دايزا برلين په قول شلمه پيړۍ د لويديځې نړۍ د تاريخ ډيره له وحشته ډكه پيړۍ ده ۔ ۔ ليون تروتسکي ويل: ((هغه څوک چې دارام ژوند په لټه کې ول بايد په شلمه پيړی کې نه وای زيږيدلي ۔)) پست مدرنيزم دمدرنيت دبحران دور اوپه هنر اوادبياتو كې په ځان باندې پوهيدنه اوخبرتيا پيدا كولو زمانه ده ۔ ددې بحران را دبره كېدل ديو ې پای پيل بلل شوی هم دی ۔ دا دوره خپل خاص ادبيات لري چې عمده فلسفي ځانگړني لري :
له ۱۹۲۰ کلونو وروسته په لاتينه امريكه اوځينو افريقايي هيوادونو اوان اروپا كې نوی رومان وزيږيد دغه رومان دداسې سبك پر بنياد را هست شو چې په هغه کې مافوق طبيعي حوادث په غير عادي توگه پيښيږي ۔دمثال په توگه يوه ښځه په کې په ونه بدليږي اوېا يو سړی اسمان ته خيژي ۔سره له دې چې دا ډول پيښې دباور وړ نه دي يعني په عقلي اوحسی اساساتو ولاړې نه دي خو په نړيوالو ادبياتو کې نوی والی نه لري ۔ له هغه جملي په لرغونو اثارو لکه ((سپيڅلي کتاب )) اواساطيرو كې دلرغوني مصر اوبابل اويونان په افسانو ي اثارو کې اواسطورو کې دا عادي خبره ده ۔ په ((سپيڅلي کتاب)) عهد عتيق کې (( يوشع )) لمر له حرکته غورځوي ۔ اوپه بايبل کې مسيح داوبو پر مخ ځي ٬ نوی زيږيدلی عيسی خبري کوي اوکله چې دولادت نه مخکې مريم انديښمنه کيږي چې ددې دليل څه دی ؟نو يوقانع كوونكې اسماني غږ اوالهی حكم اوري ۔ دلرغوني مصر په اساطيرو کې ايزيس دازيريس دوجود ټوټی شوي برخي دنړی له څلورو کونجونو راټولوي اوهغه پيوند وي ۔ په سامري اساطيرو كې بابلي گيلگامش داسكندر ذوالقرنين په څير دابدې ژوند په لټه کې دی ۔ دهومر په ايلياد کې يوازې داشيل پښه زيان ويني ۔ اوهماغه دتروا په جنگ کې دهغه دمرگ سبب کيږي ۔ دهومر په اوديسه کې اديسه ( چی رومي نوم يې اوليس ) دی دبی شميره پيښو اوحوادثو سر ه مخامخ کيږي ۔ په شاهنامه کې سياوش له اور څخه تيريږي ۔سيمرغ زال لويوي اواسفنديار ديو داسې كس په توگه را دبره كيږي چې يوازې سترگې يې زيان ويني ۔
په عرفان اوتصوف كې هم داسې ډير پيښ شويدي چې يو پير يا مرشد داور له منځه تير شوي دی اويا دسيند داوبو له پاسه يې حركت كړی اويايي يوه بله داسې معجزه ښودلي ده ۔ لكه ابراهيم خليل الله داور له منځه تير شويدی ۔ موسی په يوه تخته باندې چي لا ماشوم وو دنيل په رود كې پاتې شوې دی اويا غوث الاعظم دستگير داوو كالو ډوبې بيړۍ له اوبو راويستلې دي ۔۔۔۔په پښتنې فولکلوري افسانو کې په خاصه توگه په ملې هينداره کې هم داسې ډېر څه ليدلی شو چې فوقالعاده والی لري ۔
دماركزی( دگارسيا ماركز )داستانونو يو جامع بيان اونتيجه داده چې عادي جادوگرانه پيښې دهيڅ ډول توضيح اوتوجيه نه پرته ان تردې چې اړټيا ورته وي سره گډوي ۔يعني ددې سبك ډيره غوره ځانگړنه داده چې په دې ترڅ كې جادويي پدېدې په هغوكې را څر گنديږي۔ له اساطيرو ٬افسانو ٬ حماسو اورومانونو اوحكاياتو اوكيسو څخه كاملا توپير اوامتياز لري ۔ دجادويي رياليزم ځينې خواوې اوځانگړني په معاصر يا پست مدرنيستې او سور رياليستي اثارو كې هم ځليدلي دي۔ دمثال په توگه دكافكا په گريگوار سامسا يا دمسخ په اثر كې وينو چې گريگوار سامسا په حشره بدليږي سره له دی چې دهغه واقعي اوانساني چاپيريال په خپل حال باقي پاتې دی ۔ يعنې دمسخ اثر يا واقعه په داسې حالت اوچاپيريال كې چې له اساطيرو اوكيسو ليری دی رامنځ ته كيږي اوكومه ماوراء طبيعي پيښه نه رامنځ ته كيږي ۔
دسامسا پلار اومور هر سهار غواړي چې هغه په خپل وخت خپل كار ته ولاړ شي چې ناوخته پرې نه شي ۔ پخپله هم دكار په اړوند داسې انديښمن دی چې په يوه شوبله (حشره) بدليدل كومه دحيرانۍ خبره نه ده ۔ دكافكا په نورو اثارو كې داسې نمونې اومثالونه شته لكه دقانون په دروازه كې ( دمحاكمه ) دقهرمانانو له اسراره ډكو روابطو ابهامات اوڅو اړخيز والي موجود دی ۔ همد راز دځينو شاعرانو لکه مالارمه په شعرونو كې دا عناصر شته دی ۔ دا توضيح ددې لهپاره ده چې په ادبي بهير کې يا په يوه ادبې اثر کې يوه غير عادي پيښه خپل منطقي تسلسل له لاسه نه ورکوي اودمنلو وړ طريقه باندې وړاندې کيږي ۔
جادويي رياليزم په داستاني ادبياتو كې هغه سبك اولاره ده چې په لاتينه امريكا او((دريمې نړۍ ))هيوادونو كې له ۱۹۲۰ كال ورورسته رامنځ ته شوه ۔ په دغه سبك كې ليكوال دخپل هيواد دتاريخي رواياتو او افسانو په بستر دپيښو تفسير وړاندي كوي ۔
دوروسته پاتي اسيايي اوافريقايي هيوادونو ليكوال له دې لارې اودخپلو دې ډول اثارو له لارې دخپلو اولسونو دخبرتيا اوپه خپل قومي اوبومې فرهنگ باندې پوهيدنه منعكسه كړه ۔ په ادبياتو كې دجادويي رياليزم پيدايښت څو علتونه په دې ډول گڼل شوي دي ۔:
– په دغو هيوادونو كې دديكتاتوري رژيمونو موجوديت اودسياسی زندئ كولو٬ استعماري حكومتونو شتون ٬دازاديو مخ نيوی اوپه زور اوجبر دپاڅونونو چقول اوفشار ونه ددې سبب کېدل چې ددې سبك راوتلو ته لاره اواره شي ۔ ډيره ښه نمونه اومثا ل يې دگابريل گارسيا ماركز اثر سل كاله يوازيتوب گڼلی شي ۔
بل سبب په اسيايي اوافريقايي ټولنو كي دلويديځوالو فرهنگي اوانتروپولوجيك مطالعات دي ۔ چي دسرخپوستو اوتورپوستو قومي اوملي تراني اسطوري اوروايات يې راټول كړل اوپه نتيجه كې ددغو افسانو په خپرولو سره دځان اودخپل تاټوبي اوفرهنگ په اړوند داولسونو پوهه پورته ولاړه ۔
دريم علت : ښايي دا وي چې داستعماري لاسبري په وجه دغو ولسونو ددې امكان نه درلود چې په ازادنه توگه خپله خبره وكړي اوڅه ووايي ۔ نو دخپلو قومي اوملي افسانو په مرسته يې وكولی شول دا ډول سبك رامنځ ته كړي ۔ په دې ډول اثارو كې دوړاندې كولو يوه عمده تگ لاره اومتود دسيال يا خوځنده ذهن جريان هم دی ۔
پاتې دې نه وي چې درومان ليکنې دغه فورم اوبڼه دمعاصرې سايکالوجۍ دفرويد ٬ ادلر اوپه ځانگړې توگه په دغه پوهنه کې دکارل گوستاويونگ دقومي لاشعور يا ټولنيز شعور کشف هم زيات اغيز درلودلی دی ۔
دسيال ذهن : stream of unconscious ځانگړنه ددې ډول سبك اومكتب دليكوال دخوځنده ذهن بهير دی ۔ دادروايت يوه narrative شيوه اوتگ لاره ده ۔ په دې ډول ليكنو اوداستان ليكنو كې دليكوال دذهن عمق اوژوروالی دی چې دحسې ادراكاتو اواگاه اونيمه اگاه خاطراتو ديو ټول په توگه بيانيږي ۔ دروايت دا شيوه دتداعي معاني دبهير په بنسټ ولاړه ده ۔
دسيال ذهن دجريان اصطلاح لومړ وار ويليام جيمز وكاروله ۔ دهغه دكشف له مخې ټول هغه خاطرات ٬ افكار اواحساسات چې دلومړنۍ خبرتيا له دايرې څخه بهر واقع وي په زنځيري توگه انسان ته نه را ښكاره كيږي بلكې دسيال جريان په توگه ټوټه ټوټه را ښكاره كيږي ۔
دسيال ذهن دجريان اصطلاح يوه سايكالوجيكه ځانگړنه لري ٬دسيكالوجي له مخې كارول شويده ۔ خو په وورسته وختونو كې بيا په ادبي مسايلو كې دادبې گړني په توگه وكارول شوه ۔
همدا ټكی دا ډول رومان له نورو رومانونو جلا كوي ۔ په دي مانا چې ددغه ډول رومانونو اصلي موضوع له نه پرې كيدونكي اونامنظم اوناپايه جريان يا ديو يا څو كركترونو ذهن څخه عبارت ده ۔ په بل عبارت دكركتر ذهن يو ډول پردو (پرده ) يا سطوحو ته ورته دی چې دداستان مواد دهغه پر بنسټ وړاندې كيږي ۔
اوس گورو چې په دې بحث كې له(( ذهن ))څخه هدف څه دی ؟ هدف دټولو بهيرونو اوجريانونو عمومي اوذهني حوزه ده ۔ چې په ځانگړې توگه دوينا اوخبرو كولو څخه تر مخه پردې يا سطحې په كې شامليږي ۔ په دقيقه توگه ((ذهن دټولوذهني بهيرونو عمومي حوزه ده چې دخبرتيا څخه تر مخه حالت نه نيولې تر خبرې كولو يا عقلي سطحې پورې په كې داخليږي ۔ خو دسيال ذهن دجريان ناول له داسې سطوحو يا پردو سره سرو كار لري چي له ارتباطي اووينايي حالت له سطوحو څخه تر مخه دی۔ هنري جيمز داسې ناولونه كښلي دي چې دكركترونو روانې بهيرونه را څرگندوي اوټول رومان دشخصيت دهوښ له حوزې ويل كيږي ۔ خو دهغه رومانونه دسيال ذهن دجريان رومانونه نه شو بللی داځكه چې دوينا څخه تر مخه حوزې پورې اړه نه لري دمارسل پروست د((له لاسه تللی زمان په لټه كې ))دسيال ذهن دجريان يو مثال دی ۔ خو واقعيت دادی چی دارومان هم دذهن ديادونو سره سرو كار لري ۔ پروست په قصدي توگه ماضي درابطې دټينگولو په دليل ارزيابي كوي ۔ له دې امله هم نه شو كولی دغه ستر اثر دسيال ذهن دجريان رومان وبولو په دې ډول رومانونو كې عمده اصل دادی چې دوينا څخه دتر مخه دذهن سطحې اويا پردې كشفوي نه دشخصيتونو دروني خبرتيا ۔ دجيمز موخه ددې مفهوم اوددې گړني له كارولو څخه دا وه چې په پرله پسې فكري جريان اوشعور اوپه هوښيار ذهن كې دشعور نه كارواخلي۔ ((اوليسيس)) اود((فنيقيانو پاڅون)) دجيمز جويس دويليام فاكنر ((قهر او شور ماشور)) ٬ هم په دې سبك اوروش ليكل شوي اثار دي ۔
نن ورځ په نړۍ کې دا يوه منل شوې اوپه زړه پورې سبک دی ۔ دسلمان رشدي زياتره اثار لکه هارون دکيسو سيند ٬ شيطاني ايات اونور هم په دې ډول هست شوي دي ۔ بورخس ٬ مارکز ٬ اودکيميا گر داثر ليکوال کويلو هم دهستونې دا لاره غوره بللې ده ۔ خو په پښتو کې له بده مرغه ددې ځای تش دی ۔
1. Dictionary of literary terms: Martin Gary.p.274-75.1992 Longman .UK.
۲حقيقت وزيبايي (درس های فلسفه ی هنر ) بابک احمدي ۔ چاپ اول ۱۳۷۴ نشر مرکز تهران ۔
۳۔فرهنگ اصطلاحات ادبي ٬تاءليف يما داد ۔ص ۱۸۱ تهران : ۱۳۸۲
۴۔مجله ادبيات داستاني ۔ شماره ۶۱ مهر ۸۱ ۔
۵۔ صالح حسيني۔ بررسي تطبيقي خشم وهياهو و۔۔۔۔۔۔۔