سوریایی شاعر محمد الماغوط وایي، معشوقه، ازادي او افق هغه درې شیان دي چې زړه مې ورته سولیدلی، اوبه شوی او دا درې سره مې د زندان د پنجرو له شا په خیال کې تصور کړي او حس کړې دي.
محمد الماغوط په ۱۹۵۵ کال کې چې لا شل کلن نه و وروسته تر دې بندي شو چې د سوریې د لوی درستیز مرستیال عدنان المالکي* ووژل شو او سوسیال ناسیونالست ګوند په دې قتل تورن شو.
الماغوط بدې ورځې د دې ګوند غړیتوب ته هڅولی و، نه فکر. دی کیسه کوي چې د سوسیال ناسیونالست ګوند دفتر زموږ کور ته نژدې و، ورغلم. ژمی سوړ و، دا ځای تود و، نو تر ناوخته به هلته ناست وم او د خام ساړه کور په ځای به مې له پاخه تادوه دفتره خوند اخیست. ده په ۲۰۰۶ کال کې په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل چې د دې ګوند مې نه مرامنامه لوستې وه نه بل څه او تر دې مې یو بل ګوند لاخوښیده خو د هغه دفتر زموږ له کوره لرې و. د همدې سوسیال ناسیونالست ګوند د غړیتوب په تور الماغوط د « المزة»* په نوم زندان کې زنداني شو.
یوه فلسفي وینا ده چې په هر مثبت کې منفي اړخ شته او په هر منفي څه کې مثبته خوا موندلی شو. د محمد الماغوط لپاره د زندان مثبته خوا دا شوه چې ده هلته لیکل پیل کړل. الماغوط وایي، په بند کې به مې سګریټ څکول، بیا به مې د سګریټ پر پاڼه لیکل کول او نه پوهیدم چې دا کوم ژانر دی خو دا لیکنې مې له ځان سره ساتلې.
په محبس کې د ده بل بخت دا بیداره شو چې له شاعر او لیکوال علي احمد اسبر ادونیس* سره اشنا شو، هغه په بل بلاک کې بندي و چې کله ناکله به ده ته له هغه سره د لیدو کتو زمینه برابریده.
نهه میاشتې وروسته الماغوط له بنده ازاد شو. دی وایي چې لیکنې یې په نیکر کې پټې کړې او له ځان سره یې له بندیخانې راوایستې چې بیا یې وروسته سر خلاص شو چې دا خو منثور شعرونه دي.
ده ته شعر داسې ښکارې لکه وحشي حیوان چې وزن، قافیه او عروض یې اهلي کوي. دی وایي زما نه خوښیږي چې شعر اهلي کړم، زړه مې غواړي چې شعر ازاد پریږدم.
د دې ازادي په اړه دی دا هم وایي« د شعر پيلامه مې پیچلې وه، طبیعي نه وه نه پوهیدم چې دا څه لیکم دا شعر دی که نثر دی، په کومو اصولو برابر دی. داسې و چې ما یوه غوټه په زړه کې لرله او غوښتل مې چې راویې سپړم». الماغوط دا خبره هم کوي چې دی داسې حس کوي لکه ابتدایي انسان چې له وحشي موجوداتو به یې ونو ته پناه وروړه. د ده په باور هغه ابتدایي انسان چې به کله له وحشیانو ونې ته غاړه ورکړه او یا به ونې ته وخوت تر اوسني عرب شاعر به یې د ډیر ډاډ احساس کاوه او راتلونکې ته به یې زیاتې هیلې زرغونې کیدې.
دغه د لومړنیو انسانانو احساس د «لارویانو» په نوم شعر کې داسې بیانوي:
تشې کړئ کوڅې له ټولو پيغلو
د حجاب ښځې هم واخلئ پسې واخلئ
زه له کوره لوڅ لپړ نن در روان یم
خپل ځنګله ته بیرته ګرځم
ناممکنه.. ناممکنه
چې ځان بل څه وګڼمه
بس یو سیند په یوې صحرا کې
یا بیړۍ په سمندر کې
یا ځنګله کې یوه بیزو
میوه خامه خامه اخلي
په رااخیستې میوو خلک د دې لارو په سرو سرو وهي
شنه وي له خندا، غورځي پرځي په چک چکو
ټوپ کړي له یوې څانګې بلې یوې ته.
تذکره مې جیب کې نه شته
کوم تاریخ نه رایادیږي
نه یم ناست په کافي شاپ کې
زنګیدلی پلې لار کې
زه ماشوم یم
په سختۍ مې غځونې
چې زه کیږدم د شیدو غاښونه کیږدم په چولو د دیوالو کې
زه بوډا یم
ملا مې کړوپه
لاس راکړی دی لارویانو
شهزاده یم
ګوره، ځوړنده مې توره
زما اس هالته په لوړه کې ششڼیږي
زه سوالګر یم
زه یم دلته، لار ده پلې، خپل غاښونه سولوم
په لارویانو پسې دې کوڅې ته ها کوڅې ته سر ورښکاروم
زه اتل یم…چیرته ولس چیرته؟
زه خاین یم…چیرته رسۍ چیرته؟
زه یم بوټ…لاره، لاره زما چیرته؟
الماغوط د نولس سوه پنځه پنځوسم کال په وروستیو کې له زندانه خوشي شو خو بیا هم استخباراتو څاره، همهغه و چې بیروت ته وتښتید.
په بیروت کې په دې وخت کې د شعر* په نوم مشهوره عربي مجله چاپيده. دی د دې مجلې دفتر ته ورغی یوشعر یې ورکړ د مجلې مسوول مدیر پيژندل شوی شاعر یوسف الخال* د ماغوط شعر ته چرت یووړ ظاهرا چې یې د ده خوارې ورځې ته کتل او د ده له ادعا سره سم یې د ده شعر ته کتل باور یې نه کیده. یوسف الخال په یوه مرکه کې وایي داسې شک مې وکړ چې دې سړي ته چا د اروپایي شاعر رامبو* شعر ژباړلی دی او ورکړی یې دی چې موږ یې په مجله کې د ده په نوم خپور کړو او زموږ مجله چې د زاړه شعر لارویانو ورسره دښمني کوله بدنامه کړي، نو محمد الماغوط ته مې وویل چې ته خو دې یو دوه نور شعرونه راوړه. الماغوط ژمنه راسره وکړه چې سبا به یې راوړم او په سبا یې بیا بل نوی شعر راوسپاره.
په بیروت کې د جلاوطني اثر د الماغوط په شعرونو کې ډیر ترسترګو کیږي. دی « په شپه کې» په نوم یو اوږد شعر لري چې په یوه برخه کې یې دغه درد ته اشاره کوي:
اې نیکه، اې بوډا
اې ساتونکې
تازي راکړه چې د غم پل پسې واخلم
دا د لاس څراغ هم را
چې وطن کړمه پيدا
له وطنه بیلتون په یوه بل شعر کې داسې انځوروي لکه یو بیکوره چې د هوټل مخې ته ناست وي او د شپې تیرولو ځای نه لري:
ماشومواله لرې لرې..او زړښت هم هورې هورې..
وطن هم نژدې نه دی..هجرت هم رانه لرې
ګرځندویه
دا دوربین دې کړه رادورې
ښایي ماته دې جهان کې اشاره د چا د لاس یا کوم تابو وي…
عکس مې واخله په ژړا کې
چې ړنګ شوی په مړوند یم د هوټل د وره په خوله کې
او زما د دې تصویر پر شا رالیکه
دغه یو شاعر دی د مشرق
که څه هم الماغوط له یوه عربي ټاټوبي بل ته پناه وروړې وه، خو ده ته د ټول عربي وطن واک د بل په لاس کې ښکارې. دی لیکي :« موږ وطني اقتصاد لرو، وطني تولیدات لرو، وطني ګوندونه لرو، وطني ښوونځي لرو، وطني سندرې لرو، وطني فلمونه لرو، وطني تیل لرو، وطني بوټونه لرو…. وطني تشنابونه لرو، خو وطن نه لرو» همدغه احساس په دې شعر کې په یو ډول بیانوي:
مازي لمر یې راته پریښود چې تاوده شو
د ډوډۍ ټوټه یې ونیوله چې وخورو
د شپې پاتې وخت یې خوشي کړ چې څملو
یوه برخه د سهار یې لوریینه وه چې پاڅو
د سندرو لږ لږ برخې یې راخوشې کړې چې غوږ شو
نرۍ لاره یې کړه خلاصه چې رهي شو
او د ګوتو څو بندونه یې ایسار نه کړل چې لیکو
بیا یې موږ ته له محیطه تر خلیجه وطن پریښود
چې ځانونه ترې قربان کړو
په بیروت کې محمد الماغوط د خپل زندان د وخت ملګری ادونیس پیدا کړ چې هغه هم د شعر مجلې له موسسینو څخه و. له هغه سره یې راشه درشه زیاته شوه چې بیا یې شعرونه د شعر په مجله کې ډير خپریدل او دی د ادونیس په کور کې د هغه له خښنې سنیه صالح سره اشنا شو.
په الماغوط باندې د ادونیس اغیز زیات و، دی لیکي: « ادونیس هغه سړی دی چې پرته له دې چې ستړی شي پرله پسې د ماورا شیانو د اړیکو لټه کوي او زه په خټو کې خاپوړې کوم، دلته یوې کوخۍ( حشرې) ته تم کیږم، هلته یوه ګل ته ځیر کیږم او له یوه څاروي سره ایساریږم».
څو کاله وروسته چې الماغوط له بیروته بیرته دمشق ته ستون شو مشهور شوی و، خلکو ورته د یوه منلي شاعر په سترګه کتل. ده به هره ورځ تقریبا پنځه کیلومتره لاره وهله او هلته به د ابو شفیق په نوم کافي شاپ ته ورته، یوه میز ته به ناست و. په عربانو کې تر نړیوالې دوهمې جګړې وروسته د پیژندل شویو لیکوالو کافي شاپونه معلوم و چې دوی به بانډارونه پکې کول، خو الماغوط ځانته ځای پيدا کړی و، یوازې به و. خلکو د ده درناوی کاوه کله به یې د ده میز نه نیوئ، که به د ابو شفیق کافي شاپ ډک و، د الماغوط د ناستې ځای به تش و، خلک پوهیدل چې الماغوط راځي دلته کښیني.
دا نولس سوه نهه پنځوسم کال و، د ده « د سپوږمۍ رڼا ته غم» په نوم د شعر کتاب چاپ شو. د دې کتاب د نوم په اړه الماغوط وایي چې حتی سپوږمۍ او د سپوږمۍ وړانګو زه له خپل غمه نه ایستلم. یو کال وروسته « د میلیونونو دیوالونو خونه» په نوم د الماغوط د شعر دوهمه مجموعه خپره شوه، خو په دریم کال یې یعني په ۱۹۶۱کې بیا بندي شو، په دې وخت کې د ادونیس خښینه سنیه صالح د ده پایوازي ته ورتله او چې کله الماغوط درې میاشتې وروسته له زندانه خوشي شو، له هغې سره یې واده وکړ.
د الماغوط د شعر دریمه ټولګه« خوشالي مې دنده نه ده» په نوم په ۱۹۷۰ کې چاپ شوه. په همدې کلونو کې الماغوط په دمشق کې د پولیسو د مجلې مسوول مدیر شو. دی د کراري سړی نه و په اویا کلني کې یې یوه تلویزیون ته په مرکه کې وویل چې له کله یې لیک لوست زده کړی له لیکلو یې لاس نه دی اخیستی. دی په اتیایمو میلادي کلونو کې متحد عربي امارات ته ولاړ، هلته یې د خلیج* په ورځپاڼه کې کار پيل کړ. د ژوند دا لسیزه د ده لپاره سخته وه، په ۱۹۸۴ کې یې خور مړه شوه، په بل کال یې پلار وفات شو، مور یې په همدې لسیزه کې مړه شوه او په نولس سوه پنځه ایتایم کال یې میرمن سنیه صالح چې د اوږدې مودې په مخه په سرطان اخته وه مړه شوه. د میرمنې تر مرګ وروسته یې تقریبا پنځه لس کاله مقالې لیکلې، نمایشنامې یې لیکلې د فلمونو سناریوګانې یې لیکلې، خو شعر ته یې شا کړې وه.
په نویمه لسیزه کې د الماغوط غم دا و چې لور یې له داسې چا سره واده وکړ چې په امریکا کې اوسیده او ده بیا په ټول عمر کې خپل زوم او خپله لور ونه لیدل، هغوی بیا په ۲۰۰۶ کال کې دمشق ته د ده جنازې ته ورغلل. د الماغوط بلې لور له داسې چا سره واده وکړ چې په بریتانیا کې اوسیده، هغه هم له ده لرې وه. د ده همدا دوې لوڼې وې چې د میرمنې تر مرګ وروسته د ده تر سیورې لاندې پیغلې شوې او زړه یې پرې تکیه و، دی د لوڼو تر سفرونو مخکې هغوی داسې یادوي:« شام او سلافه مې په دې توپانونو کې دوې وزرې دي».
امریکایی کمیډین روبین ویلیمز* لیکي، وږی نس، تشه بټوه او مات زړه د ژوند تر ټولو ښه درسونه درزده کوي. الماغوط هم همداسې فکر کوي، دی تریخ ژوند د هر تخلیق بنسټ ګڼي د ده په باور که چیرته حزن د ښې کومیډي بنسټ نه وي سطحي به راغلې وي.
الماغوط وایي، غمونه مې دې ته نه پریږدي چې په شعر کې په قافیو پسې وګرځم. دی وایي، زه وږی وم، پسې اخیستی یې وم، تښتیدلی وم نو په پناهځای پسې وتلی وم او دا پناهځای مې په شعرونو کې موندلی. دی د « ویرې» په نوم شعر کې د خپلې مور جیب ته پناه وړي:
مورې چې سینې دې کوټنۍ د افریقا دي
راشه، هله راشه
په ها لوی کلیوال جیب کې مې درپټ کړه
له تارونو له ګوتمیو او له ستنو سره
مرګ له هر لور کلابند یم…
د اسمان تیاره ټیټیږي
غږ د باد
او تورو سپیو
د لارویانو له بکسونو کتابونه راغورځیږي، په وینو لړل شوي
او ورځې تورې تورې تکي تورې
ویریږم چې راویښ شم، یو سهار
هیڅ مرغۍ ونه کې نه وي
او ټومبلی چا کوم ګل چوټۍ کې نه وي
او ملګری کافي شاپ کې
چې یادګار کړم یو سهار کړم
لمنه درته نیسم، مورې ژر شه، هله ژر شه
کوچیانو ته کړه منډه، بزګرانو ته کړه مخه
له هغوی نه، زما د حجاب، هاغه له پوست نه د جوړ شوي حجاب
حال واخله
د هاغه شنه واښه پوښتنه وکړه
دغه ویره له ما واخله
کناراب ته سر کړه بیرته
تیغنې ته لاس ټیټ کړه
کافي شاپ نه رابهر شه
چپ لوری سهي کړه، ښي ته ګوره
اه مورې
که هتلر* پسې رسام وای پاتې شوی
او د مارکس* وای ماشومتوب تر فشار لاندې
شپاړسم لویي* هم
ډیر اتل وای لالچي وای
او ماري انتوانت* لږه فتنګره، کبرجنه
که د باستل کلاګانې* وای ودانې پر غونډیو د کاسیون
د پاریس د پلې لارې هاغه خټې په دمشق وای
که ختیځ وای ماتیدونکی
او شمال وای څه پیاوړی څه هوښیار
هاغه زمانه چې روم ته اور و ورته شوی.
اه مورې
که واوره ازادي وای
ټوله عمر به ویده بې سرپناه وای
د الماغوط ژوند له کوچینوالې ښه نه و. دی کیسه کوي چې د السلمیة* په ښار کې اوسیدو، پلار یې دوکان درلود هغه یې وپلوره بیا یې اس واخیست په هغه کې یې تاوان وکړ چې له دې سره یې تریخ ژوند پسې نور هم تریخ شو.
ده په ماشومتوب کې له یوه شیخه د ونې تر سیورې لاندې لیک لوست زده کړ او قران شریف یې حفظ کړ بیا به یې په هدیرو کې هغو خلکو ته چې د خپلو خپلوانو دعا ته به ورغلي وو د الرحمان سوره لوسته او پیسې به یې ترې اخیستې.
وروسته دی مکتب ته ولاړ، له کوره اوره لرې په پلازمینه دمشق کې په زراعتي ښوونځي کې داخل شو چې لیله یې درلوده، دې ښوونځي ته یې پلار خوشاله و چې د زوی نس به یې پکې موړ وي. هلته یو وخت خواړه کم شول، ده پلار ته لیک واستاوه چې لوږه ده څه وکړم، پلار یې د مکتب مدیر ته خط ولیکه چې موږ غریبان یوو زوی مې په خپله ډوډۍ نه شي اخیستلی غم یې وخورئ. الماغوط کیسه کوي چې د مکتب مدیر د اعلاناتو په لوحه باندې دا خبر ځوړند کړ چې محمد الماغوط ډیر بیوزله دی مرستې ته ضرورت لري. الماغوط وایي چې اور راباندې بل شو هر زده کوونکي به راته کتل، نو ښوونځی مې پریښود. سره له دې چې محمد الماغوط په درسونو کې تکړه و خو کله چې څوک ښه کار ته شا کوي باید خپل ذهن تسلي کړي. ده په لوینې د مکتب د وخت په اړه لیکلي چې« هغه وخت مې ناڅاپه پام شو چې هلکه له تا د زراعتي حشراتو د پیژندلو متخصص نه جوړیږي، ته باید د انساني حشراتو متخصص شې».
الماغوط په بیوزلۍ کې بیا هم خپله کوچینواله خوښه وه، دی وایي چې د ماشوموالې کمال دا و چې ژر خلاصه شوه او عیب یې دا دی چې بیا نه راګرځي. د یوه شعر په یوه برخه کې د دغې تللې زمانې داسې ارمان کوي:
پلاره د شپې ویښ یمه تر ډيرو
خوب الوتی
ژوند مې تور دی
غلامي ده، انتظار دی
کوچینواله بیرته راکړه
خنداوې پخوانۍ د ګیلاس په ونه باندې
او څپلۍ مې کړه راښکته د انګورو له چیلې نه
زه به درکړم خپلې اوښکې، معشوقه او ټول شعرونه
ابا اورې
زه روان یم په سفر
«محمد الماغوط د سورې په السلمیة ښار کې په کال ۱۹۳۴ کې د اپریل په دریمه په یوه بیوزله کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې».
دا په قوسونو کې راګیر جمله زموږ په ډیرو تذکرو کې لیکوالو ته لیکل شوې ده. ښایي ځیني لیکوال مو د افغانستان په حساب په خوارانو کې هم نه شمیرل کیدل، خو ګومان کوم موږ به بیوزلي د شاعر کمال باله. غربت کمال نه دی لکه بیل ګیټ* چې وایي، که غریب پیدا شوئ عیب نه دی که غریب مړ شوې عیب دی. په لیکوالي کې بیا داسې ده؛ که چیرته شاعر په بیوزله کورنۍ کې وزیږید او د ژوند تراخره یې دغه بیوزلي په شعر کې منعکسه نه شوه عیب دی، خو که چیرته ده د بیوزله له روحیاتو په خپل شعر کې خبر کړي یوو، کمال به یې کړی وي. الماغوط لیکي «که لیکم، له ویرې مرم، که نه لیکم له لوږې مرم» خو دی له ویرې مړ شو، وږی پاتې نه شو.
د الماغوط شعر د ده د تریخ ژوند هنداره ده. د « پوستې د سړي ویره» په نوم شعر کې دا درد داسې راسپړي:
د هرځای او هرې سیمې زندانیانو
څه چې درسره دي، رالیږئ یې
که ویره ده، که چیغه ده، که درد دی
کب نیونکو تاسو هم له ټولو ساحلونو
څه چې درسره دي، هلئ رالیږئ یې
که جالونه خالي شوي، که د بحر زړه بدي ده، سرګیچي ده
د هرځای او هرې سیمې بزګرانو
څه چې درسره دي، رالیږئ یې
که ګلان دي، که خرڅوړي
که سینې دي ټپي شوي
که خیټې څيرل شوي
که نوکان دې ایستل شوي
زما په پته .. کافي شاپ ته
د نړۍ په یوه کوڅه کې
رالیږئ یې رالیږئ یې، چې ترې جوړه یوه دوسیه کړم
یوه لویه، یوه ستره، د انسان د عذاب
او بیا یې خدای ته لیږم
بس، چې وږې شونډې، انتظار باڼوګان
باندې لاسلیک وکړي
خو اې بدبخت اولسه
له څه چې ډیر ویریږم
دا خدای په خپله بیسواده نه وي
کله چې څوک احساس کوي چې دردونه او غمونه انجام نه لري نو تقدیر ته مخه کول ښایي د سکون سبب شي، الماغوط په یوه شعر کې وایي:
ویریدلې یې؟
له چا؟
له نړۍ؟
زه یې ستا نړۍ
له لوږې؟
زه به دې غنم شم
له صحرا
زه به دې باران شم
له زمانه؟
زه دې ماشومتوب
له برخلیکه
زما هم ده؛ ویره له برخلیکه
شاعر بیا د دغه بد برخلیک د بدلیدو هیله کوي. د ساینسپوهانو په نوم په یوه شعر کې همدا نظر داسې بیانوي:
لمنه مې د سوال درته نیولې
بس ټکټ، یو ټکټ، د اسمان د سفر غواړم
زه در روان له یوه غمجن هیواده
یمه استازی
د کونډو، بوډاګانو، ماشومانو
یو ټکټ، وړیا ټکټ تر هاغه هسکه راکړئ
زه د پیسو په ځای، تاسو ته اوښکي درکوم
هیڅ ځای زه نه لرمه
خیر دی، که زه په وروستي سیټ کې یمه
یا د بیړۍ په چت کې
زه کلیوال، روږدی په دې ځایو کې
دا مې قول دی چې کوم ستوری ازار نه کړم
دا مې قول دی چې وریځې خپه نه کړم
بس یوه هیله مې همدا ده چې ډیر ژر
بره اسمان ته ولاړ شم
پروردګار ته، دره په لاس کې ورکړم
ښایي، بدلون او انقلاب ته مو راوپاروي
الماغوط مشکل ازلي نه ګڼي د ده په وینا ستونزه د خدایګوټو ده« زموږ ستونزه کله هم له خدای پاک سره نه ده، ستونزه مو له هغوی سره ده چې ځانونه له خدایه وروسته مهم ورته ښکارې».
د « سیوري او غرمه» په نوم شعر کې وایي:
د نړۍ ګرد ډګرونه
د وړو شونډو پرضد دي
د تاریځ دا ټول واټونه
د بربنډو پښو پر ضد دي
ګرانې…
دوی روان دي په سفر موږ انتظار یوو
د اعدام رسۍ د دوی ده
غاړې زموږ دي
مرغلرې د دوی خپلې
او تارونه یې زموږ دي
شپه یې خپله، ورځ، سهار غرمه د دوی دي
موږ ته بس څلور هډونه او پوستکي دي راپاته
دوی یې وکري بیدیا کې او سیوري ته یې وخوري
او غاښونه یې د وریځو په څیر سپین دي
زموږ غاښونه لکه ونې دلته هلته
سینې یې دي پستې لکه وریښم
زموږ سینې له ګرده ډکې لکه غولی د اعدام
بیا هم موږ یوو پاچاهان په دې نړۍ:
کورونه یې پوښلي په کاغذو
زموږ کورونه د خزان په پاڼو پټ دي
په جیبو کې یې د غلو او لنډه غرو ادرسونه
زموږ جیبو کې ادرسونه دي د تالندې برښنا
څښتنان دي د کړکیو
څښتان یوو د بادونو
څښتان دي د بیړیو
څښتان یوو د موجونو
څښتنان دی د ستاینو
او په موږ دې خاورې باندې
څښتنان د دیوالونو، تراسونو
او له موږ سره دي پړي، خنجرونه
او اوس،
راشه، ګرانې راشه چې پر پلې لار ویده شو
په شعر کې صداقت دې ته وایي چې شاعر خپله عاطفه، فکر او تجربه په رښتوني ډول شعر ته انتقال کړي. لکه په دغو شعرونو کې چې تر اوسه په دې مقاله کې خپاره شوې دي؛ شاعر الماغوط هم د زندان تجربه له موږ سره یو ډول شریکه کړې او هم یې د خپلې لوږې حال بیان کړی دی.
په صدق کې د شاعر داخلي احساس، ادارک او مشاهده شاملیږي چې په تصنعي ډول په شعر کې نه وي ځای شوې. په خپله الماغوط وایي:« کله چې مې سپینه پاڼه مخې ته پرته وي او څه لیکم نو په ګرده تاریخ کې څوک نه پیژنم نه وینم».
صداقت په شعر کې په بیلابیلو ډولونو څرګندیږي، مثلا حقیقي عاطفه چې د شاعر رښتونی احساس په شعر کې منعکس شوی وي، که هغه خوښي وي، که غم وي، که تضاد وي، که نولستالژي وي.
دوهمه شخصي تجربه ده، شاعران له خپلو خاطرو او تجربو استفاده کوي او په شعر کې یې ځاییوي.
په صادقانه شعر کې هغه زیان چې شاعر ته رسیدلی، احساسوو، هغه احساس چې پکې شاعر ځان خوندي نه ګڼي احساسوو همداراز ممکن یوشمیر پیچلي یا حساس شیان د ده په شعر کې ووینو. دغه مواد په شعر کې په لوستونکي تاثیر کوي ځیني ناقدان خو لا دې تاثیر ته جادویي تاثیر وایي. په خپله محمد الماغوط لیکي، هرڅه چې صادقانه لیکل شوی وي خوند کوي، حتی که صدق په ښکنځلې کې وي خوږه لګي.
په صادقانه شاعرۍ کې مشاهده هم شامله ده، هغه څه چې شاعر شاوخوا ویني که هغه طبیعت دی، که ټولنه ده او که له نورو سره ارتباط دی پرته له بې ځاییه تزیینه یې راسره شریکوي.
الماغوط چې هم بند تیر کړی، هم لوږه؛ دا دواړه د دیوال په نوم شعر کې راسره شریکوي:
اوښکې مې ابې دي
ځکه ډير مې دې اسمان ته دي کتلي او ژړلي
اوښکې مې دي زیړې
بس چې خیال د طلایي وږیو مې کړی او
اوښکې مې توی کړي
پریږدئ چې مشران جګړو ته لاړ شي
عاشقان مخ په ځنګلونو
او پوهان لابراتوارو ته
اما زه به
په تسبح او په زړې چوکۍ پسې ګرځم
چې شم لکه چې وم
زړې وروځې پورته ایښې دي د غم په دروازه
ترڅو چې ټوله کتابونه، قوانین او مذاهب
ټینګار کوي چې نه مرم
نه مرم، بل رنګه زه نه مرم
یا په لوږه
یا زندان کې
د صداقت یوه نښه دا هم ده چې شاعر له کلیشو ډډه کوي، ځکه چې کلیشه د بل په پل پل ایښودل دي او صداقت د ځان بیانول دي. انسان د تضادونو مجموعه ده. په صادقانه شاعري کې شاعر د یوه بیخي ځانګړي کرکټر په توګه یو وجود نه وي، ذهنا له تضادونو سره مخامخ وي او خپل احساس له تصنع پرته وړاندې کوي، بل ته ځان نه ښکاره کوي چې له څومره اسطورو خبر دی او د یونان د څومره خدایګوټو نومونه یې زده دي. صادقانه شعر د شاعر او لوستونکي ترمنځ یوه رابطه ټینګوي چې همدا اړیکه لوستونکي ته عاطفي احساس لیږدوي.
الماغوط وایي د ښه شعر لیکلو لپاره صدق پکار دی، د صداقت لپاره ازادي پکار ده، د ازادي لپاره ژوند پکار دی او که ژوند کوې په عربي ټولنه کې باید غلی شې.
الماغوط دا خبره کوله خو په خپله غلی نه شو ځکه چې دی صادق و. د همدې لپاره لیکي:« څوک چې تخلیق کولی شي هیڅ شی یې نه شي غلی کولی ځکه چې دی باید یو نه یو ډول په یوې نه یوې لارې خپل زړه تش کړي. زه که پرله پسې ونه لیکم د مرګ احساس راته پيدا کیږي، مهمه دا ده چې مرغۍ وي او نغمې یې وي دا مهمه نه ده چې مرغۍ چیرته سندرې وایي». دا خبره هم د عربي د منثور شعر د سرلارې محمد الماغوط ده چې وایي:« کله چې درد احساسوم، پرته له دې چې سبک ته پام وکړم، ژبې ته توجه وکړم، لوستونکي ته پام وکړم یا ناقد سترګو ته ودروم شعر لیکم»
په دې ډول الماغوط د جرمني فیلسوف فریدریښ نیچه* خبره عملي کړې چې وایي، هغه حقایق چې غلي پاتې شي او ونه ویل شي په زهرو بدلیږي.
د ( القتل) په نوم د الماغوط شعر چې په ۱۹۵۸ کال کې په بیروت کې د شعر مجلې په پنځمه ګڼه کې خپور شو د عربي ژبي لومړی منثور شعر ګڼل کیږي. عربان منثور شعر ته ( قصدة النثر) وایي. دا نوم د دوی نامتو شاعر او لیکوال علي احمد اسبر ادونیس ایښی دی. ادونیس وایي، د قصیدة( شعر) کلمه مې د دې لپاره داسې شعرونو ته غوره کړه چې دا لیکنه د نثر په څیر نه ده یعني غوښتل مې دا ووایم چې قصیدة النثر د موزون شعر په څیر نه دی او د نثر دا ډول له نورو نثرونو سره که تاریخي دي، داستاني دي یا فلسفي دي فرق لري. په ورته وخت کې مې د دې نوم نه هدف دا و چې دا نوې ډول لیکنه یو شکل لري، یو ډول نظم لري چې موزون شعر ته ورنژدې کیږي. ادونیس زیاتوي، که چیرته یو موزون کلام وي هغه شرط نه دی چې شعر به ورته وایو او د شعر په صفت به یې منو نو وزن د شعر شرط نه دی. ادونیس دا خبره هم کوي چې زما مطلب دا نه دی چې دا نوی شعر( قصیدة النثر) دې د موزون ځای ونیسي، یا دی له وزن سره مخالفت کوي، یا د موزون کلام پرمختللې بڼه دې وي هدف مې دا و چې دا یو دې له موزن شعر څخه ځانګړی او مختلف وي. د ادونیس په باورد شعرشکلونه یو بل نه نفي کوي. اودنیس دا نظر هم لري چې موږ ته پکار ده چې د شعر شعریت په دې اساس معلوم کړو چې شاعر څرنګه ژبه کارولې ده، نه په دې بنسټ چې له څه ډول وزن څخه یې کار اخیستی دی نو شاعر نه به دا پوښتنه نه کوو چې څرنګه وزن دې انتخاب کړی؟ له هغه به سوال کوو چې څرنګه ژبه دې استعمال کړې ده؟
د منثور شعر د موسیقي په اړه ویل کیږي چې له داخلي موسیقي مالال وي. د کره کتونکو په باور د شعر داخلي موسیقي حس کیږي او بهرنۍ یې لیدل کیږي.
د ځینو ناقدانو په نظر شعر نه موزون کلام دی، نه مقفي کلام دی شعر معناوې دي، افکار دي، عواطف دي چې د نفس له داخله راوځي، د یو ډول الهام په مټ په خیال تکیه کوي چې قالبونه یې زینتي شیان دي که وي وي به که نه وي نه به وي.
الماغوط همدا معناوې، افکار او عواطف له هرڅه ترلاسه کوي دی لیکي:« شعر په ژبه کې شته، په طبیعت کې شته، په سیند کې شته، په ډوډۍ کې شته حتی په هاغه بدو بدو شیانو کې هم شته» ده ته یوازې خپل شعر نوی نه ښکارې چې قافیې یې غورځولې دي، دی وایي:« دا سمه نه ده چې وایو دا په کلاسیک چوکات کې شعر لیکي نو زوړ دی، هرڅه چې نوې خبرې لري هغه نوی شعر دی» دی شعر له هغې وریځې سره تشبیه کوې چې په توپان کې سل رنګونه خپلوي.
محمد الماغوط د منثور شعر ترڅنګ نثر لیکه، انتقادي نثر؛ دی په یوه نثري ټوټه کې خپل حال داسې بیانوي:
« په کوچینواله کې مې هڅه وکړه چې قصاب شم خو مات شوم ځکه چې تر هغه څه چې ما پلورل ډیر به مې خوړل. بیا مې ویل راځه درزي شه، دا ځل هم ما شکست وخوړ ځکه چې د دې په ځای چې د مشتري په جامو کې ستن ننباسم، په خپل پوست او غوښه کې به مې ستن ننویسته خصوصا چې کله به د شتمنو جامې راته پرتې وې. بیا مې ویل راځه لوبو ته مخه کړه د فوټبال ستوری شه، دلته هم ناکامه شوم ځکه چې زه په دې باور وم چې له خوار پلاستکي توپه پرته ډیر داسې کسان شته چې باید په لته ووهل شي.
بل ځل مې ویل له ټولو لرې شه، منزوي شه، غلی شه د خدای عبادت کوه دا ځل هم ونه شوه ځکه چې په ټوله عربي نړۍ کې مې داسې ځای پیدا نه کړ چې د یوې سجدې او رکوع په اندازه د عبادت وړ وي.
اخر مې پریکړه وکړه او هڅې مې شروع کړې چې د سیاستوالو په ډله کې ځان ننباسه چې ټول قصابان، خیاطان، سندرغاړي، فوټبالستان او غونډ لوبغاړي، صوفیان او….ټول به درپسې روان وي…خو چې شاته مې کتل له امنیتي ځواکونو پرته بل څوک راپسې نه وو.
خدایه، ته مې وبخښه، توبه مې ده…په دې نړۍ کې ټول له خاورو زیږیدلي، خاورو ته ورګرځي پرتله له عربانو چې د امنیتي ادارو خلک دي او له یوې امنیتي ادارې بلې ته تبدلیږي»
په یوه بله لیکنه کې بیا محمد الماغوط له ټولې نړۍ شاکي دي:
« ساعت یې راکړ زمان یې واخیست، بوټونه یې راکړل لارې یې واخیستې، عطر و چله یې راکړل مینه یې واخیسته، وچې شودې یې راکړې ماشومواله یې یووړه، کیمیاوي سره یې را کړه پسرلی یې یووړ، جوماتونه او کلیساوې یې راکړې ایمان یې واخیست، ساتونکي او قلفونه یې راکړل امنیت یې واخیست»
الماغوط له الجزیرې تلویزیون سره تر وفات څو میاشتې مخکې په یوه ویډیويي مرکه وویل چې له مرګه نه ویریږم، له مرګ سره مینه کوم خو لاهم د شپې په مخه د دروازې له زنګه او د کور مخې ته د موټر له غږه زما ټول ځان ریږدي.
دی که څه هم دوه پلا د نهو میاشتو او درې میاشتو په مخه زنداني شوی و خو تر اخره یې د بند ویره له زړه ونه وته ده داسې احساس کاوه چې څوک ورپسې دي زندان ته یې بیایي، دی لیکي« په تیاره کې خاندم، په تیاره کې ژاړم، په تیاره کې لیکم او کله چې په تیاره کې د دروازې ټکا شي یا له وره سره د موټر غږ شي لاس په خپلو پاڼو نیسم، پټوم یې»
الماغوط وایي، ده شعر ولیکه، سناریوګانې یې ولیکلې، ورځپاڼو ته یې لیکنې وکړې او هرڅه چې یې لیکل یو هدف یې دا و چې په زندان کې چې کومه ویره له ده سره مله شوې وه هغه ورکه کړي، خو دا ویره ورکه نه شوه.
دا هم د ده وینا ده:« زه د هغه زنداني غوندې یم چې شل کاله یې یو لغم وهلی او په اخره کې پوه شوی چې بل زندان ته یې لاره وتلې ده».
الماغوط کله ناکله دومره سخت انتقاد کوي چې د ځینو په باور د دین له دایرې وځي، خو دی متدین انسان و د قرانکریم حافظ و. ډاکټر محمد بدور له دوه زره څلورم کال وروسته د ده درملنه کوله. دا ډاکټر د ده خوریې و. ډاکټر بدور کیسه کوي چې د ژوند په وروستیو شپږو میاشتو کې چې کله زه د الماغوط پوښتنې او درملنې ته ورغلی یم په خونه کې به یې د قرانکریم د تلاوت فیته چالانه وه. الجزیرې تلویزیون هم په دوه زره پنځم کال کې د الماغوط ډاکومنټري جوړه کړې ده او چې کله د تلویزیون خبریالان په پيل کې د ده کور ته ورننوځي د دروازې له پرانیستو سره د قرانکریم د تلاوت غږ لوړیږي، خو د دې سربیره دی په یوه نثري ټوټه کې پر مسلمانانو او عربانو سختې نیوکې کوي، دی لیکي:
« څه باندې څوارلس سوه کالونه مخکې خلک په صحراوو کې اوسیدل، په خیمو کې ویدیدل. تیاره شپې به یې په پیلوزو رڼولې. له دې پرته چې شپانه شي، نښتې وکړي، نور اسیران کړي په بل څه نه پوهیدل. وژل یې کول، جګړې یې کولې، شخړې یې کولې او ودونه یې کول.
موږ ته یې د څه باندې څوارلس سوه کالونو مخکې نکلونه، کیسې او متنونه راپرې ایښې دي. موږ ته یې ویلي دي چې دا سپیڅلې دي، لکه څرنګه چې یې تر دوی مخکې دوی ته ویلي و. دوی له څوارلس سوه کاله وروسته له موږ غواړي چې هرو مرو به د هغوی په څیر فکر کوو.
چې څرنګه جامې یې اغوستې هغسې به یې اغونځو، د دوی په څیر به ژوند کوو، هغسې به جنګیږو لکه دوی چې جنګیدل او همهغسې به ودونه کوو لکه دوی چې کول.
له څوارلس سوه کاله ریا وروسته له موږ غواړي چې په ټولو هغو شیانو باور وکړو چې موږ ته په میراث پاتې دي او موږ نن سبا جعل په خپلو سترګو ګورو…
څوارلس سوه کالونه تیرشول چې د کرکټرونو او نکلونو په خاطر مو په سترګو لاسونه ایښې دي او موږ د هغوی په رښتینولۍ نه یوو پوه شوي او باید د هغوی له څادره سر رابهر نه کړو. موږ باید پسې روان شو…د هغوی په مړیو پسې شو، زیارتونو ته یې ورشو…
څوارلس سوه کالونه وشول، موږ د دې په تفسیر بوخت یوو چې څه یې ویلي، ولې یې ویلي، هدف یې څه و….
څوارلس سوه کاله وشول چې دعاوې کوو او پر یهودو او نصاراو لعنت وایو چې دړې وړې دې شي خو دا موږ یوو چې در په دره یوو
دعاوې مو کړې چې د دوی وطنونه خراب شي او دا موږ یوو چې اوس وطن نه دی راپاتې
دعاوې مو وکړې چې ښځې یې بې کوره اوره شي او اسیرې شي او دا موږ مسلمانان یوو چې دربدره اواره یوو
څوارلس سوه کاله وشول چې د باران لپاره لمنځونه کوو خو بارانونه هرځای ووریدل په مسلمانانو ونه وریدل.
څوارلس سوه کالونه وشول چې روژه نیسو، خو خیټې مو غټې شوې او د شیخانو وزنونه مو پسې زیات شول
څوارلس سوه کالونه وشول چې په شیطان لعنت وایو خو د مسلمانانو په هیوادو کې شیطانان پسې زیات شول
څوارلس سوه کاله وشول چې زکات مو ورکړی او هر کال بې وزلي او لوږه د مسلمانانو په هیوادو کې ډیریږي.
اې ویده ملته، هغوی چې بدرد ورته وایاست او لعنت پرې وایاست هغوی فضا ته ورسیدل او د سپوږمۍ پر غولې څملاستل.
دوی اتوم ته ورننوتل، ډیجیټلي انقلاب یې رامنځته کړ…
او په دې موده کې تاسو ته پرته له …. هیڅ شي مهم ښکاره نه شول
او لاهم په دې بحث کوو او فکر کوو چې کله کناراب ته ننوځو کومه پښه باید لومړۍ کیږدو او له ښځې او تور سپي پرته مو په څه شي اودس ماتیږي…
او کله چې زموږ علماو ډیر ژور فکر وکړ د نکاح جهاد ته ورسیدل چې له خپلوانو سره واده وکړو، او بالغ سړي ته دې ښځې تی ورکړي او له مړې میرمنې سره دې خدای پامانی وشي..
اې ویده ملته، خپل عقل ته دا حق نه ورکوئ چې په دا شاوخوا علم، پوهې او ټکنالوژۍ بلد شي او ذهنونه مو پراخ شي.
ایا له څوارلس سوه کاله وروسته باید لاهم زموږ عقل او منطق اسیر او په بند کې وي؟
کله چې اسپ بار ته راکاږو او خر منډې ته په مخه کوو نه به خیر ووینو او نه به څه ترلاسه کړو».
د الماغوط ژبه ترخه وه، اما دی وایي چې «زه لیکم، سندرې وایم، ناڅم خو ډزې نه کوم».
محمد الماغوط ته تر مرګ یوکال مخکې د العویس په نوم د عربي شعرمهمه جایزه ورکړل شوه، تر مرګ څلور کاله مخکې یې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد لومړۍ جایزه واخیسته، تر مرګ دوه کاله مخکې یې ده ته د نثر جایزه ورکړه، ده یوشمیر نورې جایزې هم د ژوند په وروستیو کې اخیستې دي. د ده ورورعیسی الماغوط په خپل کتاب« محمد الماغوط- د لوږې او بې وزلۍ پيغامونه» په کتاب کې لیکلي« کله چې یې عمر تر شلو تیر و … چا د ده په څیر نه شوای لیکلی خو هغه وخت دې لیکنو په ژمي کې د ده بخارۍ توده نه کړه او په اوړې کې یې د میوې یو ګیلاس جوس ورنه کړ….وروسته له څه باندې اویا کلونو لوږې او ویرې؛ نه جایزو راضي کړ او نه د امنیتي ادارو لوریینو»
تر مرګ څو میاشتې مخکې محمد الماغوط په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي و، ویرې، شلاقې، انبور، ایستل شوي غاښونو او راوتلو سترګو هر لوری نیولې خو نړۍ ناڅې پروا یې نه کوي.
په انټرنټ کې د محمد الماغوط اکثر خپاره شوي عکسونه له سګریټو سره دي. د ده
معالج ډاکټر بدور وایي چې د ژوند تر انجامه د الماغوط له ګوتو سګریټ ونه لوید او د عمر په وروستي کال به ده ته د خپلو شعرونو کتابونه په میز پراته و، لوستل به یې او له خونده به ورسره زنګیده.
ډاکټر بدور کیسه کوي چې د دوه زره شپږم کال د اپریل په دریمه مې د شپې په دولس نیمو بجو محمد الماغوط ته له روغتونه زنګ وواهه چې حال یې واخلم راته ویې ویل چې صحت مې بیخي ښه دی. د همدې شپې په سهار ډاکټر بدور بیا بیا زنګ ورته وهي، د الماغوط ټیلفون بوخت ښکارې، ده ته اندیښنه ورلویږي نو کله چې کور ته ورځي، ګوري چې الماغوط په خپله چوکۍ ناست دی، په چپ لاس کې یې سګریټ، په ښي لاس کې یې د ټیلفون غوږۍ نیولې او ساه یې ختلې ده.
د الماغوط د مرګ په ماښام د ده په ویاړ په دمشق کې د کلتور وزارت غونډه جوړه کړې وه چې د ده د مرګ خبر خپور شو. د ده تر مرګ یو کال مخکې هم عرب لیکوالو ده ته غونډه جوړه کړې وه، هلته ورغی، ډیره لنډه وینا یې ساه نیولې ساه نیولې وکړه او ویې ویل، مینه کوئ، مینه کوئ زه ځم که ما غواړئ په هغو کتابونو کې یم چې لیکلي مې دي.
منابع:
الماغوط محمد ساخون وطنی:مجموعة مقالات (1987-اعادت طباعها دارالمدی بدمشق2001).
الماغوط، محمد (1973 م)« الآثار الكامله»، بيروت: دار العوده، الطبعه الأول
الأب روبرت، کامبل الیسوعي(بې تا) اعلام الادب العربي سیر و سیرذاتیة» بیروت: مرکز دراسات للعالم العربي المعاصر، جامعة القدیس یوسف، الشرکة المتحدة للتوزیع، الطبعة الاولی.
(2002) جريده الرياض، العدد 51- 29، ديسمبر
https://www.youtube.com/watch?v=89glOCblP7A&t=5s&ab_channel=GHIATHDAHER
https://www.youtube.com/watch?v=QLK9_iRAOyA&ab_channel=WArtProduction
توضیحات:
* عدنان المالکي(۱۹۱۹-۱۹۵۵م) د سورې د لوی درستیز مرستیال چې د فلسطنیانو په جګړه کې مشهوره شوی و. دی د ۱۹۵۵ کال د اپریل په ۲۲ د فوټبال د لوبې د لیدو پرمهال ووژل شو.
* سجن المزة: هغه وخت چې فرانسویانو سوریه نیولې وه دا زندان یې په دوه پوړه کې جوړ کړ. له ۱۹۴۹ وروسته به تر ډیره سیاسي بندیان دلته ساتل کیدل او په ۲۰۰۰ کال کې دا زندان بند شو.
*ادونیس: علي ا حمد سعید اسبر ادونیس سوریایی لیکوال او شاعر چې نن سبا په فرانسه کې ژوند کوي او د فرانسې د علومو اکاډیمي غړیتوب لري.
* مجلة الشعر: د عربي ژبي د دې مجلې لومړۍ ګڼه په ۱۹۵۷م کال کې په بیروت کې خپره شوه. څلورڅلویښتمه او وروستۍ ګڼه یې په ۱۹۷۰ کال کې چاپ شوه.
* یوسف الخال: لبنانی-سوریایی شاعر او خبریال( ۱۹۱۶-۱۹۸۷م)
* رامبو: جان نیکولا ارتر رامبو(۱۸۵۴-۱۸۹۱م) فرانسوی شاعر
* صحیفة الخلیج: دا د متحد عربي اماراتو ورځپاڼه ده چې لومړۍ ګڼه یې د ۱۹۷۰ کال د اکتوبر په ۱۹ خپره شوه. دا ورځپانه بیا دوه کاله وروسته بنده شوه، بیا په اتیایمو میلادي کلونو کې بیرته چاپ شوه او تر نن پورې خپریږي.
* روبین ویلیمز ( ۱۹۵۱-۲۰۱۴م )امریکایي کومیډین. کله چې ویلیمز مړ شو، د امریکا د متحد ایالتونو د هغه وخت ولسمشر بارک اوباما وویل« ده موږ خندا ته وهڅولو، ژړا ته یې هم مجبوره کړو»
* السلمیة: د سوریې په مرکزي برخو کې یو ښارګوټی دی
* هتلر: ادولف هتلر(۱۸۸۹-۱۹۴۵م) د نازي المان واکمن
* مارکس: کار هاینریښ مارکس(۱۸۱۸-۱۸۸۳ م) جرمنی فیلسوف
*شپاړسم لویي: دی د فرانسې پاچا و چې په ۱۷۵۴ م کې زیږیدلی او په ۱۷۹۳ کې مړ شوی دی.
* ماري انتوانت: د فرانسې د پاچا شپاړسم لویس میرمن وه. د دې دا جمله په تاریخ کې ډیره مشهوره شوې وه ، که خواران ډوډۍ نه لري، کیک دې وخوري.
* باستل: دا کلا به پاریس کې وه چې د ۱۳۷۰ او ۱۳۸۳ ترمنځ ودان شوې ده. په دې کلا کې به سیاسي مخالفین زنداني کیدل.
*بیل ګیټس: ویلیم هینري ګیټس( ۱۹۵۵ اکتوبر ۲۸) مشهور امریکایی سوداګر
* نیچه: فریدریښ ویلهلم نیتچه( ۱۸۴۴-۱۹۰۰م) جرمنی فیلسوف
سلامونه ما دالیکنه ښه په مینه ولوسته، هغه څه چې زه له ځینو سره لا تراوسه په بحث اخته یم او نه قانع کېږي هغه دا دی چې سعر یوازې موزون کلام نه دی او نه هر موزون کلام شعر دی. شعر یو کیفیت او د تخیل او تصور په ژبه د لفظونو اغېزښندونکی او پارونکی انځور دی، له ښه مرغه په دې لیکنه کې هم دغه موضوع یاده شوې ده. خو یو څه ته مې پام واوښت او هغه دا چې ددغه شاعر دلته چې کومې بېلګې وړاندې شوې دي، هغه زیاتره موزونې دي، نو دا منثور شعر نه دی. وزن لري، د فورم له مخې یې منظوم موزون آزاد بللی شو، کیفیت پکې د شعر دی. نو دا آزاد موزون شعر دی. آزادي یې دقافیې او مقید یا مېټریک وزنه خلاصون دی.
ازمون
انسان چی کله له غار څخه را ووت او د طبیعت په پراخه او ښکلی لمنه کی ئی استوګنه غوره او اجتماعی ژوند ئی ( که څه هم په مختصره کچه ؤ ) پیل کړ نو د کلام او بیان تر کشف او ابداع وروسته ئی ” ادب ” هم کشف کړ. ( د غوږو د ناز او نوازش یوازنی آله همدا ادب دی ، شِفاهی ادب تر مکتوبی ادب هم ډیر مشتریان لری او هم اوږده سابقه او هم ئی جنس اصیل دی ).
هره ټولنه یا ووایو هر هیواد د خپل جوړښت او څرنګوالی او کیفیت په تناسب پخپله غیږه کی ادیبان زیږولی او روزلی دی.
د حجاز سرزمین له ادبی نظره ډیر غنی ؤ، له اسلام مخکی ئی ستر ستر ادیبان درلودل خو د قرآن د نزول سره ئی ټول ادبی جادو او مهارت قرآنی ادب ته تسلیم سو.
پورته مطلب می ځکه عرض کړ چی محمد الماغوط ۱۴۰۰ کلنی وریځی د سیلابونو لامل ګڼلی خو له بلی خوا ئی د ژوند په وروستیو ورځو کی د قرآن تلاوت اوریدی ، دا یوه متناقضه سناریو ښکاری.
ددی تناقض ترمیم یا توجیه به دا وی:
۱ – یا د الماغوط په باور نَبَوی انقلاب او مانیفیسټ په اصل کی یو مطلوب انقلاب ؤ خو ډیر ژر له خپل هدف او مرام څخه منحرف سو او نتیجه ئی د توقع مطابق نه وه.
۲ – یا بالآخره الماغوط دی نتیجی ته رسیدلی ؤ چی اورجینل او اصیل ” ادب ” او د ژوند د مستقیم مسیر پیژندنه فقط په قرآن کی نغښتی ده او بس.
په هر حال، د اسلام او قرآن لمر دا ګړی په تورو وریځو کی پټ دی، د وریځو شا ته د لمر نه لیدل د لمر د نه شتون مانا نلری، ممکن حکمت دا وی چی د ” حق ” منکرینو ته تر یوی ټاکلی مودی پوری د طغیان ډګر پراخ وساتی، ولیدل سی چی هغوی د بشریت او مځکی د سیاری سره څه چلند لری.
د عراق او سورئی د بعث د ګوند مشترک رهبر ” میشل عفلق ” د صدام او حافظ اسد تر منځ د فکری ژورو اختلافونو څخه ملهم او دروند درس او عبرت ئی واخیست، که څه هم نوموړی یو مسیحی – عرب سوسیالیسټ ؤ خو یوه ورځ ئی په زړه کی ور وګرځیده چی سړیه د تاریخ په اوږدو کی ډیرو فکری ” ایزمونو ” آزموینه ور کړی ده او په ډیرو ایزمونو کی ژور بدلونونه او انحرافات را منځته سوی دی نو ته راسه دا د مسلمانانو کتاب ( قرآن ) ته مراجعه وکړه ( خطاب ئی ځانته ؤ ).
میشل عفلق هم فکری – سیاسی پانګه درلوده او هم ادیب ؤ، د قرآن تر مطالعی وروسته د ژوند په وروستیو شپو ورځو کی په اسلام مشرف شو.
نو داسی کیسی دی. ( لوټو ده، یو څوک ئی بایلی او یو څوک ئی ګټی ) .