Homeخبرونهپه بلوچستان کې له یوه کان او فابریکې ۱۸ کسان تښتول شوي...

په بلوچستان کې له یوه کان او فابریکې ۱۸ کسان تښتول شوي دي

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۲۳ مه) د پاکستان د بلوچستان ایالت د خُضدار ولسوالۍ په نال تحصیل کې نامعلومو وسله‌والو د مرمرو پر یوه کان او فابریکې برید کړی او د یوه پېژندل شوي قومي مشر د زوی او ۱۷ کارګرو په ګډون یې ۱۸ کسان له ځان سره بیولي دي.

د خضدار د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي تایید کړې چې پېښه تېره شپه د نال تحصیل په «بېسار اناري» سیمه کې شوې ده.

دغه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رسنیو ته ویلي چې وسله‌والو د دغو کسانو پر تښتولو سربېره له فابریکې څخه یو لوډر او دوه نور موټرونه هم وړي دي. د هغه په وینا، ټول تښتول شوي کارګران د خضدار ولسوالۍ د نال او وډه سیمو اوسېدونکي دي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

خضدار، وډه او نال سیمې له اوږدې مودې راهیسې د ناامنۍ او ناکراریو شاهدې دي. په دغو سیمو کې د حکومت مخالفې بلوڅ ملتپالې ډلې او نورې وسله‌والې ډلې فعالیت کوي. دغو ډلو تر دې وړاندې هم پر پر حکومتي پروژو، د سړکونو پر جوړولو بوختو کارګرو او دولتي تاسیساتو د بریدونو او د کسانو د تښتولو مسوولیتونه منلي دي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په بلوچستان کې امنیتي پېښې یو ځل بیا زیاتې شوې دي. تېره اوونۍ هم د مستونګ ولسوالۍ په یوه مسافر وړونکي بس کې ۲۰ پولیس سرتېري د نامعلومو وسله‌والو له خوا تښتول شوي وو.

بل لوري ته، پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) له قوله راپور ورکړی چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په کوټه، نوشکي، خضدار او نورو سیمو کې هدفي عملیات کړي دي. د پوځ په وینا، په دغو جلا عملیاتو کې اته وسله‌وال وژل شوي او وسلې او مهمات ترې ترلاسه شوي دي.

د پاکستان پوځ تل دا ډول ادعاوې کوي خو د هغو ادعاوې په خپلواک ډول تایید یا رد کېدای نه شي.

د بلوچستان ایالتي حکومت هم د خضدار د تازه پېښې غندنه کړې ده. حکومت ویلي چې د تښتول شویو کسانو د خوندي راخوشې کولو او د پېښې د عاملانو د نیولو لپاره په سیمه کې د امنیتي ځواکونو ګډ عملیات پیل شوي دي. خو دا په داسي حال کې ده چې تراوسه د هغو شل تنو پولیسو درک نه دی لګول شوی چې تر دې پېښې وړاندې برمته شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پر ” طلوع افغان” مین | محمدابراهیم سپېڅلی

یو خواپاکی سپین ږیری په اوونۍ کې درې ورځي خپلو لمسیانو د کندهار په اطلاعات او کلتور ریاست کي د " طلوع افغان" مدیریت...