د خاطرو له لړه
د ۱۳۷۳ کال ژمی و، د پېښور پیتاوي او سرو املوکو بېل خوند کاوه، پستې او خوږې هوا د استاد رښتین خوږې خبرې را په زړه کړې، له استاد محمد اصف صمیم سره مې چې ده هم ځان د استاد رښتین د مریدانو په لړ کې پېییه. د هغه د لیدو خبره غوټه کړه.
په دې ډنګ مو ګوډی تر څنګ کړ او د لوی څلي چې سر ته یې له سره خولې لوېږي، دیدن ته وخوځېدو . دا نو د جمعې ورځ وه، استاد دا وخت د مردان په بغداده کې اړولي وو، لاره کې نورالبشر نوید هم را یاد شو، هغه هم پر کاله و.
نورالبشر نويد د مردان په طورو کې دېره و. نه پوهېږم چې دغه کلمه دوی له کومه کړې، خو په ( ط) یې ليکي. استاد صمیم ته مې وویل:
ـ تیار راغلي یو، بشر به هم وګورو. لیکوال مجله یې چاپ کړې، هغه به ترې واخلو.
ـ د هغه له بشر سره پخه انډیوالي وه، ویل یې:
ـ غوړي لا غوړ
ـ هو، کورت خو یو نعمت دی، غوړي چې پرې واچوې، نعمت الله شي.
د مردان ښار ته ورسېدو، بشر نوید د مردان په ښار کې له یوه عکاس سره ملګرتوب و، د هغه چاپخونه یې د ناستي ځای و ، هلته لاړو. د بشر پوښتنه مو وکړه. عکاس ورپسې ټليفون وکړ:
ـ بشر صاحب ستا دوه ميلما نه راغلي دي.
دستي یې ما ته غوږی راکړ، له ستړي مشي خواره مشي وروسته مې له استاد صميمه هم خبر کړ. هغه راته وويل چې تاسې هملته اوسئ، زه درځم.
تر لنډ انتظار وروسته بشر راورسېده، د استاد رښتین د لیدو مو ور ته وویل، هغه لکه ډک کړی ټوپک، ویل یې:
ـ دا خو به ښه کار وشي، ما هم دا ډېر وخت نه دی لیدلی، ور به شو، خو ړومبی دلته د مردان چپلي کباب خورو.
د مردان چپلي کباب هم ځانته څه وايي، له خونده ورسره ګوتې خوړل کېږي. له خوراک څښاک وروسته د استاد لیدو ته لاړوو، دا وخت بشر نويد د ليکوال مجلې يوه ګڼه تازه چاپ کړې وه، په هغې کې يې د ډاکتر نجيب الله په اړه، د غازي امان الله خان د خور شفيقه سراج له خولې لیکلي وو چې ډاکتر نجیب د امان الله خان په څېر و. ما دا مجله اړوله را اړوله. د شفیقه سراج د خولې دا خبره مې په ذهن کې څېړله چې ډاکتر نجیب یې څنګه امان الله خان ته ورته بللی؟ ورته والی یې په څه کې دی؟ په مجله کې مې ددغه ورته والي لاملونه او دلایل پیدا نه کړه. زه ددغه ورته والي د وجه شبه په پیدا کولو کې بوخت وم چې د استاد کور ته ورسېدو.
استاد د کوټې مخې ته پر یوه چوتره ناست و، پیتاوی یې کاوه، موږ پرې ناخبره ور پېښ شوو، هغه تر ستړي مشي خواره مه شي او روغ و رنځور تر پوښتنې وروسته بشر ته مخ واړاوه:
ـ لیکوال را رسېدلې خو، سخت خپه شوم .
بشر نويد هک پک او وراخطا شو، د خپګان پوښتنه یې وکړه چې دده په باب خو به خدای مه کړه، کومه ګوستاخي نه وي شوي؟
د استاد د خپګان په باب موږ ټول اریان دریان شوو. فضا د سکوت شور ونیوه، استاد رپېدلې ګوتې په سپینه ږیره ووهلې، بشر ته یې وکتل،په نرمه او پسته ژبه یې د سکوت دروازه ماته کړه :
نوید صاحب!
د (صاحب) خطاب د بشر له پښو ځمکه وتښتوله، شونډې یې تکې شنې شوې، ګز پتري پرې ودرېدل، استاد را نېغ شو او ورو ورو یې ځان خبرې ته جوړ کړ:
ـ د امان الله خان شخصيت ډېر لوړ دى. له نجيب سره په ورته والي او پرتلې يې ډير خپه شوم ، مونږ سره دې زیاتی کړی دی!!!
دا وخت د بشر سکوت لاس تر زنې کېناست، استاد صمیم ما ته مخ را واړاوه، په سترګو کې یې پوه کړم چې دا درنې ستنې د ارزښتونو په ننګه ولاړې وې، خپل ارزښتونه یې تر مصلحتونو لوړ بلل، رښتیا هم چې رښتین دی.
حیرانتیا مو ټول بدن غوږ غوږ ګرځولی و، استاد په رپېدلې ژبه یو یو ټکی له خولې را ایسته:
ـ روکیه! امان الله خان د هېواد د خپلواکۍ علمبردار او ډاکتر نجيب د روسانو لاس پوڅى و. دا خبره که د هغې خور کړې وي، نو هم ښه کار یې نه دی کړی او بیا تا ته دا په کار نه وو چې خپره کړی دې وای!!
بشر نويد ایله همدومره وويل:
ـ دا خبره شفيقې سراج کړې.
استاد سترګۍ لرې کړې، د ښي لاس برسېرنه ګوته یې ورپوله:
ـ هغې به کړې وي، خو تا بايد نه واى خپره کړې. هره خبره د خپرېدو نه ده.