ډکې کړې. دا رياليستان زياتره د منځني پوړ خلک وو، چې د خپل پوړ د حالاتو په اړه يې ليکل وکړل. د دغه مهال رياليزم ته انتقادي رياليزم وايي، چې عوامل يې ګڼ وو؛ خو پر دې اصل ولاړ وو، چې ژوند سراسر له غمونو ډک دى او خوښي په اصل کې د دوو کړاوونو يا ناورينونو ترمنځ يوه وقفه ده. د افغانستان دا د څو لسيزو جګړو افغانان داسې وځپل چې فکر کوي، ژوند له غم پرته بل څه نه دى. نصير احمد احمدي چې د خپلې ټولنې دقيق انځورګر ليکوال دى، د خپل هېواد او ټولنې ټولې ستونزې يې هغسې راخيستې لکه بالزاک او نورو انتقادي رياليستانو چې راخيستې دي. د احمدي په زياترو ناولونو کې د خوښۍ اړوند موضوع خو لا څه چې صحنې هم کمې موندل کېږي، نور ټول په ناورين پسې ناورين دى.

دا ځانګړنه د احمدي او رياليستو کيسو ترمنځ ګډ ټکى دى، چې دې ته مو متوجه کوي، چې د ده کيسې د رياليزم په تله وتلو. رياليستي کيسې چې د ګوستاف کوربه له رياليستيکو انځورګريو اغېزمنې وې، صحنې يې دقيقې او له جزيياتو سره انځورولې. داسې چې لوستونکي يې د يوې صحنې ډېر واړه ټوک ته هم متوجه کول. احمدي د رياليستىکو کيسو له دې ځانګړنې استفاده کړې؛ خو په دومره توپير چې د احمدي په کيسو کې د خوځندو انځورونو ګڼه ګوڼه ډېره ده او هغه هم داسې انځورونه چې حرکت يې ګړندى دى. د حرکت دا ګړنديتوب د احمدي د کيسو په هغو صحنو کې هم ليدل کېږي، چې ګړندي حرکت ته پکې اړتيا نه وي.

رياليزم ټولنيزو واقعيتونه چې څرنګه دي، هغسې انځوروي، د احمدي کيسې هم د پښتني ټولنې د انځورګرۍ له امله مشهورې دي او ټول هغه عيبونه راته مخې ته ږدي، چې موږ ورته نه يو متوجه شوي.

د احمدي د کيسو د ځيرنې بله لار فيمنستي ادبي نظريه ده. فيمنستي ادبي نظريه په ادبي متون کې د ښځې پر انځورګرۍ او څرنګوالي غږېږي. احمدي په وسمهالو هغو کيسه ليکوال کې دى، چې د ښځو په اړه ډېر غږېدلى، بلکې زياتره کرکټري کيسې يې پر ښځو څرخي. له ”خونکار” نه واخله، تر ”رڼا” او له رڼا نه واخله تر ”زرو” پورې زياتره ناولونه او کيسې يې د پښتني ژوند پر محروميتونو او بېوسيو غږېږي، چې ښځه د مېړه او د ژوند د مهمو مسايلو په غوراوي کې څومره بېواکه ده او چې څرنګه په ټولنه کې په خپل برخليک کې بېوسه ده، د احمدي په کيسو کې هم په هغسې په منفعله بڼه وړاندې شوې. د ”زرو” برخليک د مرکزي کرکټر په لاس دى. په ټوله کې د ده پر کيسو د ښځو د نهيلي ژوند د بېوسۍ احساس دروند څادر غوړېدلى دى.

درېيمه زاويه چې د احمدي د کيسو په کره کتنې کې بريالۍ استفاده کولاى شو، هغه فورماليستي نظريه ده. فورماليزم د رياليزم پر خلاف د ادبي متن ماهيت پخپله د متن په جوړښت او د توکيو په خپلمنځي تړاو کې ويني. پر همدې بنسټ د کيسې لپاره يوه تيوري لري، چې زموږ په وسمهالې کره کتنه کې ترې ډېره استفاده کېږي. د کيسې دا تيوري، چې زياتره د کيسې پر تخنيک او فورم ولاړه ده، ادبي کيسه له ناادبي کيسې بېلوي او پر هغه ناادبي کيسه چې تحميل شي، هغه ادبي ماهيت ومومي.

احمدي چې د کيسې پر تخنيک يې کتاب هم ليکلى، په کيسه کې فورمي توکيو ته ډېر متوجه و. ده چې پر پلاټ، کرکټرايزېشن، مکالمه، تلوسه، غوټه، پيل، څوکه، حرکت، کشمکش ليکل کول، دې عناصرو ته متوجه و. د ده کيسې د فورماليستي تيورۍ بريالۍ بېلګې دي؛ خو مرحوم احمدي يوازې دا نه چې فورماليستي اصولو ته په کيسه کې پام کاوه، نوښتونه يې هم پکې راوستل. د ژبې، حرکت او انځورګرۍ لپاره پلوه د احمدي کيسې د پښتو له نورو کيسو ممتازې دي او دا يې د سبک يوه بېلندويه ځانګړنه ده.

د احمدي کيسې د خپلو ځانګړنو له مخې د دې جوګه دي، چې نه يوازې د پښتو د نورو ليکوالو له کيسو، بلکې له نړيوالو کيسو سره پرتله کړو او مثبت او منفي اړخونه يې راوباسو، ځکه چې احمدي د نړيوالو داستاني ادبياتو ښه مطالعه درلوده او د هغوى له تخنيکونو يې استفاده کوله. په دې ډول د پرتليزې کره کتنې له زاويې، چې د څو کيسو ترمنځ د ورته والي پر اصل ولاړې وي، د احمدي پر کيسو بريالۍ کره کتنه کولاى شو.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب