پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبژبه او لیکدودتاند ته د غبرگونونو غبرگون/ پوهاند ډاکتر مجاور احمد زیار

تاند ته د غبرگونونو غبرگون/ پوهاند ډاکتر مجاور احمد زیار

بريمن صادق صاحب!

ته په کوم دک و دليل او لاسوند، داتور پر ما تپې چې  په نورو پسې بد وايم يا مې ويلي دي؟

داسې برېښي چې د ډاکتر خسرو مرکه دې سمه سهي نه ده لوستې. ماخو دغلته له (مومند بابا تر استاد رښتين)پورې د پخوانيو استادانو د زړو او گړدودي وييونو په دودونه او د نويو په رغاونه  کې هاندې هڅې ورستايلي او له نوې ژبپوهنې څخه نه خبرتيا او نه پرلغښتيا (نه سېستماتيکوالی) مې  له پارسي ژبې سره د نه سيالۍ لامل ښوولی دی!

په نورو ليکنو څېړنو کې مې د هغو گردو نومونه په درناوي ياد کړي او يوازې مې له يونانه تر عربو او عجمو دوه نيم زر کلنه دود يزه ژبپوهنه او مېتودولوجي له نوې دې سره نه پوخلاکېدونکې ارزولې ده.

تا او ځينو نورو ښاغلو اغلو ته سکته (قناعت) ورکول ځکه گران دي چې يوخوا ژبه او ژبپوهنه سره گډوئ او بلخوا ژبپوهنيزې ليکنې څېړنې د هرزده کړه وال او ليکوال کار انگېرئ!

نو اړوځم، تا او په ترڅ کې ښاغلي ميرويس، رحيميار او نورو کمېنتاتورانو ته دا تر زهرو تريخ  واقعيت پر ډاگه کړم:

که تاراته په لره بره پښتونخوا يا بهر، په ۵۰- ۶۰ ميليونه پښتنو او بيا څو زره ليکوالو، شاعرانو، رسنوالو يا سل دوه پوهانو کې، زما له څو پکو ورکو شاگردانو پرته بل کوم څوک را پيداکړای شئ چې د ژبپوهنې او وييپوهنې (لغتپوهنې) يوه ابېڅې(الفبې) هو مره يې زده وي، د همدغې(تاند) ووبپاڼې له لارې به نور له پښتو ژبنيو ليکنو څېړنو څخه خپله بېزار يور اعلان کړم!

که نه داڅانگپوهيزه رښته (مسلکي حق) نه راکوې چې شاگردانو او نورو مينه والو ته د زړو يا دوديزو او نويو توپير پر ډاکه کړم او ورته ووايم چې ژبه له ( اسم، فعل و حرف) څخه نه ده رغېدلې يا اسمي او فعلي گردان او لغت رغاونې د دواړو توکو له ريښو را منځته کېږي، نه له مصدرو څخه؛ او د(حرف پرځای) ورته غږونه (فونيمونه)، گړونه (مور فيمونه) او مانگړونه (مونيمونه) ووايم؟

ايا ته زوړ طب او اوسنی الکترونيکي او لابراتوري دايو گڼي او د ناروغۍ پر مهال ډم ته ورځې، که کتنځي او روغتون ته؟

هو، که زما د مړينې پر سبا کومه نوې ژبپوهنيزه تيوري پيدا شوه، او د کومې معجزې له مخې کوم پښتون ژبپوهاند، لکه خرېړی له ځمکې رازرغون شو،دارښته لري چې ووايي، په پښتو ژبپوهنه کې د زيار اړوندهزده کړې او کارولې تيوري نوره نه چلېږي، نه داچې ستا په خبره، د تيورۍ پرځای زما بد ووايي او اروامې نارامه کاندې!

گران رحيميار

پاڼرېژ د(مني د هممانيز په توگه) ۶۱کاله پخوا پښتوقاموسراخوندي کړی، ولسي وي، که خپللاسي، د نژدې خپلوانې ژبې (بر گريزان) يو په زړه پورې شاعرانه انډول دی!

ما يو وخت جمهوريت- جمهوررئيس د انگر ېزي(رېپبليک)عربي او اردو له ټکي پرټکي مانا سره سم (ډلواکي- ډلواک)راژباړلي ول، خو را روسته دېته ځيرشوم چې دغونومونو هغهموخه اومانا نوره له لاسه ورکړې او دېموکراتي- دېموکرات، زورواکي- زورواک(دېکتېترشېپ- دېکتېتر) ورسره يو ځای کېږي، او بيالا داچېمنفي بېلگې يې هم کمې نه دي: هيتلر، موسولوني، فرانکو، پنو چېت… له اړوندو فاشېستي نظامونو سره هم خپلو ولسونوامرلي او ټاکلي ول. په دې ډول(ولسمشر) هم له هغې پخواني مثبت جاج سره نور له پوښتنې سره مخا مخېږي،که(هېو اد مشر) يې وبولو،لږکوټې به ښه وي.

ولسمشر(ملي زعيم). له(ميرويس نيکه) تر (پاچاخانه)بل هر ورته پښتون مشر رانغا ړي، نه د يوه لنډ مهالپېر لپارههر دولتي يا حکو متي سروال و چارواک!

پوهنتون، دانشگاه، دارالعلوم هم يو له بله راژباړل شوي، داکوم ويار(عيب) يا نادوده کار نه دی   بلکې دوييرغاونې يو ډول دی چې په پښتو يې (پورژباړه)بولو او په انگر ېزۍ يې(loan translation).

ښايې: رسنۍ (رسانه، رسانه ها)، لاسرسی (دسترس، دسترسی) درته هم پارسي واېسي او داسې نور!

له دې ناخبره چې( رس-) د پښتو او پارسۍ گډه ريښه ده، هغی د خپل ولسي مخبېلگې له مخې رغولي او موږ دخپلې دې له مخې!

څه چې اړينه ده، هغه يې له گرامري پېښو ځانژغورنه ده، لکه د(تا) په بېځايه پېښو زه راغلم ترڅو ياڅو) تاوگورم، د هېواد خدمت وکړئ،ترڅو(=چې) اباد شي؛ يايې د( از) په پېښو(له کابل څخه کتنه، ستاينه، يادونه، مرسته، ملاتړ، دفاع…)!

گران توره باز خان

ستا وړانديز شوې دا رغاونې وخته راپښتو شوې  او دود يې موندلی دی.

خو دا د وييرغاونې له گڼو(سوسيو لنگو ېستيکي)آرونو او دويونو(اصولو او قواعدو) څخه دي چې د موروپلار له خوا اېښي نومونه، لکهسپېڅلي نصوص(قرآن و حديث) نه شو راپښتو کولای، خو لنډ نومونه (تخلصونه) بايد سوچه پښتو کېږدو، نه د خپلو،يا پلرو، نيکو نو ناسوچه مونواو سيمو له مخې، بلکې لکه د مر کې په سر کې يې چې بېلگې وړا ندې شوې ، موږ له دو مره ولسي او خپللاسي پانگې سره، نه دومره تکراري عربي (وحدت، همت، غيرت، الفت، فطرت، الهام، حيران،معتمد، مخلص، محقق،حقيق، صادق-صادقي، صديق- صديقي، صميم، هميم، حميم،رحيم،  سايل، ساحل، مايل، عادل، شاکر، صابر، ذاکر، خاطر، بارز، راز، معارج، بهيج، مسر ور، ممنون، مجبور، غضنفر، قرار…) ته اړ تيا لرو، نه پارسي (غمزده، فيض زاده،لايق زاده،وهاب زاده،صاحبزاده، پيرزاده، پريشان، دلسوز، دلگير، نو پرور، باز،  نواز، نو زادي، باوري، کريمي، رحيمي، هزارناوی، خير خواه، حق پرست، رهي، راهي، بينا، بېدار، سنگر… ) ته!

ستاسې د ټولو پښتومينو د سم پوهاوي په هيله.

ستاسې د ټولو زيار

اکسفورډ، ۲۰-۱۱-۲۰۱۴

8 COMMENTS

  1. پښتو ژبې ته په نوو او لرغونو وييونو راسپړلو او کارولو کې د زيار صيب هڅې پښتو ته ستر خدمت دی او هيڅ څوک ترې سترګې نه شي پټولی.(البته هيڅ کومه غوړه مالي نه کوم او نه مې خوښېږي!). تل په دې وياړم چې خپل کره او لرغوني وييونه کاروم او ددې وياړ څښتن يوازې زيار صيب بولم، ځکه چې د نورو ژبو سره يې زموږ د سيالۍ لړۍ په يوه ليکه کې روانه ساتلې ده. الله دې زموږ له سره مه کموه. که څه هم تاسې مې له نږدې نه ياست ليدلي خو ستاسو تګلاره او تګلوری تل څارم او پلي کوم يې.

  2. قدرمنو پښتنو او د پښتو مینه والو!
    زه په دې ویاړم چې نن مونږ د استاد پوهاند مجاور احمد زیار په شان یو ژبپوه لرو. که نه نو پاړسیوانانو، ایرانیانو او پنجابیانو خو په مونږ د هېڅ شي صرفه هم ونه کړه. آن دا چې زمونږ د پښتنو د کره سلنې پسې یې هم را اخیستې ده. مونږ پښتانه باید ژبه او ژبپوهنه، ژبپوهانو ته پرېږدو او هر هغه څه چې دوی یې را سموي او رغوي یې هغه د دوی د لارښوونې سره سم وکاروو او د بې ځایه نیوکو، بې ځایه او غیر مسلکي لاسوهنو څخه ځان وساتو. که نه، نو د خدمت پر ځای به مو پښتو ژبې ته خیانت کړی وي. راځئ د پوهاند صاحب زیار د لارښوونې سره سم خپلې مورنۍ ژبې ته کار وکړو او خپله ژبه د دولت، پوهنتون، ښوونځي او انټرنټ ژبه وګرځوو.
    د پښتو ژبې د لا پراختیا او د پښتنو د لا هوښیارتیا په هیله!
    ننګرهاری

  3. زما په اند، پښتانه شکر نور تکړه محققان او فرهنګي خدمګاران هم لري چې د هر یوه زیار په خپل ځای دی. البته، د نورو پوهانو دغه عادت مې ډېر خوښ دی چې ځان نه ستایي. وزیر صاحب محمد ګل خان مومند، استاد حبیبي، هیوادمل صاحب، رفیع صاحب، بینوا صاحب، کامل صاحب، حمزه صاحب، غني خان، تر پسرلي صاحب او دروېش دراني پورې دا ټول د پښتو خادمان دي. دغه راز روهي صاحب، خادم صاحب ، کاروان صاحب او نور دغسې کسان چې د زیار صاحب په شمول ټول د قدر وړ دي.

  4. ځانستاینه ښه نه ده! مګر:
    په پښتنو به خپل خدمت په زبات رسوی، کنه همدا یوه خبره به درته کوي چې تا پښتنو ته څه کړي!؟
    که د پښتو لمر (وزیر بابا) او پینځو ستورو (پوهاند رښتین، پوهاند حبیبي، خادم، بینوا او الفت صېبانو) د پښتو کالبود جوړ کړی، نو پوهاند زیار بیا هغه کس دی چې پښتو ته یې اروا ور پو کړې، د ملا شمزۍ یې ورنېغه کړې، له ګاونډیانو یې په کراتو مراتو هغه ډګر په یواځې ځان خپل کړی چې هلته ورته بشپړ دولتي ملاتړ او پارسي او اردو فرهنګستانونه جوړ شوي.
    لنډ مثال به د ملایانو درکړم:
    په دیني کتابونو کې: د قرآن ژباړه، تفسیر او نور. په کابلي تفسیر هر عام و خاص پوهېږي، لیکوال یې هڅه کړې چې د عامه اذهانو پوهاوي لپاره اسانه ترجمه و تفسیر وکښي. لنډ یې ولیکي او په یو یا دوه ټوکو کې یې راګېر کړي.
    د عزیز التفاسیر لیکوال ارواښاد مولوي سلطان عزیز عزیز د خپل وس مطابق په څه لاندې باندې ۱۳ بنډو ټوکو کې ښه علمي، نحوي، تاریخي، سیاسي، دیني، اقتصادي او نورو اړخونو رڼا اچولو سره لږ څه د خاصو طبقو لپاره خپل تفسیر وکښو.
    له ده به لږ مخکې ولاړ شو. د تفسیر کبیر مفسر علامه فخر الدین رازي بیا یو ځانګړی تفسیر کښلی چې بې له فلسفي پوهانو بل څوک پری په سمه او اسانه نشي پوهېدای. علامه فخر الدین رازي د خپل عصر له غوښتنو او ددې نیمګړتیا په کتو داسې یو فلسفي او تفسیر ولیکه چې شاهکار ګڼل کېدای شي.
    نو د هر پوه او عالم د لیکلو ټارګېټ هم ځانته ځانته وي. د کابلي تفسیر عامه خلک، د عزیز التفاسیر ځانته، او د فخر رازي بیا صرف د علماوو او فلاسفه وو لپاره خپل تفسیر کښلی.
    هو بهو په پښتو ادبپوهنه او ژبپوهنه کې: د زیار صېب دې یو نیم ساده دا ګیله نه کوي چې ولې یې په عامیانه ژبه کتاب و لیکنه نه ده کړې چې هر لاروی دې پری پوه شي.
    وه کور مو له غنمو ډک شه. هغه بیچاره خپل ټول عمر په نامتو اکاډمیو او پوهنتونونو کې ددې لپاره تېر نه کړ چې د عام ناپوه افغان لپاره څه ولیکي. زیار صېب خو دا هڅه کوي چې په خپل ژوند او پس له مرګه (خدای دې هغه ساعت ژر نه راولي) داسې یوه زېرمه پښتنو ته پرېږدي چې دده په نه شتون کې ټول لیکوال او څانګوال ولټوي، مګر آخر هم دده هغه سختې پښتو لیکلو اثارو ته مخه کړي او د خپلې درد مرهم په کې بیامومي. نو هغه وخت به یې له سترګو د خوښۍ اوښکې بهیږي، مګر په خواشینۍ چې هغه د غره په څېر درنه او نایابه سرچینه (زیار) به نور په دې نړۍ نه وي!
    دا یو نیم کینه کښ ته وایم:
    وویاړئ، د زیار په زیار وویاړئ، هسې نه چې سبا نه وي دا زیارونه!
    🙂
    عثمان

  5. سلامونه زیار صیب. زیار صیب ستاسې پښتو پښویه او ټولې لیکني چې په تاند کې خپریږي زه یې لولم. او ډېره ګټه مې ترې پورته کړې ده. زه په خپل وار ستاسو له ټولو کړونو او زیارونو څخه قدردانې کوم او د الله ج له دربار څخه د اوږده او روغتیا په جامو کښې پټ ژوند غواړم. ترڅو تاسې نور هم پښتو ژبې چوپړ وکړلای شي.

  6. وحید
    السلام علیکم !
    زه ډیر پوخ تحصیل کړی سړی نه یم خو یوڅه سواد لرم اخبارونه او مجلی او دا دی دتاند پاڼه تل لولم شعرونه او رومانونه چی نشروی هغه ډیر ګورم په دی کی د ګل اغا احمدی وردک هغه ناول چی د امان الله خان د سقوط په اړه یی لیکلی او د میرویس نیکه ډیر خوښ شول. د پسرلی او غضنفر لیکنی لولم ډیر ورڅخه زده کوم. تاسی چی کوم درانه استادان یاد کړی لکه مرحوم حبیبی، الفت صاحب، پسرلی صاحب،بینوا، خادم، شفیق، رشاد صیب او نور ټول د قدر وړ دی، خو دخدای دپاره دا دصدیق اله رښتین نوم مه یاودی ده په پنځوس روپی د پښتو د کورسونو شهادتنامی خرڅولی د پښتو کورسونو نوم یی بد کړی و پاړسیوانانو پیغور ورنه جوړ کړی و. اوس یی اولادونه ټول خاینان او لمسی یی چی وزارت صحت عامه کی وه او یو پاکستانی یی میړه کړی و بیا ددالرو باران ته ورنه راو تښتیده دا شرم به چیری وړو زه د یه مشرقیوال په توګه دصدیق اله له پښتو سره خیانت او په پښتو کورس له تجارت اوله دی بدنامه اولادونو بیزار یم. د صدیق اله د خیانتو په حقله داود مومند هم یادونه کړی معصوم هوتک هم پیژندلی و او خادم او پرهیز خو یی لا په ژوندونی بڼکی ور کاګلی وی. یعنی مقصد می دا و چی د خدمتګار او خاین فرق دی وشی نور ټول مشران دی احترام وړ دی

  7. دیو پښتون غوندی باید زیار سیب ته ووایم چی زما لپاره ستاسو تولید سوی ټکی او ترکیبونه ډیر سخت دی جی پری پوه سم. باور وکړی چی ستاسو لیکنه می په ډیر تکلیف سره سر ته ورسوله.
    زما هیله دا ده چی دپښتنو لغات اول باید وکتل سی او دهغوی اصل پیدا سی او بیا له هغو نه ترکیبی لغات تولید سی. داسی مالومیږی چی دکندهار او جلال آباد پښتو تر نظر لاندی نیول سوی دی او دنورو پښتنو مروج او ژوندی حرفونه، فعلونه، اسمونه ندی کتل سوی. څلویښت کاله مخته ته می دجنوب په بیابانو کی سفر درلود چی د یو کوچی خبری ته متوجه سوم. هغه تور چای تیاروو او خپل ملګری ته یی ږغ کړ چی پخی راوړه. زما لپآره دپخی اصطلاح ډیره جالبه وه ځکه مونږ دا لفظ نه وایو. مونږ د چای لفظ هم وچو پاڼو ته وایو او هم په چوش اوبو کی اجول سوی محلول ته.
    زه دخپل مصرفیتو سره اویستا وایم ترڅو دهغه پښتو خبرو مانا پیدا کړم چی نه له پارسی سره او نه له عربی سره او یا ترکی سره تړاو لری. کله ناکله اروپایی او سانکریت یا اردو ته ځم. نو هیله ده دپښتو ژبی ماهران داسی ونکړی چی له خپلی ګیډی لغات جوړ کړی او په نورو یی وتپی.
    ژبه دخلکو په خوله روان لهحاتو ته ویل کیږی. هغه چی مړه او مړی سوی وی کیدای سی راژوندی سی خو باید دخلکو لخوا ومنل سی او هغه استعمال سی.
    يه ډاګه باید ووایم زه ځینی لیکنی دنوی خود ساخته ټکیو په هیځ نه وایم.
    هدف مو انتقاد ندی هدف مو ستاسو خبرداری ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب