شنبه, اپریل 27, 2024
Home+زمانه/ اجمل پسرلی

زمانه/ اجمل پسرلی

هوا لا نه ده بدله شوې، سړي موزې په پښو دي. تر ټيټې ونې لاندې داسې کړوپ ناست دی لکه د ونې د سر کږه څانګه.

دی نه خوځي خو پورته د ونې په سر کې څو نښتي پاڼې نري شمال ته رپي. د ده څپولي څپولي اوږده ویښته پر تندي راځوړند دي، د شمال لکه چې زور پرې نه رسي چې د پیکی نښتې ویښته یې وزنګوي. ده سر راجګ کړ، زه ترې روان شوم.

وړاندې د  سانت هیندري د کلیسا پر دیوال حکاکي شوې مجسمې ته تم شوم. سر یې ځوړند دی، روزګار توربخونده کړې ده.

په پراګ کې مجسمې ډيرې دي. دې مجسمې ته یې څه نه دې لیکلي:

« اخ که غږیدی، ستاسو په وخت کې د خلکو څه حال و؟»

«دا کوڅې همداسې وې؟»

« خلکو څه کول؟»

داسې احساس مې وکړ چې شاته مې څوک ولاړ دی. هاغه سړی چې مخکې ناست و، تاویده راتاویده، د تور اوږده بالاپوش جیبونه یې پلټل. ورته ومې ویل:

-څه دې ورک کړي

لکه په شونډو کې چې یې خندل خو خندل یې نه، سرې سترګې یې سره وروستې، لاس یې سوال ته رااوږد کړ، ورته ومې ویل:

-وږی یې ډوډۍ به درته واخلم

سر یې وخوځاوه، پوښتنه مې ترې وکړه:

-نو په پیسو څه کوې؟

د شنه خیرن کاوباوی د جیبونو استرونه یې بهر کړل. ورته ومې ویل:

-نشه کوې

دی د کلیسا شاته تاو شو. پر رژیدلو پاڼو د درنو موزو ټپ ټپ شو، مجسمې ته مې مخ واړاوه:

« عجبه زمانه وه…څه هنر و؟».

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب