شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد طالبانو لخوا « د ممنوعه کتابونو» لېست جوړ شوی

د طالبانو لخوا « د ممنوعه کتابونو» لېست جوړ شوی

تاند (شنبه، د جدې ۲۳ مه) د «وزیرستان؛ وروستی تم ځای» اثر لیکوال نذیر احمد سهار خبر ورکړی چې د طالبانو رژیم یې د افغانستان په کتابپلورنځیو کې د کتاب پر پلورلو بندیز لګولی.

د ښاغلي سهار په وینا، د طالبانو په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې سرچینو ورته ویلي چې د واکمن رژیم لخوا د «ممنوعه کتابونو» یو نوملړ برابر شوی، چې تر سلو پورې کتابونه پکې شامل دي.

یو شمېر افغان فعالانو او لیکوالو د طالبانو پر دغه ادعا شوي عمل توندې نیوکې کړي او ویلي، چې دا ډول کړنې به نه یوازې د طالبانو پر سلیقه د نابرابرو کتابونو مخه ونه نیولی شي؛ بلکې لا به یې قوت او مینه وال زیات کړي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی د کتابونو، رسنیو او فکري فعالیتونو په اړه سخت قیودات لګولي.

طالب چارواکو د دغه تازه خبر په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې د خپلو ورته کړنو دفاع کړې ده.

2 COMMENTS

  1. دوی بلکل هغه کارونه کوی چی مخکی به خلقیان او پرچمیان کول، هغوی تول مردار او روک شول دوی به هم روک او مردار شی.

  2. په دې لست کې چې کوم کتابونه شامل دي ، باید تر نورو ډېر واخیستل او ولوستل شي . حتما دا ښه او د انسانیت او ترقي لپاره ګټور کتابونه ، دي نو له همدې امله پرهغو بندیز لګول کیږي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب