جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد پښتوټولني او باړه گلۍ فیصلې/ محمد معصوم هوتک

د پښتوټولني او باړه گلۍ فیصلې/ محمد معصوم هوتک

(شپږمه برخه)

د پښتوټولني او باړه گلۍ فیصلو ته کره کتنه

دپښتو ټولني او پښتو اکېډمي او باړه گلۍ فیصلې ټولي له پښتو ژبي سره د خواخوږۍ او د هغې دپرمختیا او سامبالتیا په نیامت ترسره سوي دي اودپښتو لیکدود دتکاملي جریان یوه مهمه خو د نقد او کره کتني وړ برخه ده. زه دخپل صلاحیت په حدودو کي ددغو فیصلو د کره کتني کار ته ځان ور اچوم. ښېگڼي او نیمگړتیاوي ئې څېړم او د نه عملي کېدو عامل یا عوامل ئې بیانوم.

دلیکدود معیاري کول او توحیدول دژبي د پر مختگ او علمي کولو یوه اساسي اړتیا ده. داسي اړتیا ده چي تحقق ئې ځانته خپل ټاکلي سیاسي، اقتصادي،ټولنیز او کلتوري شرایط او امکانات غواړي. په تشو غوښتنو او حُکمونو ئې تحقق نه ممکن دئ او نه ئې څوک د نړۍ په نورو ژبو کي ددغه شان تحقق مثال را ښوولای سي. د واحد لیکدود پر سر د فیصلې له پاره تر ټولو اساسي پوښتنه داده چي :

آیا موږ لیکدود معیاري کوو، که ژبه ؟

ددغي پوښتني له جوابولو پرته هره فیصله او پرېکړه، رود ته د بې گودره گډېدلو معنا لري. دې پوښتني ته یو جواب په یوه وخت او زمان کي ممکن دئ. په دې معنا چي یا به لیکدود معیاري کوو، یا ژبه . داسي جواب زموږ ستونزه نه سي را حلولای چي ووایو: دواړه معیاري کوو. داسي جواب مو ولي ستونزه نه سي راحلولای؟ ځکه ئې نه سي راحلولای چي ددې دواړو ساحو پولي او بریدونه توپیر لري، دمنځ ته راتگ له پاره ئې شرایط او امکانات یو له بله بېل دي. یو په بل کي تداخل ئې له ستونزي څخه ماشوړه جوړوي، لکه جوړه کړې چې ده.

د پښتو ټولني او باړه گلۍ په فیصلو کي لومړۍ نیمگړتیا داده چي د غونډو برخه والو ئې اصلا دغه پوښتنه له ځانو څخه یاکړې نه ده. که ئې کړې هم ده، یائې سم سر نه دئ په خلاص سوی او یا نو دغه دوې برخي په ناپامۍ کي ځني گډي سوي دي. ددغو فیصلو په وخت کي زموږ له مشرانو څخه ژبه، لیکدود، ادب داسي سره گډوډ سوي دي، داسي ئې حدود یو په بل کي ځني ننوتلي دي چي نه ئې خپل اساسي مقصد ځني ترلاسه کړی دئ او نه ئې د فیصلو د عملي کېدو چاره او لاره له کنډ و کپره راایستلې ده. زه به اوږده بيانونه نه کوم او د مثالو په راوړلو سره به خپله د زړه خبره درته وړاندي کړم.

په لومړۍ فیصله کي ۲۱ مادې تصویب سوي دي. په دې یوویشتو مادو کي څلور مادې ( ۱۳ مه، ۱۴ مه، ۱۵ مه او ۲۱ مه ) په لیکدود اړه لري نورې ټولي یا په ژبه اړه لري یا ئې په لهجو.

په ۱۳ مه ماده کي وایي چي ” ځیني = بعضی” او ” ځنی = از” باید په همدې شکل ولیکو.

په ۱۴ مه ماده کي وایي چي” چلوونکی، کوونکی، ښوونکی” باید په دوه واوه ولیکو.

په ۱۵ مه ماده کي وایي چي د” کښ” کلیمې پای ته به (ی) ور زیاتوو.

په ۲۱ مه ماده کي وایي چي ” زه ، زما، زمونږ” به په (ز) لیکو. یعني په (ځ) به ئې نه لیکو.

پورتنۍ څلور مادې د لیکدود مسائل دي او څرنگه چي د لیکدود د توحید له پاره د پوهانو یا صلاحیت لرونکو کسانو(فیصله) هر وخت خپله اغېزه ښندلای سي ، نو له همدې اصل سره سم ددې مادو په عملي کولو کي هیڅ رازستونزه نسته او زه ویلای سم چي هر په ژبه پوه لیکوال ئې له همدې فیصلې سره سم لیکي.

نوري مادې د لهجو رنگارنگ وینگ (تلفظ) دئ. دمثال په توگه دا چي وایي ” لڅ” ناسم دئ او ” لوڅ” سم. دا دلیکدود خبره نه ده بلکي د لهجې خبره ده. د یوې لهجې ویونکي خپله مفاهمه د (لڅ) لغت په ویلو سره عملي کوي او د بلي لهجې ویونکي ئې د(لوڅ) په ویلو سره. که څوک چاته ووایي چي (لوڅ) ئې لیکه ، خو د (لڅ) په شکل ئې لوله، دا مو په حقیقت کي د واولونو په اداینه کي مشکلات پېښ کړي دي. موږ گویا په دې حکم سره د (و) گرافیم ته هم د (زوره کي) او هم د (پېښ) وظیفه پر غاړه اچولې ده.

د (چې، مې، دې ) او ( چي ، مي، دي) مسئله هم دوه اړخه لري. یو اړخ ئې دادئ چي (چه) به نه لیکو او د (هـ) پر ځای به ئې په (ی) لیکو. دا برخه ئې د لیکدود په ساحه کي شامله ده او ټول په ژبه پوه لیکوال ئې مراعاتوي. هیڅ راز ستونزه پکښې نسته. خو دا خبره چي په اوږده یاء (ې)به ئې لیکو که په لنډه یاء (ي)؟ دا ئې د لهجې یا ژبي اړخ دئ او دا په فیصله نه حل کېږي. خپل شرایط غواړي.

د (کي ) او (کښي)، (کې) ــ (کښې) خبره هم همدا ډول دلیکدود مسئله نه ده. دا د لهجې خبره ده. د لهجو بدلول په فیصلو سره ممکنه نه ده. دلهجو بدلېدنه ځانته خپل سیاسي، اقتصادي او ثقافتي شرایط غواړي. هري لهجې که دغه سیاسي، اقتصادي او ثقافتي برلاسی وموند، نوري ټولي لهجې به ئې په ویاړ سره ومني او دهغې پالنه به دځان له پاره غټواله او لویي بولي. په دري ژبه کي دکابل لهجې دغه موقف ځانته گټلی وو او هرچا چي د کابلۍ لهجې په شان دري ویله، هغه به ئې د ځان په کمالاتو کي شمېرل.

په (غږ) او (ږغ) کي هم خبره دلهجې یا په مجموع کي د ژبي ده، نه د لیکدود. د لیکدود اړخ ئې دا دئ چي په (غږ) او (غگ) کي کوم یو سم دئ؟ یعني (غږ) په (ږ) سهي دئ که په (گ).

د (توپک) او (ټوپک) ــ د (بگړۍ) او (پگړۍ) او داسي نورو لغاتو توپیرونه هم لیکدودي پرابلمونه نه دي چي د پوهانو په مجلس دي حل کړه سي، بلکي دا ژبني او لهجوي ستونزي دي چي د هر شکل منل ئې د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز سیادت او برلاسۍ ملاتړ ته اړتیا لري.

د (شو، شي، …) او ( سو، سي، …) خبره هم لهجوي ده، لیکدودي نه ده. که هر وخت د (شو، شي) یا (سو، سي) لهجې خپل ثقافتي و سیاسي سیادت تر لاسه کړ، نور به بیا داختلاف ټکی لا هم پاته نه سي. په فیصله ئې اختلاف له منځه وړلای نه سو.

دا او دې ورته نور مثالونه د فیصلې هغه نیمگړتیا ده چي دلیکدود او لهجې (ژبي) له گډولو څخه را زېږېدلې ده. په نورو څلورو فیصلو کي هم دغه شان ځایونه ډېر دي چي هغه د لیکدود په بحث کي هډو راتللای نه سي او د لهجو یا ژبي په بحث کي باید څوک پر وږغېږي. زه ئې د هر مثال تر راوړلو تېرېږم او د خپلي همدې لیکني د اوږدېدلو له اسیته تر نورو گام اړوم، خویوازي به پر همزه (ء) او (مد) وږغېږم.

د (همزې) په باب له فیصله والو څخه د (فونیم) او (گرافیم) مفاهیم گډوډ سوي دي. په دوهمه فیصله دوهم تصویب کي وایي چي ” د (زه، دده، ښه، ته) په کلمو کښې د(ه) دپاسه دهمزه لیکلو ته ضرورت نشته ….”. د دریمي فیصلې په پنځم تصویب کي وایي چي ” (ء) دی د زورکی دپاره استعمالیږی ــ لکه زړه ، …”. په باړه گلۍ کي بیا د (زړه، ته، دده) پر خاتمو باندي د (ء) زیاتونه تصویب سوې ده.په عمومي بحثونو کي دا خبره بیا بیا تکراریږي چي ” همزه په پښتو کي نسته”، خو وضاحت ئې نه دئ ورکول سوی. زما په فکر د همزې فونیم ( ږغ) په پښتو کي نسته. په عربي کي چي د همزې په نامه کوم فونیم (صوت) د الفبې جزء منل سوی دئ، هغه یو حلقي ( عین ته نزدې) فونیم دئ چي د کلماتو په سر، منځ، پای کي راتلای سي او درې واړه حرکتونه ( زور، زېر، پېښ) اخیستلای سي. دکلمې د سر مثال ئې ( ابلاغ، اثبات) دئ، دمنځ مثال ئې ( مسئله، مسئول) دئ، دپای مثال ئې ( ضیاء، نداء) دئ او د سر او پای مثال ئې ( املاء، انشاء) دئ. په قرآن عظیم کي هغه همزه چي د کلمې په سر کي راسي او کسره (زېر) ولري، تر الف لاندي لیکل کیږي، هغه همزه چي دکلمې په سر کي راسي او فتحه ( زوَر)ولري، تر الف دپاسه لیکل کیږي. عرب دا فونیم سم ادا کولای سي او (ع) ته نزدې ئې تلفظ کوي. زموږ حافظان او علماء ئې هم د زیات تمرین او تکرار له لاري سم اداکولای سي، خو عام خلک ئې د (الف) په شان تلفظ کوي. دغه صوت چي ځانگړتیاوي ئې ما بیان کړې، رشتیاهم په پښتو الفبې کي نسته. مگر د همزې (ء) نخښه (گرافیم) موږ په پښتو لیکدود کي لرو. د خوشحال خان خټک له ځنځیري لیکدوده رانیولې بیا تر ننه پوري ئې د تورو او کلمو د لا ښه ادایني او تشخیص په نیامت کاروو. په ( خورئ چښئ حساب مه منئ) کي ئې د افعالو پر خاتمو باندي ورزیاتوو. د باړه گلۍ دفیصلو له مخي ئې باید د (زړه، ته، دده، ده) پر (ه) باندي هم دغه نخښه (ء)ولیکو. نو دا حکم چي ” په پښتو کي همزه نسته” باید داسي تشریح سي چي په پښتو ژبه کي د همزې (ء) صوت، ږغ ( فونیم) نسته خو نخښه ئې سته.

د باړه گلۍ په فیصله کي څلرم تصویب دادئ چي ” (مد) په پښتو کي نشته ….” دا حکم هم یوڅه شنل غواړي. ښاغلی ډاکټر پالوال په دې عقیده دئ چي (مد) د الف اوږد سوی شکل دئ. ښاغلي دوکتور زیار صاحب الفونه پر لنډ او اوږده ویشي.

داوږده الف مثالونه دادي :

دکلمو په سر کي ـــ (آس)، (آر)، (آړ)

د کلمو په منځ کي ــ (انار)،(لاس)، ( انگار)

دکلموپه پای کي ــ (ماما)، (کاکا)، (دادا)

دغه اوږده الفونه چي مائې مثالونه راوړل، دعادي الفانو په شان اداینه نه لري، نو دې اوږده الف ته باید څه نوم ورکو؟ آیا د (اړ = محتاج) او (آړ = مانع، خنډ) د سر ږغونه د ادایني پر وخت یو راز اوږدواله لري؟ دې پوښتني ته دي د باړه گلۍ فیصلو لاسلیکوونکي جواب ووایي.

بله خبره چي په فیصلو کي گوته ورته نیول کېدلای سي، هغه د تصویبونو بیا بیا تکرارول دي. د مثال په توگه د (ڼ) او (نړ) پر لیکنه باندي څو واره تصویبونه سوي دي. په باړه گلۍ کي ئې بیا تکرار کړی دئ. د (ځیني) او (ځني) فیصله څو پلا سره تاو راتاو سوې ده. د (گ) او (ګ) لیکنه څو ځلي مکرر تصویب سوې ده. د عربي تورو پر کاروَنه بیا بیا خبري سوي دي. ددې تکرار اړتیا څه ده؟ یا څه وه؟ زما په فکر فیصله کوونکي نویو پرابلمونو ته دحل لاره نه سي موندلای او فیصله په مکرراتو سره پای ته رسوي. دا چي ولي د حل لاره نه سي موندلای؟ جواب ئې څرگند دئ او هغه دا چي د لهجې بدلون د لیکدود په بدلون کي لټوي !!!

د فیصلو په غونډو کي برخه وال زیاتره داسي استدلال کوي چي که پښتو واحد لیکدود ونه لري، نو به خارجیانو ته خپله ژبه څرنگه ور زده کوو؟

دوی داسي انگېرله چي که موږ (سو) او (شو) دواړه ومنو، نوبه ئې خارجیان کوم شکل زده کوي؟ دا پوښتني اوس هم کله کله په سیده یا ایرب شکل مطرح کېږي. دې پوښتني ته زما جواب دادئ چي که کوم خارجي زما ژبه زده کوي، نو زما د ژبي اصول به هم زده کوي. موږ د خپلي ژبي اصول خارجیانو ته د اسانۍ له پاره تر پښو لاندي کولای نه سو. آیا هم موږ کله له انگرېزي ژبو خارجیانوڅخه دا پوښتنه او غوښتنه کړې ده چي دوی دي په انگرېزي کي زموږ د اسانۍ په خاطر د (ش) او (چ) اواز له پاره یو گرافیم وټاکي؟ دوی ولي په یوه ځای کي (sh) د (ش) له پاره کاروي، بل ځای (su) د (ش) له پاره راوړي او بل ځای په (tio) سره د (ش) څرگندونه کوي. موږ دوی ته ویلي دي چي ولي په یوه ځای کي (ch) د (چ) له پاره او په بل ځای (tu) د (چ) له پاره راوړي. دا پوښتنه او غوښتنه ځکه نه کوو، چي دا خو ددوی د ژبي قوانین دي، موږ ته که سخت دي که اسانه ، باید همداسي ئې ددوی له ژبني قانون سره سم زده کاندو. خارجیان مجبور دي په دې خبره ځان پوه کړي چي دپښتنو یوه لویه کتله ( چې، مې، کې) لیکي او همداسي ئې وایي (تلفظ کوي یې) او بله لویه کتله ئې بیا( چي، مي، کي) لیکي او همداسي ئې وایي. دا دپښتو لیکدود دوه بېلابېل سیسټمونه دي. خارجیانو ته دا خبره تر موږ ښه معلومه ده چي دا راز متنوع سیسټمونه په نورو ژبو کي هم سته. جاپاني ژبه د لیکدود درې سیسټمونه لري او څلرم ئې هم د منځ ته راتلو په حال کي دئ. (وگ : تږی ــ حبیب الله ــ نوې ژب پوهنه او ژبنی مسایل ــ ۴۰مخ ــ پښتوټولنه، کابل ــ ۱۳۴۵ش) او څوک چي غواړي جاپاني ژبه زده کړي، دا درې سره سیسټمونه به زده کوي.

آیا د فیصلو تصویبونه په عمل کي تطبیق سوي دي؟

زما دخپلي مشاهدې له مخي د فیصلو هغه برخي چي په رشتیاسره هم په لیکدود اړه لري، هغه په سلو کي تر نوي لا هم زیاتي عملي سوي دي او د بشپړ عامېدلو پر لور رهي دي. له ځینو ناخبرو کسانو او نوو بهر مېشتوزلمیوپرته نور نو (پښتو) څوک (پختو) نه لیکي، ( ږیره) څوک (گیره) نه کاږي، د یاء گانو پر گرافیمونو باندي اختلاف نسته،(ڼ) څوک (نړ) نه کاږي او نور. خو هغه مواد چي یو کول ئې په فیصلو سره ممکن نه دئ، یعني د لیکدود په اورشو کي شامل مواد نه دي ، بلکي په لهجه یا ژبه اړه لري ــ د هغو په باب تصویبونه د کاغذ پر مخ پاته دي. د مثال په توگه د اوږدې یاء او لنډي یاء د کارولو مسئله چي په حقیقت کي لیکدودي مسئله هیڅکله هم نه ده او په لهجه (ژبه) اړه لري، ان د پښتو ټولني پخپلو نشراتو کي لا هم عملي سوې نه ول. په ښکاره ئې پلمه داوه چي په مطبعه کي د ددغو یاگانو له پاره توري نسته، یا د حروف چینانو د نه پوهېدلو بهانه به راوړل کېده. مگر حقیقت دادئ چي دغه راز وحدت د فیصلو تر صلاحیت وتلې چاره ده . همدغه سبب دئ چي موږ دځینو مشرانو استادانوپه لیکنو کي تر دا پرونه پوري د (چی) او (چه) دواړه شکلونه وینو.( وگ : د میرزا خان انصاري دېوان ــ سریزه ــ دریم او څلورم مخونه ــ د ۱۳۵۴ چاپ ، کابل ). د همدغي سریزي په دریم مخ کې ( کښي) او (کی) دواړه شکله راوړي دي. موږ ته دا خبره معلومه ده چي دژبپوهني لوی استاد ارواښاد حبیب الله تږي د( چې) او (چي) لیکنه په لیکدودي بحث کي نه شاملوله او دواړو ته ئې د استعمال لار پرانیستې پرې ایښې وه (وگ : نوې ژبپوهنه او ژبني مسایل ــ بېلابېل مخونه)

د هغو کتابو په چاپ کي خو به څوک د مطبعې تخنیکي ستونزه ومني کي چي په دولتي مطبعه کي په حروفي چاپ چاپېدل، خو په هغو کتابو کي چي د پوهنتون له خوا په لاس کښل سوي او چاپ سوي دي، هورې به د یاء گانو نه مراعات ته په کمه (کومه) سترگه وگورو؟. (وگ : د زیارصاحب ویي پوهنه ــ ۱ مخ ــ دادبیاتو پوهنځي چاپ ــ ۱۳۶۰ ش) حتی ددغه چاپ په اوله لیکه کي (چې) لیکلی او په څلرمه او پنځمه کرښه کې بیا (چی) کښلی دئ. دا چي ارواښاد دوست شینواري (چه) کیښ، علامه حبیبي او علامه رشاد( سو، سي) کیښ، نورو بیا د (کې) پر ځای (کښې) کیښ، دا ټول پر دې خبره دلالت کوي چي فیصلې په عمل کي نه تطبیقېدلې او هر چا خپله لار ه تعقیبوله. ښاغلي زیار صاحب یو ځای کښلي دي چي دوی یو پروسیجردمرحوم حبیبي او مرحوم خادم او ډاکټر دولت محمد لودین په گډون لاسلیک کړ خوخادم صاحب ” بیا مخالف شو او ویې ویل چې زه دحبیبي صاحب او دده دپیروانو لار په رسمیت نه پېژنم او بغاوت یې وکړ ….” (وگ: ښکلامجله ــ ۴ کال ، ۳ گڼه ــ ۵ مخ). پوښتنه داده چي دا فیصلې نو ولي تطبیق سوي نه دي؟ جواب دادئ چي موږ د لیکدود یوکولو په نامه لهجې سره یو کوو. یا مو د یوې ځانگړي لهجې د سیادت له پاره لېڅي رانغښتي دي.یا نو خبره داده چي د لیکدود د معیاري کولو پر وخت ژبه معیاري کوو. دا څو بېلا بېل کارونه یو په بل کي راڅخه گډ سوي دي. د لیکدود معیاري کول په فیصلو او توصیو سره کېدلای سي، مگر دژبي معیاري کول یا معیاري کېدو ته د یوې لهجې رسول خپل ځان ته سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او ثقافتي شرایط غواړي چي تر اوسه پوري لا پښتو ته په عمومي ډول او لهجو ته ئې بیا په خاص ډول دغه راز شرایط مساعد نه دي.

د خواشینۍ بله خبره لا داده چي دپښتو ټولني فیصلې پخپله د فیصله کوونکو له خوا تر پښو لاندي کېدلې. دپښتو ټولني په هماغه لومړۍ فیصله کي دوولسمه تصویب سوې ماده د ( ږغ) او (غږ) په باب ده او تاسي په تېرو برخوکي ولوستله چي دواړه شکلونه ئې منلي دي. خو په عمل کي بیا د پښتو ټولني دسپارښتني او فشار له اسیته په راډیو افغانستان کي هغو نطاقانو ته د کار اجازه نه ورکول کېده چي ( ږغ) به ئې کاراوه. په مطبوعاتو او نشراتو کي دهغه لیکوال مقاله نه خپرېدله چي (ږغ) به ئې کار کړی وو، که به خپره هم سوه، (ږغ) به ئې په (غږ) ور اړولی وو. د دې تبعیضي چلند لازمي نتیجه همدا وه چي د(ږغ) ویونکي لیکوال د فیصلې نورو تصویبو ته هم بې اعتناء سي. دغه بې اعتنایي سرغړونه نه وه، بلکي دتبعیضي چلند پرضد اعتراض او عکس العمل وو. له بده مرغه نن هم هماغي زړې ستراتژۍ ته گویاد نوي ژبپوهني اکاډمیک پرتوگ وراغوستل کېږي، خو سترگور او له مسایلو سره اشنا لیکونکي او لوستونکي ښه پوهېږي چي خبره څه ده؟

اوس به یوه بله پوښتنه په منځ کي کښېږدو چي :

آیا د کلماتو د یوه شکل غوره بلل یا د چا خبره معیاري گڼل به دا معنا ولري چي دا نور شکلونه ئې غلط دي؟

دا پوښتنه به په یو څو مثالو سره لږڅه واضح کړو. که په ( مړۍ، ډوډۍ، ټیکله) کي یو کره وبولو، نوآیا دا نور به ئې غلط وي؟ که په (کښې) او (کې) کلمو کي یو شکل کره وبلل سو، دمثال په توگه (کې) غوره سو نو (کښې) ته به غلط وایو؟ که په (شو، شي ــ سو، سي) کي یو شکل “مرجح” وبلل سو، دا بل شکل به ئې غلط گڼو؟

دې پوښتنو ته زه د ځان له خواجواب ځکه نه ورکوم چي ” ټیکه داران” هرو مرو راته د تحصیلي سند نه لرلو بندیز مخي ته ږدي. نو به ئې جواب دداسي چا له خولې ورکړم چي په ژبپوهنه کي ئې عالي تحصیلات د امریکاپه متحده ایالتو کي سرته رسولي ول او په ژبپوهنه کي ئې زما دنسل اوسني همزولي شاگردان دي، ارواښاد پوهاند حبیب الله تږی در ښیم. ارواښاد تږي دې پوښتنو ته پخپل کتاب ( نوې ژبپوهنه او ژبني مسایل” کي داسي جواب ورکړی دئ.وایي چي :

(لیکدود مي کټ مټ رانقل کړی دئ. هوتک)” د هر ملت دپاره د یوې معیاری لهجې لرل ــ په هره بڼه چه وی ــ یو ضروری او مفید کار دی. اما دا بیا هم ددې معنا نه لری چه غیر معیاری لهجې غلطې دی. بلکه مطلب دادی چه هغه عامې او معیاری نه دی. که نه وی د خپلو ویونکو دپاره کاملا درستی ښې او صحیح لهجې دی. د معیاری لهجې د رامنځ ته کولو مسأله فقط د ژبې د تعمیم خبره ده نه د صحت او غلط خبره.(پر کلماتو تاکید زما دئ. هوتک) د غیر معیاری لهجې د فهم ساحه نسبت و معیاری لهجې ته معمولاً تنګه وی، اما د ژبې د سستم نه انحراف نه لری چه غلط وبلل شی. غلط کلام هغه دی چه دژبنی سستم سره بیخی موافقت و نه لری.

مثلاً ” ما څې وویلې = ماچه وویل” د موجوده پښتو په اساس یوه غیر معیاری لهجه ده،مګر غلطه نه ده. ځکه چه خپله ددغې لهجې ویونکی پوره پرې پوهیږی او د ژبې د عمومی سستم سره مخالفت نه لری. اما ” دوه کتاب” قطعاً پښتو نه ده. یا په اصطلاح غلطه پښتو ده. ځکه دا دننه په ژبنی سستم کښې کوم لهجوی فرق نه دی. بلکه دژبې له ټول سستم نه یو مطلق انحراف دی.” (وگ : نوې ژب پوهنه او ژبنی مسایل ــ ۱۲۷ ــ ۱۲۸ مخونه )

زه څه راز لیکدود پالم؟ او څه غواړم

ــ زه د پخوانیو فیصلو هغه برخي چي په لیکدود اړه لري، له یو دوه ځایه پرته نوري ټولي په لیکنه کي تطبیقوم. هغه چي په لیکدود اړه نه لري او د لهجې یا ژبي په حدودو کي راځي ، دهغو عملي کول د ځان مکلفیت نه بولم. ځکه ئې نه بولم چي زماپه نزد پښتو ژبه د خپل طبیعي انکشاف هغه پړاو ته لا رسېدلې نه ده چي یا دي کومه لهجه د معیاریت متکامل پړاو ته ننوتلې وي، یا دي د ټولو لهجو له امتزاجه یوه دریمه له اخلاصه ډکه پښتون شموله لار ورته ټاکل سوې وي.

ــ زه په لیکنه کي د(شو، شي، شم ، ….) پر ځای ( سو، سي، سم ، ….) لیکم . که څوک دا راته ثابته کړي چي په شین سره ددغو افعالو لیکنه د پښتو ژبي د ودانۍ ” فیل پایه” ده، په هغه وخت کي بیا د همدا نني ورځي په جرئت او مېړانه حاضر یم چي خپل ټول سینونه د سیند څپو ته ورکړم.

ـــ زه د (دی = he) او (دئ = is) توپیر کوم. ددغه التباس د لیري کولو له پاره که بل څوک تر دې ښه وړاندیز لري، منلو ته ئې تیار یم.

ـــ زه د ښځینه جمع له پاره هغه قاعده پالم چي زموږ ټول کلاسیک ادب پاللې ده او اوس ئې هم له غزني څخه تر هراته، دهزاره جات له پولو څخه د بلوچستان تر دوکۍ پوري پراته پښتانه په ویلو کي پالي. یعني د (پښتنه، زرغونه، نغمه) جمع (پښتنې، زرغونې، نغمې) لیکم او د (ښځه، ونه، پرخه) جمع ( ښځي، وني، پرخي) لیکم.

زه دهري لهجې خوندور لغات په مینه کاروم او د لغتو د وژلو سخت مخالف یم.

ـــ زه د ژبي د سوچه کولو سر سخت مخالف یم. ما په ژبه کي د ترجمې کار کړی دئ او راته معلومه ده چي د سوچه ژبي پالونکی ژباړن د ترجمې پر وخت له څومره مشکلاتو سره مخامخ کیږي؟ زما په نظر سوچه ژبه د بدوي او ځنگلي انسانانو ژبه وي. د متمدنو انسانانو ژبي یو له بله سره اخښلي و بخښلي وي. له نن څخه ۳۵۰ کاله مخکي چي عبدالقادرخان خټک د یوسف و زلیخا کتاب ژباړه، هغه ته دسوچه پښتو ستونزي ور معلومي سوي وې، ځکه ئې ویلي دي:

د پښتو ژبــــــــــــه ده سخته

چې ادا ئې ګړې یک لخته

په یــــــوازې، بې لذت شي

بل ملال تــرې طبیعت شي

په فــــارسي چې شي آمېزه

هاله شي طـــــــــرب انگېزه

عربي چي ورســــــــــره شي

عزت بیامومي لا ښـه شي

ځکه داشــــــــــــعر آمیز شو

گوهر ریز او شــــکرریز شو

( یوسف زلیخا ــ ۳۶۹ مخ د۱۳۹۱ چاپ ، کابل)

ـــ زه د پښتو ژبي د معیاري کولو سرسخت پلوی یم خو په بې وخته اذان لمونځ نه کوم.

نتیجه ــ څه باید وکړو؟

زما په نظر،پرېږدئ چي پښتو لیکني زیاتي او نشرات مو پراخ سي. په ( سو، شو) ــ ( چې ، چي) پسې مه گرځئ. که څوک ( چې، مې کې)، لیکي ــ که ( چي ، مي، کي) و دې لیکي.پر دغه مسایلو باندي د پښتانه په منټالیټۍ (mentality)سره بحث کول، بې له دې چي فاصلې سره لیري کاندي، بله نتیجه نه ښندي. له لهجو سره دښمنۍ گټه نه ده رارسولې، بلکي لا ئې سره بېل کړي یو. لهجې یوه لاهم بشپړه نه ده.د هري لهجې گرامري او اصولي نیمگړتیاوي به ور سموو. زه دخپلي لویدیځي لهجې ( زرغونه راغلل) هیڅکله هم نه لیکم. که کله کله په ناپامي کي راڅخه ولیکل سي، ژر ئې د اصلاح لټه کوم. د نورو لهجو له ویونکو څخه هم هیله لرم چي خپلو نیمگړتیاوو ته متوجه سي. دخپل نظر مخالفینو ته په سپکو سپورو څه نه جوړېږي. نن ورځ د انټرنیټ له برکته یا له شامته د انحصاریت بندیزونه نور مات سوي دي. که موږ یوچاته دهغه دنظر په خاطر سپکي سپوري ووایو، هغه به ئې یوځل، دوه ځله، درې ځله وزغمي. آخر ته بې حوصلې کیږي او په متقابل عمل لاس پوري کوي. له دې به نو څه جوړه سي؟

و ماعلینا الی البلاغ

آشاوا ــ کاناډا

۲۳ جنوری ۲۰۱۶ع

———————————–

د دې لیکنې نورې برخې:

لومړۍ

دوهمه

درېمه

څلورمه

پنځمه

2 COMMENTS

  1. !ګران ښاغلی محمدمعصوم «هوتک» صاحب
    زمادزړه له کومي درانه سلامونه او نیکي هیلي ومنۍ جوړ،روغ اوخوشاله اوسۍ
    دپښتوټولني، باړه ګلۍ پنځه سره برخي مي په ښه ځیر ولوستې روښتیاهم چي ډېر زحمت موایستلی، داسي اسناد چي روښتیا هم په آسانه دهرچا لاس ته نه ورځي او تاسو راټول کړي او خپل هېوادوالو ته ئې وړاندي کوۍ دا ډېر دقدر وړ او علمي کار دی
    که موږ ستاسو دې کار ته په ښه ځیر وګورواو ژورفکرپکښې وکو؛ حتا حیاتي خبره ده. شل ملیونه پښتانه لروبر په پښتو ږغېږو یوواحد لیکدود نه لرو؛داځکه چي واحد نه یو . په کلوکلو مو پوهان دغسي سره کښېنستلي خبري کړي دا خبري میداني سوي نه دي . دغه راټول سوي پرېکړي ستاسوله برکته ئې اوس موږ لولواو په دې خبرېږو،چي زموږ ژبپوهان په دې لټه کي دي،چي پښتانه دي یو واحد لیکدود ولري اوموږ دي د دې هري ورځي د نوو کږو ګړواوجملو څخه خلاس کي . پر دوغو فیصلو چي تاسوراټولي کړي دي او شاید نوري هم وي، چي یو څو نور ژبپوهان هم سره راټول سۍ دغه لا ښه ترا وڅيړۍ او خپلي ټولني ته وړاندي کۍ څومره یو عالي کار به سي .
    زموږ وحدت به وښه یي او زموږ ژبه به دمعیار خواته ولاړه سي . په ادبي درنښت محمدسرور وکیلي د جرمني څخه

  2. !ښاغلی ادیبپوه هوتک صاحب
    دپښتو ژبي دسمون او ودي هڅي مو ستایم او دستایني وړ دي. په دغي لاري کي مو بری او سر لوړي غواړم
    بریالي او روغ اوسۍ .
    هر پښتون چي پښتو غواړي شاکره به مو وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب