چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+د پیکینګ - نیویارک الوتنه به یو ساعت ته رالنډه شي

د پیکینګ – نیویارک الوتنه به یو ساعت ته رالنډه شي

تاند – د چین هوا – فضا کمپنۍ، «سپېس ترانسپورتېشن» وايي چې د وزر لرونکو الوتکو او راکټ له ترکیبه تر ږغ څو برابره چټکه الوتکه جوړه کړي چې له هغې څخه به په فضايي سفرونو کې هم کار واخیستل شي.

چین غواړي له امریکا سره په هوايي صنعت کې سیالي وکړي. په دې لړ کې د سپرلیو دا الوتکه جوړوي چې سرعت به یې د ږغ تر سرعت څو برابره زیات وي. که چین په دې کار بریالی شو نو د پیکینګ او نیویارک سفر به، یو ساعت ته رالنډ شي.

اوس د نیویارک او پیکینګ ترمنځ د سفر په ترڅ کې الوتکه باید په یوه یا څو نورو هوايي ډګرونو کې تم شي.

د دې الوتکې وزر به تر ډېره د مارغانو وزرو ته ورته وي. همدا اوس په نړۍ کې د ږغ تر سرعت د څو برابره چټکو الوتکو د جوړولو لپاره پر څو پروژو کار روان دی.

د امریکا ویرجین کمپنۍ د یوې داسې تر ږغ چټکې الوتکې پر جوړولو کار کوي چې نولس سپرلۍ وړلی شي. د دې الوتکې سرعت به د ږغ د سرعت درې برابره وي.

د امریکا یوه بله کمپنۍ، چې بوم نومېږي، د اوفرچر (OVERTURE) په نوم د تر ږغ د چټکې الوتکې پر جوړولو کار کوي.

د متحدو ایالتونو سپایک (Spike) کمپنۍ هم تر ږغ د چټکې الوتکې پر جوړولو بوحته ده. د دغه شرکت له لوري جوړېدونکې تر ږغ چټکه الوتکه ایس ۵۱۲ نومېږي.

دا الوتکه د لندن او نیویارک واټن ۴ ساعتونو ته راکمولی شي. دا الوتکه به د ۱۸ سپرلیو لپاره وي او سرعت یې د ږغ څه باندې یو نیم برابر ته رسېږي.

سپېس ترانسپورټېشن کمپنۍ د تېر کال په اګست کې وویل چې د خپلې سوپرسونیک یا تر ږغ چټکې الوتکې، چې سرعت به یې په ساعت کې ۲ زره ۶۰۰ کیلومتره وي، د جوړولو لپاره ۴۶ ملیونه او ۳ لکه ډالر ټول کړي دي.

دې کمپنۍ په وروستیو ورځو کې وویل چې د راکټ الوتنې یې ازمویلي او تر دې دمه بریالۍ وې.

دا کمپنۍ په پام کې لري په ۲۰۲۴ کال تر لومړنۍ الوتنې مخکې په ۲۰۲۳ کې ازمېښتي الوتنې وکړي خو له سپرلیو سره به لومړنۍ تجربه په ۲۰۲۵ کې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب