شنبه, مې 11, 2024
Home+څوارلسمه مرکه: غوسه یا مینه

څوارلسمه مرکه: غوسه یا مینه

ژباړه او زیاتونه: رحمت شاه فراز

د روڼتیا په لور

له شیواني ورما سره د ټلویزوني مرکو لړۍ

مرکچي: سلامونه، د «روڼتیا په لور» خپرونې ته ښه راغلئ. بیا هم شیواني خور راسره ده، اوم شانتي!

شیواني: اوم شانتي!

مرکچي: تېر ځل مو د کمپیوټر، وایروس، او د سیسټم د یوې داسې برخې په اړه خبرې وکړې، چې نه خرابېږي. ستا د دې خبرې هدف دا وو، چې زموږ په درون کې کوم داسې څه شته، چې په خپل سالم حالت کې پاتې وي او نه خرابېږي.

شیواني: هو، د هر انسان اساسي هسته، چې موږ ورته بېلا بېل نومونه اخلو، که يې شعور بولې، روح يې بولې، انرژي او یا رڼا يې بولې. دا هغه هسته ده، چې خپله سلامتیا له لاسه نه ورکوي. خو ځینې وختونه له دغې هستې څخه دومره پوړونه چاپېر وي، چې له موږه دا هېر وي، چې زه پخپله هغه اساسي هسته یم؛ او په ځای يې یوازې بیروني پوړونو ته ګورو. دغه پوړونه له مختلفو باورونو څخه جوړ شوي وي او یاد باورونه یا له ماشومتوبه سازېږي، یا يې له خپلې کورنۍ ترلاسه کوو او یا یې له چاپېریال، خپل هویت او مذهب نه ترلاسه کوو. زموږ باورونه ډېر زیات دي او له دې څخه ډېری یې موږ په پټو سترګو منلي دي.

مرکچي: زموږ فطرت هم ځینې باورونه ورسره راوړي؟

شیواني: دا په دوراني ډول عمل کوي. زما باورونه، فکرونه سازوي؛ له فکرونو زما عادتونه او فطرت جوړېږي؛ او څنګه چې زما فطرت وي، هماغسې به زما باورونه وي. په دې اساس، موږ په یوه دایره کې ښکېل یو، خو اوس اړتیا ده، چې دغه دوران په یوه برخه کې مات کړو.

مرکچي: په کوم ځای کې باید دغه دایره ماته کړو؟

شیواني: د باورونو په برخه کې! موږ هڅه وکړه، چې ځان د شخصیت په پوړ کې بدل کړو، خو امکان يې نه وو. هڅه مو وکړه، چې د فکرونو په پوړ کې ځان بدل کړو، ومو ویل چې دا کار نه کېدونی دی، په دې چې منفي او عبث فکرونه په طبیعي ډول زموږ ذهن ته لاره کوي. خو اوس له دې ټولو یو ګام شاته ځو: خپلو باورونو ته تم کېږو. باور څه شی دی؟ زموږ د باورونو شمېر ډېر زیات دی. تر ټولو په زړه پورې خبره دا ده، چې موږ خپل چلند لیدلی شو. یوه شېبه تم کېږو او ګورو چې زموږ د دې چلند تر شا کوم فکر وو، خو تر دې هم مهم دا دی، چې د دې فکر تر شا زموږ باور څه وو؟ بیا هغه باور بدلوو، فکر او چلند پخپله بدلېږي. مثلاً یو ساده باور دا دی: چې که غواړې کار دې ترسره شي، باید غوسه وکړې.

مرکچي: او دا یو ډېر عام باور هم دی.

شیواني: ډېر عام دی او شاوخوا د هر چا له خولې يې اورو. او ان خپل ټول ژوند له همدې باور سره تېروو. ولې؟ په دې چې له ماشومتوبه موږ همدا باور په عمل کې لیدلی دی. په ماشومتوب کې به که زما مور و پلار یا ښوونکي غوښتل یو کار يې سرته ورسېږي، ان که به يې په ما درس هم ویل، نو دوی له کوم میتود نه استفاده کوله؟

مرکچي: غوسه!

شیواني: او له همدې ځایه مې پورتنی باور واخیسته. په دې صحنه کې به زما غبرګون څنګه وو؟ که به کوم چا په عادي لهجه کې خبره راته وکړه، ما به هېڅ غوږ هم نه پرې ګراوه. نو په ماشومتوب کې مې دا زده کړل، چې که چېرته یو څوک غواړي زه يې یو کار ورته وکړم، نو هغوی باید له غوسې نه د یوې وسیلې په توګه استفاده وکړي او بیا به زه هغه کار په منډه ورته وکړم. زه خپل ټول ژوند له دې باور سره تېروم او بیا همدا باور زه پخپله هم استعمالوم، هغه که زما خپل اولادونه وي او یا همکاران. زه له همدې میکانیزم څخه استفاده کوم او بیا هغوی هم همدا میکانیزم ور خپلوي. او دا په همدې ډول دوام کوي. او له دې ځایه یو بل باور دا جوړېږي، چې دا خو طبیعي ده او باید همداسې وشي.

مرکچي: خو یو شی راته ووایه: سمه ده، زه غواړم چې ځان بدل کړم، آیا فکر کوې چې هغوی به زما خبره ومني، ماته به غوږ ونیسي او چې کله غوسه نه یم، آیا زما خبره به جدي ونیسي؟

شیواني: د دې په ځای چې ځان د رئیس په ځای ونیسو، لومړی به خپل ځان د کارمند په کچه په نظر کې ونیسو. اخر یو وخت خو موږ پخپله هم کارمندان وو، موږ هم یو رئیس درلوده. ان نن هم موږ خپل رئیس او مشر لرو؛ هغه که زموږ مور او پلار وي یا بل څوک؛ لنډه دا چې په ټولنه کې موږ تر خپل ځان مشران لرو. نو موږ پخپله څه غواړو، چې هغوی دې له موږ سره څنګه اوسي؟ موږ پخپله هم تېروتنې کوو. تېروتنه له هر چا کېږي. او تېروتنه یوازې په دې معنا ده، چې موږ یو کار هغسې نه کوو، څنګه چې زموږ رئیس یا مشر فکر کوي، د هغه کار سمه بڼه یا طریقه ده. او کله چې موږ تېروتنه کوو، نو زموږ تمه څه وي، چې هغوی دې له موږ سره څنګه برخورد وکړي؟ کله چې هغوی له موږ څخه یو څه غواړي، موږ څه تمه ترې لرو چې هغوی دې په کوم انداز او لهجه کې خبرې راسره وکړي؟ ووایه، غواړې خلک درسره څنګه خبرې وکړي؟

مرکچي: په خوږ او مینه ناک انداز!

شیواني: په غوسه کې يې نه غواړې؟

مرکچي: نه!

شیواني: نو که غواړې کار دې سرته ورسېږي، باید غوسه پرې وکړې!

مرکچي: فکر کوم، چې زه په همدې اند وم یا همداسې احساس مې درلوده او یا په همدې باور وم!

شیواني: او زموږ ولې خوږ او مینه ناک انداز خوښېږي؟ په دې چې موږ ټول مینه ناک او خواږه موجودات یو. او دا چې زما خوږ او مینه ناک انداز خوښېږي، په همدې ډول زما شاوخوا هم د ټولو همدا انداز خوښېږي. د چا خوښېږي، چې چیغې پرې ووهل شي؟

مرکچي: ښه دا ووایه، ما په خپل ټولګي کې دا لیدلي، زه ماشومانو ته درس ورکوم، نو دوی خاندي یا خبرې کوي، خو کله چې زه ورته په غوسه کې وایم، چې غلي شئ! ټول خاموشه کېږي. که ته وايې چې هر کار په خوږ او مینه ناک انداز کې سرته رسېدلی شي، نو دوی ولې یوازې په ترخه خبره غلي کېږي؟

شیواني: په دواړو خواوو کې یو باور دی چې د دې کار سبب ګرځي. ماشوم هم پوهېږي، چې لږ وروسته به مې پلار یا استاذ را باندې چیغې وکړي، نو ماشوم هم تر هغو پورې له خپلې شوخۍ څخه لاس نه اخلي.

مرکچي: خو زما پوښتنه دا وه، چې که چېرته زه کور ته بدل شوی ورشم، او خپلو ماشومانو او مېرمنې ته په مینه ووایم، چې مهرباني وکړئ، پلانی کار به وکړئ. نو هغوی به فکر کوي، چې لېونی شوی یم! او یا امکان یې شته چې هغوی زما خبرې ته اصلا غوږ ونه نیسي او یا و دې شي، چې زما خبرې ته غوږ ونیسي. خو زه غواړم یقیني شم، چې نتیجه به يې څه وي؟

شیواني: تجربه يې کړه.

مرکچي: ښاا! زه یې باید تجربه کړم؟

شیواني: هو، تجربه يې کړه، ټولو ته ووایه، چې له ننه وروسته به په مینه کارونه مخته وړو او هر شی چې کېږي، نور به له غوسې کار نه اخلو. هر څه وشي، چې موږ به د غوسې له وسلې کار نه اخلو. ته به ووینې، چې دوی به بیا هم کار وکړي. او چېرته چې هېڅ غوسه نه وي، نو دا په دې معنا ده، چې هلته مینه ده. او غوسه یوازې لفظي هم نه وي. موږ یوازې په بیرون کې ځان خاموشه کوو او غوسه نه کوو، خو په درون کې قهروړي او پارېدلي یو. تجربه راته وايي، چې که تاسو په مینه مخته ولاړ شئ، نو بیا اړتیا نه لرئ، چې خلک کار ته وهڅوئ یا یې مجبور کړئ، بلکې خلک به «غواړي» چې ستاسو لپاره کار وکړي. په دې چې تاسو یوه ډېره ښکلې انرژي ور انتقالوئ.

مرکچي: حتمي نه ده، چې په خپله رضا درسره کار وکړي.

شیواني: سل په سلو کې حتمي ده.

مرکچي: ځینې به یوازې د وخت تېري یا پیسو لپاره کار کوي.

شیواني: ان که د پیسو لپاره هم وي، دوی غواړي چې له تاسره کار وکړي او له زړه يې کوي.

مرکچي: خو د پیسو لپاره يې کوي.

شیواني: نه، ځکه يې کوي، چې دوی ارامه دي، پیسې دوی له هر ځایه ترلاسه کولی شي.

مرکچي: خو بیا هم حتمي خبره نه ده.

شیواني: که ماته له دوو ځایونو د وظیفې وړاندیز وشي او دواړه یوه اندازه معاش راکوي، نو زه پیسې په دواړو ځایونو کې ترلاسه کوم. نو په دې ځای کې زه له ځانه پوښتنه کوم، چې زه چېرته ارامتیا احساسوم؟

مرکچي: زه شخصاً هغه ځای انتخابوم، چې ذهني فشار او ټېنشن کم وي.

شیواني: نو بیا؟ او کم ذهني فشار او ټېنشن په څه معنا دی؟ چې د ادارې مشر باید څنګه وي؟

مرکچي: ارامه، خاموشه، مینه ناک او باثباته انسان وي.

شیواني: او دلته دا خبره مهمه نه ده، چې هغوی څه غواړي او هغوی به څنګه ارامه وي. دا په دوهمي درجه کې راځي. اصلي خبره دا ده، چې زه څنګه ارامه یم؟ فرض کړه، له تاسره لس یا سل تنه کار کوي، یا څلور پنځه تنه په کور کې ستا لپاره کار کوي؛ یو ډرایور دی، بل اشپز دی، یو دوه تنه په بڼ کې کار کوي؛ ټول پنځه تنه دي. او زه په دې باور اوسم، چې په دغو کسانو د کار کولو لپاره باید غوسه وکړم. که نه نو دوی به ارامه ویده وي او کار به نه کوي. نو زه د غوسې وسله استعمالوم او باور مې دا دی، چې غوسه باید وشي. د همدې باور په نتیجه کې به زما ذهن ته فکرونه هم همداسې راځي، او شخصیت به مې هم همداسې جوړېږي. او هر وخت به زما چلند او خبرې له غوسې ډکې وي، په دې چې همدا زما باور دی، چې په خلکو په همدې طریقه کار سرته رسولی شم. خو په دې ځای کې یو مهم ټکی دا دی، چې ستا ټول نوکران، بڼوال، ډرایور، اشپز؛ هر ځل چې ته پر هغوی چیغې وهې یا د غوسې او قهر ډېره کمه انرژي کاروې، نو په دې ځای کې هغوی دغه انرژي څو ځله ترلاسه کوي؟ یو ځل. که زه له تاسره کار کوم او ته پر ما چیغې ووهې، نو زه ستا غوسه یو ځل ترلاسه کوم. په همدې ډول ستا لپاره پنځه تنه کار کوي، هر یو ستا غوسه یو، یو ځل ترلاسه کوي، خو ته يې څو ځله ترلاسه کوې؟

مرکچي: پنځه ځله!

شیواني: تر دې هم ډېر! په دې چې هر ځل چې ته پر ما چیغې وهې، ته غوسه ایجادوې، بیا دغه انرژي ماته را لېږې، او بیا زه ستا په اړه څه ډول فکر کوم؟

مرکچي: نو ته د خپل فکر انرژي بېرته ماته را لېږې؟ او یا که ته غواړې یا نه، ستا د فکر انرژي بېرته ماته راګرځي؟

شیواني: په اتومات ډول بېرته تاته در ګرځي. په دې چې کله ته غوسه وپنځوې، او زه يې ترلاسه کړم، او زه ځواکمن ونه اوسم، نو زه ټپي کېږم؛ او کله چې زه ټپي شم، نو زه به د خپل درد او ټپ پړه په تا در اچوم، نو اوس به زه ستا په اړه څه ډول فکر کوم؟

مرکچي: که زه ستا له لیدلوري فکر وکړم، نو بیا خو ډېره ښه ده، چې هېڅ کار ونه شي، په دې چې د کار سرته رسېدل خو ما او زما روغتیا زیانمنوي. کار به خپل کار کوي، زما روغتیا مهمه ده! ههه

شیواني: خو کار خپل کار نه شي کولی. کار باید وشي.

مرکچي: زما روغتیا چې زیانمنېږي، بیا چې بڼ خراب وي، خواړه سم نه وي پاخه، هر څه ګډوډ هم وي، زه يې کیسه کې نه یم. زما خو دې ته بیخي پام نه وو.

شیواني: همدا واقعیت دی.

مرکچي: او دا یوازې پنځه ځله غوسه ده! سمه ده، فرضوو، چې زه په ورځ کې درې ځله په پنځو کسانو غوسه کوم، نو درې په پنځو کې پنځلس کېږي، بیا د دې پنځلسو په مقابل کې د هغوی پنځلس هم بېرته ماته راګرځي، نو دا دېرش کېږي.

شیواني: او یوه بله خبره، دا لړۍ په همدې ځای پای ته هم نه رسېږي. یو ځل چې دېرش ځله له داسې حالت سره مخ شې، بیا دغه لړۍ تر همدې دایرې نه محدودېږي، بلکې ستا شخیت همداسې ګرځي. همدا غوسه ستا په عادت بدلېږي.

مرکچي: او بیا به ته دغه عادت له هر چا سره کوم، کورنۍ سره، ټیکسيوان سره، شنو څراغونو سره، د کور پردو سره، هر چا او هر څه ته به غوسه یم.

شیواني: په دې چې همدغه نقشه دې په ذهن کې جوړېږي.

مرکچي: او یو دایمي عادت مې ګرځي.

شیواني: یقیناً! او وجه یې ستا دا باور دی، چې د کار سرته رسولو لپاره غوسه اړینه ده. یوه مهمه خبره دا ده، چې کار په دې حالت کې هم سرته رسېږي. مثلاً تا وویل چې ته په خوږه لهجه خبرې کوې، خلک دې خبره نه مني، خو غوسه کې ورته امر کوې، مني يې! نو کار دې د غوسې په صورت کې هم سرته رسېږي. خو هغه نور زیانونه به څنګه کوې، چې په دې جریان کې در پېښ شوي دي؟

مرکچي: ته د زیانونو په اړه خبرې کوې. زه خو يې دایمي زیانونه بولم!

شیواني: بالکل! دا زیانونه دایمي دي. که نن ورځ څوک په هایپر ټېنشن اخته وي او د دې اختلال لپاره دوا خوري او ته ورنه پوښتنه وکړې، چې له څو کلونو راهیسې دغه درمل خورې؟ درته وبه وايي، چې لس یا پنځلس کاله راهیسې! او ډاکټران څه وايي؟

مرکچي: ډاکټران به ورته وايي، چې د دغه رنځ مخه نه شي نیول کېدی، درمل به دوامداره خورې!

شیواني: په دې چې دغه زیان دايمي او تلپاتې دی.

مرکچي: ځکه خو وايي، چې یو ځل يې ونیوې، بیا ترې خلاصی نشته.

شیواني: په دې چې ته خپل فکر طرز او چلند نه بدلوې، ته درمل یوازې د خپل بدن لپاره خورې. که اوس ته د خپل ذهن او اروا لپاره هم درمل وخورې، په دې معنا چې خپل باورونه بدل کړې، طرز فکر تغییر کړې؛ نو بیا به دې درملو ته هم اړتیا نه وي، نور به دې بدن روغ وي، ځکه چې ذهن به دې روغ شوی وي. نو زه باید په دې ځان پوه کړم، چې یو ناسم باور زما ټول برخلیک را بدلولی شي.

مرکچي: راځه، همدې یوه ناسم باور ته به تم شو، چې غوسه، زور واکي، اتارټي او واک هغه څه دي، چې په مټ يې کارونه سرته رسېږي. نو زه، سوریش اوبروی، دغه ټول صفات په ځان کې لرم، زه اوس څنګه ځان بدل کړم؟ زما لومړنی ګام به څه وي؟

شیواني: لومړنی ګام دا دی، چې خپل دا باور بدل کړه، چې د کار د سرته رسولو لپاره غوسه اړینه ده.

مرکچي: دغه باور خو مې تقریباً نور بدل شوی دی، په دې چې اوس پوه شوم، چې زیان يې له هغو خوړو چې زما اشپز يې پخوي یا له هغه موټر نه چې خراب شوی دی؛ ډېر زیات دی. په دې ټکي پوه شوی یم. دا یې لومړنی ګام شو.

شیواني: سمه ده، کله چې ستا عامل سیسټم درته وايي، چې د کار لپاره غوسه اړینه ده. د دې په نتیجه کې چې کوم فکر ستا ذهن کې را ټوکېږي، هغه دا دی، چې که چېرته هغوی یو کار سم نه وي کړی، نو باید چیغې پرې ووهل شي او غوسه پرې وشي او دا طبیعي خبره ده. اوس به ستا دغه فکر بدل شي. سمه ده، چې زما کار باید سرته ورسېږي، خو د دې هدف لپاره یوه بله لاره هم شته، چې په دغه لاره کې به زه هم خوندي یم، دوی به هم محفوظ وي او کار به هم سرته رسېدلی وي. اوس به لومړیتوب بشري سرچینې وي، چې په دې ځای کې بشري سرچینې ته او ستا کارمندان دي، نه هغه کار یا موټر، یا بڼ یا خواړه. خو موږ یوازې د دې لپاره چې د کور بڼ مو صفا شي، دې ته اماده یو، چې خپل ذهن چټل کړو.  یوازې د دې لپاره چې له موټر نه مو سمه ساتنه وشي، مثلاً موټروان مو د موټر سمه ساتنه نه کوي، خپل ذهن ورته خرابوو. نو په دې معنا چې موټر تر ما او موټروان نه ډېر مهم دی.

مرکچي: نه، خو دوه زیانه رسېږي، زه هم زیانمن شوم او موټر مې هم خراب پاتې دی.

شیواني: ځکه خو لومړیتوب مهم دی: لومړی د ځان مسؤلیت؛ ورپسې خلک؛ بیا توکي او بیا کار. خو له موږ خبره سرچپه شوې ده، موږ ټول تمرکز په کار کوو، چې کار باید سرته ورسېږي.

مرکچي: کار خو عبادت دی!!!

شیواني: هو، کار عبادت دی!! خو کار څه وخت عبادت دی؟ هغه وخت چې په سم روحاني نیت سره وشي.

مرکچي: هغه وخت چې د عبادت په طریقه وشي؛ څنګه چې ته عبادت کوې، د خپل خدای لمانځنه کوې، همداسې کار هم وکړه.

شیواني: هو! بالکل! ځینې خلک وايي، چې زموږ اعمال یوګا ده، یوګا په ساده ټکیو کې یعنې مراقبه! او دا په دې معنا چې د مراقبې په حالت کې اوسه، بیا یو کار وکړه.

مرکچي: د یوګا لغوي معنا خو دا ده، چې له خپل خدای سره وصل اوسه. نو له خپل خدای سره دې اړیکه ټینګه کړه، او …

شیواني: او بیا خپل کارونه مخته یوسه. دا عبادت او یوګي کارونه نه دي، چې غوسه کوو، چیغې وهو او بیا وایو، چې موږ عبادت کوو، او زموږ کار هم عبادت دی. دا هغه باور دی، چې باید بدل یې کړو. خپل دغه باور مو له دې باور سره تبدیل کړئ: کارونه په ډیسپلین او مینې سرته رسېږي. او هر څه چې مخې ته راځي، زما د کار طرز و طریقه به له ډیسپلین او مینې سره مله وي او د غوسې لپاره هېڅ ګنجایش نشته. نو بل ځل چې یو حالت منځته راځي او تصادفاً غوسه هم شم، زما په سترګو کې به موټروان، خدمتګار یا بل څوک نه وي، بلکې یوه شېبه تم کېږم او وایم، چې سمه ده، تېروتنه مې وکړه، بل ځل به غوسه نه کوم. دوه، درې، څلور ځله چې دا کار وکړم، نور مې دغه عادت پخپله ختمېږي.

مرکچي: نو د خپل ذهن لوحه باید پاکه کړو.

شیواني: روحانیت خو د همدې لپاره دی، چې خپل دغه ریکارډونه پاک کړو، او خپلې هستې ته ځان ورسوو.

مرکچي: او ضرورت هم نشته، چې شاته ولاړ شو؛ چې یو ځل دې صفايي وکړه، سمدلاسه ستا اصلي هسته او جوهر را برسېره کېږي.

شیواني: ههه، همداسې ده! په همدې ډول ګڼ نور باورونه او اعتقادي سیسټمونه هم دي. مثلاً په ماشومتوب کې به مو چې تېروتنه وکړه، مور او پلار به د یو څه مودې لپاره خبرې کول راسره پرېښودل. دا یې د سزا یوه طریقه وه. په دې ډول به يې موږ ته د جرم او ګناه احساس را کاوه. او له دې ځایه موږ دا زده کړل، چې کله کوم چا تېروتنه وکړه، سزا ورکړه. او موږ لا هم له هماغه باور نه استفاده کوو.

مرکچي: یا چا چې تېروتنه وکړه، نو لږ تر لږه د خپلې تېروتنې احساس خو باید ورکول شي! دا هم یو فکر دی.

شیواني: هو، خپله تېروتنه باید احساس کړي!! خو کله چې مور او پلار له خپل ماشوم سره خبرې پرېږدي، ماشوم ډېر زیات د ګناه له احساس څخه تېرېږي. ان که د یوه ساعت لپاره هم وي او مور خپل ماشوم ته توجه ونه کړي او له پامه يې وغورځوي؛ او په دې وخت کې ماشوم په مور پسې منډې وهي، چې بښنه غواړم، بښنه غواړم، او مور يې ځان غوسه او جدي ونیسي، او بیا دا فکر هم ورسره وي، چې دا کار یې د ماشوم د ښېګڼې او ګټې دی؛ په همدې جریان کې ماشوم د ګناه له احساس څخه تېرېږي. موږ غواړو، چې ماشوم اصلاح شي او اصلاح انرژي ته اړتیا لري؛ خو موږ ماشوم مجبوروو، چې د ګناه او جرم احساس وکړي او ګناه هېڅ کله هغه انرژي نه شي پنځولی چې د بدلون او اصلاح لپاره ورته اړتیا ده. او دا تر ټولو ډېر ننګوونکی باور دی، چې تېروتي شخص ته سزا یا د ګناه احساس ورکړه.

مرکچي: آیا دا د ګناه احساس دی او که د تېروتنې درک دی؟

شیواني: سمه ده، که ته غواړې، چې یو څوک خپله تېروتنه درک کړي! مثلاً زه پوه شوم، چې له ما یوه تېروتنه وشوه، خو زه اوس ځواک ته اړتیا لرم، چې ځان اصلاح کړم. زه پوهېږم، چې تېروتنه مې کړې ده، پوهېږم، چې غلط یم، خو اوس د خپل ځان د اصلاح او بدلون لپاره ځواک ته اړتیا لرم. ممکن دغه تېروتنه به زما عادت وي او دغه عادت به نه پوهېږم له کلونو راهیسې له ما سره وي، خو ناڅاپي یو څوک راته وايي، چې دغه عادت دې بدل کړه. خو یوازې پوهه کفایت نه کوي، زه د خپل هغه عادت د اصلاح لپاره ځواک ته هم اړتیا لرم، چې له کلونو زما د شخصیت یوه برخه ده. خو له شاوخوا خلکو څخه زه څه شی ترلاسه کوم؟ د ګناه احساس، مجازات، دا احساس چې هغوی زما له امله ناراضه دي؛ نو زه به هغه ځواک له کومه کوم، چې بدل شم.

مرکچي: موږ وایو، چې موږ هر څه د دې لپاره کوو، چې خپل ماشوم خوشاله کړو او بیا خپل ماشوم سره ځان خفه کوو، تر څو ماشوم مو خوشاله شي؟ دا نو کوم منطق دی؟ ههه

شیواني: بالکل! دا څنګه منطق دی؟ زه غواړم چې ماشوم مې ځواکمنه انرژي وپنځوي، خو کومه انرژي چې زه ور لېږم، مخالفه انرژي ده. دا همداسې ده، چې مثلاً زه غواړم ماشوم مې روغ اوسي. موږ ټول غواړو، چې ماشوم مو صحتمند وي. خو موږ ماشوم ته څه ډول خواړه ورکوو؟

مرکچي: غیرصحي!

شیواني: او بیا وایو، چې ولې مو ماشوم صحتمند نه دی؟

مرکچي: خو زه په یوې خبرې نه پوهېږم، شیواني خورې! چې د ځمکې په سر له هر چا سره خبرې وکړې، دی به وايي چې زه پلانکی کار د خپل ماشوم د خوشالي لپاره کوم.

شیواني: دا هم یو باور دی!

مرکچي: ههه! بالکل دا رښتیا ده، دوی په همدې باور دي، چې دوی د خپل ماشوم د خوشالي لپاره هر څه کوي. خو دغه بل باور یې غلط دی، چې له ماشوم نه خفه دي، هغه ته د ګناه احساس ورکوي، له درد او کړاو څخه يې تېروي، او په دې ډول یو ناسم عادت هم ور لېږي، که څنګه؟

شیواني: بالکل! زموږ هر فکر یو عادت پنځوي. زموږ هر فکر داسې دی، لکه د ذهن په تختي چې لیکل کوې. نو هر ځل چې زه تېروتنه کوم او ته له ماسره خبرې کول پرېږدې، نو زه هر ځل په خپله تختي د ګناه همدا احساس لیکم.

مرکچي: ان پکې نقشوم او توږم یې…

شیواني: هو، او هر ځل چې زه د یو چا د خوشالولو لپاره کوم څه کوم، زه له همدې کړنلارې استفاده کوم؛ او بیا همدې کړنلارې ته دوام ورکوم، خپلې ښځې سره، مېړه سره، خسرګنۍ سره، ماشومانو سره، رئیس سره او داسې نور…. په دې چې دا هماغه وخت ایجاد شوی دی.

مرکچي: نو بلاخره څوک خوشاله دی؟

شیواني: هېڅ څوک هم نه! په دې اساس زما ټول ژوند یوه اوږدمهاله خواري او کړاو دی، تر څو خلک خوشاله کړم، په دې چې زه وېرېږم، چې که چېرته خلک خوشاله نه کړم، هغوی به خبرې راسره ونه کړي، سزا به راکړي او زه به يې بد اېسم. بیا ټول ژوند تر همدې فشار لاندې تېروم، چې دا د کمزوري عزت نفس یو لوی لامل دی.

مرکچي: څومره د تاسف وړ ده، چې موږ څومره ناسم باورونه لرو. په خپله فلمي سټوډیو کې مې یو ځل تر سترګو شوو، لیکلي يې وو، چې ژوند زحمت او خواري ده.

شیواني: یو باور دی!

مرکچي: آیا فکر کوې، چې خفه اوسېدل یو اعتیاد هم دی؟

شیواني: هر ځل چې زه یو فکر پنځوم، په بدن کې یو شمېر هورمونونه افرازېږي؛ نو هر ځل چې زه غوسه یم، په بدن کې مې د اډرالین هورمونونه تولیدېږي. که ته نن ورځ تصمیم ونیسې، چې غوسه به نه کوې، نو ستا بدن د څه وخت لپاره له ځانه د نارامتیا او ناکراري علایم ښيي.

مرکچي: نو مجبوره یم، چې د اډرالین ډوز واخلم! ههه

شیواني: نه، دغه علایم په رښتیا ښيي. ځکه خو ځینې خلک د غوسه کېدو په عواملو پسې ګرځي، دوی په داسې یو شي پسې ګرځي، چې د اډرالین دغه ډوز ور ورسېږي. دغه کار دوی ته ډېر زیات سکون وربښي، چې په یو چا چیغې ووهي، غوسه وکړي، نو ستا فکرونه په بدن معلومه اغېزه کوي. نو کله چې زه هڅه کوم، خپل باور مې بدل کړم، د څه مودې لپاره به ډېر زیات ناکراره یم؛ دا همداسې ده لکه یو اعتیاد چې ختموې. غوسه یو اعتیاد دی، ان عاطفي ټپي کېدل هم اعتیاد دی، د خلکو خوښېږي، چې وژاړي.

 مرکچي: او ما د غوسې لپاره د اعتیاد کلمه په ټوکه کې وکاروله، خو اوس وینم، چې دا ټول یو اعتیاد او روږدتیا ده.

شیواني: بالکل! مثلاً د ژړا اعتیاد! که زه نن ورځ د ژړا لپاره کوم عامل ونه مومم، نو څو شېبې ځان ګوښه کوم او د ماضي یوه دوسیه په ذهن کې خلاصوم، د یو څو شېبو لپاره ژاړم او بیا چې ځان ارامه احساس کړم؛ وایم، چې سمه ده، اوس به بېرته کار پیل کړم، ههه!

مرکچي: همدا ټکی موږ ته د اداکاري په درسونو کې هم را زده کوي، چې هلته يې عاطفي حافظه بولي.

شیواني: وګوره، یوه پېښه په حال کې نه ده، خو زه بیا هم کولی شم، چې د پېښې له موجودیت پرته هم هغه احساس وپنځوم. نو اوس څوک دغه احساسات پنځوي؟

مرکچي: زه!

شیواني: نو هغه پېښه چې موجوده وه، احساسات چا پنځول؟

مرکچي: ما!

شیواني: خو ما ټوله ملامتیا په پېښه ور اچوله.

مرکچي: راځه دغه ټکی به لږ تحلیل کړو. او اوس خو زه دا خبره هم نه شم کولی، چې د پلانکي حالت له امله داسې وشول، په دې چې حالت خو اصلاً موجود نه دی. نو دا خو یې لوی ثبوت دی، چې احساسات موږ پخپله پنځوو.

شیواني: هو! او هر څوک له دې تجربې څخه تېر شوي دي. نه یوازې تاسو د تمثیل پر مهال دغه تجربه تېره کړې، بلکې له موږ نه هر یو دغه تجربه کولی شو. یوازې دوه شېبې ځان ګوښه کوو، او د ماضي دوسیې را پرانیزو او هر ډول احساس پنځولی شو. او په دې ټکي کې یو مهم درس دا دی، چې زه پخپله خپل احساسات او جذبات پنځوم، نه حالات! او زه دا توانايي لرم، چې د حالت له موجودیت پرته هم یو احساس وپنځوم او زموږ ذهن د دې ځواک لري.

مرکچي: په اصل کې د مسؤلیت کلمې زما لپاره لږ ستونزه جوړه کړې؛ یعنې کله چې دغه کلمه مخې ته راځي، نو موږ سمدستي ځان جدي نیسو، چې زه خو مسؤل نه یم. خو اوس دې نتیجې ته ورسېدم، چې اصلاً ټول مسؤلیت زما په غاړه دی.

شیواني: خبره دا ده چېې زه پخپله د خپلو احساساتو پنځوونکی یم!

مرکچي: د پنځوونکې کلمه ښه ده! د مسؤلیت کلمه لږ درنه ده، خلکو ته چې د مسؤلیت نوم واخلې، سمدستي تښتي، هېڅ څوک مسؤلیت اخیستو ته چمتو نه دي.

شیواني: ځکه موږ په دې باور یو، چې هسې هم دومره ډېر مسؤلیتونه را له غاړې دي، نو اوس یو بل مسؤلیت هم را پیدا شو! د ښځې مسؤلیت، بچو مسؤلیت، ټولنې مسؤلیت، کار مسؤلیت، نو اوس د خپل ځان مسؤلیت هم په غاړه واخلو؟ یو بل څوک دې راشي، زما مسؤلیت دې په غاړه واخلي. او دا پخپله یو بل باور دی، چې زه د ټولو …

مرکچي: ښو کارونو مسؤل یم…

شیواني: او د هغو کارونو مسؤل هم یم، چې ښه نه دي. په دې چې موږ پنځولي او ترسره کړي دي، هغه که صحیح وي یا صحیح نه وي، دواړه موږ پنځولي دي. نو پکار ده چې تل خپل باورونه وڅارو او دا د ورځې په جریان کې تر ټولو خوندوره لوبه ده، چې خپل باورونه وڅارو. زموږ باورونه دومره ډېر دي، چې شمېر یې نه ختمېږي. مثلاً تا چې وویل، ژوند زحمت او خواري ده. که زه دغه باور ولرم، نو زما فکرونه به څنګه وي؟

مرکچي: داسې لکه په جېل کې چې یم!

شیواني: ژوند یوه لوبه ده، ژوند سیالي او رقابت ده. دا یې یو بل باور! ان له وړکتون څخه لا موږ ماشوم ته دا ور زده کوو، چې ژوند سیالي ده. په کوم ځای کې سیالي ده؟

مرکچي: «ژوند د ګلونو بستر نه دی، د ازغیو لاره ده.»

شیواني: دا يې بل باور! نو څنګه چې باور وي، هماغسې به فکرونه وي، او هماغسې به زموږ برخلیک وي. نو زموږ ژوند به ارومرو د ازغیو بستر وي.

مرکچي: نو لنډه یې دا چې «که ته هغسې فکرونه کوې، چې پخوا دې کړي دي، نو هغه څه به ترلاسه کوې، چې پخوا دې ترلاسه کړي دي.» نو خپل فکرونه دې بدل کړه.

شیواني: باورونه دې بدل کړه. په دې چې باورونه اصلي هسته ده، باور د هر شي اساس دی. پکار ده چې څو ورځې له دې سره ولوبېږو او وګورو، چې موږ څومره باورونه لرو.

مرکچي: څنګه کولی شو، چې خپل باورونه بدل کړو؟

شیواني: مثلاً ډاکټر درته وايي، چې ستا د یوه مرض سبب سټریس دی. نو ته شاته ولاړ شه، چې زما باور څه شی وو؟ د سټریس په اړه ستا باور دا وو، چې په نننۍ نړۍ کې سټریس طبیعي دی. دغه باور دې بدل کړه او دا باور خپل کړه، چې ارامتیا طبیعي ده. د نړۍ په اړه نه پوهېږم، خو زما لپاره ارامتیا او سکون زما فطرت دی. دغه باور خپل کړه، فکر به دې بدل شي، د کار انداز به دې بدل شي، په پایله کې به دې برخلیک پخپله بدل شي.

مرکچي: نو که زه په دې پوه اوسم، چې زما اصلیت، زما شعور، زما فطرت ارامتیا او سکون ده. آیا زما ورځ به مختلفه وي؟

شیواني: هو، که یې ټوله ورځ په یاد ولرې.

مرکچي: نو هر څه چې کېږي، ترافیکي ګڼه ګوڼه وي، کوم غلط کار کېږي، زه به دا خبره په یاد لرم، چې زما فطرت ارامتیا ده. دا خبره زه هر چېرته ځان سره یاداشت کولی شم، موبایل کې، کتابچه کې! او هر ساعت یو نظر پرې را تېروم، چې زه یوه پرسکونه اروا یم. رښتیا تا خبرو کې وویل، چې موږ باید خپلې هستې ته مراجعه وکړو، دغه هسته زما په وجود کې چېرته ده؟

شیواني: کله چې موږ فکر کوو، د بدن په کومه برخه کې فکر کوو؟ کله چې فکر کوې، نو خپل زنګون ته اشاره کوې، چې زنګون مې ډېر زیات فکر کوي؟ بلکې خپل تندي ته لاس ور وړې، چې ډېر زیات فکر کوم. شعور او هسته زموږ د تندي په منځنۍ برخه یا مرکز کې ده. موږ خپل ځان د رڼا د یوې وړې ذرې په حیث تصور کوو، یا د یوه کوچني ستوري په شان، تر څو لږ اسانه شي.

مرکچي: سمه ده، کوچنیه ستوریه! اوس به لږ مراقبه وکړو.

شیواني: ارامه کېنو:

«خپل ځان په نظر کې نیسم، د دې ماشین سمبالوونکی! زما عامل سیسټم، زما باورونه دي. نن ورځ یوازې یو باور په نظر کې نیسم. ارامتیا زما اصلي فطرت دی، زه پخپله ارامتیا یم، ارامتیا زما د شخصیت هسته ده، زه یو ارامه موجود یم. خپل ځان د کار په لور د تګ په جریان کې په نظر کې نیسم. په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې نښتی یم. ټولې لارې تړل شوې، د یوې مهمې غونډې لپاره را باندې ناوخته دی. خو په دغه ګڼه ګوڼه کې یو فکر پنځوم: ارامتیا زما فطرت دی، زما هر فکر، وینا او عمل له همدې هستې سرچینه نیسي او همدا هسته زه یم، یو ارامه موجود! بیرون کې بې نظمي او ګډوډي کېدلی شي، خو زه په خپل درون او هسته کې ارامه یم، نا اغېزمن شوی، با ثباته او په خپل واک کې!» اوم شانتي!

مرکچي: اوم شانتي!

پای

دیارلسمه مرکه: ځان ته ارزښت ورکړئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب