دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهجمهوري غوښتونکي سياسي خوځښت د موجودیت او نا وسله والې مبارزې اعلان...

جمهوري غوښتونکي سياسي خوځښت د موجودیت او نا وسله والې مبارزې اعلان وکړ

تاند( دوشنبه ، د اسد ۳ ) ‏د افغانستان د جمهوري نظام يو شمېر جلا وطنه څېرو جمهوري غوښتونکو په نوم د سياسي خوځښت او نا وسله والې سياسي مبارزې لپاره د موجودیت اعلان وکړ.

د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه محمود مياخېل، د قبايلو وزارت پخوانی مرستیال عبدالغفور لېوال، قاضي سبحان الله لودين، په ختیځ زون کې د بشري حقونو د کميسيون پخوانۍ رييسه صبرينا حميدي او، د کابل پوهنتون پخوانی استاد او د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو مخکينی رییس محبوب شاه محبوب د ياد شوي سياسي خوځښت د تخنیکي کار ډلې غړي ښودل شوي.

د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سياسي اړيکو مسوول شاه محمود میاخیل وايي:«‏

د دغه ملي حرکت اهداف ډیر مشخص دي:په افغانستان کې ولسواکي غواړي.افغانستان باید اساسي قانون ولري چې د ټولو اتباعو سیاسي او مدني حقوق پکې خوندي وي.او د پورته اهدافو د رسیدو لپاره بین الافغاني ډیالوګ ته اړتیا ده.»

میاخیل زياتوي:«‏که څوک پورته اهداف نه غواړي نو طبیعي خبره ده چې د جنګ پلویان دي. جنګ، زور، انحصار او د نفي سیاست په افغانستان کې ښې پایلې نه دي درلودلي. نه اوس نتیجه ورکوي او نه په راتلونکې.»

د طالبانو چارواکو د دغه خوځښت په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

4 COMMENTS

  1. Ajmal Ahmadzai:
    زه قسم خورم چی همدا شاه محمود میاخیل د آی اِس آی تر ټولو مرموز او فعال اجنت دی او که راسره مخامخ شو ټول ثبوتونه او د خپلو سترګو لیدلی شواهد د ټولو خلکو په مخ کی ورته وایم.
    د جمهوریت په ورستیو کی چی د ملی دفاع وزارت معاون او د لنډی مودی د پاره سرپرست ؤو د ملی دفاع وزارت د ټولو حساسو نقطو او مهمو مسایلو معلومات او آدرسونه یی آی اِس آی ته ورکړل چی لنډه موده وروسته یی جمهوریت ته سقوط ورکړ.

    • یعني آی اس آی تردې مخکي ستاسۍ په اصطلاح دټولوحساسوتقطواومهمو مسایلوپه باب معلومات نه درلودل؟

  2. ته قسم مه خوره ، دروغژنه !
    هغه خلک چې سپیڅلي دي، د ISI استخباراتي شبکې ایجنټانو او غلامانو پورې تور پورې کړی دی، لکه دوی به چې ویل چې منظور پښتین ته NDS او RAW پیسې ورکوي، او دوی د سیمې د استخباراتو لپاره کار کوي. شاه محمود میاخیل ، عبدالغفور لیوال او پورته یادې ټولې څیرې پاکې او محب الوطنه څیرې دي. او باید چې ټول د افغانستان ولسونه ترې نه ملاتړ وکړي.
    سولییزه مبارزه، د جګړې ضد او د اتباعو د سیاسي او مدني حقونو غوښتنه او ټولګډونه نظام د افغانستان د پایښت، پرمختګ، سوکالۍ او د افغانانو تر منځ بین الأفغاني ډیالوګ په اوس وخت کې تر ټولو سپیڅلی او اړین دریځ دی، او موږ یې پخلی او هرکلی کوو.
    د یو افغان په توګه موږ د کونړ ځوانان یې ملاتړ کوو.
    ملت د جمهوري غوښتونکو تر څنګ ولاړ دی. سولییز غږ ورسره بدرګه کوو.

  3. سلامونه،
    ایله بيله چې یو هیله بښونکی زیری مو واورید، د کنړي ځوانانو خوځښت سره چې پورته ې نظر ورکړی سل فیصده پلوي یم.
    ط ط ته په کار ده چې د هغو وطنپالو جمهوریت غوښتونکو غږ ته لبیک ووايي چې په سوله ایز ډول او د اسلام مبارک دین په صدر کښې د خلفای راشدین پر ولسی رایو د بیعت پر بنا دولتي او حکومتي چارې مخ پر وړاندې بوځي ان شآء آلله
    نه د انګریز-و امیریکن د بې کانونه تش په نامه سفیر یا نورو ګوډاګیانو په ضلالت!!! .
    د کرغیرن ډیورڼډ له کرښې ۴۰-۵۰ ک.م غصب لا بیحسابه او بی ځوابه پاتی دی ؛اوس ېې واخان ته مردارې سترګې نیولي!!
    پښتنو افغانانو راویښ شئ ؛ زما په نظر ط جان ؛ پي ټي ایم ، د هلمند سولې پلي ګرځیدونکي او اوس جمهوریت پاله غوښتونکي او دوی ته ورته نور افغانان په دې تاریخی مرحله کې سره یو موټی شي او نور فیرنګیان پرېنژدي چ لاسوهنې وکړي او ولس لا وزووروي!
    وما توفیقی الا بالله علیه توکلت و الیه انیب .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب