چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeادبشعرشاعرانه لیک

شاعرانه لیک

پوښتنې خدای ته په لیک کې

وايي ته ډیر ښکلی یې

ان دومره ډیر چې له شمیر زیات یې

او بې شمېر ښکلی یې

ستا د ښکلا یوې زرې تاب کاینات نلري

وايي ته ډیر مهربان

ان دومره ډير لکه مور پلار په اولاد

له دې اویا چنده زیات

پخپل انسان مهربان

وايي ته سخت قهار یې

ستا له زرې قهر نه

سره دوزخونه امانونه غواړي

***

د ښایستونو پاچا!

لویه مهربانه ذاته!

ای زوروره خدایه !

سلام سلام  په دوه لاسي مې سلام

نن دې له خاورې نه جوړ کړي انسان

سل او زر زړونه سره یو کړي دي

د زړه ژورو نه  د درد په ژبه

ستا د لوی شان په وړاندې

یوه مودابه ګستاخي کوي پوښتنه کوي

او تاته لیک لیکي

په چیغو ژاړي

***

د ښایستونو پاچا!

لویه مهربانه ذاته!

ای زوروره خدایه !

سلام سلام  په دوه لاسي مې سلام

دې ویړ جهان په دې غني جهان کې

زما د خاورې او خټین وجود اړتیا  څه شی ده؟

ها کومه تشه ده چې

زما ناڅیزه وجود ډکه کړې؟

***

د ښایستونو پاچا!

لویه مهربانه ذاته!

ای زوروره خدایه !

سلام سلام  په دوه لاسي مې سلام

ته خو بیشکه چې پوره یې

ستر یې لوی ذات یې

ته خو په هرڅه باندې پوی ذات یې

خو زه بنده یمه نیمګړی یمه

نو بیا دې ولې دومره هیلې ، خواهشات، غوښتنې

نو بیا دې ولې مینه ، کرکه او سل نورې داسې

په ما کې وکرلې؟

نو چې دې وکرلې

نو بیا دې ولې د بندیز په رسۍ

داسې تړلی یمه

که لږ ځان وخوزوم

نو مستقیم به جهنم ته درومم

***

د ښایستونو پاچا!

لویه مهربانه ذاته!

ای زوروره خدایه !

سلام سلام  په دوه لاسي مې سلام

له پیرزو یې دې مننه کوم

چې دې انسان او مسلمان پیدا یم

په تن دې روغ  ژوند کې روان پیدا یم

خو د بشر په دومره  ستر ټبر کې

ولې پښتون پیدا یم ؟

ولې دې ننګ ، غیرت او داسې سل او زر بلاوې؟

زما په خټه کې غږلي راته

ولې مې ژوند ، مینه او نوره ناروا او روا ؟

فقط د شرم په نوم ټکي نه

مدام قربان دي

***

د ښایستونو پاچا!

لویه مهربانه ذاته!

ای زوروره خدایه !

سلام سلام  په دوه لاسي مې سلام

روح ورکوونکی اخیستونکی ته یې

غزت ، ذلات   د رزق ورکړه هم د ستا واک کې ده

هر څه د ستا واک کي دي

د قدرتونو ربه  !

که عبادت کوم د ستا به کوم

د بل بنده بنده دې ولې کړمه؟

***

د ښایستونو پاچا!

لویه مهربانه ذاته!

ای زوروره خدایه !

سلام سلام  په دوه لاسي مې سلام

دا به مې هرڅه په تقدیر کې لیک وي

خو زه مې غواړمه تقدیر بدل کړم

ځکه تقدیر خو په دعا بدلیږي

نو بیا زما دا  څو کلنه دعا

د  رڼو اوښکو په تک سپین لباس کې

دا په پوره اخلاص پوره باور  بشپړه ایماني فضا کې

دغه عاجزه او خوږمنه دعا

ته ولې نه قبلوئ؟

***

د ښایستونو پاچا!

لویه مهربانه ذاته!

ای زوروره خدایه !

سلام سلام  په دوه لاسي مې سلام

زه نوره ستړی یمه

زه بیخي مات یمه ناتوانه یمه

ما مې در وغواړه نور

زه په ژوندوني هم یو مړی یمه

***

سیدجیلانی جلان

 کابل  

۳ مرغوی ۱۳۹۷  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب