شنبه, جولای 27, 2024
Homeادبکره کتنهاجمل ښکلی - یو نوی نقاد/ نعمت الله صديقي

اجمل ښکلی – یو نوی نقاد/ نعمت الله صديقي

په « ادبي زوایې » کې د تنقید اجمالي خاکه
د پښتو ژبې او ادب د نوي تنقید د فکر و فن د علمي صداقت او د تخلیقي صلاحیت متوازنه ادبي او تیوریکه ذهني هماهنګي که د درک وړ وي، نو په ټوله مانا دا صحتمنده رویه د استاد اجمل ښکلي له « څو انتخابه » ورسته د ده په نوي اثر « ادبي زاویې » کې لیدلی او لوستلی شو.

استاد ښکلی په یو وخت د تنقید ترڅنګ په تخلیقي حواله هم د پام وړ څوک دی، خوره ــ وره شاعري، کیسه لیکنه، خاکه او خاطرې یې هغه څه دي چې د ښکلي د تخلیقي صلاحیت خبره ورسره غوټه ده، که څه هم د تنقید او تخلیق د مشترکو منصبونو او رشتو بحث تر دې دمه د لازم او ملزوم په حیث داسې کوم ټولمنلی او کوټلی جواز نلري، خو ځینې نقادان یې د یوــ بل لپاره د بصیرت جوګه ضرور ګڼي او دا خبره تقریباٌ وس تجربو ښودلې چې په دې برخه کې صدق کوي او ښه مثال یې هم همدا استاد ښکلی یادولی شو، چې تنقیدي شعور ته یې تخلیقي عمل قوت بخښلی او تخلیقي عمل ته یې د تنقیدي شعور په واسطه حسن او ښکلا ورکړې ده او دا هغه څه دي، چې موږ یې د یو بالغ نظره نقاد، لیکوال او تخلیقکار په فکر او فن کې دا منطقي رویه محسوسولی شو او دا د نوي ادب او تنقید په هغه ځانګړنو او مشخصاتو کې موجود وي، چې د لیکوال او تخلیقکار شخصیت یعنې « فن او مطالعه » یې د انفرادیت لمخې هم جلا وي او د افادیت له مخې هم.

په « ادبي زوایې » کې ګورو، چې لیکوال د یو باشعوره لیکونکي په حیث کله د ادبي مسایلو په ارتباط په ټولیز ډول په عام اهمیت او ضرورت خبرې کوي او کله بیا د لیکوالو او تخلیقکارو په پنځونو او په هغې کې د بیلا بیلو نظریاتو او تمایلاتو فني او تیوریک جاج اخلي او یا د مستقلو مضامینو په حیث ادبي او تنقیدي موضوعات زموږ مخې ته ګدي، له فکري پلوه خو به ورسره کله ــ کله د اختلاف کنجایش ممکن وي، مګر په خپله د استاد ښکلي علمي مطالعه او منطقي استدلال یې دلته هغه څه په کې ګڼلی شو، چې په « ادبي زوایې » کې یې د نویو خبرو امکان ته لاره پرانیستې ده.

د تنقید د اصل تعریف په بنیاد د خالص انتقاد یا نقد په تناظر کې که موږ د استاد ښکلي خالصه تنقیدي او د تیوری اړوند چلند ګورو، نو نه یوازې په دې اړه هغه د تنقید اصل رسالت ته متوجې ده، بلکې په پښتو ژبه کې د دا ډول سنجیده او متوازن نقد غېر مصلحت پسنده رویه هم ښایي استاد ښکلی راوجوي، په دې مانا چې زموږ تنقید یا خو ټول په ټوله د شخص، تخلیقکار او د پنځونې په ارتباط داسې څه وي چې یا خو به ټول درست وي یا به ټول منفي او نیمګړي وي یعنې تنقیدي قضاوتونه مو اکثر یو طرفه وي، خو د استاد ښکلي تنقیدي قضاوتونه د تعقل له زوایې څخه ګڼلی شو، بلکې ویل به دا بهتر وي، چې ووایو د استاد ښکلي په لیکنو کې منفي جذبات نفي دي او د تنقید او تیوری اصیلو حققتونو ته یې ژمنتیا د ستایلو وړ ده په دې برخه کې یې د بختاني صاحب پر کتاب « د شعرتلې » په اړه لیکنه یا نقد په خاص ډول یادولی شو او دلته یې له یوې بلې لیکنې « بې اخلاصه شاعري » څخه د نقد لنډه برخه د بېلګې لپاره را اخلو: « احساس چې په شاعرۍ کې نه وي،هم شاعري، شاعري نه ده، د یو شعر ژبه به خوندوره وي یا به پکې پیاوړی ادبي استدلال وي یا به پکې ښه اخلاقي پیغام او فکر وي، خو پوټۍ خوند به رانه کړي، ځکه چې د احساساتو له پلوه به حنثی وي، عاطفه به پکې نه وي. شاعر به شعري ارزښتونه له فکره قرباتي کړي وي. رحمان بابا وایي:

کر د ګلو کړه چې سیمه دې ګلزار شي
ازغي مه کره په پښو کې به دې لاړ شي
ته چې بل په غشو ولې، هسې پوه شه
چې همدا غشي به ستا په لور ګوزار شي

د لومړي بیت ژبه خوندوره ده. په دواړو کې ښه قوي استدلال وینو او په دواړو کې یو اخلاقي پیغام هم شته، خو بیا هم خوند نه راکوي او د نثر خبره راته ښکاري، چې رحمان بابا صرف نظم کړې ده. دا ځکه چې احساسات پکې نشته.

رحمان بابا له موضوع سره عاطفي نه، علمي چلند کړی دی. هره کلمه او هره نثري موضوع شاعرانه کېدای شي، خو چې شاعر ورسره عاطفي چلند وکړي.

بل لور ته د شاعر او لوستونکي احساساتي چلند هم بېل وي. یوه خبره به شاعر ته عاطفي یا احساساتي ارزښت ولري، خو لوستونکی به ترې پوټی خوند وانخلي. د لوستونکي په عاطفي دایره کې به دا پیښه یا څېز شامل نه وي.

په شاعرۍ کې د نږه احساساتو او وچ عقلیت ترمنځ منځنۍ لار هم شته او هغه دا چې شاعر، استدلال په نرۍ عاطفي پرده کې تاوکړي. درویش وايي:

دا د ګلاب په یارانه کې ویل نه دي پکار
چې زه نو څه له تر اغزي پورې راورسېدم
چې به کله مخامخ شوم له رقیبه سره
مابه ویله تر اغزي پورې راورسېدم

په دواړو بیتونو کې پیاوړی شاعرانه استدلال ښکاري، خو ورسره عاطفه هم خپره ده دواړه بیتونه راته ښيې، چې شاعر خپل احساسات قابو کړي دي او شاعرانه استدلال یې هم خپلسرۍ ته نه دی پریښی. د درویش ټوله شاعري د فکري او عاطفي توازن ښه بېلګه ده او دا متوازن عواطف او فکر یې د سبک لویه کونجي ده.» ( بې اخلاصه شاعري ) ۸ــ ۹ مخ
په پورته اقتباس کې لولو چې د رحمان بابا په پرتله د درویش دراني شعرونه د احساساتو او عاطفې له پلوه غوره بلل شوي دي، زموږ دودیز تنقید شاید له کلاسیک سره د ډیر عقدت لامله دا خبره ځکه هم ونکړي چې د رحمان بابا په شان او شخصیت او شاعرانه عظمت کې به ورته کمۍ او بې احترامي ښکاره شي خو ولې استاد ښکلی په دې حقیقت پوهیږي، چې شخصیتونه له نقدونو سره لوړیږي، ټیټېږي نه !! او یا هم سره د دا ډول تیوریکو توجیو د رحمان بابا په شاعرانه عظمت کې به ولې کمۍ او بې احترامي کیږي، دا خو په پوهنو کې د انسان او د علومو د تحلیل او د دلیل ترمنځ رشته ده، چې یا هغسې او یا دغسې او د اختلاف او د تاید ګنجایش یې اصول او ښایست ګڼلی شي.

په پښتو تنقید کې مو د یو طرفه تنقید خبره وکړه او استاد ښکلی مو په دې برخه کې د استثنا وړ وباله، یعنې که له یوې خوا د رحمان بابا پر هغه شعرونو کې چې په پورته اقتباس کې مو ولوستل د عاطفې پر نه شتون خبره کوي نو بل پلوه د « عاطفي تړاو » په لیکنه کې د رحمان بابا پر هغه شعر خبرې کوي چې له عاطفي پلوه یې بهتر بللی دی.« په شعر کې راغلي ټول شیان د شاعر د عاطفي تړاو په دایره کې نه راځي، څو پکې د شاعر عاطفي تړاو ښيي. پر دغو شیانو په شعر کې تاکید وي، یا په بل آهنګ وړاندې شوي وي. رحمان بابا وایي:

شهیدان ستا د غمزودي، لاله نه دي
چې په سره کفن له ځمکې رابېرون دي

په دې بیت کې له ( شهیدان، ستا، غمزې، لاله او سور کفن ) سره د رحمان بابا عاطفي تړاو ګورو، چې په ډير شد ومد او سرور یې ویلي. داسې د هر شاعر شعرونه درواخلئ، دغسې به پکې له ځینو شیانو سره د شاعر علمي تړاو او ځینو سره شدید عاطفي تړاو ووینئ.» ( عاطفي تړاو ) ۱۲۰ــ ۱۲۱ مخ

د دا ډول متوازنې تنقیدي رویې ترڅنګ ځینې نورې رویې هم په « ادبې زوایې » کې ترسترګو کیږي، چې د استاد ښکلي د تنقیدي رویو د تطبیق له ضمن څخه یې تحلیل کولی شو. مثلاً، د تنقید په مورد کې د تاریخي شعور خبره کیږي، یعنې یو نقاد د پنځونې د نقد پر مهال د بیلا بیلو علمي، ادبي رجحاناتو او نظریاتو وراخوا د سیاست او ټولنیزو مسایلو د ادرک ترڅنګ باید د کلاسیک او معصر ادب پر فني او تخنیکي اهمیت او ضرورت هم خبر وي. او د دې خبریدو ترڅنګ یې د نورو ژبو لږ و ډیره مطالعه هم د پام وړ بللی شي، چې د تنقیدي شعور لپاره د اهمیت او افادیت وړ ده، د استاد ښکلي د (نوې تجربې ) له لیکنې یې همداسې یوــ دوه پراګرافه را اخلو چې هم پکې د ادب په حواله د معصر او کلاسیک د ربط او شعور خبره مطرح ده او هم په کې له یو ډول مناسب توازن سره هم د خپل ادب او هم د نورو د ادبیاتو د نظریاتو او د فني او تخنیکي مطالعې، مشاهده او پرتله د لوستلو وړ ده.« په اردو کې د نویو تجربو کونکي اتلان دي، خو زموږ پښتانه د خپل تاریخ اړوند افراط یا تفریط کوي. مطلب، ځینې پښتانه په تاریخ او خپلو اتلانو دومره ویاړي، چې حال او ګانده (راتلونکي ) ترې هېر وي. نور ولسونه ورته بېخي انسانان نه ښکاري. یوه ملګري مې دواړه پښې په یوه موزه کې ورکړي، چې فردوسي او مولینا او حافظ چې ټول سره یو ځای کړې، یو خوشال ته نه رسېږي. ده ته اوس دا څوک ووایي، چې د هر چا خپل ځای او خپل خوند وي، ځینې پښتانه بیا هسې کبر کوي. که خپل تاریخ ته معقول نظر وکړو مونږ هم داسې مرغلرې لرو، چې له نورو سره سیالي کولی شو. دا ډله بیا د خپل تاریخ په اړه د کمترۍ په احساس اخته دي، ځکه همېشه یې اقبال لوستی، خپل ورته د هغه په مقابل کې هیڅ ښکاري.

په پښتو ادب کې هم نوې او ښې تجربې شوې، چې خوشال او رحمان بابا او حمید بابا یې رڼې بېلګې دي، خو تر قیامته پورې خو پر ې سړی بسنه نه شي کولی. په شلمه پېړه کې په پښتو نثر کې نوې موضوعي او تخنیکي تجربې زیاتره پر بهرني اغېز ولاړې دي خو په شعر کې له اشرف مفتون پرته د نویو تجربو سرخیل غني دی. » ( نوې تجربې ) ۱۶۶ــ ۱۶۷ مخ

که د « ادبي زوایې » په تنقیدي اړخ کې یوازې همدا اړخ چې له قضاوتونو سره یې د مضبوطو دلایلو کومې خبرې کړي وارزول شي، نو په اسانه دې نتیجې ته رسېدلی شو چې د دې تنقید په خوا کې د استاد ښکلي ادبي تیوري هم موجوده ده، د استاد تیوري مې ځکه ورته وویله، چې موږ په « ادبي زوایې » کې په کثرت سره وینو چې استاد د خپلو تجربو او مطالعاتو په رڼا کې خبرې تحلیل کړي او د ادبي او تنقیدي رویاتو په علمي چوکاټ کې یې خپلو خبرو او برداشتونو ته ځای ورکړی دی. د استاد دا حواله زما د خبرو اثبات کوي: « کوم شاعران چې موږ ته فلسفیان ښکاري، هغوی د فیلسوفانو خبرې را اخیستي او شعر کړې یې دي. علامه اقبال وګورئ، همېشه د کانټ خبرې کوي، د هېګل فکر پرې ردوي او له ابن عربي او مولینا نه خو ځه، په تصوف کې اغېزمن دی، په دومره خبرو کې یې یواځې د ( خودئ ) خبره خپله ده، چې هغه هم د انسان د خپلواکۍ او فضلیت په اړه تر ده مخکې فیلسوفانواو صوفیانو خبرې صرف شاعرانه کړې.
فلسفي فکر ثابت وي او شاعرانه خبره اوړي راوړي. په فلسفه کې دلایل د یو بل ثابتونکي او پیاوړونکي وي. که په یوه فلسفه کې یو دلیل لږ هم له نورو بیل وي، د ټولې فلسفې ودانۍ ورسره راغورځي، خو په شاعرۍ کې چې ثبات راشي، شعریت یې لاړ شي، ځکه چې شاعر له خپلو حواسو نړۍ ته ګوري او خپل احساسات انځوروي، نو احساسات خو ثابت شیان نه دي که نه.» ( مفکر او شاعر) ۱۶۳ــ ۱۶۴ مخ

د اردو ژبې فاضل نقاد جمیل جالبي وايي: چې « هر دور یا نسل باید خپل نقاد ولري، چې د خپل وخت تنقید پیدا کړی شي او د هغه دور د فکر او معیار په پیمانو د خپلو تخلیقاتو جاج واخلي.» د جمیل جالبي دا حواله که څه هم هغه د ادب او کلچر په ارتباط او اهمیت غزولې، خو زه یې دلته د تنقید په عمومي اړخ کې ځکه د ذکر وړ بولم، چې د نوي او زوړ او د معیاري او نا معیاري ادب او تنقید رښتنی او دقیق میزان په همدغه پیمانه ( چې ژوندی تنقیدی هم ورته ویلی شو ) هم رامنځته کیدلی شي. د استاد ښکلي « ادبي زوایې » تقریباً د تنقید په برخه کې همدا ټول کتاب او مضامین یې د حوالې وړ دي.

موږ چې د سختیاتي تنقید له اصطلاح سره عملاً ډیر بلد نه یو، نو د لږ و ډیر هغه د عملي تنقید په پس منظر کې اکثر د متن او معنا پر دقیق سټرکچر ( ساخت ) پر ځای نور څه زموږ مخې ته راځي او د تنقید رویه مو اکثر د حکمي تنقید له رویې سره مخ کېږي، خو په « ادبي زوایې » کې دا رویه برعکس وینو، د مثال لپاره یې د « مات کودی » او « پخوانی ادب څنګه لولو » لیکنې یادولی شو، که څه هم په « ادبي ازوایې » کې دا ډول نقد ډیر په مناسب انداز په مسلسل ډول وینو ولې د بېلګې لپاره یې دلته یوازې د « هېره ژبه » له لیکنې څخه حواله را اخلو او اکتفا کوو. « شهنواز باقر وايي:

ښه پرون خو ته زما په یاد کې نه وې
ښه پرون ولې په شنه اسمان باران و

د ( ښه پرون ) غبرګو کلمو د دواړو مسرو ترمنځ صریح تړاو پیدا کړی، چې لوستونکې ته ذهنیت ورکوي، چې د دې مسرو ترمنځ خو ارتباط شته، خو چې څه مانیز ارتباط به وي، نو که فکر ورته وکړي، پوهېږي، چې ( یاد ) د ورېځو لپاره مستعارمنه دی، خو مستعارله نه دی یاد شوی. شین اسمان د خپلې خوشحالۍ استعاره ده. استعاره ورته ځکه وایو، چې ( یاد نه وې ) په ورته وخت کې لفظي قرینه هم ده او باران د اوښکو استعاره ده، نو کلي مفهوم یې دا راوځي، چې ښه پرون خو مې یاد هم نه وې، بیا هم ژړا راتله، خو د دې مفهوم تر شا بل مفهوم دا دی، چې زما په یاد نه وي،خو بیا مې هم په یاد وې، پوهېدم نه، خو یادولې مې او درپسې ژړل مې،
دا یواځې باقر نه دی، چې ( اوښکو ) ته یې باران ویلی، تر ده مخکې مولینا او ورپسې په پښتو کې حمزه بابا او نورو ډېرو شاعرانو هم کارولی او په ولسي شاعرۍ کې هم شته دی، ځکه یې نو که چا پخوا دا مانا لوستې وي، د دې کلمې په مانا په اسانه پوهېږي.

که د باقر دا بیت داسې کړو:
ښه پرون خو وریځې ګرچاپیره نه وې
ښه پرون ولې په شنه اسمان باران و

نو که د ( ښه پرون ) غبرګې کلمې بیا هم څه نه څه د قرینې کار کوي، خو بیا هم شعر سمبولیک شو او همغه مانا لري، خو صرف بڼه یې بدله شوي، نو که پر سم لوستونکي وانه وړي، ښايي هسې عادي خبره یې وګڼي، چې شاعر بس باران ته اشاره کړې، چې پرون خو وریځې نه وې، بیا هم باران و.»

په هر صورت د استاد ښکلي په « ادبي زوایې » د دې اجمالي خاکې مانا دا بلکل نه ده، چې ګواکې د استاد ښکلي د عملي تنقید یوازې همدا ځانګړنې او ښیګړې دي او یا بیخي کمزورۍ یا نیمګړتیاوې نلري، ما که څه هم دلته له بیلګو ډير کار واخیست او دا مناسبه هم نه وه، خو کله ـ کله چاره نه وي، استاد ښکلی چې څومره ما لوستی، یقیني ویلی شم، چې د پښتو د نوي ادب او تنقید په دې وړوکي قطار کې هغه د شمیر وړ ادیب، نقاد او تخلیقکار دی، چې له هر پلوه پرې حساب هم کېدلی شي او ویاړ هم، زه یې سنجیده فکري او ادبي تنقید ته په دې خورا ضرورتمند او حساس وخت کې د خپلې ژبې او ادب د غوړېدا او ویړېدا په هدف لبیک وایم او اواز ته یې قوت او توان غواړم.

د استاد ښکلي لیکنې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب