جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد امر بالمعروف وزير: ط-ان د ملا هبت الله فرمان نقضوي او...

د امر بالمعروف وزير: ط-ان د ملا هبت الله فرمان نقضوي او لا هم څو- څو ودونه کوي

تاند( دوشنبه ، د اسد ۳ ) ‏د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزير شېخ محمد خالد حنفي د طالبانو له لوري، د دوی امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده ته د منسوبو فرمانونو د نه عملي کېدو په اړه غبرګون ښودلی.

خبري سرچينو ويلي، چې دغه طالب وزیر غزني ولايت ته د سفر پر مهال د څو ودونو نه کولو او اوږدو څڼو د نه پریښودو په اړه د هبت الله د فرمانونو په نه عملي کیدو اعتراض کړی دی.

نوموړي ویلي، چې یاد شوي فرمانونه خپله طالبان نه عملي کوي، چې بايد عملي یې کړي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزير دا څرګندونې د طالبانو له ځایي چارواکو سره په غونډه کې کړي او له هغوی څخه ېې د ملا هبت الله د فرمانونو په تطبيق کې مرسته غوښتې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو یوه مشهور تبلیغاتي مبلغ قاري عبدالستار سعيد چې د طالبانو د چارو ادارې د مطبوعاتو رييس هم دی، په خپله ټویټر پاڼه کې د ملا هبت الله له فرمانونو د نه اطاعت له کبله پر طالبانو نیوکې کړي.

هغه لیکلي:«‏بې اطاعتي له ډیرو وړو امورو شروع کیږي، که یې له موټرو د تصویرونو لرې کولو او بې وړه څڼو لنډولو په اړه د مشرانو د امر د اتباع پر ځای د خپل نفس او مزاج غوښتنې ته ترجیح ورکړه، نو سبا پر بل لوی خیانت هم بریک نه نیسي.د نفس مار که مړ نه شي وروسته په ښامار بدلیږي.»

خپله ملا هبت الله هم څو ځله په ویناوو او فرمانونو کې له نوموړي څخه د بشپړ اطاعت ټینګار او غوښتنه کړې ده.

3 COMMENTS

  1. ښاغليه شيخ خالده،
    له دې مفقود او تصويري شيخ نه مو څه جوړ کړي دي؟
    چا چۍ اميرالمؤمنين کړی وو هغوی خپله د زرداري او د عمرانخان اطاعت کولو نه ستاسې د اميرالمؤمنين، نو څنګه ورته د اميرالمؤمنين کارونه کاروئ؟
    ستاسې خبره لا هملته په هغه اصلي مرکز (تطفه) کې خرابه او مشکوکه ده، نو دا عمومي کارونه خپله له همغو بيرته منتفي شوې ده.

  2. د مړو او تصویرونو فرمانونه نور نه چلیږي . د ملاهبټ به اوس دا مردار هډوکي هم د دوزخ په لمبو کې سوځېدلي وي . اوس څوک د ملا فضلو او ملا باجوه فرمانونه نه عملي کوي.

  3. موږ ته به سپین ږیرو ویلی چې ملا ته مه وایه چې راکړه ،تل ورته وایی چې واخله ؛حتی د ډوبیدو وخت کی هم مه وایی چې ؛لاس دی راکړه ،باید ووایی چې لاس می واخله ،او دا اکثریت لپاره یی دمنلو ده،ځکه تیرو حکامو علما اکثرا محتاج او علماوو هم ،اکثرا د عالم حیثیت ندی ساتلی ،نو ډدی قشر لوږه او حرص تر نورو زیات دی،او مړیدل یا اشباع کیدل یی اسانه کار ندی ،او د خدمت سره هم
    نابلده او علاقه نلری،نو ملت دِ انتظار وباسی چې دوی ماړه شی،بیا که څه پاتی شول،لکه د متقاعدینو حقوق ،اول به پوښتنه کوی که دِ حرام ټاپه یی ونخوړه نو بیا والله اعلم چې تادیه به شی که نه ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب