جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+انسان د بې دینۍ او دین پر دوه لارې

انسان د بې دینۍ او دین پر دوه لارې

دویمه برخه

زبیر افغان

د کایناتو او انسان د پيدايښت هدف څه دی؟

دا پوښتنه خورا له ډېر وخته مطرحه ده چې کاینات او انسان د څه لپاره پيدا شوي دي؟ ډېرو فیلسوفانو دې پوښتنې ته د ځواب موندلو هڅه کړې ده، مسلمانو پوهانو د اسلام له اړخه دې پوښتنه ته د ځواب موندلو کوښښ کړی دی، ګڼ نومونه کتار شوي دي یا که ووایم څو کارونه یاد شوي دي چې د همدې موخو لپاره دا هر څه شوي دي. په دې برخه کې تر ډېر لوست او فکر وروسته زه خپله دې پایلې ته رسېدلی یم چې یوازې د انسان په اړه بحث باید ونه شي، انسان اصلن د دې سترو کایناتو یوه وړه برخه ده، نو دومره لوی کایناتو له پامه اچول او یوازې انسان محوره بحث به پر وړه جزیه بحث وي، له هره اړخه که د ځواب موندلو هڅه وي، باید کاینات شموله وي، نه انسان محوره.

زما په نظر ښه خبره داده چې هستي د نیستي په نسبت یو نعمت دی، الله تبارک و تعالی چې کاینات او انسان هست کړي دي، دا يې یوه پېروزینه کړې ده، ما ډېر داسې مریضان لیدلي دي چې د عمر لویه برخه يې تېروه شوې وي، مګر بیا هم د دې لپاره منډې ترړې کوي چې یو څه وخت لا نور ژوند هم وکړي، که جوړ وي هم له خلکو غواړي چې د ژوند دعا ورته وکړي، هیڅوک نه غواړي چې د هستۍ کاسه يې نسکوره شي، هست يې په نیست بدل شي، حتا حیوان هم د خپل ژوند د بقا لپاره له خپله ټوله توانه کار اخلي او ژوند وړاندې بیايي.

د بقا لپاره زموږ فردي و اجتماعي هڅې دا ثابتوي چې هستي یو نعمت دی، نو خدای د یوه سخي ذات په توګه دا کاینات او پکې شته مخلوقات هست کړي دي. زموږ که پلار مړ شي، نو ور باندې ژاړو، ځکه یو هستي مو له لاسه ور کړه، مور همداسې، ورور، خور، ښځه، زوی، لور هر بل قریب او انسان، په دې توګه که موټر را څخه ولاړ شي، یا مو پیسې وبایللې، روغتیا ته مو صدمه ورسېږي، دا ډول هر شی، نو د یوه شي نیستي کېدل، موږ کړوي، دغه مشاهده په ژوند کې هر کس کوي، له دې موږ و تاسو ته په زبات رسېږي چې هستي نعمت ده.

یوه بله خبره دا هم ده چې انسان د خپل محدود علم او ادراک په مټ نه شي کولای چې د کایناتو ټول رازونه وسپړي، په دې سره هغه ځواب تر لاسه کړي چې سل سلنه واقعیت ولري او د هغه زړه اوبه پرې وڅښي، د دې پوښتنې د ځواب لپاره ګڼې هڅې شوې دي، دا هر ځواب مطلق نه دی، دا هم حتمي نه ده چې ځواب دې له واقیعت سره مکمل اړخ ولګوي، ښايي د واقعیتونو یو اړخ يې ټچ کړی وي، مکمل حقیقت را څرګندول زما په اند د انسان د وس خبره نه ده، موږ تر اوسه په دې کایناتو کې له ډېرو داسې رازونو ناخبره یو چې که پرې خبر شو ښايي هک حیران مو کړي، له نن څخه سل کاله مخکې هغه رازونه نه وو کشف شوي چې اوس يې انسان پر کشفولو توانېدلی دی، نو انسان ته عجله نه ده په کار، د خپلو تشویشونو د رفعې لپاره دې خپلې بشري هڅې تل کوي، مګر خپل هر شي ته سل سلنه واقعیت ویل یا ورته په همدې سترګه کتل، بشر ناسم لور ته رهبري کوي.

د ساینس په مټ موږ ته د دې ډېرې ښې تجربې شوې دي، ډېر څه چې انسانانو قاطع بلل، هغه نن قاطع پاته نه شول، نن د ساینس په مټ داسې شیان کشف شول چې د مادې د پخواني تعریف له مخې ماده نه بلل کېږي، په داسې حال کې دوی مجبور شول چې د مادې لپاره نوی تعریف وکړي، نو د انسان هر شی نسبي دي، موږ چې په دې اړه څه وایو، دا ټول نسبي دي، انسان باید د خپلو محدودو وسایلو، علم، ادراک، ژوند او نور هر محدود څه باندې د مطلق پرېکړې کولو هڅه هم ونه کړي، په تېره هغه پوښتنې چې پر ټولو ابعادو يې کامله احاطه د انسان له وسه وتلې خبره ده.

موږ ته تر اوسه په انسان کې دننه داسې څه تر لاسه کوو یا پرې پوهېږو چې ورته حېرانېږو، له دومره علم سره انسان په دې نه دی توانېدلی چې په انسان کې ټول شته رازونه يې را وسپړي، دا که يې په فزیکي وجود کې دي یا هم د هغه په نفس کې، نو د کایناتو پر ټولو یا اکثرو یا هم بعضو اسرارو به څنګه بشپړ علم راولو؟ انسان چې څه ډول وسایل لري، دې ته په کتو باید پر لاسته راوړنو هم بسنه وکړي، له انسان سره وسایل محدود دي، نو علم او معلومات يې هم محدود پاتېږي، په دې سره هغه د کامل واقعیت درک ته نه شي رسېدلای، له دې امله يې د هرې پوښتنې ځواب نیمګړتیاوې لري، که نن ورته څرګندې نه شي، سبا ورته ښکاره کېږي، د دې وجه داده چې انسان د کامل حقیقت تر لاسه کولو توان نه لري، د یوې برخې په تر لاسه کولو يې باید قناعت وکړي، له خپلو محدودو وسایلو دې د کامل حقیقت تر لاسه کولو تمه هم نه لري، بلکې د ده چې څومره وسایل دي، د هغو په اندازه د هر شي په حقیقت د پوهېدنې او هرې پوښتنې ته د ځواب موندلو په همدې نسبي اړخ دې راضي او قانع شي.

تر دې وروسته چې الله تعالی کاینات او انسان وپنځول، نو د برقراره کېدو لپاره يې ځینې اصول ورته وضع کړل چې د هغو اصولو په تابعداري کې د دوی بقا ده. کایناتو ته يې واک نه دی ور کړی، هغه یوازې د قانون تابع دي، د سرغړونې هيڅ مجال نه لري، هر وخت که يې له بل حالت ته بدلول وغوښتل له دې قانونه يې مستثنا کوي او هغه هم له یوه حالته بل ته تغییر کوي، بس همدغه سرغړونه(که ورته دا نوم مناسب وي) ده چې نتیجه يې له یوه حاله بل ته تګ دی، دا کار هم د خالق په خوښه کېږي او هغه يې هم چې اصولو ته پابند پاتېږي، انسان ته دوه ډوله قوانین دي، یوه برخه يې هغه دي چې که يې مخالفت وکړي، نو د هغه د هستي به هم ورسره پای وي، مثلن: له اوره ځان کتل، که ور ولوېږي، سوځول کېږي، اوکسیجن تنفس کول، که پر بند شي مري، د ځمکې د جاذبې قوې سره محتاط اوسېدل، که له غره یا لوړ چت و پاڼ څخه ځان بې له وسایلو را ایله کړي، نو یا مري یا يې جسم ضربه ویني، دا هغه طبیعي قوانین دي چې هم يې ټول کاینات په وړاندې تسلیم دي او هم انسان(فصلت: ۱۱) او بل ډول هغه قوانین دي چې انسان ته يې د پيروي او سرغړونې واک ور کول شوی دی، مثلن: پر همدې خالق ایمان راوړل، انسان اختیار لري چې ایمان پر لري او که انکار ځنې کوي، د هغه رالېږلی رسول مني که انکار کوي، د حساب و کتاب ورځ مني که انکار کوي، دغه ته ورته امرونه په الهي کتاب کې دي چې د انساني ټولنې د بقا لپاره يې اصول او هدایات هم ور کړي دي، نو انسان که يې ومني ښه اینده به ولري او که انکار وکړي، بده راتلونکې به يې په برخه وي. د لومړي ډول قوانینو مخالفت د انسان لپاره ځای پر ځای نتیجه لري، که اور ته لاس ور وړي، سوځوي يې، که له غره ټوپ کړي، مړ کېږي، که اوبو ته ننوزي، سا يې بندېږي، دا هغه قوانین دي چې انسان يې په طبیعي ډول پابندي کوي، البته که يې مخالفت وکړي، ځای پر ځای يې نتیجه ویني. د اور له سوځل کېدو وروسته يې بدن درد کوي، د درد لپاره دوا شته چې هغه وکاروي، سوکه سوکه يې سوځلی ځای رغېږي او درد يې هم کمېږي. دا قانون د کایناتو په اړه هم دی، که له خپله مداره ووزي، له بل شي سره په ټکر يې هر څه تالاترغه کېږي.

یو بل ډول قانون بیا د انسان لپاره دادی چې هغه يې د مخالفت توان هم لري او ځای پر ځای يې نتیجه هم نه راښکاره کېږي، بلکې وخت ور کوي، اما د نتیجې په مخنیوي کې يې واک نه چلېږي، له دې رنځه د مخنیوي لپاره دوا د الهي قوانینو لورته رجوع او پرې عمل دی، په ټولنه کې د بې انصافیو نتیجه اخیر وژنې، لوږې، قتلونه، لوټماري، ناامني، فقر، بېکاري او نور وي، که انسانان خپل روش بدل نه کړي، د دې نتیجې مخه نه شي نیولای، نو انسان باید له هغو قوانینو څخه چې دفعتن يې نتیجه ویني، د دې قوانینو پر حقانیت استدلال وکړي او د دواړو د حتمني نه تغییر منونکې نتیجې یا پایلې په لیدو بیا هم دا ومني چې دا کاینات یو چا د خپلې پيرزوینې له مخې هست کړي دي او هغه د خپل نعمت د ساتنې حتمي څارونکی دی چې له خرابۍ يې وساتي، نو د قوانینو مخالف هر چا ته حتمي سزا ور کوي.

زما په نظر د قران کریم په هغه ایت کې چې وايي انس او جن مو د عبادت لپاره پيدا کړي دي، لومړی ډول قوانین ځنې هدف دي، چې انسان يې طوعن او کرهن په وړاندې تسلیم دی، ځکه د عبادت کلیمه له عبودیت څخه ده چې د بادار په وړاندې غلامۍ ته وايي، یا هم د حاکم په وړاندې محکومیت دی، نو په دې برخه کې الله تبارک وتعالی حاکم اعلی دی، اوچت فرمانروا دی، ستر بادار دی، د انسان په شمول يې ټول کاینات په وړاندې سر خُم دي، ځکه يې نو ویلي دي:

{وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ} [الذاريات: 56].

او موږ جن و انس یوازې د عبادت لپاره پيدا کړي دي.

عیني خبره يې په نورو الفاظو د کایناتو په اړه هم کړې ده:

{تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالْأَرْضُ وَمَنْ فِيهِنَّ وَإِنْ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا يُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ} [الإسراء: 44].

اووه اسمانه، ځمکه او هر څه چې په اسمانو کې دي د الله تسبیح وايي، بلکې هر شی د هغه تسبیح له حمد سره یو ځای وايي.

دلته د اسمان، ځمکې، په اسمانو کې د هر شي تسبیح او تحمید هم هغه معنا لري لکه د انسان عبادت چې در لوده، یعنې د انسان په شمول ټول کاینات چې د هغه قوانینو ته تابع شول، دا خپله د هغه ستاینه او پاکي بیانول دي، ځکه دومره لوی ذات دی چې دغه ټول کاینات يې له هر څومره لویوالي سره له قوانینو سرغړونه نه شي کولای، د هغه د قوانینو په وړاندې بې چون و چرا تسلیمي د هغه تسبیح او ستاینه ده.

دا قوانین ځکه په کایناتو کې وضع شوي دي چې بیا همدا د هستۍ نعمت له منځه تلی، د دې لپاره چي هستي دوام وکړي، نو باید د قوانینو تابعداي وکړي څو دوام وکړي، په دنیا کې هم هغه ټولنې بریالۍ وي چې د قوانینو رعایت کوي، هره ټولنه چې ځنګلي قوانین پکې پلي وي، دړې وړې او شړېږي، د کایناتو هستي له دې امله په سختو قوانینو کې رابنده شوې ده چې دغه نعمت له زوال سره مخ نه شي، هر وخت که له دې قوانینو څخه ووتل هغه مهال به د دې جهان بل ډول حشر وي.

له انسان سره دا پوښتنه هم پيدا کېږي چې که دا هستي نعمت وي، نو بیا يې له منځه ولې وړي؟ نعمت باید دوام وکړي. د مسلمانانو باور دادی چې نه د انسان هستي نوره له منځه ځي او نه هم دا جهان په کامله توګه ختمېږي، بلکې تر مرګ وروسته به انساني زندګي په بل ډول دوام کوي، انسان یوازې فزیکي وجود نه لري، بلکې په هغه کې یو بل موجود هم شته چې د هغه په توسط اوس هم له غوښو جوړ انسان شعور لري او اینده به هم هغه د شعور هستي وړاندې پسې ځي،  دا ډول توګه کاینات هم، د هغوی په جوړښت کې که هره ډول تغییر هم راشي، پروا نه لري، خو دغه د هستۍ نعمت بیا نه نیستي کېږي.

۲۰۲۲/جولای/۲۳

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی