پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبد ګابريل ګارسيا مارکز له لوړو ژورو ډک ژوند او اثار

د ګابريل ګارسيا مارکز له لوړو ژورو ډک ژوند او اثار

ګابریل ليکوال : ګل رحمن رحماني

نوبل ګتونکى او د نړۍ دمشهور شهکار اثر” د تنهايۍ سل کلونه ” کابريل ګارسيا مارکز ژوند دنړۍ د نورو ډېرو سترو انسانانو غوندې له لوړو ژورو ، محرميتونو او ستونزو ډک دى، ډېر ستر ليکوالان او پوهان په ستونزو ، درد او محروميت کې لوى شوي ، فکر يې پوخ شوى ، دوژند واقعيتونه يې درک کړي او ځان يې پېژندلى دى .

دی دخپل ژوند له ترخو او ستومانيو څکلو وروسته دخپلې تجربې له مخې راته وايي :” دخوشحاله ژوند اوسېدو راز په دې کې نه دى ، څو هغه کار، چې خوښېږي مو تر سره يې کړو ، بلکې په دې کې دى، چې خپل تر سره کوونکي کار سره مينه ولرو .”

کولمبيايي ليکوال ګابريل ګارسيا مارکز د ١٩٢٨ لمريز کال د مارچ په شپږمه دکولمبياد سانتامارا سيمې په ارا کاتاکا کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې ، نيکه يې ځکه دهغه وخت له دود سره سم دهغه روزنه پرغاړه واخيسته، چې د ګابريل مور او پلار خورا غريبان وو. نوموړى دلاتيني امريکا په هېوادونو کې د ګابيتو په نامه مشهور دى، چې د وړوکي ګابريل مانا لري.

ګابريل په ماشومتوب کې دخپل بابا او نيا په خرافاتي داستانونو روږدى و، سره ددې ، چې په څنګ کې يې ورته نورې ښځې هم موجودې وې، خو ګارسيا مارکز ډېر وروسته وويل، چې دوى اوس هم دهغوى خرافات او اندونه هغه مهال وېروي، چې دخپل کور له صندلۍ سره يوازې کښېني.

د ګابريل په روان کې دهغه دنيا او بابا خرافاتي فکرونو او کيسو دومره اغېز کړى و، چې ده ترې ځان بېلول وروسته هم اسانه کار نه و ، دې په دې اړه يو ځاى داسې ليکي “احساسوم ، چې ټولې ليکنې مې له خپلو نيکونو څخه په اخيستو تجربو ولاړې دي .”

اوه کلن و، چې نيکه له نړۍ سترګې پټې کړې. دنيا دسترګو ليد يې هم ورځ تر ورځې کمېده ، نو له همدې امله سوکرې ته ولاړ، څو له خپلې کورنۍ سره يو ځاى شي ، هلته دده پلار ديوه درمل جوړونکي په توګه په کارونو بوخت و.

سوکرې ته له تګ سره يې خپلې رسمې زده کړې پيل کړې، د ماګدالنا سيند پر غاړه د بارانونکيولا بندري ښار يوه روزنتون ته دهمدې موخې له پاره واستول شو. هلته ديوه خندونکي شاعر او کاريکتاتور کښوونکي زده کوونکي په نوم مشهور شو ، سره ددې چې مارکز کوم ورزشکار نه و، خو ډېرجدي چلند به کاوه ، له همدې امله دخپلو ټولګيوالو ترمنځ په پاخه او غښتلي سړي مشهور شو.

په ١٩٤٠زېږديز کال کې په ١٢ کلنۍ کې په دې وتوانېده، چې دممتازو زده کوونکو له پاره دځانګړي شوي ښوونځي تحصيلي بورس تر لاسه کړي، دغه ښوونځى د ليکئو ناکيونال په نامه يادېده او د يسوعيون له خوا اداره کېده ، چې د بوګاتا په دېرش مترۍ کې د زيپاکويورا په ښار کې و .خو دغه سفر يې له يوې اونۍ زيات وخت وانه خيست او بېرته راستون شو ، هغه له بوګوتا سيمې سره چندان مينه نه درلوده ، دکلمبيا په پلازمينه کې يې لومړيو شپو ورځو زړه ورتنګ کړ، غمجن شو، خو دهغه تجربو دده له شخصيت سره مرسته کوله.

مارکز خپلې لومړنۍ ليکنې په ١٩٤١ لمريز کال کې د Juventude په ورځپاڼه کې خپرې کړې، ياده ورځپاڼه دښوونځي زده کوونکو ته ځانګړې شوې وه . په ١٩٤٧ کال کې يې د دبوګاتا پوهنتون د دحقوقو په څانګه کې زده کړې پيل کړې.

دډېرو هغه محصلينو غوندې، چې په پوهنتون کې يې خپل ځان ازمايلى او بيا ورته دپوهنتون زده کړې او چارپيريال ډېر وړوکى ښکاره شوى ، نو ګارسيا هم يو له همدغسې کسانو څخه و او دې ته ځېر شو چې دپوهنتوني په ځانګړي ډول د حقوقو له مطالعې سره چندان لېوالتيا نه لري او هغه کس ته ورته شوى، چې خپله دنده په جبر او زور سر ته رسوي .په همدې ترتيب د هغه دسرګردانيو موسم پيل شو، ټولګيو ورته چندان اهميت نه درلود، له ځان او درسونو سره يې عفلت کاوه، په ښار کې به يې چکر وهل او دحقوقو دمطالعې پر ځاى به يې شاعري کوله .

په ارزان بيه هوټلونو کې به يې ډوډۍ خوړله ، سيګريټ به يې څکاوه ، دهغه مهال له ډېرو شکمنو او تورنو شيانو لکه سوسياليستي ادبياتو، وږو هنرمندانو او ورځپاڼه ليکونکو سره يې مينه وه ، ځوان شو ، خو تر ټولو يوه مهمه ورځ هغه وه، چې يو کوچنى کتاب يې ولوست ، ژوند يې واوښت ، دژوند ټولې کرښې يې د ورغوي په يوه ټکي کې راټولې شوې .

دغه کتاب مسخ نومېده او ليکوال يې کافکا و ، هغه يې تر اغېز لاندې راوست ، ځوان مارکز پوه شو، چې اړتيا نه لري څو له يوې مستقيمې داستاني کرښې، يوې روښانه طرحې ، يوې تلپاتې او زړې موضوع څخه دادبياتو پيروي وکړي ، هغه په دې اړه وايي :(( ما فکر نه کاوه ، چې څوک د دمسخ کتاب په څېر د شيانو ليکلو اجازه ولري .که زه پوهېدى ، نو له دې وړاندې به مې په ليکلو پيل کړى و، له کافکا نه را اوچت شوى فرياد زما د نيا دغږ انګازو ته ورته و، هغې به چې کله راته دخپل عادت له مخې داستانونه ويل ، نو ډېر جنجالي او ستونزمن څېزونه به يې په ممکنو حقيقي غږونو کې راته بيانول .))

د ګابرېل ګارسيا يو څو پخې خبرې : ___________ - ته شايد په ټوله نړۍ کې يو کس وې ، خو دځينو کسانو له پاره ټوله نړۍ يې . - هېڅکله خپل وخت له هغه چا سره مه تېروه ، چې له تاسره وخت تېرولو ته حاضر نه وي . -راتلونکې داسې څه نه ده، چې انسانانو ته دې په ميراث پاتې شي ، بلکې داسې يو څه دي، چې خپله دى يې جوړوي. -دانسان لس سلنه ژوند هغه څه دي ، چې تصادفي پېښېږي ، خو ٩٠ سلنه بيا د هغې پر وړاندې دانسان غبرګون دى .
د ګابرېل ګارسيا يو څو پخې خبرې :
___________
– ته شايد په ټوله نړۍ کې يو کس وې ، خو دځينو کسانو له پاره ټوله نړۍ يې .
– هېڅکله خپل وخت له هغه چا سره مه تېروه ، چې له تاسره وخت تېرولو ته حاضر نه وي .
-راتلونکې داسې څه نه ده، چې انسانانو ته دې په ميراث پاتې شي ، بلکې داسې يو څه دي، چې خپله دى يې جوړوي.
-دانسان لس سلنه ژوند هغه څه دي ، چې تصادفي پېښېږي ، خو ٩٠ سلنه بيا د هغې پر وړاندې دانسان غبرګون دى .

دا لومړى څه وو ، چې ګارسيا يې دادبياتو لوستلو ته وهڅاوه ، له دې وروسته يې په خپله ټوله لېوالتيا سره مطالعې ته مخه کړه ، څه به يې چې لاس ته ورتلل ، نو لوستل به يې . هغه دداستان ليکنه پيل کړه او بالاخره خپل لومړى داستان يې د درېيمه استعفا په نامه په ١٩٤٦ زېږديز کال کې وليکه او په ال بوگوتا ورځپاڼه کې خپور شو .په دې توګه ګارسيا دتخليقي ادبياتو په نړۍ کې لومړى قدم کېښود او کلونه وروسته يې يادې ورځپاڼې ته له لسو زيات داستانونه وليکل .
په ١٩٦٥ زېږديز کال کې يې په خپل مشور رمان (( تنهايۍ زر کلونه )) ليکلو بآندې پيل وکړ او په ١٩٦٨ کال کې يې پاى ته ورساوه ، چې د ډېرى کرکه کتونکو پر وينا دهغه په شهکارو اثارو کې شمېرل کېږي .په ١٩٨٢ کال په سويډن دادبياتو نوبل جايزې دټاکنې کمېټې د رايو په اتقاق ياد رمان دنوبل جايزې له پاره مستحق و ګاڼه او ياده جايزه يې مارکز ته ورکړه .
ياد اثر په کم وخت کې دنړۍ ډېرو ژبو ته هم وژباړل شو.مارکزد( جادويي ريالېزم) ادبي سبک له مخکښو ليکوالو څخه دى ، که څه هم نه شو کولاى دهغه ټول اثار په دغه سبک برابر وبولو، خو کره کتونکي ددې سره سره دهغه اثارو ته په پام سره دهغه په اثارو دجادويي ريالېزم نوم ږدي او دا هغه نوم دى ، چې هغه هېڅکله نه مانه او ورسره جوړ نه و .
مارکز دنړۍ دمشهورو ليکوالو پر کتار کې راغى، په تدريس بوخت شو ، په مکسيکوسيټي ، کارتاګنا، کورناواسا ، پاريس او بارانکبوليا کې يې فرهنګى او سياسي فعاليتونه وکړل .
هغه خپل وروستي داستانونه په ١٩٩٤ لمريز کال کې په (مينه او نور شيطانان ) ټولګه کې خپاره کړل، دغه لړۍ ته يې په ١٩٩٦ لمريز کال کې د( دانسان تښتونکي راپور)په خپرولو دوام ورکړ، دهغه وروستۍ اثر په ورځپاڼه کې برخې برخې خپور شو ،چې په کلمبيا کې يې دنشه يي توکو دکارونې بې رحمانه تجربې بيان کړې .ياد اثر يې په مخکښې ورځپاڼې کامبيو کې خپور کړ.

هغه په ١٩٩٩ کال کې دلاتيني امريکا دکال دشخصيت په نامه وپېژندل شو، په ٢٠٠٠ زېږديز کال کې دکلمبيا خلکو له هغه څخه غوښتنه وکړه ، چې ددې هېواد دولسمشرۍ مقام ومني ، خو هغه ددوى دا غوښتنه رده کړه .
د مارکز بله ځانګړتيا دا وه ، چې دداستانونو ترڅنګ يې خپلې خاطرې هم ليکلې ، دهغه د ( اوسېدل دبيا ويلو له پاره ) رمان لومړى ټوک په ٢٠٠١ زېږديز کال کې خپور شو ، چې بې له ځنډه له همغه لومړي چاپ سره په لاتيني امريکا کې داسپانيايي ژبو کتابونو تر ټولو زيات پلورل شوى اثر وبلل شو ، ددې کتاب لومړى ټوک تر ١٩٥٥ کال پورې رانغاړي، خو دمارکز په وينا ، چې دويم ټوک يې په ” دتنهايۍ سل کلونه ” را چورلېږي .
خو له بده مرغه ، چې له دې نه وروسته يې په ١٩٩٩ کال کې را پيدا شوي ناروغي زياته شوه ، د نوموړي په بدن کې په همدغه کال د لمفاوي غذو سرطان تشخيص شو او دهمدغه ناروغۍ له امله يې له دې نړۍ سترګې پټې کړې .
نوموړي خپل زيات شمېر اثار نړۍ ته په ميراث پرېښي ، چې دهغه دنوبل ګټونکي اثر د ( يوازېتوب سل کلونه) تر څنګ يې ځينې نور يې د ” د انديرا جنجالونه او دهغې سخت زړې نيا ” ، ” شيلي ته د ميګل ليتين پټ سفر” ،” له مينې او نورو شيطانانو )،” دوبا دکلونو مينه “، ” غريب زيارت کوونکي “،” ژوند دبيا ويلو له پاره “، ” لوى کور” ، ” دکارسيا مارکز ښکلي داستانونه” ، ” ديوازېتوب دورځې يادښتونه” او داسې نور دي .
هغه تر مرګ وړاندې لاندې کرښې په ټوله نړۍ کې ديوه ليکوال دوروستۍ ليکنې او وصيت په ډول پرېښې دي، چې دهغه دنثر د بېلګې په توګه به يې سره ولولو :
که چېرته خداى ديوې شېبې له پاره داهېر کړي، چې زه بوډا شوى او يوه شېبه نور هم ژوند راکړي ، شايد ډېر هغه څه ، چې زما په فکر کې دي ونه شم ويلى ، بلکې ټول تامل به مې دهغه څه په اړه وي ، چې وايم يې ، ډېرو څېزونو ته به ارزښت ورکړم، خو دغه ارزښت به دهغوى دارزښت پر بنسټ نه ، بلکې دهغوى دمعنې له مخې وي .خوب به مې کم کاوه ، تر ډېره به په خوبونو پسې تلم ، سره ددې، چې ښه پوهېدم که هره دقيقه سترګې پټوم، نو ٦٠ ثانيې رڼا له لاسه ورکوم .
کله مې چې خلکو مخه نيوله ، نو ما به تګ ته دوام ورکاوه ، کله چې نور ويده کېدل ، نو زه به ويښ پاتې کېدم ، کله چې نورو خبرې کولې ،نو زه به غلى پاتې کېدم او په خپل ټول توان به مې له دغه کارونو خوند اخيسته .
که خداى راته يوه شېبه ژوند را کاوه، په ډېره ساده ګۍ سره به مې جامې اغوستې، خپل وجود مې دلمر په لور برابراوه او روح به مې بربنډ کړى و .
خدايه ! که مې زړه درلود، نو په کې شته نفرتونه مې د يخ پر يوه ټوټه ليکل ، د لمر د راختو انتظار به مې کاوه .له اوښکو مې تږو ګلونو ته اوبه ورکولې ، څو داغزيو درد او دګلپاڼو مچکې احساس کړم .
اې خدايه ! که چېرته لږ نور هم ژوندى وى ، نو هېڅکله به مې نه وه پرېښې ، چې يوه ورځ دې پرته له دې تېره شي ، چې خلکو ته ووايم ، څومره زياته مينه درسره لرم ، راځئ ، چې سره مينه وکړو .هرې ښځې او سړي ته به مې دا عقيده ورکوله ، چې سره محبوبان وه اوسي او تل به مو له مينه وړي ژوند سره مينه پاله .
ماشومانو ته به مې وزرونه ورکړي و ، خو ددې اجازه به مې ورکړې وه، چې خپله الوت وکړي ، بوډاګانو ته به مې ور زده کړي و ، چې تاسې نه مرى ، خو هغه وخت ، چې مرګ خپله را وغواړى ، ستاسي مړينه په زړبودۍ کې نه په هېرولو کې ده .
اې انسانانو ! ما دا ټول له تاسې زده کړي، ما دا ټول له تاسې زده کړي، ما دا زده کړي، چې هر انسان که غواړي دغره پر څوکه ژوند وکړي ، پرته له دې چې وپوهېږي، اصلي ښادۍ کومې دي ؟ دغره د عظمت او ستروالي درک کول دي .
ما زده کړي ، کله چې نوى زېږېدلى ماشوم په لومړي ځل دخپل پلار ګوته په نازکو لاسونو کې نيسي ، نو د تل له پاره په يوه دام کې نښلي .
ما ياد کړي، چې انسان يوازې هغه وخت حق لري، چې خپل هم بڼي ته له پاسه وګوري، کله چې بايد دهغه سره مرسته وکړي، څو په پښو ودرېږي. ما له تاسې نه زيات شيان زده کړي ، چې شايد نور ډېره کارونه ونه لري ، ځکه کله چې دلته هغوى ته ځاى ورکوم ، نو بايد له ترخو سره مړ شم .
دګاربريل د څو عالمانه ويناوو ، بېلګې هم په لاندې ډول دي :
– دخوشحاله ژوند اوسېدو راز په دې کې نه دى ، څو هغه کار، چې خوښېږي مو تر سره يې کړو ، بلکې په دې کې دى، چې خپل تر سره کوونکي کار سره مينه ولرو .
– حقيقي ډارن له الوت نه وېرېږي، بلکې هغه ډارن دى، چې په وېره سره الوت زده کوي .
-دمينې سره مبارزه وکړ، خو هېڅکله به ګدايي نه کوي .
-له تاسره ستا دشخصيت په خاطر مينه نه لرم ، بلکې مينه مې دهغه شخصيت له امله ده ، چې له تا سره يې ديو ځاى کېدو پر مهال پيدا کوم .
-که ته فکر کوي، چې يو کس ستا د توقع سره سمه مينه له تاسره نه لري، نو دا په دې مانه نه ده ، چې له تاسره يې بيخي مينه نه شته .
-ريښتني دوست هغه څوک دى، چې ستا لاس ونيسي ، خو زړه دې درک کړي .
-دزړه تنګۍ تر تولو سخته او بده بڼه داده ،چې دهغه په څنګ کې وې او پوهېږې، چې هېڅکله به هغه ته ونه رسېږې .
-ته شايد په ټوله نړۍ کې يو کس وې ، خو دځينو کسانو له پاره ټوله نړۍ يې .
-هېڅکله خپل وخت له هغه چا سره مه تېروه ، چې له تاسره وخت تېرولو ته حاضر نه وي .
-راتلونکې داسې څه نه ده، چې انسانانو ته دې په ميراث پاتې شي ، بلکې داسې يو څه دي، چې خپله دى يې جوړوي .
-دانسان لس سلنه ژوند هغه څه دي ، چې تصادفي پېښېږي ، خو ٩٠ سلنه بيا داسې ده چې انسان دهغې پر وړاندې څه ډول غبرګون ښيي .
-دانسان تر ټولو ښه دوست کتاب او تر ټولو بد دښمن يې د پټو سترګو پيروي ده .
-وړوکي تصميمونه بايد په مغر، خو لوى هغه يې بايد په زړه کې ونيول شي .
-له مينې پرته قرباني ورکول کېږي، خو له قربانۍ پرته مينه هېڅکله نه کېږي .
-ژوند له ځان سره دښو کارتونو ساتل نه ، بلکې له بدو کارتونو سره لوبه ده .
-دانسان تر هغه وخته خپلې وده او کمال ته دوام ورکوي، چې فکر کوي نه دى رسېدلى، خو کله يې چې درسېدو فکر وکړ، نو له افت سره مخې کېږي .
-هېڅوک هم ستا داوښکو وړتيا نه لري او که څوک دا وړتيا لري ، نو هېڅکله بيا ستا داوښکو تويولو سبب نه ګرځي .
-هر وخت داسې کسان شته ، چې تا ځوروي، نو په داسې حال کې په نورو اعتماد وکړه ، يوازې ځير اوسه ،څو په هغه کس چې ته يې ځورولى يې بيا اعتماد ونه کړي .

2 COMMENTS

  1. هو، دا لیکوال د ۸۶ کلونو په عمر اوس هم ژوندی دی، خو ډیر ناروغ دی او نوري لیکني نشي کولای. ښایي پورته معلومات سم شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب