Homeخبرونهد ط-انو او پاکستان نوې هوکړه؛ د افغانستان د ډبرو په سکرو...

د ط-انو او پاکستان نوې هوکړه؛ د افغانستان د ډبرو په سکرو به پاکستان ته بريښنا توليديږي

تاند( دوشنبه ، د اسد ۳ ) ‏د پاکستان ډاون ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې کابل ته د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې د استازو په ګډون د دوی د ورغلي پلاوي د سفر پر مهال هوکړه شوې، چې طالبان به پاکستان ته د ارزانه او پریمانه ډبرو سکرو له صادرولو سره د ډبرو په سکرو د پاکستان د بريښنا توليدولو څو شبکې روښانه ساتي.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، دا پریکړه په داسې حال کې شوې، چې په نړیوال بازار کې د ډبرو سکرو بېې پورته شوي او له دغو سکرو د بریښنا تولیدولو لړۍ ستونزمنه شوې ده.

ډاون ورځپاڼه وايي، مخکې یوازې د چمن په لاره په محدوده اندازه پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکاره صادریدل، خو په نوي توافق کې هوکړه شوې، چې د غلام خان او خارلاچي په لارو به هم پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکاره صادريږي.

پاکستان هیله من دی، چې له دې توافق سره به يې د بریښنا د تولید کچه لوړه او ارزانه شي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو څو ورځې مخکې د حقاني شبکې مشر مولوي سراج الدين حقاني، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر هم دی، خوست ته په دې موخه په سفر تللی و، چې د غلام خان بندر له لارې پاکستان سره د سوداګرۍ د زياتوالي چمتووالی تنظیم کړي.

د طالبانو چارواکي تورن دي، چې پاکستان د افغانستان د یرغمل کولو او لوټلو لپاره واک ته رسولي، خو طالبان ټینګار کوي چې دوې خپلواک دي او د ملي ګټو په اساس تعاملات کوي.

3 COMMENTS

  1. ټالبانو باندې د کاڼه کیسه ده . کوڼ یې په ک …. غوو، ده په غوږو نه اورېده .
    استعمار تور وي ، که سپین .
    چې پنجاب څه ورته وایی ، دوی یې د سر په سترګو اجراکوي . پرون پنجابیانو د افغانستان د پوځ د روزلو په هکله غونډه هم جوړه کړې وه .

  2. علمی او تخصصی مراکز د پاکستان د سکرو معادن د افغاستان په مقایسه څو چنده زیات ښودلی ،خو دا عاجله خریداری ،سریع انتقالات،نوی بنادر زیاتول بی له لوټ او د خایڼ شرانګیز ظالمانو سره
    ډ جوال د خولی له نیولو پرته ،بله معنا درلودی شی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...