دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهزابل کې د حیدر له مړینې وروسته سراج الدين حقاني د سر...

زابل کې د حیدر له مړینې وروسته سراج الدين حقاني د سر لوڅو څاه ګانو د پټولو حکم وکړ

تاند: ( دوشنبه ، د کب دویمه)‏ د طالبانو د کورنيو چارو وزير مولوي سراج الدين حقاني ‏ ‏په هیواد کې د څاګانو د سرونو د پوښلو حکم کړی.

نوموړي په دې حکم کې ټول واليان او ولسوالان مؤظف کړي، چې په زابل ولایت کې د حیدر په نوم ماشوم د غمجنې پيښې په تعقیب په هر ولایت کې ځانګړی هئيت وټاکي څو‏د هېواد ټولې لوڅ سر څاه ګانې او برمی معلومې کړي.

ويل شوي، چې د دغو څاه ګانو او برمو مالکینو ته دې سپارښتنه وشي چې د څاه ګانو او برمو سرونه بند کړي.

‏همدا راز د جوماتونو له ملا امامانو څخه غوښتنه شوې، چې په منبرونو د دې موضوع اهمیت خلکو ته تشریح کړي.

د تېرې جمعې په ورځ په زابل کې له ټولو هڅو سره د حیدر په نوم یو څاه ته لویدلی ماشوم را وويستل شو، خو مړ شوی و.

په دې پېښې ډېرو افغانانو خواشيني څرګنده او د نورو ممکنه داسې پېښو د مخنيوي غوښتنه ېې وکړه.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب