د کیسه لیکوال ښاغلي عبدالوکیل سوله مل د لنډو کیسو په یوه ټولګه (سورۍ ماڼۍ) کې د یوې کیسې نوم ستنې شوې شېبې دی. دا کیسه د فانتزي کیسو یوه بېلګه ده، چې په دریو دلیلونو یې عالي بللی شو: د کیسې موضوع ډېره نوې او دقيقه ده، په دې مانا چې تر اوسه مې په دې اړه یا دې ته ورته موضوع لنډه کیسه نه ده لوستې. دوهم عالي لیدلوری دی، البته دا د لیکوال په ټولو یا ډیرو کیسو کې د پام وړ دی. ښاغلی سوله مل زموږ د ډیرو کیسو برعکس په خپلو کیسو کې د تیر پر ځای اوس ته پام کوي او همهاله سحنې انځوروي: “هک پک شم، له ويرې مې خوله وازه پاتې شي، ورېږدم، له ځانه سره ووایم….”
دریم د کیسې ژور پيغامونه او ژورې ماناګانې دي.
په “ستنې شوې شېبې” کې د یوه تاریخي تحول رامنځته کېدو ته په ډېر عميق ډول اشاره کیږي، یعني لیکوال یوه داسې وېره احساسوي چې د نورو نه دی ورپام خو د ده حالت، فکر او حرکات یې وار له مخه بیانوي. په ښار کې خلک بېغمه ګرځي، په لوی سړک هلکان د سترګو څر کوي، نجونې خپل اوربلونه غورځوي او دی د کوټې له کړکۍ ورته ځیر دی: “د خپلې ناستې له څوکۍ پاڅېږم، د کوټې کړکۍ پرانېزم، بهر وګورم، وینم چې د لمر تودې وړانګې لکه طلایي څادر په ټول ماحول پلنې دي، نری باد هم وزرې پرانېځي، په ټولو شیانو لاس راکاږي، د باد له نرمو څپو نه د ونو او بوټو له ښورېدا یوه نرمه خوبولې موسيقي اورېدله کیږي. کړکۍ نوره هم پراخوم. په لوی سړک کې ډله ډله زلمي او پېغلې روانې دي، هلکان د سترګو څر کوي، نجونې خپل اوربلونه غورځوي، بې پروا روان دي.”
له دې وروسته راوي بیرته له کړکۍ راګرځي، خپله له کړکۍ د ده راګرځېدل د دې ښکارندويي کوي، لکه دی چې له وړاندې ناوړه تحول خبر وي او د زلميو او نجونو په بې پروا ګرځېدلو خپه وي. دا هر څه لکه د خوب او ويښې تر منځ حالت کې انځوریږي. وروسته کاږي: “له کړکۍ د کوټې منځته بېرته راګرځم، د کتابونو المارۍ ته مخامخ درېږم غواړم کتاب ولولم، د کتاب په غوراوي فکر کوم. نه پوهېږم ولې مې له تاريخ پرته پیړو او څو ټوکیزه کتابونو لوستلو ته زړه تنګیږي. خو عجیبه ده نن مې د مارسل پروست (د ورک شوي زمان په لټه) ناول ته پام ور اوړي.”
په کیسه کې د دې ناول نوم راوړل د کیسې له اصلي موضوع سره اړخ لګوي، چې لیکوال په ډیر دقت را اخیستی دی. د دې خبرې د ثبوت لپاره به په دې ناول یو څو لنډې خبرې راوړم: د ورک شوي زمان په لټه کې، ناول د فرانسوي لیکوال مارسل پروست اثر دی، په اوو جلدونو کې لیکل شوی چې تقریبا یو میلیون او زره کلیمې کیږي. دا ناول د راوي د ماشومتوب له خوږو خاطرو سره پیل کیږي.
دا اثر د مارسل د ژوند او په هغه کې د سالمو او فاسدو انسانانو د اوسیدلو هنداره ده او هغه د دې ناول د پېښو په ترڅ کې د انساني ناپوهۍ او بدمرغۍ اوږده لړۍ په خپلو سترګو ویني او د خپل خراب روحي حالت پر مهال وخت یا زمان له لاسه وتلی ګني او احساس کوي چې هغه ښکلا او مانا چې ده تر اوسه تر لاسه کړې وه، محوه شوې او له منځه تللې ده. که لنډ وویل شي، په دې ناول کې راوي هېڅ شی نه ایجادوي، مګر هر څه بدلوي.
د سوله مل صاحب په دې کیسه کې هم وخت ډېر ژر بدلیږي، دی چې تر څو کتاب مطالعه کوي، خوب يې وړي که په چرت کې ځي چې ناببره یو بد حالت رامنځته کیږي: “نه پوهېږم خوب راباندې غلبه وکړي او که په چرت کې لاړ شم. لکه لوی بم چې وچوي ناببره ګړز شي، سترګې پرانېزم، له خوب او که له چرت نه را بهر شم، چارچاپېره وګورم، خونه تیارې نیولې وي….”
د وخت او حالت له ژر بدلېدو سره سم زمان په ټپه درېږي، جالبه یې لا دا چې لومړی په دېوال راځوړند ساعت ولاړ وي خو وروسته ګوري چې ګړۍ شاته تللې ده: “په ديوال راځوړند ساعت ته سترګې ونیسم، خوله مې وازه پاتې شي، سترګې مې ټېغې راووځي، ستنه ولاړه ده، ټکهار یې نه خیژي، ور نږدې شم، سر ور وړاندې کړم، نور هم ورته ځیر شم، سودا مې لا زیاته شي، ځکه د ساعت ستنه نه یوازې دا چې ځای پر ځای ولاړه ده، ګړۍ هم شاته تلللې ده.”
د کیسې دا برخه ډېره ژوره مانا په خپله لمنه کې رانغاړي، ځینې وخت تاریخ او انقلاب داسې ژر بدل شي چې سړی یې ګومان لا نشي کولی، خو وروسته هر څه ساکته او درېدلې بڼه خپله کړي او بشر په لوی لاس خپل ځان د خپلې بې پروایۍ له امله د پرمختګ پر ځای یو عالم شاته کړنګونو ته ګوزار کړي. د نړۍ په ډېرو هیوادونو او په خاصه توګه په افغانستان کې چې ځینې انقلابونه رامنځته شوي، ولس او ټولنه د نېکمرغۍ پر ځای د بدمرغۍ کندې ته ور ټېل وهلي دي او شاتګ ته یې مجبوره کړي. لکه په دې کیسه کې چې ګړۍ د مخې پر ځای شاته ځي، خلک په ولاړه ویده دي او هغوی چې روان دي سرونه یې شاته اوښتي او د مخې پر ځای پر شا روان دي چې کاڼه دي او خبره هم نه اوري. له کوڼوالی مطلب همدا دی چې انسان له بدمرغيو ګاللو وروسته هم نه هوښياري او عقل یې سر ته نه راځي، هر څه په خپلو سترګو ویني خو بیا هم په ولاړه ویده وي او لکه پسونه یې سرونه کښته نیولی وي.
په دې کیسه کې د مارسل پروسټ د ناول خلاف وخت دوهم ځل مانا نه پیدا کوي خو بیا هم په تغیر او تحول کې یو څه مشابهت ورسره لري. په دې کیسه کې زمان او خلک دواړه هماغسې پر شا روان دي. له دې څخه دا مانا اخیستل کېدلی شي چې انسانان په یوه داسې پایه او بې انتها ناولي رنځ اخته دي چې سره له ستونزو، تحولاتو او تکليفونو ګاللو بیا هم په خپل درد او مشکل نه پوهیږي، یا ځان نه پوهوي. دوی له تاريخ څخه زده نه کوي، ځکه خو يې ګړۍ کله ولاړه او کله شاته روانه وي او د دوی سرونه د مخ پر ځای تل شاته کاږي وي چې بار یې تر منزله نه رسیږي.
د پاسنۍ خبرې سره تړلې که یوازې دا د “له تاریخ نه د زده کړې” خبره د تاریخ له تعریف سره وګورو زموږ خبره ممکن ډېره پر ځای نه وي خو له تاريخه انسان یو ډېر مهم څه زده کولی شي او هغه بدلون دی. نوح هراري یو ځای لیکي: تاریخ له تیر وخته زده کړې ته نه وایي بلکې تاریخ د بدلون زده کړه ده، تاریخ راښيي چې کوم عمل بیا د پخوا په شان کیداي شي، کوم شی بدلیدای شي، او څنګه بدلیداي شي.
د ډیرو انقلابونو رامنځته کېدل له انسان نه د ژوند مانا او ښکلا غلا کوي، ځکه خو ځينې وخت له هوښیارو او باشعوره انسانانو هم لاره ورکوي. د دې کیسې په پای کې راوي له ډیرو چیغو وروسته د هغو کسانو په قطار ورګډېږي چې په ژوندوني مړه دي. تر “په ژوندوني مړو” پورې د یوه بهرني لیکوال خبره چې فکر کوم ډېره دقیقه ده ياد ته راځي، دی وايي هغه کسان مړه دي چې نه پوهیږي ولې ژوندي دي.
په دې کیسه کې خلک له همداسې ستونزې سره مخ ښکاري.
په لنډه کیسه کې کره کتونکي په دې ټینګار کوي چې د کیسې په پای کې باید کرکټر او هر څه تغیر وکړي خو دلته تر ډيره داسې واضح کوم څه نه دي پېښ شوي، مګر دا کیسه (ستنې شوې شېبې) له بلها عالي او ژورو ماناوو سره بې له اضافي خبرو په ښکلو تصویرونو پای ته رسیږي.
م:
سورۍ ماڼۍ، عبدالوکیل سوله مل شینواری
انسان خردمند، یوال نوح هراري