دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهطالبان: تورخم کې د ایسار شویو کورنیو د ستونزې د حل ډاډ...

طالبان: تورخم کې د ایسار شویو کورنیو د ستونزې د حل ډاډ راکړل شوی

تاند: ( سې شنبه، د سرطان ۲۰ مه)   په اسلام آباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت چارواکي وایي، چې په تورخم کې د بند پاتې افغان کډوالو په اړه له پاکستاني چارواکو سره له نږدې په اړیکه کې دي.

دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پاکستاني لوري په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړې چې هغه افغان کډوال چې له پاکستان څخه بېرته خپل هېواد ته په کډه ستنېږي او تورخم کې بند پاتې دي، ډېر ژر به اجازه ورکړل شي.

د سرچینې په وینا، همدارنګه‌ ورسره ژمنه شوې، چې په راتلونکي کې به د دا ډول ستونزو مخه ونیول شي.

له تورخم څخه په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي، چې شاوخوا ۵۰ افغان کورنۍ له څو ورځو راهیسې پاکستاني لوري له دې امله خپلو مېنو ته له ستنیدو منع او ایسار کړي، چې ګواکې د تلو قانوني اسناد یانې پاسپورټ او د افغانستان ویزې نه لري.

دغو افغان کورنیو دا هم ویلي، چې پاکستاني پولیس د یوه کس د پریښودو په سر ترې ۵۰ زره کلدارې غوښتي دي.

په وروستیو کې له افغان کډوالو د پاکستاني پولیسو باج اخیستل او د هغوی د ځورونې راپورنه بیا زیات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب