بيا به د بېنوايان د ناول مثال راوړم.
بېنوايان د فرانسوي ليکوال ويکتور هوګو مشهور ناول دی. کتاب اوه_ اته سوه مخه لري. ما دوه ځله لوستی، دواړه ځله مې خوند ترې اخيستی، ورته خندلي مې دي، ژړولی يې يم او د اتلسمې پيړۍ فرانسه يې سترګوته راته درولې ده. خو کله مې چې له همدې ناول څخه جوړ شوی فلم وکوت، نه يې وژړولم، نه يې خندا راوسته او نه مې هم هغه خوند پکې وموند چې د کتاب له لوستلو مې اخيستی و.
د ناول او لنډې کيسې د لوستلو پر مهال هر څوک له خپل ديد او تصور سره سم تصوير جوړوي. خو فلم داسې نه دی. د فلم تصوير د فلم جوړوونکو له تصور سره سم جوړيږي. په بله مانا، د فلم تصوير د يوه يا څومحدودو کسانو د ذهن محصول دی. دوی له خپله ديده ناول او يا هم لنډه کيسه تصويري کوي او د فلم په بڼه يې په نورو ويني. خو لوستل داسي نه دي. لوستونکی له هرې جملې څخه خپل تصوير اخلي، د کرکټرونو څېره له خپل ديده جوړوي. دوی هغه تصويرونه په خپل ذهن کې ژوندي کوي، چې ليکوال اشاره ورته کړې وي.
د بېنوايان د کتاب مرکزي کرکټر ” ژان والژان” نوميږي. ژان والژان يو بېوزله انسان دی. بدرنګه څېره لري. په ځوانۍ کې يې له نانوايي څخه يوه ډوډۍ غلا کړې ده. پوليس يې نيسې او څلور کاله قيد پرې خيژي، خود بند له مودې تر پوره کېدو مخکې تښتي. دوهم ځل نيول کيږي. قاضي د اتو کلونو بند ورته اوروي. په شپږم کال بيا له زندان څخه د تېښې هڅه کوي. داځل محکمه شل کاله قيد ورته ليکي.
شل کاله بند، يوه وچه ډوډۍ.
له شل کلن بند وروسته يوه ښار ګوټي ته ځي. ټولنه يې نه مني. غل ورته وايي، هرڅوک کرکه ورنه کوي. نه په مساپرخانه کې ځای ورته پيدا کيږي او نه هم څوک ډوډۍ ورکوي.
له ښاره وځي. شپه پرې راځې. باران په شدت اوري. يخنې يې اخلي. د شپې د تېرولو لپاره د يوې غونډۍ په ډډه کې يوه غار ته ننوځي، خو شېبه وروسته د يوه سپي غرېدا اوري. د سپي غټه ککرۍ يې سترګو ته دريږي. سپی يې له هغه ځايه پسې اخلي. بله چاره نه لري. يوې کليسا ته پناه وروړي. پادري(کشيش) مهربانه انسان وي، عزت يې کوي، ډوډی ورته ږدې او د خوب پر مهال تر ټولو نوې روجايي ورباندې اچوي. خو ژان والژان له کليسا څخه هم غلا کوي. تښتي، د پوليسو شک پرې راځي، نيسې يې او د غلا په تور يې بېرته کليسا ته راولي. خو پادري په حيرانۍ سره پوليسو ته وايي چې سړي غلا نه ده کړې، بلکې ده په خپله څلور نقره يي شمعدانونه مرسته ورسره کړې، چې ويې پلورې او له بېوزلۍ څخه خلاص شي.
ژان والژان ځنګله ته ځې. ژاړي او توبه وباسي. دی په يوه داسې انسان بدليږي چې د ژوند تر پايه له نورو سره مرسته کوي.
د ناول د لوستلو پر مهال مې له ژان والژان څخه د يوه جسور، بېباکه، زړور، ارام او مهربان انسان تصوير واخيست. دی مې د کتاب د تصوير په مرسته، په خپل ذهن کې انځور کړ، خو کله چې مې فلم وکوت، ژان والژان هغه څوک نه وچې تر دې دمه مې په ذهن کې ناست و. څېره او ظاهري جوړښت يې زما د فکر خلاف وخوت. دی له ونې ټيټ او کمزوری ښکارېده. نه يې هغه څېره درلوده او نه هم جسارت او بېباکي چې ما يې له کتاب څخه تصوير اخيستی و.
زه د فلم تر پايه له هغه سره ملګری نه شوم. نه مې ورسره وژړل او نه هم مهربانه راته واېسېد.
بېنوايان هغه مهال ليکل شوی چې نه تلويزيون و او نه هم سينما. خو اوس يې هم خلک لولي. بيا بيا يې لولي او خوند ترې اخلي. دا ځکه چې د کتاب هره جمله په خپل ذهن کې سره اړوي، له خپله ديده ورته ګوري او خپل تصوير ترې اخلي. د ښو کيسو او ناولونو جادو همدا دی چې تر اوسه لا په ميليونونو لوستونکي لري، هر کال په نړۍ کې په مليونونو ټوکه ناولونه او د لنډو کيسو ټولګې چاپيږي، ښه بازار لري او خلک يې په مينه لولي.
په ناول او يا هم لنډه کيسه کې د نورو اړخونو تر څنګ، تصوير ضروري دی. په جملوکې بايد دومره زور وي چې د لوستونکي په ذهن کې حرکت پيدا کړي. هر څه ژوندي شي او د سترګو مخې ته يې ودروي.
که ليکنه خام او بېرنګه تصويرونه ولري، څه چې مو ليکلي ، په لوستونکو يې نه شو لېدلی. کله چې مو ورباندې ونه لېدل، نه يې لولي. زړه يې نيسي، ليکلې کيسه يوې خوانته ږدې او دوهم ځل نه ورته ګوري.
نو که غواړی چې کيسه مو لوستونکي ولري، د کيسه ليکنې د نورو اړخونو تر څنګ، تصوير ته هم ډېر پام وکړﺉ، خو کيسې او ناولونه څنګه تصويري کولای شو؟
زموږ د ډېرو کيسو تصويرونه تشريحي بڼه لري.
مثلا، که په کيسه کې د يوې کوټې تصوير ورکوو، شايد داسې وليکو:
وړه کوټه وه. سپين ديوالونه يې لرل. پر غولي سره غالۍ هواره وه. د کوټې په مينځ کې يو وړوکی مېز ترسترګوکېده. د مېز پر سر له اوبو ډک جګ او يو ګيلاس ايښي ول. په مخامخ دېوال يو لوی ساعت راځوړند و. د ساعت تر څنګ کړکۍ ښکارېده چې خړه پرده پرې ځوړنده وه. کړکۍ ته مخامخ پر يوه کټ يو سړی پروت و…
دې ته مړ تصوير ويلای شو. حرکت نه لري، لوستونکی ژوندی تصوير نه شي ترې اخيستلای. دا بې حرکته تصوير په ذهن کې تر ډېره نه شي پاتې کيدای او لوستونکی د کيسې له لوستلو خوند نه اخلي.
په کوټه کې هر څه دي. ساعت، کړکۍ، پرده، غالۍ، مېز، له اوبو ډک جګ، ګيلاس، کټ، انسان…
که په کيسه کې دا ټول د ضرورت له مخې راوړو او استفاده ترې وکړو، کيسه پخپله تصويري کوي.
د کوټې همدا تصوير له سره ورکوو او هر څه په حرکت راولو.
د ساعت زنګ وشرنګېد، سړي سترګې رڼې کړې، وښورېد، د کټ له سپرنګونو څخه غنجا پورته شوه. سړی کېناست، کړپ شو. د کړکۍ پله له ديوال سره ولګېده، باد په خړه پرده کې سره راټول شو. سړي د مېز له سره جګ ور پورته کړ، ګيلاس له رڼو اوبو ډک شو…
په دې مثال کې مو د کوټې او په کوټه کې د موجوده شيانو په اړه تشريح ور نه کړه، هر څه مو په حرکت راوستل، غږ مو ورکړ او ژوندي مو کړل. دا مو ونه ويل چې د مېز پر سر جګ او ګيلاس ايښی و. نه، سړی مو تږی کړ، جګ او ګيلاس ته په خپله ضرورت پيدا شو، په حرکت راغلل.
حرکت په خپله تصوير پيدا کوي، ژوندی تصوير. دې ته د ژوندي تصوير نوم ورکولای شو.
که غواړﺉ چې کيسه تصويري شي، په هر څه کې حرکت پيدا کړﺉ او هر څه ته د ضرورت په سترګه وګورﺉ. ان که غره ته حرکت نه شئ ورکولای، د غره پر سر ورېځې راټيټې کړئ. له سپينو ورېځو د غره تورې څوکې راوباسئ، وريځو ته حرکت ورکړئ، غر پخپله حرکت پيدا کوی او ژوندی ښکاري.
د تصوير په اړه بله خبره!
زموږ په ډېرو کيسو کې ښايسته نجلۍ تورې، غټې بادامي سترګې لري. پزه يې د قلم په څېر نرۍ وي. وړه خوله لري او سپين مخ.
دا، له ښايست څخه زموږ خپل تصوير نه دی.د چا چې په لومړي ځل دې تشبيه او تصوير ته پام شوی، توره يې کړې. دا تصوير يې د خپل فکر په مرسته پيدا کړې او خپل کمال يې دی، خو ځيني نور ليکوالان همدا تصوير کاپي کوي، ځکه دوی د ښايست په اړه په لومړی ځل همدا تصوير لوستلی ، پرته له دې چې فکر وکړي او خپل ذهن په کار واچوي، تياره ګوله يې پيدا کړې او بيا بيا په خپلو ليکنو کې همدا بادامي سترګې او د قلم په څېر نری پزه ترسيموي.
سمه ده چې تورې بادامي سترګې او نرۍ پزه د ښايست تصوير دی، خو يواځې يو تصوير، نه دا چې د فورمول په سترګه ورته وګورو او د کيسې هره ښايسته نجلۍ همدا يو تصوير ولري.
ښايست تعريف نه لري. چا ته به توري بادامي سترګې خوند ورکوي، چاته هم شنې او بل ته خړی.
د ځينو په سترګو به سپينه څيره ښه لګيږي او نورو ته به غنم رنګی مخ خوند ورکوي.
خو زموږ ځينو ليکوالانو چې په لومړی ځل په کومه کيسه کې بادامي سترګې او سپين مخ ليدلی ، په ذهن کې يې حک شوی او د ښايست سمبول يې ګڼلي، خو که يې په واقعي ژوند کې په کومه نجلۍ مينه راغلې وي، شايد نه تورې بادامي سترګي ولري او نه هم د قلم غوندې نری پزه.
انسانان مختلف دي، ذوقونه توپير لري، هر څوک ښايست ته له خپله ديده ګوري. له همدې امله بايد له ښايست څخه خپل تصوير ولرو او که چيرې په کيسه کې د کومې نجلۍ له ښايست څخه تصوير ورکوو، هغه تصوير بايد ورکړو چې ليکوال يې په خپله له ښايست څخه لري.
په دې توګه به تصوير نوی شي او د کرکټرونو څيرې به مو له خپله ديده انځور کړې وي. کيسه به مو نوی رنګ او نوي تصويرونه ولري، تکرار به نه وي او زموږ د خپل ذهن محصول به ښکاري.
زموږ په ډېرو کيسو کې ظالم کرکټر بدرنګه څېره لري. خيټه يې غټه وي او شونډې يې پلنې. برعکس د کيسې قهرمان مو بيا په ښايست کې بې جوړې ،د مهربانه شخصيت څښتن او د دنيا ټوله ښکلا يې په وجود کې راټوله وي.
خو په واقعي ژوند کې ډېر داسې کسان شته چې په ظاهره ښکلی جوړښت لري، خو باطن يې له کرکې ډک وي.
زموږ زياترو ليکوالانو چې په لومړي ځل په کومه کيسه کې ظالم انسان بدرنګه ليدلی ، ښايست نه شي ورکولی، حال دا چې واقعي ژوند بل څه دی. ډېری بدرنګې څيرې مهربانه زړونه لري او ډېر ښايسته خلک په ظلم او جنايت کې د مثال په توګه ياديږي.
که واقعيتونه درک کړو او په ليکنه کې د خپل ذهن په مټ تصويرونه جوړ کړو، نو ليکلې کيسه به مو د نورو ليکوالانو له کيسو څخه توپير ولري او خپل نوښت به مو وي.
ټول انسانان دوې سترګې لري، درېيمه نه شو ورکولای، خو په يوه سترګه کې يې ګل پيداکولای شو. همدا ګل نوی تصوير دی. که زموږ د يوه کرکټر له پزې څخه ويښته راوتلي وي او يا يې پر تندي د کالدانی داغ وي، نو څه خبره ده! ايا په واقعي ژوند کې دارنګه څېرې نه وينو؟
فکر وکړئ، سخته نه ده. انسانان رنګارنګ دي، بېلابېلې څېرې لرې، هماغه څېرې تصوير کړئ چې تاسو يې په ورځني ژوند کې وينئ.
په پټي کې بايد د دهقان پر تندي د خولو څاڅکي وي، همدا څاڅکي له هغه چا سره ښه نه ښکاري چې په معتدله هوا کې سيوري ته ناست دی.
په ونه کې د مرغۍ ځاله ده. مرغۍ راځي، په خوله کې يې چينجی نيولی . په ځاله کې د مرغۍ بچی چوڼيږي، خوله ورته خلاصوي، مرغۍ دخپل بچي په خوله کې چينجۍ ور اچوي.
دا تصوير دی، خو ژور تصوير نه شو ورته ويلی، په لوستونکي هغه څه نه وينو چې دوی ته نوی وي، شايد ډېرو لوستونکو په واقعي ژوند کې دا صحنه ليدلې وې چې مرغۍ څنګه خپل بچی مړوي، خو دې ته به د ډېرو کسانو نه وي پام شوی چې د مرغی د بچې د خولې شاوخوا ژېړه پرده ښکارې.
وليکئ:
کله چې د مرغۍ بچي خوله پرانيسته، تر خولې يې راګرځېدلې ژېړه پرده ښکاره شوه.
دا ډول باريکيو ته پام، د کيسې د تصويري کېدو لامل ګرځي او په لوستونکو نوي او په زړه پورې تصويرونه ليدلی شو.، داسې تصويرونه چې تر دې دمه يې پام نه وي ور اوښتی.
د ګلاب د ګل پاڼه به ډېرو ليدلې وې، خو کم کسان به دې ته متوجه شوې وي چې په پاڼه کې واړه واړه رګونه تېر دي، همدا واړه رګونه، نوی تصوير دی.
يو بل مثال:
په لويوالي کې مې يوه مردکۍ وموندله، نوې وه، کله چې مې لمر ته پکې وکتل، دنيا مې پکې ولېده. احساس راولوېد لکه په رڼو اوبو کې مې چې سترګه لوڅه کړې وي. وا مې ړوله، شين اسمان مې وليد، غرونه جوړ شول، لاندې شنه دښته ځلېدله…
په وړکتوب کې مې ډېرې مردکۍ په خاورو رغړولې وې، خو دې ټکي ته مې پام نه و شوی، هيڅکله مې لمر ته نه وې نيولې.
دا د نيا د مردکۍ غوندې ده، نوي تصويرونه پکې موندلی شو، خو يو څه پام غواړي.
تر دې دمه مو د کيسه ليکنې په ځينو اړخونو :” د کيسې د موضوع، هدف، نوم، د کيسې پيل، مينځ ، پای، تلوسې، کرکټرونو، ژبې، ډيالوګ او تصوير” په اړه خبرې وکړې. د دې لپاره چې ياد شوي موضوعات مو لا هم په ذهن کې ښه پاخه شي، دا ټول به په يوه کيسه کې په عملي توګه و ښيو.
انتخاب شوې کيسه مې دوه کاله مخکې ليکلې وه. دا کيسه شايد ځينې نيمګړتياوې ولري، خو زموږ هدف دا دی چې د کيسه ليکنې په اړه وپوهيږو اود کيسې ځينې اړخونه د نمونې په توګه راواخلو په ځينو هغو برخو به يې لنډې خبرې وکړو چې تر دې دمه پرې غږېدلي يو. په پای کې به ټوله کيسه په بشپړه توګه ولولو.
لومړی به د کيسې د نوم په اړه وغږيږو.
جنايت
کيسه جنايت نوميږي، هوايي نوم مو نه دی ټاکلی، کله چې ټوله کيسه ولولئ پوه به شئ چې په کيسې پورې تړلی نوم دی. بل دا چې نوم مخکې له مخکې د کيسې محتوا نه راسپړي، يواځې دومره پوهيدای شو چې په کيسه کې به يو جنايت پيښيږي، خو معلومه نه ده چې څنګه جنايت؟ ولي، د څه لپاره او چېرته؟
دا نوم په خپله د تجارتي اعلان غوندې دی. تلوسه لري او لوستونکی دې ته هڅوي چې کيسه ولولي او په موضوع پوه شي.
خو په دې نوم کې يوه ستونزه شته. يو څه عمومي دی. ¨
نور بیا