دوشنبه, مې 20, 2024
Home+دیارلسمه مرکه: ځان ته ارزښت ورکړئ

دیارلسمه مرکه: ځان ته ارزښت ورکړئ

د روڼتیا په لور

له شیواني ورما سره د ټلویزوني مرکو لړۍ

ژباړه او زیاتونه: رحمت شاه فراز

مرکچي: د «روڼتیا په لور» خپرونې ته ښه راغلئ. ښه راغلاست، آغلې شیواني! موږ په دې خبرې کړې دي، چې زموږ ژوند او خوشالي زموږ د فکرونه نتیجه او ثمره ده. تېر ځل مو په اعتقادي سیسټمونو خبرې وکړې. اعتقادي سیسټم د خوشالۍ لپاره څومره اړین دی؟

شیواني: په تېرو مرکو کې موږ په اصل کې په هغه ټوله پروسه خبرې وکړې، چې زموږ په درون کې صورت مومي، چې په دغه پروسه کې هر فکر، یو احساس پنځوي؛ له دغه احساس څخه زموږ چلند تشکیلېږي؛ چلند په عمل اوړي او څو ځله تکرار شوی عمل په عادت بدلېږي او عادتونه په ټوله کې بیا زما شخصیت سازوي. او زما شخصیت زما برخلیک ټاکي. دا هغه پروسه ده، چې له فکر څخه تر برخلیک پورې ترسره کېږي. نو یوه مهمه پوښتنه دا شوه، چې زموږ د هر فکر کیفیت ډېر زیات اهمیت مومي. بیا مو وکتل، چې هغه څه شی دي، چې زما د فکر کیفیت ټاکي. سره له دې چې هر څوک د مثبتو فکرونو په اړه خبرې کوي، نو بیا ولې منفي فکرونه دومره په طبیعي بڼه را پیدا کېږي، چې یوه عادي انګېزه، محرک یو یا حالت رامنځته شي، نو سمدلاسه منفي فکرونه پیلوو. ومو لیدل، چې هغه څه چې زما د فکرونو کیفیت ټاکي، درې فکټورونه دي: یو، زما تېرې تجربې؛ دوهم، معلومات، چې په دې کې مو سهار وخته یا د شپې ناوخته له ویدېدو مخکې د رسنیو، ټلویزونونو او اخبارونو تاثیراتو ته کتنه وکړه. دا دوه زموږ د فکرونو په کیفیت ډېر زیات اغېز ښندي. خو تر ټولو ډېر مهم يې اعتقادي سیسټمونه دي. په اعتقادي سیسټم باندې د پوهېدو لپاره به کمپیوټر په نظر کې ونیسو. کمپیوټر دوه برخې لري، یو يې ظاهري وجود دی، لکه زموږ ذهن یا وجود. او بله برخه يې عامل سیسټم ده او همدا د ماشین (یا زموږ) اعتقادي سیسټم جوړوي.

مرکچي: نو اعتقادي سیسټم د ماشین عامل سیسټم (operating system) دی؟

شیواني: بالکل! څنګه چې عامل سیسټم وي، په هماغه ډول به دغه ماشین بل هر پوستغالی یا سافټویر چلوي. مثلاً تا به اورېدلي وي، چې خلک وايي، پلانکی سافټویر په پلانکي عامل سیسټم کار کوي او پلانکی سافټویر په پلانکي عامل سیسټم کار نه ورکوي. سمه ده، چې ماشین مهم دی؛ خو عامل سیسټم خورا ډېر مهم نقش لوبوي. امکان دې ولري چې ځینې وختونه په عامل سیسټم کې یو ویروس را پیدا شي، چې دغه ویروسونه د انسان له ځینو اعتقادي سیسټمونو سره تشبیه کولی شو؛ چې زما فکر کول ټکنی کولی او په پایله کې زما برخلیک کړکېچنولی شي. نو روحانیت له موږ سره مرسته کوي، چې د دغه ویروس په مقابل کې یو انټي ویروس (ضد ویروس) نصب کړو.

مرکچي: نو روحانیت ویروس صفا کوونکی انټي ویروس دی؟ ههه!!

شیواني: هو، خو په دې شرط چې موږ د انټي ویروس او د انټي ویروس د نصبولو په ارزښت پوه اوسو. ډېری خلک کمپیوټرونه کاروي، خو په خپلو کمپیوټرونو کې انټي ویروس نه نصبوي. په پایله کې يې وخت په وخت کمپیوټر ستونزې ورته جوړوي.

مرکچي: بله دا چې دوی دا هم نه ګوري، چې عامل سیسټم يې نور له تاریخه تېر شوی؟ ههه!!

شیواني: ههه! هو، باید خپل عامل سیسټم اپډیټ هم کړي، له شک پرته! د دې نښه څه شی ده، چې زما ماشین ستونزې جوړوي؟ وخت په وخت غوسه، قهر، درد، رنځېدل؛ دا ټول د عامل سیسټم د خرابېدو نښې دي.

مرکچي: د ستوماني احساس کول، ژور خفګان او داسې نور…

شیواني: بالکل! نو اوس باید موږ پوه شو او ځان خبر کړو، چې په ورځ کې څو ځله زموږ سیسټم له کاره لوېږي.

مرکچي: خو ډېری داسې کسان هم شته، چې د ورځې څو ځله نه، بلکې ټوله ورځ یې همداسې په ځور او کړاو کې تېرېږي!

شیواني: او بیا به دا هم وايي، چې دا هر څه طبیعي دي، همدا زما طبیعي چلند دی، او ګواکې زه همداسې یم.

مرکچي: او دوی به نور خلک ملامتوي، چې کوم بل چا دغه ویروس را کې اچولی دی.

شیواني: ان که یو څوک ویروس را کې وا هم چوي؛ نو بیا هم دا زما مسؤلیت دی، چې انټي ویروس نصب کړم. هېڅ څوک هم نه راځي، چې په ما کې انټي ویروس نصب کړي. یو څوک خو ویروسونه را کې اچولی شي، خو انټي ویروس به څوک نصبوي؟ زمانه ورځ په ورځ پېچلې کېږي، حالات ورځ په ورځ بحراني کېږي، د خلکو چلند ورځ تر بلې د نه پیش بیني وړ ګرځي؛ مثلاً زه تا له کلونو راهیسې پېژنم، خو ناڅاپي دې په چلند کې بدلون راځي؛ ما له یوه خاص ډول چلند سره ته پېژندلې، خو ناڅاپي چې تا په بل حالت کې وینم، نو ځان سره وایم، چې ما خو دا تمه نه کوله، چې ته به داسې چلند وښيې. وبه وایو، چې په عادي ډول ستا طبیعت ډېر خوش مزاجه، خوشاله او بې غمه غوندې وي. خو ناڅاپي یو بدلون درکې راځي. یوه ذهني ستونزه درته پیدا کېږي. په ژوند کې له کوم کړکېچ سره مخ یې؛ یوه ناحل شوې ربړه دې ځوروي، یا کوم بل څه. نو ستا چلند او وضعیت به بدلېږي.

مرکچي: سمه ده.

شیواني: دا بدلون د یوې ورځې لپاره هم نه دی. یو دوامداره بدلون به درکې راځي، په دې چې ستا په ذهن کې یو څه شته، چې تا خپل پخواني حالت ته نه پرېږدي. خو زه یوازې ستا له هغې څېرې سره بلد یم، چې له ماسره په ډېر ښه ډول خبرې کوې، ډېر په ادب راسره غږېږې؛ خو اوس ناڅاپي هېڅ نه پوهېږم، چې ولې له ما څخه په شا روان يې. خبرې او مجلس دې د پخوا په څېر نه دي.

مرکچي: نو په دې ځای کې ستا مسؤلیت څه شی دی؟

شیواني: زما مسؤلیت دا دی، چې لومړی په خپل ځان پام وکړم او دردمن نه شم.

مرکچي: او په دې هم باید ځان پوه کړې، چې زه به ممکن له کوم کړاو یا درد څخه تېرېږم؟

شیواني: دا کار یوازې هغه مهال کولی شم، چې کله ما پخپله درد نه وي لیدلی. همدا هغه ټکی دی، چې په ملګرتیاوو او روابطو کې موږ د یوه بل غمخواري نه شو کولی؛ په دې چې که لومړی زه دردمن شم، نو زه به ناست یم، په خپلو ټپونو به مرهم ږدم.

مرکچي: دا داسې ده، چې زه ناروغ یم او زما په لیدو ته هم ناروغ شې؛ نو دواړه چې ناروغ شو، ډاکټري به څوک کوي؟

شیواني: همدا خبره ده. که یو لوری د تداوي مسؤلیت په غاړه واخلي، یوازې په همدې وخت کې به د دې جوګه وي، چې د بل کس درملنه وکړي. خو که زه پخپله ناروغ اوسم، نو زه به همدا کرل رېبل کوم،  چې تا ولې ماسره داسې خبرې وکړې، تا خو هېڅ کله له ماسره داسې خبرې نه وې کړې، آیا نن خفه یې؟ نو زه ستا چلند ځان ته کش کوم. که تا نن ورځ له ماسره په سمه خوله خبرې نه وي کړې، نو زه په دې ځان نه پوهوم، چې له تا سره څه شوي دي؟ بلکې د ځان په محور له تا پوښتنې کوم، چې آیا له ماسره خفه یې؟ له ما کومه تېروتنه شوې ده؟ آیا تا کوم بل ملګری پیدا کړی دی؟ آیا اوس له بل چا سره خبرې درته لومړیتوب لري؟

مرکچي: خو دا ستا لپاره ولې دومره مهمه ده، چې زه څنګه یم؟

شیواني: د خلکو له لوري منل کېدل، د نورو خلکو له لوري قدر دانی او همغږي ترلاسه کول؛ همدا یې وجه ده، چې له ما سره ستا چلند مهم دی. په دې ځای کې د اړیکو ارزښت او مهموالی ممکن توپیر جوړ کړي. خو د شاوخوا خلکو له لوري منل کېدل، قدردانی یې درلودل او همغږي لاسته راوړل زموږ د عزتِ نفس یو بنیاد ګرځېدلی دی.

مرکچي: شیواني خورې! دا راته ووایه، چې ورانپوهاوی ولې تر پوهاوي دومره اسانه دی؟

شیواني: موږ ورانپوهاوی لرو، په دې چې موږ درد لیدلی دی. موږ په درد کې یو. او کله چې موږ په درد کې یو، نو هېڅ کله هم یوه حالت ته له صحیح لیدلوري نه شو کتلی.

مرکچي: نه، ستا خبره سمه ده، زما هدف دا وو، چې ورانپوهاوی، تر پوهاوي ډېر اسانه دی. داسې ولې ده؟

شیواني: ستا جامې سپینې دي. که زما سترګې صفا وي، نو زه به سپین رنګ وینم. خو که زما د درد، زما د ایګو، زما د کړاو له امله زما د سترګو په مخکې د یوه بل رنګ نقطه نظر غوړېدلی وي؛ نو زما دغه نقطه نظر زما لپاره ستا د جامو رنګ هم بدلوي. همدا ورانپوهاوی دی.

مرکچي: نو آیا د دې هېڅ پای نشته؟ تل به راسره وي؟

شیواني: شته يې. خپلې سترګې وینځو. تاته نه وایم، چې جامې دې بدلې کړه، خپلې سترګې پاکوم.

مرکچي: اوه! له سهارنۍ او شپنۍ مراقبې ستا موخه همدا وه؛ ځکه چې دغه مراقبه هم د ذهني صفايي یوه برخه ده؟

شیواني: همداسې ده. هره پرده او هر منفي فکر؛ کله چې زه په خپل ذهن کې منفیتوب ولرم، نو زه له همدې کړکۍ تاته ګورم. که زه له دې امله له درده تېرېږم، چې په تا کې یو بدلون راغلی دی. نو اوس زه دردمن یم او دغه درد له ځان سره هر چېرته لېږدوم او اوس هر څوک د همدې درد له کړکیو وینم. که چېرته تا له ما مخ اړولی وي او زما عزت نفس ټیټ شوی وي، نو اوس به زما عزت نفس د هر چا پر وړاندې ټیت وي. داسې نه ده، چې له تاسره اوسم، عزت نفس به مې لوړ وي، خو چې له بل چا سره اوسم، نو عزت نفس به مې را ټیټ شي.

مرکچي: زما په نظر ځینې خلک تا ته ارامتیا درکوي او ستا عزت نفس هم لوړولی شي.

شیواني: خو موږ په دې خاطر په خلکو پورې ځان نه شو وابسته کولی، چې زموږ عزت نفس را لوړ یا ټیټ کړي. که زه پنځه داسې کسان ومومم، چې زما ځان درناوی لوړولی شي، نو پنځوسو داسې کسانو سره هم مخ کېدلی شم، چې بېرته يې را ټیټولی هم شي.

مرکچي: همدا وجه ده، چې هر څوک د ارامتیا خپله ساحه لري، خپله یوه ډله لري، خپل ملګري لري…

شیواني: خو د ارامتیا ساحه يې څوک ده؟ کورنۍ، ملګري؟ خو په همدې کورنۍ او ملګرو کې ګڼ داسې افراد به وي، چې زموږ عزت نفس به ټیټوي.

مرکچي: زه هم همدا درته وایم، چې ان د شلو تنو په یوه کورنۍ کې هم موږ درې یا څلور تنه انتخابوو، چې زه له دې څو تنو سره ارامه یم، له هغو څو کسانو سره ارامه نه یم، ځکه چې لومړنۍ ډله زما عزت نفس نه ټیټوي. خو په دې ډول مې ځان په خپل لاس محدود کړ، که څنګه؟ دا خو مې پخپله خپله نیوکه ځواب کړه. ههه!

شیواني: سره له دې هم؛ وبه وایو، چې ستا په خوا کې زما عزت نفس لوړېږي، په دې چې تا په نامشروط ډول منلی یم. خو ته دغه کار یوازې هغه مهال کولی شې، چې ته پخپله د ذهني ثبات په حالت کې اوسې. که سبا ورځ ته له کومې ستونزې سره مخ شې، نو ته په نامشرط ډول زما د منلو ظرفیت له لاسه ورکوې.

مرکچي: کله چې زه په ستونزو کې ښکېل اوسم، نه یوازې ظرفیت له لاسه ورکوم. فرض کوو، چې زه له «الف» سره مینه لرم او هغه مې عزت نفس لوړوي؛ خو په کومه شېبه کې چې د الف یو چلند زما نه خوښېږي، نو زما حالت بېرته خرابېږي.

شیواني: همداسې ده. بیا به زه وایم، چې تر پرونه پورې مې له دې شخص سره ډېر ښه احساس کاوه، خو اوس باید زه نوموړي شخص ته خپل ځان ثابت کړم. او کله چې زه د خپل ځان د ثابتولو کوشش پیلوم، نو تل به یوه وېره راسره وي، چې آیا هغه شخص له ماسره خوشاله دی؟ آیا ما خپل ځان ورته صحیح ثبات کړ؟ او زه چې مسلسل د ځان د اثبات او وېرې په حالت کې اوسم، هېڅ کله به هم ونه شم کولی، چې په سمه توګه برخورد وکړم. او ان که هر څه سم هم ترسره کړم، سمه انرژي به نه ور لېږم.

مرکچي: نو په پای کې موږ دې نتیجې ته رسېږو، چې موږ باید «خپلواک» اوسو او په چا پورې ځان ونه تړو؟

شیواني: یقیناً! همدا روحانیت دی. ههه! په انګریزي کې خپلواک ته «independent» کلمه کارېږي؛ په دې معنا چې موږ باید په خپل درون «in» باندې «dependent» یا متکي اوسو. یوازې په هغه یوه موجود پورې باید وابسته اوسو، چې دننه ناست دی. په بهر «out» پورې باید تړلي نه اوسو، ځکه چې دباندې هر څوک د خپل بدلون او تغییر لپاره دلایل لري.

مرکچي: آیا په دې ډول تنها او ګوښی کېږې نه؟

شیواني: که چېرته خپلواک اوسې، ګوښی او تنها به شې. خو تا لږ وړاندې په خپلو خبرو کې وویل، چې د دې لپاره چې له یو چا سره مرسته وکړې، لومړی باید ته پخپله روغ اوسې. که زه پخپله روغ اوسم، نو زه به تل د خلکو د مرستې لپاره حاضر یم. خو که پخپله روغ نه اوسم، بیا هېڅ کله د خلکو مرستې ته نه شم ور نږدې کېدلی. و دې شي، چې په فزیکي ډول به د خلکو په خوا کې یم او ورته وایم به، چې موږ ټول یو بل سره خوا کې یو. خو موږ ټول به ټپي او دردمن یو. نو موږ د یو بل لپاره څه شی کولی شو؟

مرکچي: یو بل ته به درد ورکوو…

شیواني: نو زه باید خودغرضه شم، تر څو بې غرضه کارونه وکړم. د «خیرخواهي» لپاره «خودخواهي» شرط ده.

مرکچي: او دا یوه ډېره مثبته «خودخواهي» ده…؟

شیواني: دا تر ټولو مطلقه خودخواهي ده، چې له نورو خلکو سره د خیرخواه کېدو په برخه کې مرسته راسره کوي. که نه نو؛ موږ فکر کوو، چې موږ د نورو خلکو لپاره هلې ځلې کوو، خو په واقعیت کې مو خلکو ته لاسونه لپه کړي وي او ترې غواړو يې. موږ د خلکو لپاره په دې وجه یو څه کوو، چې موږ له خپل کار څخه یو څه توقعات لرو. نو دا هېڅ خیرخواهي نه ده، بلکې دا په اصله معنا خودخواهي ده، چې منحصر بغیر ده.

مرکچي: په دې ځای کې له «خودخواهي» ستا مراد دا دی، چې «خودخواه» شه، تر څو د نورو لپاره «خیرخواه» شې؟

شیواني: په دې چې معادله په همدې حالت کې سمېږي، چې یوازې یو روغ انسان کولی شي، چې د ناروغ انسان تداوي وکړي او په ټوله معنا به د خلکو په خوا کې وي او موږ به د دې جوګه یو، چې نور خلک په سمه توګه درک کړو.  حال دا چې موږ د خلکو په خوا کې نه یو. اصلاً ورانپوهاوی ولې رامنځته کېږي؟ ځکه چې په خپل فکر او چلند له پوهېدو پرته زه بل څوک نه شم درک کولی. زه ولې بد احساس لرم؟ هېڅ نه پوهېږم. او په همدې حالت کې بیا غواړم، چې په دې پوه شم، چې ته ولې بد احسا لرې؟! څنګه شونې ده؟ زه ولې په درد کې یم؟ ځواب ورته نه لرم. خو زه غواړم، په دې پوه شم، چې ته ولې خفه یې. د براما کوماري په غورځنګ کې له ګډون وروسته، اوس زه پوهېږم، چې زما دروني سفر په څه ډول جریان لري. اوس چې زه په درد کې اوسم، سمدستي پوهېږم، چې زه دردمن یم او دا یې وجه ده او د دې تر شا لامل یې دغه چلند دی. اوس دا په ما پورې اړه لري، چې تر څومره وخته پورې غواړم په همدې حالت کې پاتې شم. که حسد کوم، سمدستي پوهېږم، چې حسد کوم. دا چې زه اوس په خپل میکانیزم پوهېږم، نو د نورو په میکانیزم پوهېدل ډېر زیات راته اسانه دي. حتی که همدا اوس یو څوک خفه ووینم، زه کولی شم، چې د هغه تر خفګان شاته ولاړ شم او دا وګورم، چې د هغه شخص په درون کې څه روان دي، چې دغه درد یا چلند ترې زېږېدلی دی. په دې ډول، له خلکو سره تعامل او تقابل اسانه کېږي. په دې صورت کې ته خفګان نه وینې، د هغوی تنقید او ګوتڅنډنې تر پام نه درځي؛ ته دې ته پام کوې، چې د دې سړي په ذهن کې کوم ډاینامیک جریان لري، چې دغه حالت یې پنځولی دی. په دې چې اوس ته پوهېږې، چې د ذهن ډاینامیکونه په څه ډول کار کوي. او دغه ډاینامیکونه په هر انسان کې یو شان دي. یوازې باید د یوه انسان په میکانیزم ځان پوه کړې، تر هغه وروسته د هر چا په میکانیزم پوهېدلی شې.

مرکچي: ماته دې د خپل کلي یوه پېښه را یاده کړه. زموږ یوه ګاونډي یو ځل بیخي اعصاب له لاسه ورکړي وو، په هر چا يې چیغې وهلې، جنګ ته په دوو پښو ناست وو او بیخي اور و لمبه وو؛ نو یوې ملګرې ته مې وویل، چې ته د دې سړي چلند و برخورد ته وګوره، ماته خو دا کار ډېره سخته بداخلاقي ښکاري او کرکه مې ترې راځي. هغې یوه خبره وکړه، ويې ویل: خو دی څنګه؟ ته ورته وګوره بې چاره، خامخا به کوم لوی درد او رنځ لري، چې دغه ډول چلند کوي. نو هغې چې هغه ورځ څه وویل، نن مې سر پرې خلاص شو. په دې چې په نورو پوهېدل ډېر ستونزمن دی. «ولې مې مېرمنه داسې چلند کوي؟» ما هېڅ کله دا فکر ونه کړ، چې پخپله زه ولې داسې فکر کوم؟ زه ولې له هغې پوښتنه نه کوم، چې ته ښه يې؟ زه درسره څه مرسته کولی شم؟ خو د دې په ځای، له ځان سره وایم، چې سمه ده، هغه دا ډول چلند کوي، نو زه به هم یا په ورځپاڼه ځان مشغول کړم، یا به ټلویزون روښانه کړم او یا به بلې خونې ته ولاړ شم.

شیواني: همدغه ګوښه والی دی. همدا په شا تګ دی. کله چې موږ د نورو خلکو چلند نه شو کنټرولولی، موږ په شا کېږو. ان که دغه چلند او برخورد یې مؤقتي او د یوه ساعت لپاره هم وي. خو کله چې مقابل شخص په درد کې وي، موږ خپل ځان را ټولوو او تېښتې ته مخه کوو. فرض کوو، هغسې چې تا وویل، چې مېرمنه دې غوسه کېږي، یا یو بل ډول چلند ښيي، دا د دې نښه ده، چې هغه ستا مرستې ته اړتیا لري. خو په همدې شېبه کې موږ یو ګام لا شاته کېږو.

مرکچي: هو، «که ته دا ډول چلند کوې، سمه ده؛ زه هم نور له تاسره خبرې نه کوم.»

شیواني: هو، «یوازې اوسه او هر کله چې ښه شوې، نو زه به بېرته راشم». خو همدا هغه وخت دی، چې هغوی زموږ مرستې ته اړتیا لري. خو د دې هم وجه دا ده، چې موږ په خپل ځان پام نه شو کولی. او چې کله وینو، زموږ وس پرې نه رسېږي، نو د ځان لپاره د تېښتې لاره لټوو.

مرکچي: او بیا وروسته دا هم ورته وایو، چې زه درسره مینه لرم، حال دا چې دا مینه نه ده.

شیواني: په دې چې دا ملاتړ نه دی. موږ په واقعیت کې د یو بل په خوا کې نه یو. له احساساتي پلوه د یو بل په څنګ کې نه یو، له فزیکي پلوه، سمه ده، د یو بل سره اوږه په اوږه یو او په یوه کور کې به اوسېږو. خو د یو بل د درمان لپاره د یو بل په خوا کې نه یو. په دې چې موږ لومړی د خپل ځان درملنه نه ده کړې.

مرکچي: نو بېرته ټوله خبره زما «خپل ځان» ته راځي، چې زه باید لومړی په «زه» کار وکړم.

شیواني: فرض کړه، ته له یوه ملګري سره ناست یې. شل یا څلرویشت کلن زوی دې خونې ته در ننوځي. هېڅ ستړي مشي درسره نه کوي، روغبړ درسره نه کوي، همداسې درباندې تېرېږي. ان په خوا کې ناست ملګري سره دې هم روغبړ نه کوي او همداسې ستاسو په خوا کې تېرېږي. او خپلې خونې ته ځي. ته به څه فکر کوې؟

مرکچي: زه به وایم، چې په دې هلک څه شوي، په اخلاقو يې څه تندر را غورځېدلی. ممکن یو څوک ووايي، چې سړی همداسې خونې ته راځي، یوه ستړي مشي هم نه کوي.

شیواني: موږ به ان دا فکر هم کوو، چې دغه ملګری به مې څه فکر کوي، چې خوا کې مې ناست دی. فکر به کوي، چې زوی ته مې سمه تربیه نه ده ورکړې؟

مرکچي: اوووه!

شیواني: او بیا به زما دغه ملګری دباندې ځي او څومره خلکو ته به ووايي. او دا ټول به زما په باره کې څه فکر کوي. نو موږ لګیا یو، خپل درد پنځوو او بیا په خپل درد او زخم مرهمونه ږدو.

مرکچي: او دا تصور هم نه کوم، چې دغه ملګری چې دباندې ولاړ شي، ممکن دومره به مصروفه وي، چې دغه پېښه به يې اصلاً په ذهن کې پاتې نه وي.

شیواني: ان که پاتې هم وي، څه پروا کوي؟ زما رول او زما مسؤلیت تر ټولو له مخه دا دی، چې په دې ځان پوه کړم، چې هغه کوم زخم وو، چې له امله يې زما زوی دغه ډول چلند وښوده، نه دا چې ولې یې ستړي مشي ونه کړه یا خلک به څه وايي. خو ملګری چې ولاړ، زه مې زوی ته ورځم، ورته وایم، چې ولې دې داسې چلند وښوده. سړی به همداسې کوي، په ساده ستړي مشي او روغبړ هم نه پوهېږې؟

مرکچي: «زما ملګري به څه وايي….؟»

شیواني: هو. خو لومړی باید موږ په دې ځان پوه کړو، چې اصلاً د ماشوم دننه کوم درد پټ دی؟ او ډېری وختونه موږ حتی په دې پوهېږو هم نه، چې زموږ دروني زخم څه شی دی؟ خو زوی مو راته وايي، چې زه بیخي ښه یم، دروازه درپسې وتړه. ځکه چې دمګړۍ هغه پخپله هم په درد کې دی، هغه نه غواړي، چې له هېڅ داسې چا سره وګوري، چې په درد کې دی. او مور او پلار يې له مخه لا په درد کې دي، په دې چې (د ماشوم د درد) له امله يې ځان ته درد ایجاد کړی دی.

مرکچي: خو ځینې وختونه حتی په لوی لاس نه غواړې، چې له یو داسې چا سره هم وګورې، چې دردمن یا ټپي نه دی، فقط غواړې چې یوازې اوسې.

شیواني: ته چې دردمن اوسې، نو په دغه شېبه کې به دې سترګې پسې وځي، چې له یوه داسې چا سره ووینې، چې په بشپړه توګه له ثباته برخمن او سالم وي. او په دغه وخت کې په بشپړه توګه تا په نامشروط ډول ومني. او نامشروط ملاتړ دې وکړي. خو موږ له ډېرو خلکو نامشروط ملاتړ نه ترلاسه کوو. حتی له یوې مخې يې نه ترلاسه کوو. همدا وجه ده، چې تر ټولو ستر ځواک موجود دی. هغه ذات، هغه انرژي ده، چې موږ له هر ډول شرط پرته مني. نامشروط منل په دې معنا، چې ستا د چلند او برخورد سره، سره زه خپل ثبات له لاسه نه ورکوم. او همدا نامشروط منل دي. او ستا په اړه قضاوت هم نه کوم. په همدې حالت کې، هغه انرژي چې له یوه داسې چا څخه خپرېږي، چې موږ په نامشروط ډول مني، زموږ د ټپونو په رغېدو کې مرسته راسره کوي.

مرکچي: ستا دغه کرښه مې خوښه شوه، چې ودې ویل، خپل ثبات له لاسه نه ورکوم؛ په دې چې موږ په اتومات ډول پرلپسې د نوسان په حالت کې یو. ته دې غږ لوړ کړه، زه یې هم لوړوم. ته نرمې خبرې وکړه، زه هم په پسته خوله درسره غږېږم. که ته مسکی شې، زه هم مسکی کېږم. که ته په پټه یو شی لولې، مثلاً موبایل کې؛ نو زه هم وایم، چې دی ځان سره مصروفه دی، نو زه به هم یوې خوا ته ځان مصروفه کړم. نو ژوند مو ډېر پېچلی کړی دی.

شیواني: دا هماغه څه دي، چې تېره ورځ مو خبرې پرې وکړې. زموږ چلند او برخورد د نورو خلکو د چلند او برخورد له لاسه بدلون مومي. خو له ما خپله حقیقي او دروني ښکلا هېره وي. مثلاً زما ساړۍ سپینه ده او اوس چې له داسې چا سره مخ کېږم، چې سرې جامې یې اغوستي وي، زه هم د خپلې ساړۍ رنګ بدلوم؛ که چا توره ساړۍ اغوستې وي، زه هم د خپلې ساړۍ رنګ توروم. او د ورځې په پای کې زما خپل سپین رنګ هېڅ نه پاتې کېږي.

مرکچي: نو ته پخپله چېرته یې؟

شیواني: همدا خبره ده. زما خپل شخصیت چېرته دی؟ زه پرلپسې خپل شخصیت د نورو خلکو د شخصیت په رنګ، رنګوم. پوهېږې، په حقیقت کې خو دا د هغوی شخصیت هم نه وي، بلکې د هغوی د شخصیت په باره کې زموږ لیدلوری وي.

مرکچي: اووه! د هغوی د شخصیت په باره کې زموږ لیدلوری وي؟

شیواني: هو، زموږ لیدلوری وي. موږ خلک هغسې نه پېژنو، څنګه چې هغوی دي.

مرکچي: ممکن موږ به يې اصلاً وړتیا نه لرو، چې خلک په رښتینې معنا وپېژنو.

شیواني: په دې چې موږ خلک له خپل لیدلوري وینو. یوازې یو شخص دی، چې ما په رښتینې معنا پېژني، هغه زه پخپله یم. بل هېڅ څوک هم دا ادعا نه شي کولی، چې ګواکې ما ډېر ښه پېژني. نه! زه او ته یو بل د خپل لیدلوري له زاویې پېژنو. او زموږ لیدلوری تل د تغییر په حال کې وي.

مرکچي: نو یو ماشوم خپل پلار له خپل لیدلوري پېژني، او مېړه خپله مېرمنه له خپل لیدلوري پېژني، او مېرمنه يې له خپل…؟

شیواني: بالکل! همداسې ده. یو پلار به له خپلو درې زامنو سره مختلف برخورد کوي، په دې چې درې واړه زامن خپل پلار له جلا، جلا لیدلوري ویني. یو زوی به په ډار او وېره کې وي، په دې چې هغه ماشوم پخپله کمزوری دی. یو زوی به له اعتماده ډک وي او په منډه ورځي او د پلار غېږه کې ځان ور اچوي. یو زوی به په کونج کې ولاړ وي، چې پلار مې راغی، نو ښه خبره ده، چې له مخې يې لرې شم. پلار يې یو دی. د پلار شخصیت او فطرت یې یو دی. نو چې یو زوی له خپل پلار سره ارامه دی، دا بل ولې وېرېږي؟ په دې چې دغه بل زوی کمزوری او خاموشه انسان دی، او خپل پلار ته له خپل لیدلوري ګوري. پلار يې یو دی. همدغه ډول مشر به يې یو وي، خو د سازمان هر غړی به له خپل مشر سره د خپل لیدلوري او خپل شخصیت له مخې جلا، جلا اړیکه لري. او بیا موږ وایو، چې مشر داسې او داسې دی. مشر داسې او داسې نه دی…

مرکچي: خو شیواني خورې! مثلاً تا د مشر یادونه وکړه. زه به مېړه را واخلم. که چېرته یو مېړه توند او قهرجن وي، نو مېرمنه یې ورته وايي، چې نه کېږي چې کله خو لږ ارامه او ښه چلند وکړې، په ارامه وغږېږې او لږ مینه ناک شې. خو د یوې بلې ښځې مېړه به ارامه، مینه ناک او خوږ انسان وي، خو ښځه به یې ورته وايي، چې «لږ توندي او غوسه درکې پیدا کړه. وګوره، هغه پلانکي داسې خبره راته وکړه، تا هېڅ هم ورته ونه ویل.» نو وګوره، چې ته د خپل ملګري یا شریک له یوه رول سره خوشاله نه یې، بلکې ته پخپله غواړې، چې ملګری دې مختلف رولونه ولوبوي.

شیواني: په دې چې تا په خپل ذهن کې دا تصویر جوړ کړی، چې یو ښه مېړه څنګه وي.

مرکچي: نو یو مېړه باید په مختلفو حالاتو کې مختلف ډوله نقشونه ولوبوي.

شیواني: خو همدا زما تصویر دی. پوهېږې، په ګډ ژوند یا په بله هره اړیکه کې څه کېږي؟ ته ځان سره د یوه ایډیال ملګري او ایډیالې ښځې یا مېړه تصویر سازوې.

مرکچي: ان د ګډ ژوند اړوند کتابونو کې دې د مېړه او ښځې صفات هم لوستي وي. ههه!

شیواني: نه هغه ایډیالونه او صفات هم نه ښیم! بلکې شخصیتي ایډیالونه ښیم. او بیا خپل ټول ژوند هڅه کوم، چې خپل مېړه له خپل تصویر سره برابر کړم. مثلاً زما تصویر دا دی، چې زما مېړه یا ښځه باید ډېر ټولنیز، ډېر ډاینامیک او ډېر خوش مزاجه وي، خو ناڅاپي یو داسې همسفر را په برخه شي، چې ډېر زیات نرم، غلی او درون ګرا غوندې وي. نو زما په اند زما همسفر باید داسې نه وي. نو په دې ځای کې خبره دا نه ده، چې زما همسفر څنګه یو فرد او انسان دی، بلکې ټوله خبره د هغه تصویر ده، چې ما په خپل ذهن کې ساز کړی دی او بیا تل په ټینګار ورته وایم، چې ته باید داسې ونه اوسې. ته باید ډېر ټولنیز، خوش مزاجه، خوله ور او داسې او داسې اوسې. څوک وايي؟ زه وایم چې همسفر مې باید داسې وي، ځکه چې زما تصویر همداسې دی.

مرکچي: او بیا؟ که همسفر دې هماغسې شي؟ یعنې بیرون ګرا او ټولنیز شي. نو بیا به وايې، چې دومره بیرون ګرايي او ټولنیزوالی مې هم نو نه ښوده. ههه

شیواني: همداسې ده. ههه. په دې چې ته باید په هغه کچ و مېچ ځان برابر کړې، چې ما ټاکلي دي؛ او ما ستا د اخلاقو او شخصیت کچ و مېچ برابر کړي. دا داسې ده، لکه یوه خیاط ته ورشې او هغه ستا جامې د خپل زړه په کچ و مېچ درته وګنډي او بیا تاته ووايي، چې اوس دې خپل اندام بدل کړه او خپل ځان دې له دې جامو سره برابر کړه. نو د دې په ځای چې ستا په اندازه جامې درته برابرې کړم، زه هم په خپله خوښه ستا جامې درته جوړوم. بیا درته وایم، چې اوس همدې جامو ته ځان برابر کړه. د ماشوم په اړه هم زموږ همدا تصور دی، چې یو ماشوم باید داسې او داسې وي.

مرکچي: آه! نو موږ ولې غواړو، چې خلک دې هغسې شي، چې موږ يې غواړو؟

شیواني: په دې چې زه په حق او په سمه یم.

مرکچي: خو زما په څېر «زه» خو په نړۍ کې د بیلیونونو په شمېر دي او دغه ټول به له یوې «شیواني» څخه غواړي، چې همدومره ډوله شي.

شیواني: همدا وجه ده، چې موږ ثبات نه لرو او نوسان کوو، په دې چې موږ د خلکو د غوښتنو له مخې تل د تغییر او بدلون حالت غوره کوو.

مرکچي: موږ نوسان کوو او که موږ د هغوی «له امله» نوسان کوو؟ او که موږ نوسان کوو، په دې چې موږ ثبات نه لرو؟

شیواني: یو ځل بیا وګوره، که زه له لسو کسانو سره ووینم او زه په دې اند اوسم، چې زما خوشالي په دې پورې تړلې ده، چې دغه لس کسان خوشاله کړم. نو اوس به دغه لس کسان له ما نه غواړي، چې زه لس ډوله شم. مثلاً لس ملګري لرم. له دې لسو نه به یو ملګری رانه غواړي، چې زه خاموشه او سنجیده اوسم. سره له دې چې زما شخصیت به ډېر خوله ور او خبریال غوندې شخصیت وي. خو دا چې زما دغه ملګری يې نه خوښوي، نو زه د هغه له خوښې سره ځان عیاروم. په ماښام کې له یوه بل ملګري سره مخ کېږم، او هغه غواړي، چې زه ټوکې ټکالې وکړم، طنز و مزاح ورسره ولرم، نو د هغه لپاره یو ځل بیا خپل شخصیت بدلوم؛ نو وینو، چې موږ تل د بدلون په حال کې یو. او په دې جریان کې زما خپل حقیقي شخصیت چېرته دی؟ بله دا ده، چې په درون کې به مې زړه خولې ته رسېدلی وي، په دې چې زه هڅه کوم، چې خپل ځان بدل کړم. په خواریو او کوششونو غواړم، چې ځان تغییر کړم.

مرکچي: نو خورې، د دې لپاره چې له دې خواریو را ووځو او زړه مو خولې ته را ونه رسېږي او خپل ثبات وساتو، آیا یوه ښکلې مراقبه راسره کولی شې، چې زموږ نوسانات را کم شي او د ثبات مقام ته ورسېږو؟

شیواني: ولې نه! رښتیا، د عامل سیسټم په اړه مو له یاده ووتل، نو په بله مرکه کې به خبرې پرې وکړو. په اصل کې په هر سیسټم کې یوه هسته یا (core) وي، چې هېڅ کله نه خرابېږي. په انسان کې دغه هسته، شعور دی. نو مراقبه د خپلو اعتقادي سیسټمونو له پوړونو څخه تېرېدل او هغې هستې ته ځان رسول دي، چې دغه هسته روحاني او نوراني انرژي ده.

ارامه کېنو.

[د مراقبې طریقه داسې ده، چې ارامه کېنئ، سترګې پټې کړئ او لاندې چې کومې خبرې لیکل شوې، هغه په ذهن کې تصور کړئ. ژباړن]

«د ټولې ورځې په جریان کې زه له ډول، ډول خلکو سره مخ کېږم. هر یو د خپلو اعتقادي سیسټمونو له مخې برخورد کوي. د هغوی صحیح، د هغوی غلط او د هغوی لیدلوری؛ دا ټول د هغوی دي. زه خپل ځان په نظر کې نیسم. زه له کوم لیدلوري له دې خلکو سره تعامل کوم. آیا دغه لیدلوری د دوی د شخصیت په اغېزه کې جوړ شوی؟ آیا زه چې له هر کس سره وینم، د هغه له خوښې سره سم تغییر کوم؟ او که د دې وړتیا لرم، چې خپل اصلي او حقیقي شخصیت ته ژمن پاتې شم؟ نن ورځ د ټولې ورځې په جریان کې ځان په نظر کې نیسم. د ټولې ورځې په جریان کې له شلو کسانو سره وینم. خپل ځان له هر یوه سره د تعامل په جریان کې په نظر کې نیسم. د خپل شخصیت د هستې له مخې له دوی سره تعامل کوم. زما حقیقي عادتونه سپېڅلتیا، پاکوالی او رښتینولې ده. زه، چې بې عیبه، کامل او سوچه موجود یم، د خپل شاوخوا تر هېڅ شي یا هیچا اغېز لاندې نه راځم او نه هم ذهناً نارامه کېږم.» اوم شانتي!

مرکچې: اوم شانتي!

پای

دوولسمه مرکه: تېر، هېر کړئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب