“زه” شخصي مفرد متکلم ضمير دی، جمع شکل dې “موږ” دی. “ځه” د مفرد مخاطب امریه فعل دی، جمع شکل dې “ځئ” راځي.
“زه او ځه” که د يو و بل پر ځای استعمال شي، معنا dې غلطېږي.
ځيني کسان «ځ» په «ز» يا «ز» په «ځ» ليکي، چي د «ځه» نه «زه» ضمير يا له «زه» ضمير نه «ځه» فعل جوړ شي؛ خو دواړه بېل دي او بېله معنا لري.
مثالونه او توپير ئې.
ته ځه، زه درس وايم.
زه نن ناوخته کور ته ورسېدم.
نن مه ځه، سبا به لاړ شې.
زه او ته د يوې کښتۍ سواره يو.
په منډه ځه، ناوخته کېږي.
زه راځم، ته مه ځه.
ارواښاد عمر دراز مروت وايي:
زه به په غم باندي نينه کړم خپل زړګی تر عمره
خو که تم کېږي ستا د حسن پسرلی تر عمره
زه به د زړه په بې صبرۍ د صبر تيږه کېږدم
له ما بغيره به ئې شل نه کړي لالی تر عمره
سردار غمجن وايي:
ښه ورځ به نه مومي چي څوک ازار پردی واخلي
ځه جانانه، ځه جانانه زما بدل دي درنه خدای واخلي