جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبکره کتنهپه (مفسد) کې څه راغلي؟| م. فیصل ځلاند

په (مفسد) کې څه راغلي؟| م. فیصل ځلاند

دا یو له هغو ګوته په شمار ناولونو څخه دی چې نوي څه پکې وینو.
موضوع یې خورا ډېره په زړه پورې او جالبه ده.
د ناول د پاڼو شمیر(۲۳۹) ته رسیږي، ایمل پسرلي لیکلی او اکسوس تازه چاپ کړی دی.
دا ناول د اوسنیو حالاتو مطابق لیکل شوی دی. هغه څېرې راته واضح کوي چې ډېر کسان ورباندې غولېدلې دي او ډېر غریب خلک د دوی د لاس آلې ګرځېدلي دي.
د ناول یو کرکټر غریب سړی دی، دی صادقانه چلېږي خو هېچا ته ارزښت نه لري. نه یې څوک خبرې اوري او نه یې پوښتنو ته جواب ورکوي. په داسې حال کې چې ده ته یوه مهمه دنده سپارل کیږي تر څو ویې څاري. یوازې دومره ورته ویل کیږي چې هغه کوه کوم چې درته ویل کیږي.
دا ناول له هغه تکراري ناولونو څخه نه دی چې موضوع یې یوه وي او د لیکنې بڼه یې بدله.
لسګونه ناولونه مې لوستي یا مین ځان وژلی وي، یا یې مینه بایللې وي، یا ځوانه نجلۍ سپینږيري ته ور واده شوي او یا په عمر پخه ښځه تنکي ځوان ته کوژده شوې وي.
زموږ د ډېرو لیکوالانو چې یوې موضوع ته ورپام شي تر هغه یې نه پرېږدي چې تر څو یې د لوستونکو زړه نه وي ترې ور تور کړی.
لیکوال باید نوي څه ولولي، نوي څه زده کړي او نوي څه ولیکي.
په دې ناول کې نه مین ځان وژنه کړې، نه له خپلې مینې سره ځنګله ته تښتېدلی او نه د نجلۍ پلار خپله لور وژلې ده…
دا ناول نه راته په کلي کې ګودر او منګی انځوروي چې شاعران او لیکوالان یې په لیکلو ستړي شول، نه د بامونو پر سر امبار شوي خوشایه اوپچې راته انځوروي او نه د لوی برج پرسر شنې کوترې؛ بلکې داسې څېرې انځوروي چې خلک د دوی له لاسه له هوسایۍ او آرامۍ بې برخې دي…. نه مو ناکي اوښکې له سترګو تویوي او نه مو له ژونده زړه توري کوي. د فاسدو سیاستوالو له رازونو پرده پورته کوي، او د دوی بد شکله او خاینې څېرې چې عامه او غریب خلک یې د لوبې ښکار شوې راښیي.
په دې ناول کې چې کوم څه راغلي دي، لوستل یې د هر افغان لپاره لازم او اړین دي.
د ناول له مینځه:
۱ـ ځینې خلک چې نورو ته لومې جوړوي، هېڅکله په دې اړه فکر نه کوي چې خپله پکې ګیر شي څه حال به یې وي.
۲ـ  موږ انسانان تل داسې فکر کوو چې خپله له هر څه ساتلي او خوندي یوو، نور دي چې را ګیر دي. خو چې راګیر شو بیا مو هېر شي چې موږ هم نور داسې کړولي وو.
۳ خلک منفي خبرې غواړي، منفي خبرو باندې باور کوي. که مثبتې لس ورته وکړې یا یې نه اوري یا یې نه مني خو یوه منفي خبره داسې بولي لکه د قرآن ټکی.انکار ترې نه کوي. دا هم د جنګ او جنګي فرهنګ ډالۍ ده.
۴ـ ریښتیا هم سیاست دوست او دښمن نه لري. سیاست ګټه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب