لیکواله: پوهنیاره محموده تقوا میلاد
کابل پوهنتون- د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګه
ـــــــــــــــــــــــــــــ
لنډیز: متني اېډېټ یا سموونه د متن یا د یوه کتبي اثر پوره او دقیقه کتنه ده چې اېډېټور د یوه خاص او منل شوي ستندرد په رڼا کې د سمون او مطابقت په موخه د تغیراتو په راوړلو، له منځه وړلو او اضافه کولو سره یو سند یا اثر اصلاح کوي.
یا هم: « اېډېټ هغه ټول ادلون او بدلون ته وايي چې له لیکنې وروسته په متن، محتوا، ارقامو، لیکبڼو، لیکنښو او د ژبې په اصلاح کې راځي او لیکنه چاپ ته تیاروي» ( وحدت، ۱۳۹۷: ۵)
یا په بله وینا: اېډېت هغه کار یا کاري پروسه ده چې تاسې له خپلې یا د بل له لیکنې وروسته لومړی ځل هغه بیا لولئ؛ چې ایا هغه کرښې چې مخ ته مو پرتې دي ستاسې یا اړوند شخص له استدلال څخه ملاتړ او نمایندګي کوي او که نه؟
که یو څوک یو متن اېډېت یا تصحح کوي باید د لیکنې فني، ګرامري او ژبنۍ تېروتنې یې اصلاح کړي او د متن په اېډېټ کې باید کافي تجربه ولري چې دا تجربه له مطالعې، اړوندې کاري تجربې، لیکلو او په ګرامر له بشپړ حاکمیت څخه وروسته لاسته راځي.
په اېډېټ کې لومړی قدم کلمه په کلمه دقیقه مطالعه ده؛ ځکه په متن کې تر ټولو تېروتنو ډېره املايي تېروتنه پېښېږي اکثر کلمې ناسمې لیکل شوې وي چې په چټکو او سرسري لوستلو له سترګو پاتې کیږي؛ نو ښه اېډېټور باید حتی یو توری هم له سترګو پناه نه کړي ځکه د اېډېټ هدف د متن د ژبنیو، املايي، تخنیکي او معنايي تېروتنو سموونه ده. یو متن، فلم، موسیقي، عکس یا بل هر څه چې اېډېټ او بیا کتلو ته اړتیا لري له اېډېټ او تصحح وروسته تازه څېره او دمه پیدا کوي.
غواړم یو وضاحت ورکړم چې اېډېټ او تصحح دوې جلا مرحلې دي چې شاید کټ مټ لاره ووهي، خو بالکل سره جلا دي، دا یادونه مې د دې لپاره وکړه چې اېډېټ او تصحح د دوو مترادفو وییونو په توګه تعبیر نه شي.
آر ویيونه: اېډېټ، متن، لیک نښې، تصحح، املاء، عبارت، فقره، اثر.
سریزه: لیکوالي یا د متن پنځول او لیکل د ژبې، معلوماتو او علم د خوندي کولو لپاره تر ټولو اړینه او لومړنۍ وسیله ده. که متن او لیک نه وای نو د هر چا معلومات او علمیت به یوازې د هغوی په ذهنونو کې پټ او پروت وو او نور چا به استفاده نشوای ترې کولی، د وخت په تېریدو سره به هر څه همداسې له منځه تلل. له دومره ارزښت سره سره چې یو متن یا اثر یې لري؛ باید تر لوستونکو پورې یې د وړاندې کولو پروسې ته ډېر پام وشي او داسې څه ورته وړاندې شي چې د لوستونکو وخت، لګښت، هدف او نورو ټولو موخو ته مو ارزښت ورکړی وي؛ دا کار هغه وخت امکان لري؛ کله چې یو لیکوال یو اثر ولیکي له هغه وروسته باید د څو کسانو تر سترګو او لاسونو تېر شي، په کیفي لحاظ یې ټول هغه اړخونه او نیمګړتیاوې سمې کړي چې دوی ته په مخه ورځي؛ هغه ډله کسان چې باید متن د هغوی لاس ته ورشي او د هغوی تر فلتر او چغل تېر شي یو هم اېډېټور دی چې له لیکوال وروسته یا هم د لیکوال په پیمانه ډېر زیات مسؤولیت لري څو له لیکلو وروسته او له چاپ وړاندې لوستونکو ته په ټوله معنی یو سم او بې عیبه اثر وړاندې کړي.
«ځکه اېډېټور باید د لیکوال پیغام لوستونکو ته ساده او روښانه کړي.» ( ایرج، ۱۳۶۱: ۱۹)
نو ویلای شو چې که د یوه اثر لیکل فرض وي، اېډېټ یې واجب دی چې له فرضو سره یې کرښه خورا نازکه ده. ځکه هر چاپي او حتی نور نشریه مطالب په مجموع کې دویم ځلي ژبني، تخنیکي، محتوايي او املايي سمون، اصلاح او اېډېت ته اړتیا لري نو ویلی شو چې:
« د معاصرې لیکوالۍ په ژبه Edit هغه ټولو چارو لکه: په متن کې کمولو، زیاتولو، ځای پر ځای کولو، د غلطتیو اصلاح کولو او د لازمو اصلاحاتو راوستلو ته ویل کېږي» ( احمد، ۱۳۷۹: ۲۵)
ولې دا په دې معنی هم نه ده چې لیکوال د کار ټول بوج په اېډېټور ور واچوي « یو لیکوال باید د خپل اثر لومړنی اېډېټور وي هر کار باید اېډېټور ته پرې نښودل شي، غوره به دا وي چې د اثر د کیفیت او ښه کېدو چارې ورته وسپارل شي.» (زاده، ۱۳۸۳: ۴۷)
په مجموع کې ویلی شو چې هر هغه مطلب او لیکنه چې یو لیکوال یې چمتو کوي په هېڅ صورت نه شو کولی بشپړاو پرته له ستونزو وبولو؛ نو پر دې اساس کولی شو اېډېټ د مطبوعاتو له څلورو اساسي ستنو څخه وبولو.
نو په دې لیکنه کې په بشپړه توګه اېډېټ، اېډېټور، د اېډېټ ډولونه، د اېډېټ اړتیا، د اېډېټور د کار حدود او ځینې نورې مهمې برخې تشریح شوې دي.
اصلي موضوع: اېډېټ یا متني سموونه د لیکوالۍ یو هنر دی، ځکه اېډېټ کوونکی نظر په هغه وړتیا سره چې په لیکوالۍ، ګرامر او پر متن د تسلط په برخه کې یې لري، کولی شي هره لیکنه سمه کړي، خطاوې او نیمګړتیاوې یې رفع کړي او لیکنې ته یو بشپړ نظم او سمون ورکړي.
ځکه اېډېټ د یوه متن ارایش او سمون ته ویل کیږي. نو دا سمون لیکنې ته له لیکوال پرته دویم کس چې په هغه کې د لاس وهلو واک او اهلیت ولري ور کوي.
یا هم په بله وینا «اېډېت د ټولو متني کارونو مجموعه یا ټولګه ده چې له تالیف وروسته او له چاپ څخه وړاندې په یوه اثر باندې ترسره کیږي» (احمدي، ۱۳۸۶: ۱۶)
یا لیکنه د چاپ لپاره او له چاپ وروسته د صحیحو او منظمو لوستلو او پرې پوهیدلو لپاره چمتو کوي. یعنې که په خپله لیکنه کې فصاحت، املاء، لیک نښې او هدف واضح وي؛ لوستل یې هر چاته ساده او پوهیدل پرې اسانه وي، یوه لیکنه چې دا پاس موارد پکې نه وي مراعات شوي، سم لوستل، سمه او پوره معنی اخستل ترې ګران کار دی.
په همدې لحاظ اېډېټ د لیکوالۍ په برخه کې له ډېر ارزښت څخه برخمن دی، ځکه کله چې یو څوک یو څه لیکي، دوه ډوله خطاوې یا تېروتنې هرو مرو کوي چې یو ډول یې لا شعوري تېروتنې دي، یعنې کله چې د یوه لیکوال ذهن د لیکنې په محتوا او مضمون مصروف وي ظاهري جوړښت، جمله بندیو او کمیو ته ډېر پام نه کوي، حتی که خپله لیکنه په وار وار هم ولولي بیا هم هغه نیمګړتیاوو ته سم نه متوجه کیږي لکه: یو نیم ځای د کلماتو املاء ناسمه ترې لیکل شوې وي یا لیک نښې ترې هیرې شوې وي یا یې ناسمې کارولې وي.
خو دویم ډول تېروتنې بیا په ظرفیت او تخنیکي پوهه پورې اړه لري مثلا هغه څه چې لیکوال غواړي ویې لیکي په خپلو جملو او کلماتو کې هغه هدف په لنډ یا ښه ډول نه شي رسولی، یا د یوه پاراګراف په حدودو نه پوهیږي او یا هم د لیکنښو په دقیق استعمال نه پوهیږي او تېروتنې ترې کیږي ځکه دا هره برخه په لیکوالۍ کې جلا جلا هنرونه او د تخصصي ساحې بلل کیږي.
اکثر لیکوالان په لیکوالۍ کې ځینې شخصي سلیقې یا عمدا یا سهوا کاروي لکه د خپلې سیمه یزې لهجې کارول، اوږده پاراګرافونه او جملې، د ډېرو لیکنښو کارول، لږ خبرې یا محتوا په ډېرو کرښو کې او داسې نور چې ډېرو لوستونکو ته چندان په زړه پورې نه وي.
نو دلته له لیکوال وروسته د یو بل کس مسؤولیت د احساس وړ دی چې هغه اېډېټور دی څو د یوه لیکوال لیکنه دقیقه ولولي او کومې تېروتنې چې له لیکوال څخه شوې وي یا ترې پاتې شوې وي هغه باید سمې کړي او داسې لیکنه لوستونکو ته وړاندې کړي چې هغوی یې هم سمه ولوستلی شي او هم سم مطلب ترې واخلي او متن یا اثر د لوستونکو د خوښې او ذوق سطحې ته برابر کړي، نو پر دې اساس حتی د ډېرو برلاسو لیکوالانو لیکنې هم اېډېټ ته اړتیا لري.
« هر اثر پرته له استثنا اېډېټ ته اړتیا لري» (بدیعي او قندي، ۱۳۸۲: ۱۵)
هر لیکوال د خپل اثر د بیا کتلو او سموولو لپاره هرو مرو اېډېتور ته اړتیا لري ځکه ډېره به ګرانه وي چې یو لیکوال خپله لیکنه تل په ښه فارغ فکر، پوره حوصله، د ورځې په ښو ساعتونو کې پرته له فکري تشویش او ذهني مشغلې ولیکي، نو په حقیقت کې یو ډول نه یو ډول تېروتنې کوي؛ له همدې کبله ډېر زبردسته لیکوال هم اېډېتور ته اړتیا لري.
اېډېټور یا د متن سموونکی څوک دی؟
اېډېټور هغه څوک دی چې لیکوال د یوې لیکنې د سمون او تصحح په موخه له خپل ځان وروسته له هغه یو عالم طمع او توقع لري یا هم هغه څوک دی چې له چاپ وړاندې، له چاپ څخه وروسته مرحلې یا پایلې ته کار کوي.
« د اېډېټ کونکي کار پټ یا نه لیدونکی دی ځکه کومه خواري چې یو اېډېټور د یوه اثر په اېډېټ کې ګالي ټوله د اثر د لیکوال په نامه ختمیږي» (احمدي، ۱۳۸۶: ۱۵)
ځکه د لیکلو پر مهال ممکن لیکوال تخنیکي، املايي او ډول ډول تېروتنې وکړي ځکه لیکوال اصلا د لیکنې روح، محتوا او هدف ته متوجه وي، نه ظاهري سکښت ته، نو کیدای شي لیکنښې ناسمې وکاروي یا یې هېڅ ونه کاروي، د کلمو املاء یا سهوا یا له سره ناسمه ولیکي، د جملو، فقرو، عبارتونو او ترکیبونو ترتیب او جوړښت د ګرامر او غونډله پوهې د اصولو پرخلاف و اوبي.
کېدای شي ډېر وخت حتی د فصاحت د اصولو له مخې محتوايي تېروتنې وکړي نو له ځان وروسته چې د دې ټولو تېروتنو د سمون هیله ترې لري څو په ټوله معنی یو منظم او پرته له ستونزو او تېروتنو اثر لوستونکو ته وړاندې کړي هغه اېډېټور دی.
په اصل کې اېډېټور د اثر دویم لیکوال دی چې له لومړي لیکوال وروسته یو اثر باید هرو مرو د اېډېټور ګوتو ته ورشي ځکه اېډېټور یوازې د تېروتنو اصلاح کوونکی نه دی. مطلب دا چې که یو اثر هېڅ املايي، تخنیکي یا بل هر ډول ستونزه او غلطي ونه لري نو هغه باید ایډیت نه شي!؟
د دې پوښتنې ځواب کېدای شي اېډېټور خلکو ته سم ور وپیژني ځکه ډېری کسان په دې اند دي چې اېډېټور یعنې د تېروتنو اصلاح کونکی.
نو که په اثر کې تېروتنه ونه شي اېډېټور به څه کوي؟
د لومړۍ پوښتنې ځواب بالکل «نه» دی ځکه یو اثر هرومرو اېډېټ، بیا کتنې او تصحح ته پوره اړتیا لري او اېډېټ هغه مرحله ده چې یو اثر باید او هرو مرو ترې تېر شي او د دویمې پوښتنې ځواب دا کېدای شي چې اثر هرو مرو تېروتنې لري، ممکن یو اثر املايي تېروتنې ونه لري مګر نورې تېروتنې لکه محتوایي، ژبنۍ، تخنیکي حتما لري کېدای شي لیکوال د متن لیکلو پرمهال خپل اثر یوازې له یو ډول اېډېټ څخه تېر کړی او ژغورلی وي مګر د اېډېټ له ټولو ډولونو د یوه اثر ژغورل ناممکن بریښي.
«اېډېټور باید د اثر لوستونکو او اثارو تر منځ د هغوی د علاقې کرښه او د پوهېدلو د مهارت سطحه ځان ته معلومه کړي یا ورته معلومه وي او د اثر د محتوا په پام کې نیولو سره د هغه مخاطبین یا لوستونکي کشف کړي او متن د هغوی د ذوق سطحې ته جګ یا را ټيټ کړي» (آذرنګ، ۱۳۸۲: ۹۴)
د ایډیت اړتیا؟
لیکوالي یا د یو اثر لیکل که په مسلکي لحاظ ورته پام وکړو د یوه لیکوال کار دی چې لیکوالان تر ډېره هغه کسان دي چې ژبه یې لوستې وي یا یې مسلک ژبه او ادبیات وي یا هم ژورنالیزم او مطبوعات مګر یوازې ادیبان یا همدا کسان چې یاد شول نه شي کولی چې د ټولنې له اړتیا سره سم د هر مسلک، لکه: طب، انجنیري، ټولنپوهنې، شرعیاتو، ارواپوهنې او دې ته ورته نورو مسلکونو او څانګو لپاره مسلکي اثار او لیکنې ولیکي.
نو ارواپوه د خپل مسلک لپاره لیکنه کوي او یو ټولنپوه د خپل مسلک لپاره چې هر یو په کافي اندازه د اړوند اثر د علمي لیکلو لپاره مسلکي پوهه او معلومات لري خو له ظاهري پلوه ممکن ډېرې تېروتنې ترې وشي، لکه املايي تېروتنې، تخنیکي تېروتنې، جمله بندۍ، د متن او محتوا سمون، د موخې انتقال، فصاحت، لیک نښې، صفحه ارايي او داسې نور.
ځکه دلته د اثر د محتوا د مسلکي پوهې ترڅنګ ځینو نورو مهارتونو ته هم اړتیا شته نو د اېډېټ په برخه کې کېدای شي دې پایلې ته ورسیږو چې د یوه متن بشپړ اېډېټ هم د یوه اېډېټور کار نه دی نو که د یوه اثر هره سموونه لکه ژبنۍ، علمي او فني د بیلو بیلو کسانو له خوا وشي غوړي به لا غوړي شي.
خو ځینې وخت کېدای شي ځینې داسې کسان پیدا شي چې د اېډېټ په برخه کې یې ډېر کار کړی وي تجربه ولري او ښه په ځان بسیاء وي او په بشپړه توګه د یوه ښه علمي اېډېټ له عهدې ووځي خو د محتوا له مخې باید هر اېډېټور د اثر اړونده پوهه ولري یا هم په هغه برخه کې په کافي اندازه معلومات ولري څو اثر ښه وکتلی او اېډېټ کړي لکه د ژبپوهنې پوهه چې په مرسته یې جمله بندۍ، ترکیب جوړونه، د ګډو او جلا وییونو لیکنه، پاراګراف بندي او نور سمولی شو، د معنی او فصاحت پوهه چې په محتوایز لحاظ د اثر د کرښو او هدف یا مضمون اړیکه سره پیدا کولی او سمولی شو.
د اېډېټور د کار یا صلاحیت ساحه او حدود:
«د اېډېټور د کار یا اېډېټ ساحه ډېره روښانه او واضح نه ده او اېډېټور کېدای شي د کار پر مهال له داسې نیمګړتیاوو او خطاوو سره مخ شي چې ده ته یې د سمولو هم نه وي ویل شوي خو ده ته په کار ده چې هغه خطاوې هم سمې کړي». (احمدي، ۱۳۸۶: ۲۳)
نو په دې توګه د یوه اېډېټور کار خورا ستونزمن شو، ډېر وخت کېدای شي اېډېټور د لیکوال هدف په متن کې متفاوت او متغایر درک کړي په دې صورت کې اېډېټور ته په کار ده چې له لیکوال سره وخت نا وخته اړیکه ولري څو له داسې ستونزو سره مخامخ نه شي، ځکه د سمونې پر ځای ممکن خطاوې را منځته کړي.
د سرلیک په رڼا کې خپل اصلي بحث ته را ګرځم چې یو اېډېټور ته د متن په سمونه کې څومره حدود ټاکل شوي یا یې لاس تر کومه بریده خلاص یا تړلی دی؟
لکه وړاندې چې وویل شول چې اېډېټ یوازې د خطاوو موندل او سمول نه دي بلکه اېډېټ د متن د ټولو کارونو مجموعه ده، د متن د کیفیت لوړول دي، په متن او اثر د ستندرد مهر لګول دي، د محتوا او شکل په لحاظ په اثر کې جذابیت او مرغوبیت را پیدا کول او ښکاره کول دي.
ښکاره کول په دې معنی چې د لیکوال اثر به جذابیت لري خو د ځینو ستونزو او تېروتنو له امله به پټ وي او پیدا کول بیا په دې معنی چې لیکوال ممکن په لیکنه کې ډېر تخصص نه وي کارولی بلکه د مضمون او سوژې له پلوه به یې یو اثر لیکلی وي خو د فصاحت، ګرامر او لیکوالۍ په لحاظ ممکن ډېرې نیمګړتیاوې ولري.
نو دا د اېډېټور دنده ده چې په خپل مهارت یا ژور لید سره په لیکنه کې پټ شوی جذابیت یا را ښکاره یا په لیکنه کې پیدا کړي.
«لکه څرنګه چې لیکوال په خپله ساحه او تخصص کې د خپل اختیار دی اېډېټور هم عین موازي دریځ خپلولی شي او په خپله ساحه کې حتی د لیکوال د خواست خلاف هم عمل کولی شي».
(احمدي، ۱۳۸۶: ۲۵)
ځکه د اثر په سمونه کې تر ټولو وروستی رول اېډېټور لري نو باید یو اثر په بشپړه توګه فلتر او خطاوې یې سمې کړي، لکه ګرامري، نحوي، تخنیکي، ادبي، متني، املایي… غلطۍ باید سمې کړي لکه: د کلمو یو ځای یا بیل لیکل، د املا برخه، جمله بندۍ، لیکنښې، عبارتونه، د متن او هدف یا متن او محتوا سمون، تاریخونه، شمیرې… بایدې سمې کړي خو یوازې هغه څه چې یو اېډېټور حق نه لري لاس وهنه په کې وکړي هغه د اثر مضمون او سوژه ده، د لیکوال مرام او شخصي هدف او عقیده ده بلکه اېډېټور باید صرف لوستونکي ته د متن رسول، واضح، ښکلي، ساده او سم کړي خو په مضمون او محتوا کې یې لاس نه شي وهلی.
خو که خبره د یوه متن ادبي سمونه وي اېډېټور باید ډېر دقت وکړي ځکه په ادبي متن کې ممکن له ډېرو انتخابونو سره مخ شي نو د هر متن لپاره باید مناسب تصمیم ونیسي او څو اصله باید په پام کې ونیسي.
۱- څومره چې په یوه اثر کې ادبي تله درنده وي په همغه اندازه باید اېډېټ لږ او په احتیاط سره ترسره شي لکه شعر او یا تخیلي منثور او منظوم متون خو د دې په پرتله په داستاني متونو کې د اېډېټور لاس یو څه خلاص وي.
۲- له اېډېټ سره د لیکوال د بلدتیا کچه؛ که جوته شي چې د اثر لیکوال له اېډېټ یا د اېډېټ له اصولو سره یو څه ډېره بلدتیا لري نو اېډېټور باید ډېر دقت وکړي او د خپلو تصرفاتو کچه را کمه کړي حتی ښکاره خطاوي په ډېر احتیاط سره اېډېټ کړي او تل له لیکوال سره په اړیکه او مشوره کې ووسي.
۳- بل اصل د اثر د لیکوال په خوښه د اېډېټ د کیفیت او سطحې ټاکنه ده؛ دا سطحه یا حد د لیکوال له خوا اختیاري دی اما تر کومه بریده باید اېډېټور هغه ته طابع وي؟ په ډېرو استثنايي مواردو کې باید اېډېټور دا اختیار او برید چې د اثر د لیکوال له خوا د سرې کرښې په توګه اېډېټور ته ټاکل کیږي کله نا کله پرې کړي لکه د لیکوالۍ دقیق اصول، د چاپ او نشر ضوابط او داسې نور باید د لیکوال له شخصي غوښتنو څخه غوره وبلل شي.
د اېډېټور ځانګړنې:
د متن اېډېټ کولو یا اېډېټورۍ لپاره مسلک یا د تخصص خاصه ساحه نشته یا هم کېدای شي زموږ په هیواد یا ټوله نړۍ کې تر دې دمه د اېډېټورۍ په برخه کې په مسلکي توګه کومه څانګه نه وي چې څوک د اېډېټ اړوند تخصص په کې حاصل کړي مګر خپله په ګلچین توګه کولی شي له هرې اړوندې برخې پوهه او معلومات حاصل او ځان پرې سمبال کړي، ځکه یو اېډېټور د مختلفو مسلکونو متنونه، لیکنې او اثار اېډېټ کوي لکه ساینس، سیاست، فرهنګ، تاریخ، ټولنیز علوم، دیني علوم … نو د هر علم اړوند دومره معلومات باید په ذهن کې ولري چې د متن د اېډېټ پر مهال له یوې خوا له ستونزو سره مخ نه شي او له بل پلوه د سمون په ځای د یوې تېروتنې له پاسه بله تېروتنه ونه کړي، بل باید اېډېټور د لغاتو ښه او تازه ذخیره په ذهن کې ولري څو یې په متن کې د ډېرو مترادفو، تکراري، زړو، غلطو او کلیشه شویو لغاتو په ځای وکاروي.
اېډېټور باید ځان تل بوخت یا ابدیټ وساتي د دې تر څنګ چې یو څوک د یوه متن د اېډېټ غوښتنه ترې کوي د بیکارۍ پر وخت هم باید ځان بوخت وساتي؛ د ورځپاڼې، مقالې، راپور، مصاحبې او بیلابیلو متنونو د لیدلو تر څنګ باید سمدلاسه هغه هم ولولي او هم یې په اېډېټ لاس پورې کړي او د متن د قوت او ضعف ټکي یې په خپل ذهن کې وساتي او په دې سره خپله وړتیا نوره هم لوړه کړي.
بل څه چې یو اېډېټور یې باید وکړي تل باید د نړۍ له پیښو او مسایلو څخه په کافي اندازه معلومات لاس ته راوړي، لیکنه باید په وقفه اي ډول اېډېټ کړي او د اېدېټ ګامونه له ضرور څخه د متوسطو او نا اړینو په لور لومړیتوب بندي کړي او که د وخت د کمښت ستونزه وه نو لومړی هغه ضروري برخې اېډېټ کړي.
د دې ټولو تر څنګ باید اېډېټور د ښایښت په لحاظ هم په ځینو مسایلو تر لیکواله ښه پوره بلد وي لکه د سرلیک رواني، آهنګ، د کلماتو اندازه، د پاڼې ډیزاین، د لیکنښو په ځای او سم کارول، د توریو اندازه، د کرښو او کلماتو تر منځ واټن او داسې نور، نو اېډېټور باید لاندې ځانګړنې او صفتونه ولري:
- ژبنی کفایت او بډاینه؛
- د ښو ادبیاتو، وییونو، جملو او پاراګرافونو کارونه؛
- عمومي معلومات؛
- د کلماتو، توریو او نورو تخنیکي مسایلو په اړه د تخصص تر څنګ د هنر، مهارت او ښه ذوق درلودل؛
- مسؤولیت منل او صداقت؛
- له خپل مسلک سره مینه او علاقه؛
- په معلوماتي لحاظ ځان ابډیټ یا تازه ساتل؛
- اخبار، کتاب، مجله او نوي چاپ شوي اثار لوستل؛
- د اېډېټ پر مهال ذهني حضور، دقت او ارام ځای غوره کول؛
- له نوې تکنالوژۍ، لکه د کمپیوټر له پرګرامونو خصوصا ورد پرګرام سره بلدتیا؛
په اېډېټ کې څو منل شوې یا ستندرد نښې:
(/) دغه نښه په اېډېټ کې د کلمو د جلا کولو په موخه کارول کیږي، په کوم ځای کې چې اېډېټور دغه نښه پرېښې وي په دې معنی چې دا کلمات باید سره جلا شي، لکه: څانهګوال. څانګه/وال.
(↕↔) دا علامه د فاصلو د منځه وړلو لپاره کارول کیږي، په کوم ځای کې چې دغه نښه کارول شوې وي په دې معنی ده چې باید واټن له منځه لاړ شي.
( ϒ ) دا نښه د فاصلې د ایښودلو یا ډېرولو لپاره کارول کیږي. داحمد کتاب له ماسره دی.
د جملې اېډېټ شوې بڼه: د ϒ احمد کتاب له ما ϒ سره دی.
( У ) دغه نښه د مطلب د ډير والي لپاره ایښودل کیږي، چیرته چې موضوع ښه نه وي روښانه شوې یا تشریح ته اړتیا ولري.
( О ) دغه نښه د مطلب د حذف یا د منځه وړلو لپاره اشاره ده او د اېډېټور له خوا کارول کیږي کله کله یې چلیپا یا د ضرب علامه هم په ځای استفاده کیږي.
( √ ) دا نښه د تایید لپاره کارول کیږي.
د اېډېټ ډولونه:
که د لیکوالۍ له اړخه وګورو یوه لیکنه ۴ پړاوونه لري، لکه: له لیکلو مخکې پړاو، خاکه لیکل،
بیا کتنه او اېډېټ. خو که اېډېټ د یوه خپلواک تخصص په توګه تر بحث لاندې نیسو نو د لیکوالۍ په څېر، اېډېټ هم د بیا کتنې پړاو لري چې هغه د اثر د لیکوال له خوا بیا کتنه نه بلکه د اېډېټور له خوا بیا کتنه او لاس په کار کېدل دي.
۱- فني یا تخنیکي اېډېټ:
فني سمونه د ژبنۍ او علمي سمونې دواړو ټولګه ده او د لاندې چارو د سمون لپاره استفاده کیږي:
۱-۱ د کلماتو او ویونو د رسم الخط یو لاس کول؛ د بیلګې په توګه، دغه ډول عبارتونه لکه: « تمه» «حضرتعالی»، «کلچه»، « پلاس». په سمه بڼه یعنې «طمع»، «حضرت عالي»، « کله چې»، « په لاس» ولیکو.
۱-۲ د املايي تېروتنو اصلاح او سمونه؛ د بیلګې په توګه دا ډول کلمې لکه: «مانا»، «خوشال»، «زاهر»… په دې ډول ولیکو: «خوشحال، ظاهر، معنی» ځکه دغه کلمې پردۍ کلمې دي چې پښتو ژبې په مستعار ډول را اخستې او هره ژبه تر ۲۵٪ د بلې هرې خور ژبې ویي کارولی شي خو بڼه یې باید بدله نه شي ځکه که خوشحال، خوشال ولیکو نو د نامه ریښه به ورکه شي او یو څو نسله وروسته به یې څوک په ریښه او معنی هم پوه نه شي چې د خوشحال ریښه د خوش+ حال څخه جوړه شوې، نه د خوش+ ال؛ ځکه ال د اهل او اعیال په معنی ده.
« که لیکوال لیکنښې سمې او پر ځای نه وي کارولې اېډېټور هغه باید سمې او پر ځای کړي، هم د موقعیت په لحاظ هم د اړتیا په حساب» (تقوا، ۱۴۰۰: ۲)
۱-۳ د پاراګراف بندۍ یا پاراګراف اوبدلو کنترول؛ یعنې دا چې په یوه پاراګراف کې څه ډول او کومې جملې یو د بل په خوا کې کیږدو. لکه څرنګه چې پوهیږو په یوه کتاب کې هغه جملې چې یو خاص مفهوم او یا مثال توضیح کوي باید یو په بل پسې راشي او یو پاراګراف جوړ کړي. د بیلګې په توګه له دغه ډول عبارتونو، لکه: په دې توګه، په هر ترتیب، په بل عبارت، یعنې، او داسې نور…وړاندې باید نوی پاراګراف پیل نه کړو.
۱-۴ د متن د لیکنښو اصلاح او سمونه په دې برخه کې دوه شیان اړین دي یو د لیکنښو اړتیا او دویم ځای دی، ډېر کسان د لیکنښو اړتیا درک کوي او لیکنښه کاروي خو ځای ته یې دقت نه کوي په دې معنې چې په کوم ځای کې چې لیکنښه کاریږي کاروي یي مګر د ځای دقیق ادرس ته یې پام نه کوي لکه دغه جمله: ( دغه ډول اېډېټ ، لاندې ډولونه لري .) په دغه جمله کې لیک نښه د اړتیا په لحاظ سمه کاریدلې اما د ځای په لحاظ ناسمه؛ هره لیک نښه باید له خپلې مخکینۍ کلمې څخه وروسته او ورسره پرته له کومې فاصلې جوخته وکارول شي او له لیک نښې وروسته فاصله ور کړل شي نه له لیک نښې وړاندې. نو په دغه پاس جمله کې باید لیکنښې داسې وکارول شي: ( دغه ډول اېډېټ، لاندې ډولونه لري.) په دغه بېلګه کې لیکنښه چې کامه او ټکی دي خپلې اړوندې کلمې ته چې «اېډېټ او «لري» دی» دی نږدې او پرته له کوم واټن څخه اېښودل شوې.
۱-۵ د نقل قولونو د حدود مشخص کول، ارجاعات، د ماخذونو، لمنلیکونو او یاددښتونو سمول.
۱-۶ د اثر د جدولونو، انځورونو، نیولیکونو، لغتنامو کتنه او سمون.
۱-۷ د متن او د متن د خط یا قلم د اندازې کنترول، د څپرکیو سرلیکونه، حاشیې او شرحې په اړه باید دقت ولري.
۱-۸ یو بل ټکی چې په اېډېټ کې خورا مهم دی هغه له چاپ وړاندې د متن لوستل دي چې د اثر له لیکوال څخه پرته یو بل څوک یې باید ولولي، ځکه د اثر لیکوال له خپل متن سره دومره عادي شوی وي چې متن یې د سترګو په واسطه نه بلکه د ذهن په واسطه یې هغه ډول لوستل کیږي لکه څرنګه یې چې لیکوال د لیکلو هوډ کړی وي نو په دې سبب د اثر لیکوال که څومره هم خپل اثر له چاپ وړاندې ولولي بیا به یې هم املايي تېروتنې ونه ویني.
د متنونو په فني اېډېټ کې باید اېډېټور له بیلابیلو سبکونو څخه استفاده وکړي څو یوه بریالۍ لیکنه را منځته کړي اما ځینې اېډېټوران له بده مرغه د اېډېټ هېڅ ډول اصول نه مراعاتوي مثلا:
- د لیکوال د اثر سبک او نظم له منځه وړي.
- په متن باندې د کار او اېډېټ پر مهال هېڅکله له لیکوال سره خبرې اترې یا مشوره نه کوي.
- د متن له اېډېټ څخه وړاندې، د متن د موضوع په اړه هېڅ مطالعه نه کوي.
- د دې په ځای چې ځان د انتشاراتو د برخې له کارکوونکو څخه وشمیري، ځان د متن پاچا بولي او خپل ماموریت ته چندان پام نه کوي.
۲- ژبنی یا جوړښتي اېډېټ:
«په ژبنۍ سمونه کې ټول هغه ټکي شامل دي چې ژبه روانوي، اسانوي او بیلوي». (وحدت، ۱۳۹۷: ۵)
«ځکه کله نا کله خطاط یا لیکوال په سهوي ډول کوم حرف، لفظ یا فقره په تکراري ډول لیکلې وي»
(هیوادمل، ۱۳۸۹: ۷۱)
۲-۱ د ژبنیو او املایي تېروتنو رفع کول، د بیلګې په توګه، پلاس (په لاس)، ورختا (ورخطا) خوشهالی (خوشحالي).
۲-۲ له معیاري ژبې څخه د انحراف سمون او د متن د ژبې یو لاس کول؛
۲-۳ له متن څخه د ابهام، تناقص، ورانپوهاوي، عامیانه مفهوم له منځه وړل؛
۲-۴ د نا پښتو وییونو د منځه وړلو په ځای د مناسبو وییونو ځای په ځای کول؛
۲-۵ د تکراري وییونو، عبارتونو، اصطلاحاتو، متضادو او متناقصو عبارتونو او جملو لرې کول؛
۲-۶ د اوږدو جملو لنډول؛
۲-۷ د جمله پوهنې او جمله بندۍ له مخې د متن د جملو ساده کول او روانول؛
۳- تخصصي یا علمي ( محتوايي) اېډېټ:
علمي یا تخصصي اېډېت باید د داسې کس له خوا وشي چې له علمي پلوه د اثر له موضوع سره پوره اشنایي او اړوند تخصص ولري، مثلا که د ریاضي کتاب په محتوایز یا علمي لحاظ اېډېټ شي نو د یوه ریاضي پوه کس له خوا باید وشي څو وکولی شي د کتاب غلطۍ او ناسم موارد او مطالب تشخیص او سم کړي ځکه دا ډول ایډیټ د ټول اثر اساسي اېډېټ دی.
۳-۱ د تکراري، نا اړینو، مبتذلو او نا مستندو مطالبو له منځه وړل، کمول یا تخلیص؛
۳-۲ د انسجام او یو لاس کیدو په موخه د مطالبو او متنونو اصلاح، تنظیم او ځای په ځای کول؛
۳-۳ په لمنلیک یا متن کې د ځینو هیرو شویو ټکیو او برخو اضافه کول؛
۳-۴ له اصلې لیکنې یا متن سره د دویم یا نوي متن مقابله او مقایسه کول ( خصوصا د ژباړې یا کلاسیکو متونو د تصحح په صورت کې).
۳-۵ په لمنلیک کې اړینه توضیح، یاددونه، یاددښت او وړاندیز لیکل البته د اېډېټور د نامه له لیکلو سره یا د لیکوال په خوښه او اجازه؛
۳-۶ د ناسمو، متناقصو او غیر علمي مطالبو بیا کتنه او تصحح؛
پرته له شکه هره لیکنه که له چاپ وړاندې له دغه دریو فلترونو او پروسو څخه تېره شي په داسې یوه لیکنه به واوړي چې څښتن به یې د لوستونکي سترګو، ذهن، وخت او پیسو ته احترام کړی وي.
دوکتور حسین ذوالفقاري په دې اند دی چې: «هره لیکنه باید په پای کې درې ډوله اېډېټ شي څو هغه لیکنه له هره اړخه صیقل شي».
«ستونزمن متنونه حتی څو ځله باید اېډېټ او وکتل شي، ځکه پېچلی متن لکه د ستونزو غر داسې دي چې په یوه ځل اېډېټ به منظم نشي» (ګیلاني، ۱۳۸۴: ۳۸)
نو غوره به وي چې داسې متنونه له اېډېټور وروسته خپله لیکوال یو ځل بیا هم وګوري، څو د ابهاماتو او غلطیو مخه ونیول شي په ټوله کې د لیکوال او اېډېټور تر منځ باید یوه دایمي اړیکه وي.
۴- اساسي یا میخانیکي اېډېټ:
یو اېډېټور باید د هغه سبک په اړه چې متن پرې لیکل شوی وي پوره معلومات ولري؛ او باید د چټکې او پرځای پریکړې ځواک ولري، په پاڼو کې باید هرې کلمې ته په پوره اندازه توجه وکړي. په دې توګه د اېډېټور تغیرات له دې سره تړاو لري چې ایا لوستونکی یا مشتري اساسي اېډېټ ته اړتیا لري که میخانیکي؟ اېډېټور باید د متن، جدولونو، انځورونو او نقل قولونو توپیر له منځه یوسي.
د اېډېټ د نظر سنجۍ مراحل:
د هر اېډېټ په پای کې باید اېډېټورخپله یا هم د اثر د لیکوال د صادق نماینده به توګه حدس ووهی چې کومه لیکنه یې چې مخ ته پرته ده ایا دقیقه ده؟ ایا ستاسې دریځ بیانوي؟ ایا هره ادعا مو پر ځای ده؟ ایا هر ټکی مو په کره او کافي شواهدو سره بدرګه کړی؟ ایا هر هغه څه مو چې په اثر کې ښکاریږي ستاسې له ټول هدف او تکلیف څخه ملاتړ کوي؟ که هو نو بل ګام ته پل واخلئ.
دویم قدم د اثر سکښت دی؛ چې په دې برخه کې باید لیکوال له ځانه د دې برخې سوالونه وکړي چې لیکنه مو سریزه او پایله لري؟ ایا محتوا مو په سریزه کې واضح بیان شوې؟ ایا دا واضح ده چې هر پاراګراف مو له لیکنې او ټولې محتوا سره اړیکه لري؟ ایا پاراګرافونه مو منطقي اوبدل شوي؟
له دې وروسته د پاراګرافونو د سکښت مرحله ده دا چې ایا هر پاراګراف مو مناسبې او روښانه جملې لري؟ ایا بې اړتیا کلمې او جملې مو په پاراګراف کې لیدل کیږي؟
بله مرحله د وضاحت ده؛ دلته باید اېډېټور له ځانه د لیکوال د نماینده په توګه وپوښتي چې ایا په متن کې مو نا اشنا او ستوغې کلمې، اصطلاح ګانې او نور جوړښتونه خپلو لوستونکو ته واضح کړي؟ استفاده شويو ضمایرو مو خپلو اړوندو اشخاصو ته اشاره کړې؟ ایا د خپل بیان لپاره مو ښې کلمې او روانه ژبه کارولې؟
وروستی ګام د ماخذونو دی؛ په دې مرحله کې باید ولیدل شي چې ایا په لیکنه کې مو له نقل قول، مرکې، کتاب، یا کوم بل څه څخه استفاده کړې او د استفادې ترڅنګ مو یې حق ادا کړی؟ لکه پر ځای ذکر او یادونه او نور.
پایله:
د دې لیکنې په پایله کې دې نتیجې ته رسیږو چې د یوه کتاب اېډېټ د هغه د چمتو کولو تر ټولو حساسترینه، تخصصي او خورا مهمه مرحله ده او تر هغه بریده مهمه ده چې کېدای شي په نه تر سره کولو یې د یوه متن علمي دریځ له منځه لاړ شي.
په اصل کې د متن له ابتدایي کتلو څخه وروسته د یوه اېډېټور وروستنۍ دنده د یوه بشپړ، دقیق، یو لاس او صحیح متن را منځته کول دي.
په پای کې کېدای شي دا برخه په یوه پوښتنه ختمه کړو هغه دا چې ایا هر اثر د اېډېټ هر ډول ته اړتیا لري؟
ځواب بالکل «نه» دی. او دا په اېډېټ کې ډېره اړینه ده چې د دې تر څنګ چې اثر اېډېټ کړو دا هم باید درک کړو چې دقیقا دغه اثر د اېډېټ له ټولو ډولونو څخه څه ډول اېډېټ ته اړتیا لري؟ د متن د املايي یا ټایپي غلطیو اصلاح د اېډېټ تر ټولو ساده او عام ډول دی چې هر اثر هغه ته اړتیا لري او ډېره اړینه ده چې د خاکې یا متن لوستل له لیکوال پرته د یوه بل چا له لوري وشي ځکه کومه علاقه چې لیکوال له خپل سبک، متن او یا هم خپلې پوهې سره لري یا خو په خپله لاره او سبک د پاتې کیدو ټیمګار کوي او یا هم کېدای شي داسې وي چې لیکوال که سل ځله هم خپل اثر ولولي نو کلمات په ذهن کې لولي نه د خط له مخې نو همغه ده چې املايي تېروتنې یې له سترګو تېریږي او دغه کار باید یا فني او یا هم ادبي اېډېټور وکړي.
که له دې ډول ایډیت څخه تېر شو دویم ډول اېډېټ چې تقریبا هر اثر ورته اړتیا لري هم د رسم الخط د یو لاس کولو له اړخه، هم د لیکنښو او هم د لیکوال د شخصي یا انفرادي او نامطلوبو عادتونو د مخنیوي او سمون له اړخه هغه محتوایي اېډېټ دی چې یو اثر اړتیا ورته لري، اما د اېډېټ نور ډولونه سره له دې چې اثر به هرو مرو اړتیا ورته لري اما اړتیا یې ممکن په لږ وروسته ردیف کې وي. سره له دې چې ډېری متن پوهان، ژبپوهان او لیکولان په دې اند دي چې یوه لیکنه باید هرو مرو د اېډېټ له ټولو ډولو تېره شي خصوصا درې ګونی اېډېټ لکه فني یا تخنیکي، محتوايي یا تخصصي او ژبنی اېډېټ.
ماخذونه:
۱. آذرنګ، عبدالحسین.۱۳۸۲، در قلمرو نشر، ویرایش در دانشنامه نګاري، تهران: قفنوس.
۲.احمدي، جاویده. ۱۳۸۶، ویرستاري پیام مطبوعات، کابل: بنیاد انتشارات پرنیان.
۳. بدیعي، نعیم و قندي حسن. ۱۳۸۲، روزنامه نګاري نوین، چاپ سوم، تهران: دانشګاه علامه طباطبایې.
۴. توکلي، احمد. ۱۳۷۹، ویرستاري و مدیریت اخبار، تهران: انتشارات خجسته.
۵. تقوا، محموده. ۱۳۹۹، په متن کې د لیکنښو سمه او پر ځای کارونه، علمي مقاله.
۶. جهانشی، ایرج، ۱۳۶۱، راهنمای نویسنده و ویراستار، تهران: شوری بنیاد کودک.
۷. حیا، عادله، ۲۰۲۰، پښتو ادبیاتو کې لیک نښې چېرته وکاروو؟، ویاند ویب پاڼه.
۸. ذکي، نېک محمد. ۱۳۹۸، په شعر کې لیکنښې وکاروو؟https://neshananews.com/pashto
۹. غلام حسین، زاده. ۱۳۸۳، رهنمای ویرایش، تهران: سازمان مطالعه و تدوین علوم انساني دانشګاها.
۱۰. ګیلاني، احمد سمیعي. ۱۳۸۴نګارش و ویرایش، چاپ چهارم، تهران: انتشارات افرینش.
۱۱. (گروه ترجمیک ترجمه – ۱۳۹۶- ۱۶ تېر) د ترجمې تجارتي ویب پاڼه (tarjomic.com).
۱۲. وحدت، عبدالسمع، ۱۳۹۷، د سمونې لارښود، کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.
۱۳. هیواد مل، زلمی. ۱۳۸۹، د متن څېړنې میتودولوزي، کابل: امیري انتشارات.
- Editing and proofreading- the writing center. University of North Carolina at chap hill.
- Harrower, Tim. Newspaper Designer’s Handbook 1998.
More Succses for Taqwa sahib
هغه کسان چی د نجونو د مکتبونو د تړلو له کبله خواشینی دی ( چی البته د وولس ډیره برخه خواشینې ده ) نو باید د یوې میرمنی علمی لیکنی یا لیکنو ( پورته لیکنی ) ته د ارزښت په سترګه وګوری.
میرمن محمودې خپل ډیر ارښتناک وخت او حوصله کارولې ده چی خیر دی یوسی.
زه د اوږدو لیکنو د لوستلو حوصله نلرم ( البته د اوږدو لیکنو د لومړی پاراګراف لوستل را ته کفایت کوی چی د لیکنی د نورو برخو په محتوا تر ډېره پوه سم ) خو پورته لیکنه می د لیکونکی د ” میرمنتوب ” په درناوی تر پایه ولوستله او یو څه می ترې زده کړه ( او د لوښو د مینځلو د تأخیر اجازه می هم د ماندینې څخه واخیسته البته معافیت معاف ).
بسم الله الرحمن الرحیم
ځینو دوستانو د خور محمودی تقوا دلیکنی په اړه لیکلی دی. ما ټوله مقاله ولوسته د ادیت په معنا او مقصد پوه شوم. مهمه دا چی له اصلاح کولو سره یی په فرق و پوهیدم. زموږ یوې خور پخوا ډیری ښې لیکنی کولی او د لوستونکو له تاوده هرکلی سره یی لیکنی مخامخ شوی .هغه خارج کی اوسی او خبریاله ده قوی قلم لری. هغه اجتماعی مسایل رااخلی، د هغی د سپین مکناټن او تور مکناټن لیکنه ډیره عجیبه وه، خو دوهمه خور چی تاند کی لیکنی کوی تقوا یادوم علمی لیکنی کوی خدای وکی دوام ورکړی . د ادیت موضوع نوی هم ده .پخوا ما چیری داسی لیکنه نه وه لوستی
زما محترمه خور محموده پدی لیکنی سره ،هغه خلا ډکه کړی چې اکثرا زموږ لیکنو او اثر کی موجوده ده،نو که ایډیټ اهمیت ته ځیر شو دا یوه تخصصی تصفیوی عملیه ده چې د اثر او لیکنو ښکلا ،ښه
افاده او تاثیر زیاتوی ،او فهم یی اسانه کوی۰
لږ تر لږه پورتنی لیکنه حتی کامنټ لیکونکی هم باید په دقت سره ولونی او د اهمو ټکو یی ګټه ترلاسه
کړی۰
د محترمو وروڼو ؛ غ ۰ حضرت صاحب او وحید صاحب ، احساس او تقدیر نه هم ډیره منڼه
ښه خبره،ښه لیکنه او ښه سلوک محضاََ لله هم عبادت او جهاد دی؛خیرالناس من ینفع الناس۰